123ru.net
World News in Pashto
Декабрь
2020

Новости за 24.12.2020

د غزني والي وايي، د خبریال نېکزاد د قاتلینو څرک یې لګولی

Pa.azadiradio.com 

چارواکي وايي، په غزني کې د وژل شوي خبریال رحمت الله نېکزاد د وژونکو څرک یې لګولی دی.  د غزني والي جنرال محمد عمر نورستاني ازادي راډیو ته وویل، کله چې هم په څېړونو کې پرمختګ وشي، نو جزئیات به یې له تاسو سره شریک شي.  ښاغلی نورستانی زیاتوي: "موږ د نېکزاد صیب د قضیې په ارتباط کلک هدایت امنیتي ځواکونو ته ورکړی دی، په ځانګړي توګه چې کشفي برخې لري، یو څه سرنښت موږ پیدا کړی دی، موږ ورباندې کار کوو، کله چې یوې مثبتې پایلې ته ورسېدو انشاالله درسره شریک به یې کړو، کار په تیزۍ روان دی."  رحمت الله نېکزاد... Читать дальше...

ټونسي چارواکي: مدیترانې سمندر کې د ۲۰ کډوالو مړي موندل شوي

Pa.azadiradio.com 

د ټونس چارواکي وایي، مدیترانې سمندر کې د کډوالو د یوې وړې بیړۍ له ډوبېدو وروسته د شلو کسانو مړي موندل شوي دي.  دغه پېښه نن د ډسمبر په ۲۴مه شوې او کډوالو هڅه کوله چې اروپا ته ځانونه ورسوي.  د بیړۍ د ډوبېدو له پېښې پنځه تنه ژوندي ژغورل شوي او مسولین د شااوخوا شلو نورو کسانو چې ګمان کېږي ورک به وي، د پلټنې هڅې کوي.  د ټونس د ساحلي ساتونکو یوه ویاند ویلي، وژل شوي تر ډېره د افریقا د سب سهارا اوسیدونکي وو.  ژغورل شوېو کسانو ویلي چې بیړۍ کې د پنځوسو په شااوخوا کې کډوال سپاره وو او دوی د ایټالیا په لور روان وو.

احمدولي هوتک د نشه‌يي توکو پرضد د مبارزې پولیسو د سفیر په توګه وټاکل شو

Pa.azadiradio.com 

که څه هم افغانستان د نړۍ په کچه د نشه‌يي توکو په کښت کې لومړی مقام لري، خو د دې هېواد د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو سره د مبارزې د پولیس په توګه یو افغان لوبغاړی احمد ولي هوتک د سفیر په توګه وټاکه. د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، له نشه‌يي توکو سره د مبارزې پولیسو د سفیر په توګه د یوه افغان لوبغاړي ټاکل، د نشه‌يي توکو پر وړاندې د عامه پوهاوي په برخه کې یو اغېزمن ګام دی. دی وايي: "دا په دې معنا ده چې که یو ځوان پر ځان باور وکړي، ورزش وکړي... Читать дальше...



سرور دانش: دښمنان د هدفي وژنو په طرحې غواړي د مذاکراتو مېز کې امتیاز واخلي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش نن د پنجشنبې (د مرغومي ۴مه) په ورځ په دغه هېواد کې د بشري حقونو د مدافعینو په ملي لومړني کنفرانس کې په دغه هېواد کې وروستیو هدفي وژنو ته په اشارې وویل چې "د افغانستان دښمنانو" د ‌‌‌‌‌‌ډیموکراسۍ زړه، د بیان ازادي، د قانون حاکمیت، انتخابات او بشري حقونه هدف ګرځولي دي. ‎ښاغلي دانش زیاته کړه: "د دښمن اصلي موخه دا ده چې لومړی د خلکو تر منځ د وحشت او نهیلۍ موج خلق کړي او په دویم پړاو کې زموږ د ټولو خلکو او دولت تر منځ تفرقه او واټن رامنځته کړي او موږ د... Читать дальше...

پاکستان کې یوې ایالتي محکمې د یوه کس د ازادېدو حکم ورکړی

Pa.azadiradio.com 

پاکستان کې یوې ایالتي محکمې د هغه کس د ازادېدو حکم ورکړی چې ۲۰۰۲ میلادي کال کې د والسټریت ژورنال د خبریال دانیل پېرل د وژنې په جرم په اعدام محکوم شوی و. دغه محکوم کس احمد عمر سعید شیخ نومېږي او د ازادېدو خبره یې مدافع وکیل کړې ده. د سند ایالت عالي محکمې د پاکستان د سترې محکمې هغه حکم رد کړی چې ویلې ې و، سعید شیخ دې په توقیف کې وي.  شیخ د همدې میلادي کال په لومړیو کې د پیرل د وژنې په پېښه کې برائت ترلاسه کړ، خو د پیرل کورنۍ د دغه حکم په وړاندې دعوا ثبت کړه.  اوس د شیخ مدافع وکیل غوښتنه کړې چې مؤکل یې باید ژر تر ژره له بنده ازاد شي. Читать дальше...

د ټاکنو د ملاتړ نړیوالې ډله: د یوسف رشید د وژنې پېښه دې وڅېړل شي

Pa.azadiradio.com 

د ټاکنو د ملاتړ نړیوالې ډلې "The Election Support Group" له افغان حکومته غوښتي چې د فیفا د مشر یوسف رشید د وژنې پېښه وڅیړي او عاملین یې د قانون منګولو ته وسپاري.  دغې ډلې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یوسف رشید د استازو د ټاکنو په برخه کې د افغانانو د حقونو پیاوړی ملاتړی و.  په خبرپاڼه کې  راغلي، د افغانستان د ټاکنیز سیستم د پیاوړتیا لپاره د ښاغلي رشید دوامداره ژمنتیا تلپاتې او په هېواد کې دننه او بهر د درک وړ ده.  دوی ویلي، دا ناوړه برید دا په ډاګه کوي چې افغانان هره ورځ له څومره ننګونو سره مخامخ کېږي. Читать дальше...

د خبریال ډینییل پرل د وژنې فضیه: عدالت څلور ملزمان پرېښول

Mashaalradio.com 

د سيند های کورټ د امریکايي خبریال ډېنيل پرل د وژنې په قضیه کې د بندي څلور ملزمانو د خوشې کولو امر کړی. د سيند های کورټ د دوه کسیزه ججانو بنچ د ډېسېمبر پر ۲۴مه په فیصله کې البته ویلي چې حکومت دې د څلورو کسانو احمد عمر شیخ، فهد نسیم، سید سلیمان ثاقب او محمد عادل نومونه د ممنوع الخروج کسانو یا اېګزېټ کنټرول په لېسټ کې واچوي. په پاکستان کې یوه عدالت شیخ ته د وال سټریټ ژورنال خبریال پرل د تښتونې او وژنې په قضیه کې د مرګ او پاتې درو کسانو ته یې د عمر قید سزاګانې اورولې وې خو د هغوی وکیل یې پر ضد په های کورټ کې درخواست دایر کړی وو. Читать дальше...

ارګ: د افغانستان ۹۵سلنه دولتي مامورین بایومټریک شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان جمهوري ریاست وایي، د جنیوا له کنفرانس وروسته الکترونیکي حکومتولي د حګومت لومړیتوب دی او افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دې اړه اړوندو ادارو ته د ځانګړي مېکانېزم د جوړولو امر کړی دی. د افغانستان جمهوري ریاست مرستیاله ویانده فاطمه مورچل وايي، په دولتي ادارو کې تر دې دمه۹۵ سلنه دولتي مامورین بایومټریک شوي دي. اغلي مورچل دا خبرې د ډیجیټلي زده کړو د پروګرام پرانېستلو غونډه کې وکړي او زیاته یې کړه چې د بایومټریک ترڅنګ دولت هڅه کوي د روان کال تر پایه د دولت کار کوونکو معاشونه د الکټرونیکي سیسټم له لارې ورکړي. Читать дальше...



