Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Декабрь
2020

Новости за 31.12.2020

د مصالحې شورا: افغان پلاوي ته راروانو مذاکراتو کې یوې پایلې ته د رسېدو ویل شوي

Pa.azadiradio.com 

د سولې دوهم پړاو خبرو د پیل نېټې د رانږدې کېدو سره سم، دواړه لوري د مذاکراتو پیل ته خپل چمتووالی ښيي. د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وايي، د دوی مذاکره کوونکی پلاوی چمتو دی چې په ټاکل شوې نېټه د قطر په دوحه کې له طالب پلاوي سره د خبرو مېز ته کېني. د دې شورا مرستیال عزیزالله دین محمد د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د مرغومې ۱۱» ازادي راډیو ته وویل، مذاکره کوونکي پلاوي ته ویل شوي چې هڅه وکړي، څو په دې پړاو خبرو کې له طالبانو سره یوې پایلې ته ورسېږي. ښاغلی دین محمد زیاتوي: "د هغې هوکړې پر بنسټ... Читать дальше...

په پکتیا کې د ښځو ځانګړی کتابتون نشته

Mashaalradio.com 

د پکتیا ځايي چارواکي د ښځو او نجونو یادې ستونزې او غوښتنې پر ځای بولي او زیاتوي، چې په نېږدې راتلونکې کې به د ګردیز ښار د نجونو او هلکانو یو شمېر ښوونځي د انټرنیټ د نوري فایبر له شبکې سره ونښلول شي.



د ننګرهار د اچین خلک وايي، هلته داعشیان بیا پیدا شوي

Mashaalradio.com 

د افغانستان د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې ځايي خلک ویلي چې د اچین په یو پوځي مرکز کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په دې ولسوالۍ کې طالب او داعش وسله والو فعالیتونه پیل کړي چې د خلکو ژوند یې سخت کړی دی. اوس مهال د اچین په پوځي مرکز کې افغان ځواکونه ځای پرځای دي. اچین ولسوالۍ په ختیځ کې د داعش اصلي مرکز بلل کېده. نور حال په دې ویډیويي راپور کې وګورئ:

د ننګرهار په اچین کې داعشیانو بیا سر راپورته کړی

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار ولایت له اچینه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته دغلته داعش وسله والو یو وار بیا سر راپورته کړی دی. د سیمې خلکو ویلي چې په د اچین په یو پوځي مرکز کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په دې ولسوالۍ کې طالب او داعش وسله والو فعالیتونه پیل کړي چې د خلکو ژوند یې سخت کړی دی. اوس مهال د اچین په پوځي مرکز کې افغان ځواکونه ځای پرځای دي. اچین ولسوالۍ په ختیځ کې د داعش اصلي مرکز بلل کېده. نور حال په دې ویډیويي راپور کې وګورئ:

په ۲۰۲۰ز کال کې د نړۍ مهمې پېښې

Mashaalradio.com 

په ۲۰۲۰ز کال کې خلکو زیاته توجه د کورونا وایرس وبا په اړه خبرونو ته ورکړه خو پکې ځینې نورې مهمې پېښې هم وشوې لکه د ایران اعلا چارواکو وژنې، د ناګورنو قره باغ پر سر د ارمنیا او اذربایجان ترمنځ جګړه او د امریکا ولسمشریز انتخابات. د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې له بېلا بېلو اژانسونو ویډیوګانې اخیستې دي چې ورڅخه موږ دا رپورټ جوړ کړی.

د هند اسام ایالت کې ټول اسلامي ښوونځي تړل کېږي

Pa.azadiradio.com 

د هند اسام ایالت چې د صدراعظم نرېندرا مودي متحدین هندو ملتپال‌یې واګې په لاس کې لري، هغه قانون تصویب کړ چې په دې ایالت کې ټول اسلامي ښوونځي تړي. د دې ایالت چارواکو ویلي چې دغو ښوونځیو سمې زده‌کړې نه‌وړاندې کولې.  مخالفو سیاستوالو پر دغه اقدام انتقاد کړی او ویلي یې دي چې دا پر اقلیت مسلمانانو د د هند اکثریت هندوانو له‌خوا یوه حمله ده.   د اسام ایالتي اسامبلې پرون چهارشنبه د دغه قانون مسوده تصویب کړه چې له مخې یې په دې ایالت کې تر اپرېل میاشتې پورې ټول څه باندې ۷۰۰ اسلامي ښوونځي یا دیني مدرسې تړل کېږي. Читать дальше...

