د ننګرهار د اچین خلک وايي، هلته داعشیان بیا پیدا شوي
د افغانستان د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې ځايي خلک ویلي چې د اچین په یو پوځي مرکز کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په دې ولسوالۍ کې طالب او داعش وسله والو فعالیتونه پیل کړي چې د خلکو ژوند یې سخت کړی دی. اوس مهال د اچین په پوځي مرکز کې افغان ځواکونه ځای پرځای دي. اچین ولسوالۍ په ختیځ کې د داعش اصلي مرکز بلل کېده. نور حال په دې ویډیويي راپور کې وګورئ: