په پېښور کې د خېبر پښتونخوا د اسمبلۍ حزب اختلاف غړي د خېبر پښتونخوا وزیراعلا کور مخې ته له نن په احتجاج دي - دوی وايي،حکومت د حزب اختلاف د غړو په حلقو کې ترقیاتي کارونه نه کوي او نه د ترقیاتي کارونو لپاره مالي پانګي ورکوی. نور د غلام غوث په ویدیويي راپور کې.
د ارګ یو شمېر کارکوونکو هغه تورونه رد کړي چې ګوندې له ۹۱ کوډ نه چې ورنه د استفادې واک یوازې له ولسمشر سره دی، دوی د شخصي اهدافو لپاره ګټه ترې اخیستې ده.
۹۱ کوډ نه د استفادې واک یوازې د ولسمشر دی چې بېړنیو حالاتو کې ورنه استفاده کېږي، خو د ولسمشر غني د ولسمشرۍ په تېره دوره کې چې اجرائیه ریاست یې درلود اجرائیه رئیس ته هم د استفادې واک ورکړل شوی و.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي، د سې شنبې په ورځ (د لېندۍ ۱۸مه) په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي: "لومړی خو ما دا رقم نه دی ترلاسه کړی او له واقعته لېرې خبره ده، د... Читать дальше...
د ایران ولسمشر وایي، د سوریې د رژیم ملاتړ ته ادامه ورکوي تر څو دغه هېواد په خپلې کورنۍ جګړې کې وروستۍ بریا ته ورسېږي.
د ایران د ولسمشر د وېب پاڼې په وینا، حسن روحاني دا خبرې پرون دوشنبه (د لېندۍ ۱۷مه) په تهران کې د سوریې له بهرنیو چارو وزیر فیصل مقداد سره د لیدنې پر مهال وکړې.
وروسته تر دې چې د سوریې د بهرنیو چارو پخوانی وزیر ولید المعلم مړ شو دا بهر ته د فیصل مقداد لومړی رسمي سفر دی.
په سوریه کې د دوه زره یوولسم کال د مارچ په میاشت کې د حکومت د مخالفانو له ځپلو سره شخړې پیل شوې چې تر اوسه... Читать дальше...
په افغانستان کې امریکایي ځواکونو د امریکا د براون او بوسټن پوهنتونونو له موندنو سره مخالفت څرګند کړ چې وایي، وروسته له هغه چې امریکا په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د افغانستان په جګړو کې نرمښت راوست د هوایي بریدونو له امله ملکي تلفات زیات شول.
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند ډګروال سوني لګت په وټس اپ کې ازادي راډیو ته نن د سې شنبې (د لېندۍ ۱۸مه) په استولي پیغام کې وویل، دا څېړنه یو اړخېزه ده، په کې پر داسې معلوماتو تکیه شوې ده چې د بحث وړ دي، همدا راز هغو ملکي تلفاتو ته په کې اشاره نه ده شوې چې د طالبانو او داعش له لوري اوښتې دي. Читать дальше...
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د تلفاتو د زیاتیدو خبر ورکوي.
د دې وزارت مرستیال ویاندې معصومې جعفري نن د سې شنبې (د لېندۍ ۱۸مه) ازادي راډیو ته وویل: "په وروستیو اونیو کې د کووېډ- نولس ناروغۍ له امله د تلفاتو شمېرې لوړې شوې دي. په تېره یوه اوونۍ کې کوویډ نولس ناروغۍ په ټول هېواد کې د یوسل او دیارلس کسانو ژوند اخېستی دی."
د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۳۰ کسان په کرونا اخته شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې په کوویډ نولس ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۴۸ زرو واوښت.
د هلمند د ۱۳ ولسوالیو او مرکز لښکرګاه تر سلو ډېرو مېرمنو چې د حکومت یا طالبانو په لیکو کې یې د کورنۍ غړي وژل شوي، نن سې شنبه(د لېندۍ ۱۳مه) د اوربند غوښتنه وکړه.