د بریتانیا پارلمان له اروپایي ټولنې سره د سوداګرۍ تړون تأیید کړ

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا پارلمان له اروپایي ټولنې سره د دې هېواد له وتلو وروسته د سوداګرۍ تړون پرون تأیید کړ. د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون په وینا دغه تړون به د هېواد په تاریخ کې یو نوی باب پرانیزي.  د بریتانیا د استازو جرګې ۵۲۱ غړو د ۷۳ په مقابل کې د دغه تړون ملاتړ وکړ او وروسته مشرانو جرګې هم هغه تأیید کړ. د دې لپاره چې هغه په قانون بدل شي، د بریتانیا د سلطنت منظوري ته هم اړتیا لري.  د بریتانیا پارلمان دغه تړون یوه ورځ مخته تر دې چې بریتانیا رسماً له اروپایي ټولنې ووځي، تأییدوي.  ښاغلي جانسون وویل،... Читать дальше...



بوسنیا هرزګوېنا سلګونه پناه غوښتونکي له یوه مبهم برخلیک سره مخامخ دي

Pa.azadiradio.com 

په بوسنیا هرزګوېنا کې هغه سلګونه پناه غوښتونکي له یوه مبهم برخلیک سره مخامخ دي چې یوه بله شپه‌یې هم په یخنۍ کې تېره کړه.   په پام کې وه چې د اسیا، افریقا او د منځني ختیځ شاوخوا ۹۰۰ کډوال کروېشیا پولې ته نږدې د لیپا له کمپ څخه چې څو ورځې مخکې په اور کې سوځېدلی او ویجاړ شوی، مرکزي ښار کونیڅ ته نږدې یوه موقتي کمپ ته ولېږدول شي، خو سیمه‌ییزو چارواکو او د سیمې اوسېدونکو یې د لېږد مخه ونیوله.   ډېرو دغو کډوالو تېره شپه د دغه کمپ په انګړ کې په خلاصه فضا کې تېره کړه. دغه کمپ ته د ډسمبر په ۲۳مه چې په... Читать дальше...

کابل کې چاودنې د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې یو لوړپوړی چارواکی ټپي کړ

Pa.azadiradio.com 

د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې یو لوړپوړی چارواکی د ماین په چاودنه کې ټپي او موټر چلوونکی یې ووژل شو. چاودنه نن سهار د کابل چهلستون (نه برجه) سیمه کې د چارو ادارې د سلاکارانو د انسجام ریاست د مرستیال جاوېد ولي پر موټر شوې ده. د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي پر خپله ټویټرپاڼه دا خبر خپور کړی او ویلي یې دي چې "د افغانستان دښمنان دومره ذلیل او بې‌وسه شوي چې د ملکي او پوځي اهدافو ترمنځ توپير نه‌کوي". د کابل پولیسو هم د مقناطیسي ماین دا چاودنه تأیید کړې، خو دا یې نه‌دي ویلي چې هدف‌یې څوک و.  بل لور... Читать дальше...

پکتیا کې ښځې ځانګړی کتابتون نه‌لري

Pa.azadiradio.com 

په پکتیا کې ښځې شکایت کوي چې د دوی لپاره د مطالعې او انټرنټ ځانګړي ځایونه نه‌شته.  د پکتیا ځايي چارواکي د ښځو او نجونو یادې ستونزې او غوښتنې پر ځای بولي او زیاتوي چې په نږدې راتلونکي کې به د ګردېز ښار د نجونو او هلکانو یو شمېر ښوونځي د انټرنټ د نوري فایبر له شبکې سره ونښلول شي.   د ثنا په نوم په پکتیا کې د ښاري نسوان ښوونځي یوه زده‌کوونکې وايي: "که ښځې مطالعه وکړي دا د دې سبب کېږي چې ټوله ټولنه باسواده شي، نو باید ښځو لپاره د مطالعې ځانګړي ځایونه او ښوونیز مرکزونه ورته جوړ شي، تر څو وکولای شي... Читать дальше...