کرونا؛ چارواکي: خلک دې د کرسمس په پار له راټولېدو ډډه وکړي

Pa.azadiradio.com 

په نړۍ کې د کرونا ویروس د چټکې خپریدا پر مهال چارواکو له عامو خلکو غوښتي چې د کرسمس او د نوي کال د شپې د لمانځلو په پار له راټولېدو او غونډو ډډه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د کرونا واکسین خلکو ته هیلې پیدا کړي، ځکه سلګونه میلیونه انسانان تر محدودیتونو لاندې ژوند کوي.  له دې سره په بریتانیا او جنوبي افریقا کې د کرونا ویروس بېلابېلو بدلون موندلو بڼو د خبرداري زنګونه وهلي، دا د ویروس دا صلي بڼې پرتله ژر له یوه بل انسان ته د لېږد وړ دي.  له دې سره- سره یو شمېر اروپایي هېوادونو له پرون راهیسې... Читать дальше...

صالح: ملابرادر پاکستان کې هغه ټپي طالبان کتلي چې بې ویزې تللي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال وایي، ملا عبدالغني برادر د پاکستان حکومتي روغتون کې هغه ټپي طالبان کتلي چې د ده په خبره بې ویزې هلته تللي دي.  امرالله صالح نن په یوه ټویټ کې دغه راز ویلي، د طالبانو د تحریک مرستیال ښاغلي برادر په پاکستان کې " د روزنې یوه مرکز ته هم ورغلی چې د ترهګرو روزونکي وهڅوي."  د ښاغلي صالح د ادعا له مخې، برادر د پاکستان له حکومته د طالبانو د سخاوتمندانه ملاتړ په خاطر مننه هم کړې ده.  طالبانو تراوسه د ښاغلي صالح د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.   پاکستان ته د دوی... Читать дальше...

پاکستان کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ نور ۱۱۱ تنه مړه شوي

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې د کورونا وایرس ناروغۍ په اړه د حکومتي ووبپاڼې له شمېرو سره سم په ټول ملک کې په مجموعي توګه د کورونا ناروغانو شمېر له ۴۶۵،۰۷۰ اوښتی خو ۴۱۷،۱۳۴ کسان له ناروغۍ رغېدلي هم دي.

اندونیزیا: که افغان حکومت او طالبان موافق وي، ترمنځ یې منځګړتوب ته چمتو یو

Pa.azadiradio.com 

د اندونیزیا پخواني مرستیال ولسمشر او د محمدیه د علماوو سازمان رئیس یوسف کالا وړاندیز کړی چې د هېواد دیني عالمان یې چمتو دي چې د افغانستان د سولې په خبرو کې بشپړه مرسته وکړي. ښاغلی کالا چې اوس‌ مهال په کابل کې دی ویلي، دوی د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو کوربه‌توب ته هم تیار دي او د خپلو دیني عالمانو په ژبه به له دواړو لوریو وغواړي چې د سولې خبرې په اندونیزیا کې وکړي. یوسف کالا تېره شپه د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا له رئیس عبدالله عبدالله او یو شمېر مسوولانو سره هم کتلي دي. د دې... Читать дальше...

ایډوکيټ شبير حسين ګيګياڼي د تري تم شويو لپاره مبارزه کوي

Mashaalradio.com 

د شوکدر (شبقدر) ایډوکيټ شبير حسين ګګياڼی په خېبر پښتونخوا او قبايلي سيمو کې د تری تم کړو کسانو لپاره مبارزه کوي او په سپريم کورټ او پېښور های کورټ کې يې درخواستونه جمع کړي. نوموړي د بشري حقونو مبارز هم دي. د مشال مرکه کې شبير حسين ګګياڼي مېلمه دی. د پروګرام کوربه ګل اياز دی.

روغتیا وزارت:کرونا وېروس د خپرواي د مخنیوي په پار ایران او پاکستان ته مه ځئ

Pa.azadiradio.com 

څلور ورځې وړاندې پاکستاني چارواکو اعلان وکړ چې هغو افغانانو ته د کرونا ویروس د ټېست منفي پایلې سند ورسره نه وي، له تورخمه به د تېرېدو اجازه ورنه کړل شي. ‎د پاکستان دغه اقدام د هغو افغانانو لپاره چې هره ورځ د تورخم له لارې دغه هېواد ته اوړي سرخوږی جوړ کړی دی، ځکه په دولتي لابراتوارونو کې کرونا ټېست ستونزمن دی او په خصوصي کې پرې لوړ لګښت راځي. ‎جان اغا د ننګرهار او بختیار ساپي د کونړ ولایتونو اوسېدونکو چې په تورخم لاره غواړي پاکستان ته ولاړ شي په دې اړه یې ازادي را‌‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "موږ د یوې... Читать дальше...