د دې غونډې یوه تنظیمونکي، د ژورنالېستانو د دفاع کمېټې مسؤل عبدالمعید هاشمي ازادي راډیو ته وویل: "د خبریال شهید الیاس داعي د درنې مورجانې په مشرۍ په لښکرګاه کې د غونډې برخه والو د جګړې پر ښکېلو لوریو غږ وکړ چې جګړه بنده کړي او دایمي اوربند وکړي."
د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي د نوومبر په دولسمه په لښکرګاه کې د ده پر موټر د وصل شوي مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو. Читать дальше...
د امریکا د متحد ایالتونو هغه پیلوټ چې د لومړي ځل لپاره یې څه باندې اویا کاله مخکې د غږ تر سرعت الوتکه تېزه چلولې وه د اووه نوي کلونو په عمر ومړ.
د چاک ییګر مېرمنې ویکتوریا ییګر په ټویټر کې پرون ولیکل چې په خواشینۍ سره د دې میړه د شپې تر نهو بجو مخکې ساه ورکړه.
ییګر د نړیوالې دوهمې جګړې پرمهال پیلوت و. ده په ۱۹۴۷میلادي کال کې د لومړي ځل لپاره د "بېل ایکس یو" اکتشافي الوتکې په مرسته د غږ سرعت مات کړ او په یو ساعت کې یې ۱۲۲۵ کیلومتره واټن وواهه.
هغه وخت ییګر ۲۴ کلن و.
ییګر بیا څو ځله نور... Читать дальше...
د افغانستان د بدني روزنې عمومي ریاست وایي، د جاپان په ۲۰۲۱ میلادي کال په المپیک سیالیو کې د ګډون په هدف ۶ غوره لامبو وهوونکي وټاکل شول.
دغه سيالۍ ۲۰۲۱ میلادي کال کې په جاپان کې ترسره کېږي.
د افغانستان د لامبو وهنې فدراسیون رئیس قاسم حمیدي ازادي راډیو ته وویل چې دغه کسان د ۲۰۰ لوبغاړو له منځه ټاکل شوي دي.
د غوره لامبو وهوونکو د ټاکلو لپاره یادې سیالۍ دوه ورځې وړاندې پیل شوې او تېره ورځ ناوخته پای ته ورسېده.
په یادو سیالیو کې ۳۰ غوره لوبغاړي ملي لوبډلې ته هم وټاکل شول.
په کابل کې نن سې شنبه (د لېندۍ ۱۸مه) د نجونو باسکټبال سیالۍ پیل شوې.
د بدني روزنې او ورزش ریاست ویاند محمد عارف پیمان نن ازادي راډیو ته وویل چې په یادو سیالیو کې ٧ لوبډلو ګډون کړی.
د نوموړي په وینا یادې سیالۍ دوه ورځې دوام کوي او غوره لوبغاړي به د کابل د نجونو د باسکټبال لوبډلې ته غوره شي.
د سریلانکا کرکټ غوره لیګ سیالیو په لړ سبا چهارشنبه (د لېندۍ ۱۹مه) دوه لوبې ترسره کېږي.
په یادو سیالیو کې جفنا ستالونز لوبډله کینډي تسکرز سره میدان ته ځي او دمبولا ویکینگ له ګالي ګلیډیټرز سره بخت ازماییي.
د تېرې ورځې په لوبه کې کېنګز لوبډلې په شلو اورونو کې ۱۷۲ منډې وکړې، خو مقابله لوبډله ګالي ګلیډیټرز وتوانېده چې دا هدف پوره او لوبه وګټي.
په بریتانیا کې روغتیایي چارواکو نن سې شنبه (د لېندۍ ۱۸مه) خلکو ته د کوویډ ـ ۱۹ ناروغۍ پر وړاندې د واکسین د لومړنیو ډوزونو ورکول پیل کړل.
بریتانیا
د کورونا د خپرې شوې وبا پر وړاندې د معافیت له دغه پروګرام سره ډېرې هیلې غوټه دي چې هغه به په ټوله نړۍ کې دغه بوږنونکی وضعیت بدل کړي.
د فایزر او بیونټیک کمپنیو له خوا د دغه جوړ شوي واکسین لومړنی ډوز نن سهار وختي د هغو روغتونونو د شبکې په یوه روغتون کې تطبیق شو چې خلکو ته د دغه واکسین د ورکولو لپاره ځانګړې شوي دي. د واکسین دغه پروګرام هم د 'وي- ډې' یا د بري ورځې په نوم نومول شوی دی. Читать дальше...
په داسې حال کې چې په قطر کې د سولې خبرې له یو اوږد څه ځنډ وروسته یو ځل بيا هیله بښونکې ښودل شوي، بشري حقونو کې د افغان دولت وزيره سيما سمر وايي، هغه خبرو کې چې د افغان ښځو حقوق او حضور خوندې نه وي بې ګټي دي.
نوموړې د سې شنبې (د لېندۍ ۸مه) په ورځ په کابل د سولې، رسنۍ او مدني ټولنې په نوم د کلید ګروپ له خوا جوړې شوې غونډې ته وويل، لازمه ده چې د ټولنې ټولې برخې د سولې په خبرو کې خپل ځان وويني.
نوموړې وویل: "سوله په افغانستان کې هغه مهال تل پاتې کېدای شي چې د ټولو اړخونو حقوق په کې خوندي وي، موږ... Читать дальше...
په ارزګان ولایت کې د ملي دسترخوان په نوم د ۱۲ زره کرونا ځپلو کورنیو سره د خوارکي توکو د مرستې لړۍ پیل شوه.
په ورته کې هغه کورنۍ چې يادې مرستې يې ترلاسه کړي دي له حکومت نه زيات خوشحاله دي او وايي چې په کور کې يې د خوراک لپاره هېڅ نه درلودل.
په دې اړه نور حال د ترینکوټ څخه د ازادي راډيو خبریال شریف شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په هغه اعلامیه کې چې پرون د دوشنبې(د لېندۍ ۱۷مه) په ورځ یې په خپله وېب پاڼه کې تر دې سرلیک لاندې چې د امریکا متحده ایالات له مذهبي ازادۍ څخه د سرغړونکو پر وړاندې اقدام کوي وایي، مذهبي ازادۍ هغه حق دی چې ترې هېڅکله انکار نه شي کیدای او یو بنسټ دی چې پر اساس یې ازادې ټولنې جوړې شوې او وده یې کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، متحده ایالات، هغه هېواد چې اساس یې د هغو کسانو له خوا ایښودل شوی چې له مذهبي ځورونۍ تښتیدلي، یو ځل بیا د هغو کسانو د دفاع لپاره اقدام کوي چې غواړي... Читать дальше...
د محاکمو دا ډول علني جلسو ته په کتو د پکتیا چارواکو وویل، چې په دولتي محاکمو د خلکو باور زیات شوی او اوس تر ډېره په کې، په ټاکلي وخت د حقوقي او جزايي قضيو پرېکړې کیږي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په دې هېواد کې د کرونا ویروس له امله د مړینې د کچې له لوړېدو خبر ورکړی دی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت، یو وار بیا خبرداری ورکوي چې د کرونا ویروس دوهمه څپه د خپرېدو په حال کې ده او باید روغتیايي سپارښتنې جدي وګڼل شي.
د دې وزارت مرستیاله ویانده معصومه جعفري د سې شنبې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، چې په دغه هېواد کې په وروستیو اونیو کې کرونا ويروس پېښې ۲۹ سلنې ته لوړې شوي او له امله يې د مړو شویو په شمېر کې هم زیاتوالی راغلی دی.
هغه زياتوي: "په وروستیو اونیو... Читать дальше...
دا مور چې ۲۷ کاله د خپل رنځور زوی کټ ته لکه بندي په کور ناسته ده، له خلکو او حکومت څه غواړي؟
هیلۍ اسد پرې راپور لري:
د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله په قطر کې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو د دوهم پړاو خبرې اوږدې، خو د یوه باثباته افغانستان لپاره برخلیک ټاکوونکي یاد کړې.
ښاغلي عبدالله چې نن سې شنبه(د لېندۍ ۱۸مه) یې د سولې، رسنیو او مدني ټولنو په کنفرانس کې خبرې کولې وویل، په دې پړاو کې به د چهارشنبې له ورځې جدي بحثونه پیل شي.
دی وايي: "یوه بشپړه او تفصیلي اجنډا موږ لرو، همدا ډول یوه مفصله اجنډا د طالبانو د پلاوي له خوا ده. هغوی غواړي چې یو شمېر نورو مسایلو ته لومړیتوب ورکړل شي، ولې موږ غواړو چې ځینو... Читать дальше...
په لوګر کې د ۳۱۸ ميليونه افغانيو په لګښت ۱۷ لویې پروژې بشپړې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.
د دغه ولایت د کرنې رئیس عبدالله تسل نن سې شنبه (د لېندۍ ۱۸مه) ازادي راډیو ته وویل چې په دغو ۱۷ لویو پروژو کې سلګونه کوچنۍ پروژې د کرنې، اوبولګولو، مالدارۍ، بڼوالۍ، لبنیاتو او په یو شمېر نورو برخو کې شاملي دي.
د ښاغلي تسل په خبره د یادو پروژو د پلي کېدو له لارې ګڼو بې روزګارو خلکو ته د کار زمینه هم برابریږي.
دوی وایي چې یاد پلي شوي پروژې کولای شي چې د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ وده کې رغنده رول ولوبوي او د ولایت په کچه د اقتصادي ودې لامل شي.
د امریکايي پوهنتونونو یوه څېړنه ښيي، وروسته له هغه چې امریکا په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان په جګړو کې پوځي ونډه کمه کړه، په دې هېواد کې د هوايي بریدونو په پایله کې د ملکي تلفاتو شمېر د پام وړ ډېر شوی دی.
دغه موندنې، چې پرون خپرې شوې ښيي، چې ، له ۲۰۱۶ کال څخه چې د ملکي تلفاتو شمېر په کې ۲۵۰ تنه وو په ۲۰۱۹ کال کې دا شمېره ۷۰۰ ته لوړه شوه.
دا څېړنه، چې د براون او بوسټون پوهنتونونو لخوا د جګړو د لګښتونو پروژې یوه برخه ده، وايي د هغو ملکیانو شمېر چې د نړیوالو ځواکونو په هوايي بریدونو کې وژل شوي.
د... Читать дальше...
د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د بې اسنادو موټرو د ثبت له لارې یې تراوسه ۳۰۰ میلیونه افغانۍ ترلاسه کړي دي.
د افغانستان د مالې وزارت ویاند شمروز مسجدي نن سې شنبه (د لېندۍ ۱۸مه) ازادي راډیو ته وویل چې، د دغه لړۍ له پیله چې دېر وخت ورنه نه تېرېږي تراوسه ۱۸۵۰۰ موټر ثبت او اسناد ورکړل شوي دي.
د مالیې وزارت اټکل کړی چې په پلازمینه کابل کې به د بې اسناده موټرو د ثبت له لارې نږدې دوه میلیارده افغانۍ عواید راټول شي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دا هغه موټرې دي چې ۱۹۹۰ میلادي کال راهیسې په هېواد کې په ناقانونه ډول چلیدل. Читать дальше...
د روسيې د بهرنيو چارو وزير د جرمني د ښي اړخه افراطي ګوند مشرانو سره ګوري
تمه ده د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نن د جرمني د ښي اړخي افراطي ګوند يا اې اف ډي له لوړ پوړو مشرانو سره په مسکو کې وګوري.