د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د خلکو پر ژوند د واشنګټن پوسټ تبصره

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن پوسټ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د خلکو پر ژوند مقاله خپره کړې ده. د مقالې لیکوال لیکي، تر دوو لسیزو جګړو وروسته د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې په ځینو کې يې یو شمېر اصلاحات لیدل کېږي، خو د لیکوال په وینا، په ټوله کې بېره خپرول د دې سخت دريځې ډلې د قوماندې یوه اساسي برخه ده. واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په دې مقاله کې په افغانستان کې د یوې ولسوالۍ په اړه لیکلي چې مشرانو یې له طالبانو وغوښتل چې د نجونو لپاره دې ښوونځي ته اجازه ورکړي، خو په ځینو ولایتونو... Читать дальше...

کونړ کې د پيازو او الوګانو د ساتلو ۸۰ سړې خونې جوړې شوې

Pa.azadiradio.com 

په کونړ کې د پيازو او الوګانو د ساتلو ۸۰ سړې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د کونړ والي محمد اقبال سعید ازادي راډیو ته وویل: "۴۰ په‌کې د پيازو د ساتلو لپاره دي او ۴۰ په‌کې د الوګانو د ساتلو لپاره دي. په دې کې په مجموعي شکل سره ۱،۴۰۰ او ۴۰ ټنه پياز او الوګان د درېیو میاشتو لپاره زېرمه کېدای شي." پر دې خونو ۴۳ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.

جرمني نن د کرونا وبا ضد د فایزر بیو ان تېک واکسین ترلاسه کوي

Pa.azadiradio.com 

جرمني به نن د کرونا وبا ضد د فایزر بیو ان تېک واکسین ترلاسه کړي، خو په ورته وخت کې برلین هڅې پیل کړي چې په اکسفورډ کې د کرونا ضد نوی جوړ شوی واکسین اروپایي ټولنه ژر تأیید کړي ترڅو له دې واکسینه هم استفاده وکړي. د جرمني چارواکو له اروپایي ټولنې غوښتي چې ژر تر ژره د 'کووېډ-۱۹' دوهم واکسین د اروپا لپاره تأیید کړي. څو ساعته مخکې تر دې غوښتنې لندن د ټولې بریتانیا لپاره د استرازینیکا واکسین تطبیق ته اجازه ورکړه. د جرمني د روغتیا وزیر یینز سپهن د استرازینیکا واکسین د ژر تر ژره ازموینې غوښتنه وکړه... Читать дальше...

د افغان دولت مرکچي پلاوي مشر: اوربند به د سولې راروانو خبرو اصلي ټکی وي

Pa.azadiradio.com 

د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوي د مشر په وینا اوربند به د سولې د راروانو خبرو یو اصلي ټکی وي. معصوم ستانکزي پرون په کابل کې د ستراتېژيکو مطالعاتو په دفتر کې د خبرو د اجنډا نور ټکي هم روښانه کړل او ویې‌ویل، په افغانستان کې د بهرنیو وسله‌والو برخلیک، له افغان خاورې د نورو بهرنیو هېوادونو پر ضد استفاده، د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې د بهرنیو وسله‌والو موجودیت، د افغان کډوالو ستنېدل خپل هېواد ته، د جګړې د قربانیانو حقوق او عادي ژوند ته د طالبانو د ستنېدنې موضوعات به هم د خبرو په اجنډا کې شامل وي. ... Читать дальше...

کابل ښاروالۍ: داوود سلطانزوی مکلف نه‌دی د ولسي جرګې غونډې ته حاضر شي

Pa.azadiradio.com 

کابل ښاروالي وایي، ښاروال داوود سلطانزوی له قانوني پلوه دا مکلفیت نه‌لري چې د ولسي جرګې غونډې ته حاضر شي. د دې ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي رئیس نعمت‌الله بارکزي په یوه وېډیو پیغام کې چې له رسنیو سره‌یې شریک کړ، وویل: "کابل ښاروال د افغانستان د ولسمشر د فرمان له مخې ټاکل شوی دی، له قانوني پلوه هېڅ مکلفیت نه‌لري چې د ولسي جرګې په غونډو کې برخه واخلي، خو له اخلاقي پلوه که چېرته اجنډا شریکه شي ستونزه نه‌شته چې ښاروال د ولسي جرګې په غونډو کې ګډون وکړي." ولسي جرګې، وروسته تر دې چې کابل ښاروال داوود... Читать дальше...

