د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف تاییدوي چې زرګونه افغانان د فاطمیون قول اردو په چوکاټ کې په سوریه کې جنګېږي. فاطمیون قول اردو د ایران د سپاه پاسداران څانګه ده. په دې راپور کې له طلوع نیوز سره د ایران د باندنیو چارو وزیر خبرو ته کتنه شوې ده.
رشيد، پرته له دې چې واضح کړي چې پر سياستوالو ممکنه ترهګر بريدونه د هېواد دننه او که بهر پلان شوي، زياته کړې چې حکومت سياستوالو ته د محتاط اوسېدو او د خپل امنيت ساتنې لپاره د اقداماتو ويلي دي.
په هلمند کې د ازادي راډيو خبریال الیاس داعي څلوېښت ورځې مخکې د ده په موټر پوري د نښلول شوي مقناطیسي ماین د چاودنې په نتیجه کې ووژل شو. د ده همکارانو او د بشري حقونو مدافعینو له حکومته غوښتي چې د دې قتل عاملین دې مجازات کړي. ملالۍ بشير د الیاس داعي د کار او ژوند په اړه دا لنډه ويډيو جوړه کړې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سوریې په جګړه کې د فاطمیون ځواکونو په لیکو کې د افغانانو د حضور په اړه د ایران د بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو په اړه غبرګون وښود.
د دغه وزارت ویاند ګران هېواد ازادي راډیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې د فاطمیون ځواکونو په لیکو کې د افغانانو حضور د ملي ګټو، اساسي قانون او د افغانستان د بهرني سیاست خلاف دی.
ګران هېواد وايي چې افغان دولت له دغه بهیره ملاتړ نه کوي: "د فاطمیون په لیکو کې د افغان اتباعو د حضور په اړه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت متفاوت نظر لري،... Читать дальше...
د ازادي راډیو یوه څیړنیز راپور موندلې چې د قزاقستان د پخواني ولسمشر نور سلطان نظرباییف کورنۍ او نژدې خپلوانو یې د هغه د اوږدې مودې واکمنۍ د څه باندې شلو کلونو په موده کې په بهرنیو هېوادونو کې څه کم اته سوه میلیونه ډالره په ملکیتونو پانګونه کړې، عصري کورونه او اپارتمانونه یې اخیستي دي. نورسلطان نظرباییف نژدې درې لسیزې، له ۱۹۹۱ نه ترتیر۲۰۱۹ کال پورې د دې هېواد واکمن و.
د ازادي راډیو د دغه څیړنیز راپور موندنې ښیي چې د څه باندې شلو کلونو په موده کې د نظرباییف خپلوانو په شپږو هېوادونو کې پانګونه کړې... Читать дальше...
د ټورانټو ښار پولیس وايي چې د بلوچستان د بشري حقونو فعاله او د بلوڅ زده کوونکو د سازمان (بلوچ سټوډنټس اورګنایزېشن – ازاد یا بي اېس او ازاد) پخوانۍ مشره کریمه بلوڅ د ډېسمېبر پر ۲۰ له خپله کوره تر وتلو وروسته ورکه شوه.
کرونا وژونکې وبا افغانستان چې وار له مخه جنګ جګړو ځپلی له یوه ژور کړکېچ سره مخ کړ داسې چې ښايي عواقب یې تر ډېرو کلونو حس شي.
وحید احمد لومړنی افغان و چې په هرات کې د فبروري د ۱۳۹۸ کال د کب په پنځمه د فبروري په ۲۴ یې د کوویډ – ۱۹ ازموینه مثبته وختله.
ده ویلي و: "زه له قُم راغلم تقریباً شل ورځې دلته په روغتون کې بستر وم. څو ورځې چې زه روغتون کې وم یوازې په یوه اطاق کې وم. ډاکټر صاحبان چې راتلل ویزټ یې کاوه. ماته یې ډاډګېرنه راکوله چې باید قوي و اوسم. زه هم خپلو وطنوالو ته وایم چې باید قوي و اوسي."... Читать дальше...
فرانسې، جرمني، بریتانیا، روسیې او چین ویلي دي چې دوی دې ته چمتو دي چې ښایي له ایران سره د دوه زره پنځلسم کال له اټمي تړون سره د واشنګټن بیا یو ځای کېدو ته مثبت ځواب ووایي.