کریملین دا لیدنه ډېره مهمه ګڼي.
د کریملین ویاند دیمتري پسکوف پرون ویلي و، چې روسیې له جرمني سره بېلابېلې اړیکې ساتلي، چې په ځینو برخو کې بریالۍ او په ځینو مسایلو کې لږ بریالۍ وې.
پسکوف ویلي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په پام کې نه لري چې له دې پلاوي سره وګوري.
د اې اف ډي ګوند وایې... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو ایران، پاکستان، تاجکستان او ترکمنستان په هغه نوملړ کې شامل کړل، چې په کې د مذهبي آزادیو په اړه د پام وړ اندېښنې شته.
دا اقدام پرون شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون په یوې خبري غونډې کې ویلي، چې د مذهبي آزادیو په اړه د ۱۹۹۸ کال پرېکړه لیک له مخې دا اقدام شوی دی.
پر دوی تور دی چې په سیستماتیک او دوامداره ډول یې د مذهبي آزادیو په سرغړونه کې لاس درلود او یا یې تحمیل کړي دي.
روسیه او درې نور هېوادونه هم د مذهبي آزادي د سرغړوونکو هېوادونو په کتار کې تر سختې څارنې لاندې ونیول شول. Читать дальше...
د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن په پام کې لري، چې د پوځ یو څلور ستاره یې متقاعد جنرال لوید آسټن د دې هېواد د دفاع وزارت ته ونوموي.
دا خبر امریکایې رسنیو خپور کړی دی.
که چېرې دا ټاکڼه تایید شي، جنرال آسټن به د امریکا لومړنی تورپوستی دفاع وزیر وي.
نوموړي د افغانستان او عراق په جګړو کې ګډون درلود.
۶۷ کلن آسټن په ویسټ پاینټ کې د امریکا له پوځي اکاډمۍ څخه فارغ شوی او ۴۱ کاله یې په پوځ کې کار کړی دی.
نوموړي په ۲۰۱۲م کال کې د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې د لومړني تورپوستې مرستیال په توګه دنده... Читать дальше...
په پکتیا، پکتیکا او خوست کې د ځنغوزیو سوداګر او کاروباریان وایي، د ځنغوزیو بیې لکه د اسعارو بیې هره شبېه ښکته پورته کېږي چې سوداګر یې زیانمن کړي دي.
ځنغوزي، هغه وچه میوه چې د بېو پورته کېدل او ښکته کېدل یې لکه د ونډو بازار هره شېبه بدلون مومي.
هغوی چې د دې مېوې سوداګري کوي، لکه د اسعارو نرخونه هره شېبه د دې مېوې بدلیدونکي بیې معلوموي او بیا پرې پېر و پلور کوي.
د نعیم په نوم د دې مېوې یو سوداګر د ځنغوزیو کاروبار د ارمان سودا بولي: "هغه یوه مشهوره خبره ده چې که ځنغوزي وکرې، هم ارمان به یې کوې،... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
RU.TV превращает Русскую Музыкальную Премию в Мюзикл
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Потапова проиграла Фернандес во втором круге турнира WTA в Мадриде
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
В Кабардино-Балкарии стартует крупнейшая экологическая акция «Вода России»
Путин в России и мире
Москва
Строители мостов и дорог удостоены государственных наград
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко: на территории Польши и Прибалтики готовят атаки на восток
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Во Франции назвали бредом слова Зеленского про угрозу Путина Европе
Навальный в России и мире
Москва
Проводивший панихиду по Навальному* священник запрещен в служении
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Баста
"Новосибирск, бро, за всё прости": концерт Басты на "Сибирь-Арене" собрал аншлаг
Москва
Вассерман в РИЦ Ставрополья: отказался от жилетки из-за изменения образа жизни
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net