امریکا د ونزوئلا پر دوو قضايي چارواکو بندیزونه ولګول

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو خزانې وزارت د ونزوئلا د قضا پر دوو چارواکو بندیزونه ولګول. دا هغه کسان دي چې په نومبر کې یې د امریکا د تېلو شپږ اجرایي مدیران په بند محکوم کړل. د بندیزونو له مخې د مېرمن لورینا کارونیلیس رویز او څارنوال رامون اسبینوزا شتمنۍ په متحده ایالاتو کې کنګل کېږي او له دوی سره راکړه ورکړه جرم ګڼل کېږي. د دې کسانو په مشرۍ په نومبر کې شپږ امریکایان جریمه شول او له اته تر ۱۴ کلونو په بند محکوم شول. امریکایي چارواکو د دې شپږ کسانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. د امریکا خزانې وزیر ستیفن... Читать дальше...

امریکايي 'بي-۵۲' الوتکو یو ځل بیا د خلیج پر سر الوتنې کړي

Pa.azadiradio.com 

د راپورونو له مخې د امریکا هوایي ځواکونو (بي-۵۲) الوتکې د درېیم ځل لپاره په تېرو څو میاشتو کې د خلیج پر سر تېرې کړې دي. دا الوتنې په سیمه کې د امریکا او د امریکا پر متحدانو د ایران د بریدونو د مخنیوي یوه هڅه انګېرل شوې ده. دې الوتکو خپل ۳۰ ساعته مأموریت له امریکا تر منځني ختیځ پورې پرون ترسره کړ. د امریکا د مرکزي قوماندانۍ لوی درستیز جنرال کنېت مکنزي په خبرپاڼه کې ویلي دي چې واشنګتن په سیمه کې پر امریکایانو او د امریکا پر ګټو د هر ډول برید مخنیوي ته چمتو دی. د امریکا هوایي ځواکونو په تېرو ۴۵ ورځو کې پر سیمه دوه ځله الوتنې کړې دي. Читать дальше...

پاکستان: د افغانستان په ګډون ۱۹۱ هېوادونو ته انلاین ویزې ورکوو

Pa.azadiradio.com 

پاکستان اعلان وکړ چې سر له سبا به د افغانستان په ګډون ۱۹۱ هېوادونو ته ویزې انلاین ورکوي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید احمد پرون په اسلام‌اباد کې خبري کنفرانس ته وویل چې افغانانو او چینایانو پخوا دا شکایت درلود چې د پاکستان د ویزو د اخیستو پر مهال له دوی رشوت اخیستل کېده. ښاغلی احمد وايي: "د جنوري له لومړۍ نېټې چې چین او افغانستان هم په‌کې شامل دي انلاین ویزې به ورکول کېږي او دا ځکه چې د چین او افغانستان د ویزو د ورکولو په وخت ډېر شکایتونه وو چې د تمدید په وخت پيسې اخیستل کېږي او اداري... Читать дальше...

کندهار کې له نږدې ۲۰۰ پوستو د افغان ځواکونو د په شا کېدو په اړه ضد او نقیضې خبرې

Pa.azadiradio.com 

افغان چارواکي له لسګونو امنیتي پوستو د کندهار په ولایت کې د ځواکونو د په شا کېدو په برخه کې ضد او نقیض خبرې کوي. د ملي امنیت شورا ویاند رحمت‌الله اندړ ازادي راډیو ته وویل چې په کندهار کې له یو شمېر پوستو سرتېري په شا شوي دي: "په وروستیو کې یو تعداد پوستې امنیتي ځواکونو خوشې کړې وې، البته کومو کسانو چې غفلت کړی دی او له مؤجه دلیله پرته‌یې پوسته خوشې کړې ده، هغوی مجازات شول، بندیان شول. کومو کسانو چې په جنګ کې یې خپل شهامت ښودلی هغوی د خپلو ارګانونو له‌خوا همدارنګه د جمهوري ریاست له لوري مکافات شوي... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Тренер "Динамо" Личка о самой дорогой покупке в Москве: я купил себе самокат


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Потапова и Павлюченкова вышли в полуфинал турнира WTA в Мадриде в парном разряде


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

В Москве заметили первый в России электромобиль Tesla Cybertruck





Путин в России и мире
Москва

«Ану-ка, девушки!»: какой была легендарная передача, которая вернется на ТВ


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Лукашенко заявил о желании построить в Белоруссии вторую АЭС




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Цинизм зашкалил: Елена Зеленская повеселилась в Киеве с герцогиней Эдинбургской


Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Певица

Певица Анциферова заявила, что уехавшие из России артисты мозолили глаза на ТВ



Москва

Финансист Некрасов: использование криптобирж для хранения средств несет риски

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net