دا څرګندونې وروسته تر دې شوې دي چې د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر جوبایډن وویل، هڅې به وکړي چې واشنګټن بېرته له دې اټمي تړون سره یوځای شي.
ښاغلي بایډن ویلي دي، که ایران د دوه زره پنځلسم کال اټمي تړون ته ژمن پاتې شي امریکا به بېرته ور وګرځي او د نورو اندیښنو په اړه به بیا خبرې وشي، لکه د بالسټیک توغندیو او په سیمه کې له هغو ډلو د ایران ملاتړ چې نیابتي جګړې مخته وړي. Читать дальше...
د بښني نړیوال سازمان د جنوبي اسیا برخې نن په ټویټر کې د بشري حقونو د فعالې کریمه بلوچ پر مړینه خواشیني څرګنده کړه او د دې پېښې د پلټنې غوښتنه یې وکړه.
کریمه بلوچ د بلوچ زده کوونکو د سازمان پخوانۍ مشره په دوه زره پنځلسم کال کې د پاکستان له بلوچستانه کاناډا ته وروسته تردې ولاړه چې ادعا یې وکړه چې د مرګ ګواښونه ورته کېدل.
د کریمې بلوچ مړی پرون د کاناډا په ټورنټو ښار کې وموندل شو. د کاناډا پولیسو د دې پېښې تحقیقات پیل کړي دي.
د کابل ښار په دوغ اباد سیمه کې چاودنې د دوو ډاکټرانو په ګډون څلور تنه ووژل.
د زندانونو د تنظیم د چارو اداره وایي، دې چاودنې د زندانونو د چارو د سرپرستې ډاکټرې نظیفې ابراهیمي په ګډون د زندانونو د کرونا ویروس د معایناتو د برخې ډاکټره سونا وژلې ده.
د زندانونو د کرونا ویروس د معایناتو د برخې بله ډاکټره، سویتا په دې پېښه کې سخته ټپي شوې ده.
په دې چاودنه کې چې سهار اووه نیمې بجې د کابل د اوومې ناحیې د دوغ اباد په سیمه کې د دې ډاکټرانو پر موټر وشوه، د زندانونو د روزنیز مرکز د روغتیایي چارو مرستیال... Читать дальше...
د امریکا په متحد ایالتونو کې د لومړي ځل لپاره د مدرنا واکسین ورکړه پیل شوه. د دې واکسین ستن نن د روغتیایي کارکوونکو پر مټ ولګول شوه.
یوه اونۍ مخکې د امریکا په متحد ایالتونو کې د فایزر-بیونټیک واکسین پیل شوی و.
د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن پرون د دې واکسین له ترلاسه کولو وروسته وویل: "زه دا د دې لپاره کوم چې خلک باید دې واکسین ته بشپړ چمتو وي او چې کله د ترلاسه کېدو شي دا واکسین وکړي. دې ته اندیښنه پکار نه ده زه د دې واکسین دوهمې ستنې ته انتظار یم."
د امریکا په متحد ایالتونو کې تېره اونۍ... Читать дальше...
د امریکا د متحد ایالتونو کانګرس د هغې سترې مالي بودیجې لایحه تصویب کړه چې په کې د کرونا ویروس له امله د حکومتي ادارو تمویل او د مالیو کمېدل شامل دي.
د امریکا استازیو جرګې او سنا دا بودیجه ډېره ژر تصویب کړه او د توشیح لپاره یې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دفتر ته واستوله.
په دې بودیجه کې نهه سوه میلیارده ډالر اقتصادي مرسته له خلکو او شغلونو سره شامله ده او یو اعشاریه څلور تریلیون ډالره په دوه زره یو ویشتم کال کې د دولت د ادارو تمویل ته ځانګړې شوي دي.
نن د مرغومې دوهمه په هلمند کې د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي څلویښتمه ده.
الیاس داعي د لړم په دوه ویشتمه په لښکرګاه کې هغه وخت ووژل شو چې د ده پر موټر د مقناطیسي ماین چاودنه وشوه.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د الیاس داعي قاتل یې نیولی دی او د هغه اعتراف یې هم خپور کړی دی، خو په دې برخه کې یې د نور پرمختګ لا څه نه دې ویلي.
د خبریالانو د ساتنې کمېټه وایي، روان کال لږ تر لږه دېرش خبریالان په نړۍ کې وژل شوي دي.
په نیویارک کې مېشتې دې کمېټې ویلي دي چې په دې ډله کې یو ویشت تنه... Читать дальше...
دا ویډیو چې کره نېټه او ځای یې مشخص نه دی، په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، خو یو شمېر رسنیو او ځینو کسانو دا د پاکستان کراچۍ ښار یو روغتون یاد کړی،
د خبریالانو د ساتنې کمېټه وایي، روان کال لږ تر لږه ۳۰ خبریالان په نړۍ کې وژل شوي دي.
په نیویارک کې مېشتې دې کمېټې ویلي دي چې په دې ډله کې یو ویشت تنه هغه خبریالان دي چې د خپلو کارونو انتقام ترې اخېستل شوی دی.
چې دا شمېره د تېر کال دوه برابره لوړه ده. تېر کال دا شمېره لسو ته رسېده.
د خبریالانو د ساتنې کمېټې ویلي دي چې لږ تر لږه څلور خبریالان په افغانستان کې د خپل کار له امله وژل شوي دي او په افغانستان کې د پنځم وژل شوي د پېښې لاهم تحقیقات روان دي.
د خوست ولایت په صبریو ولسوالۍ کې ماین چاودنې دوه ملکي وګړي وژلي او د دوو سرتېرو په ګډون یې شپږ تنه ټپیان کړي دي.
په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند وایي، چاودنه د سې شنبې په ورځ غرمه مهال د صبریو ولسوالۍ اړوند د یعقوبیو د خلبیسات بازار ته څېرمه شوې چې له امله یې د ملي اردو د سرتېرو تر څنک عام خلک هم مړه او ټپیان شوي دي.
په پېښه کې د خلکو یو شمېر هټیو ته هم زیان اوښتی.
تر اوسه ددې چاودنې مسولیت کومې ډلې نه دی منلی.
د پکتیا په مرکز ګردېز کې د بې اسناده موټرو له بندېدو وروسته به د دې ولایت اوسیدونکي د تګ راتګ پر مهال د ټرانسپورټي وسایلو د کمښت له ستونزې سره مخ شي.
دوی وایي، حکومت د ناامنۍ د پېښو د کنترول لپاره باید له بدیلو داسې طرحو کار واخلي چې له یوې خوا خلکو ته سهولت رامنځته شي او له بلې خوا حکومت د امنیت په ټینګښت کې هم بریالی شي.
د بلدې د نجونو د ښوونځۍ مدیر معاون نایاب وایي، شااوخوا دوه کاله وړاندې ځایي امنیتي ادارو د امنیت د ټینګښت په موخه په موټر سایکلونو بندیز ولګاوه او دوی هم د ستونزو د حل لپاره ارزان بیه پاکستاني د چپ لاس موټر واخېستل. Читать дальше...
په نیویارک کې مېشت، د خبريالانو ژغورنې کمېټۍ (سي پي جې) د ډېسېمبر پر ۲۲مه جاري کړي رپورټ کې ویلي چې سږکال په ټوله نړۍ کې ۲۱ خبریالان د خپل کار په بدل کې وژل شوي او زیاتوي چې تیر کال ۱۰ خبریالان وژل شوي وو.
په لومړي ځل د طالبانو یوه مهم مشر په یوه ویډیو کې د پاکستان دننه د خپلو مشرانو اوسېدل او د خپلو ټپیانو درملنه تاییدوي.
ملا عبدالغني برادر چې د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر مشر او د دې ډلې مرستیال دی، په یوه ویډیو کې وايي، دوی د مجبوریت پر بنسټ، پاکستان ته ځي.
دا ویډیو چې کره نېټه او ځای یې مشخص نه دی، په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، خو یو شمېر رسنیو او ځینو کسانو دا د پاکستان کراچۍ ښار یو روغتون یاد کړی، چېرته چې د ټپي شوېو طالبانو درملنه کېږي.
په دې ویډیو د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا برادر هغو... Читать дальше...
د چارواکو په وینا، چې په نیول شویو کې دوه کسان د پولیسو او ۷ نور کسان چې یوه په کې ښځه ده د ملي امنیت منسوبینو نیولي دي.
د کورونا وبا په ړومبو ورځو يعني مارچ میاشت کې د امریکا فضايي ادارې ناسا خپاره کړي عکسونه ښیي چې د نړۍ په لویو ښارونو کې تر ۳۰ فيصده پورې په هوا کې الودګي کمه شوې ده.
د افغانستان په شمال ختېځ کې د امو د سیند پر غاړه د پرتې قلعه زال ولسوالۍ د اوسېدونکو له ګڼو ستونزو یوه هم د سړک خرابوالی دی.
د قلعه زال ولسوالۍ د عمومي سړک پخېدل د دې ولسوالۍ د خلکو د اوږدې مودې هېله او غوښتنه ده چې تر اوسه نه ده پوره شوې.
د امو د سیند پر غاړه د پرتې دې سرحدي ولسوالۍ یو اوسېدونکي حفیظ الله وايي، د ولسوالۍ د عمومي سړک خرابوالی او کنډې کپرې د دې سبب شوی، چې ناروغان یې په لاره کې ومري او کرنیز محصولات یې تر بازاره نه رسېږي.
نوموړی وايي، د ولسوالۍ مشرانو یې د دې سړک د پخولو لپاره د ډېرو چارواکو دروازې ټکولي دي. Читать дальше...
ارزګان کې دیني علماوو پر نړیوالو غږ وکړ، چې په افغانستان کې دې د روانې جګړې مخه ونیسي.
په ارزګان ولایت کې لسګونه دیني علماوو د یوې جوړې شوې غونډې پرمهال په افغانستان کې روانه جګړه نا مشروع وبلله او په مورچلو کې ناستو طالبانو ته یې غږ وکړ، چې خپلې وسلې دې پر مځکه کېږدي او د هېواد په ابادو ولو کې دې ونډه واخلي.
په دې اړه نور حال د ترینکوټ څخه د ازادي راډيو خبریال شریف الله شر افت راکوي، چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:
غزل مومند د مترقي ادبي یون ملګری او د ژوند پرستو شاعرانو د لار لاروی دی. دې شاعر له موندو نیولې، تر پېښور او کراچۍ پورې د غزل د سینګار لپاره سفر کړی او د وخت لویو غزلبولو شاعرانو سره نږدې پاتې شوی. د هغوی سره ناستې ولاړې نوموړي ته ډېر څه ورکړي چې هغه یې اوس د رنګین غزل او تاند شعر په توګه پر خلکو وېشي. موږ ورسره د مشال راډیويي مجلې لپاره خبرې کړې دي.
د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون پاتې لاسلیکونکي، له دې تړون سره د متحدو ایالتونو د احتمالي بېرته یوځای کېدو لپاره تیاری نیسي.
د دريو اروپایي هېوادونو بریتانیا، جرمني، فرانسې او د چین، روسیې اوایران د بهرنیو چارو وزیرانو پرون په یوه مجازي غونډه کې د دغه تړون د راتلونکې په اړه خبرې وکړې.
د دې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په هغه اعلامیه چې پرون یې تر غونډې وروسته خپره کړې، ویلي چې دوی چمتو دي چې له دې تړون سره د امریکا د متحدو ایالتونو بېرته یو ځای کېدو ته مثبت ځواب ووایي. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Прием заявок на участие в конкурсе на лучшее путешествие по Дальнему Востоку начнется в мае
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Арина Соболенко
Бадоса из-за травмы снялась с матча против Соболенко и заплакала у сетки
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Прием заявок на участие в конкурсе на лучшее путешествие по Дальнему Востоку начнется в мае
Путин в России и мире
Москва
Кремль: в Москве 22 апреля состоится встреча Путина с Алиевым
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Москва
В Москве арестован на пять суток историк-публицист Сергеев за пост памяти Навального
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Денис Мацуев
Народный артист РФ Мацуев: выход Джикии на поле в игре с "Зенитом" символичен
Москва
Президент Эквадора Нобоа объявил двухмесячную ЧС из-за энергетического кризиса
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net