د کریمې بلوڅ د مړینې ازادې پلټنې غواړو: بلوڅ قامي پیوستون کونسل

Mashaalradio.com 

د بلوڅ قامي پیوستون کونسل تر سیوري لاندې د بلوڅ زده کونکو اتحادیې (بي ایس او آزاد ) خپل لاریون د کوټې خبریالانو مرکز مخې ته پیل کړ او د ښار په بېلابېلو کوڅو کې تر تېرېدو وروسته یې پر اېدي چوک احتجاجي مظاهره وکړه.

د ازادې اروپا راډیو مشرتابه له افغان ولسمشره غوښتي، د خبریالانو خوندیتوب یقیني کړي

Mashaalradio.com 

د ازادې اروپا سرپرستې مشرې ډیزي سیندلر ښاغلي غني ته د یوه لیک په استولو په هلمند کې د خپل خبریال الیاس داعي وژنه یاده کړې چې غږ یې د هغې په وینا، د دې لپاره په لوی لاس چوپ کړای شو چې افغان ولس ته ریښتیا ونه رسولی شي.


Музыкальные новости
Владимир Высоцкий

Лариса Лужина раскрыла, был ли у нее роман с Владимиром Высоцким





Персональные новости
Динамо

«Динамо» (Москва) одержало победу в третьем матче полуфинала





جرمني کې د روغتون تازه اعلامیه: ناوالني په 'نوویچوک' زهري موادو مسموم شوی و

Pa.azadiradio.com 

د کرملېن د مخکښ مخالف الکسي ناوالني د مسمومېدو په اړه د هغه روغتون وروستۍ نتیجه خپره شوې ده چې دی په‌کې بستر و او تر دې پېښې دوه ورځې مخکې په خپله ناوالني یوه وېډیو خپره کړه چې په‌کې دی د روسیې د استخباراتو د یوه غړي له خولې خبرې اخلي. جرمني روغتون په خپله نوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې الکسي ناوالني د نوویچوک د اعصابو په ګاز مسموم شوی و. ناوالني د اګسټ په ۲۰مه د روسیې دننه د کورنۍ الوتنې پر مهال په الوتکه کې سخت ناروغه شو، بیا په سایبریا کې د اومسک ښار په روغتون کې بستر شو چې وروسته جرمني ته د درملنې لپاره انتقال شو. Читать дальше...

ډونالد ټرمپ د ۷۴۰ میلیارده ډالرو کلنۍ دفاعي بودجه ویتو کړه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د ۷۴۰ میلیارده ډالرو هغه کلنۍ دفاعي بودجه ویتو کړه چې د روانې میاشتې په پیل کې د امریکا کانګرس تصویب کړې وه.  ډونالد ټرمپ وویل، دغه بودجه‌یې ځکه ویتو کړه چې په‌کې د ملي امنیت لپاره مهم اقدامات نه‌وو شامل. نوموړي د استازو جرګې غړو ته په یوه پیغام کې ویلي چې دا د چین او روسیې لپاره ډالۍ ده، خو په دې اړه‌یې نور جزئیات نه‌دي ورکړي.  ډونالد ټرمپ همدا شان په دغه بودجه کې له هغو شرطونو سره هم مخالفت څرګند کړی چې له افغانستان او جرمني څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه د ولسمشر واک محدودوي. Читать дальше...

ډونالد ټرمپ ۲۶ نور کسان هم وبخښل

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون ۲۶ نور کسان هم وبخښل چې د هغه د انتخاباتو د کمپاین پخوانی مشر پاول منافورټ او د هغه د زوم پلار چارلز کوشنر هم په‌کې دي.  ټرمپ چې د جمهوري ریاست ختمېدو ته‌یې څو ورځې پاتې دي، تر دې یوه ورځ مخکې ۱۵ نور کسان هم بخښلي و.  منافورټ د امریکا د ۲۰۱۶ د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې په اړه د ځانګړي مفتش د څېړنو په نتیجه کې په څه باندې اوو کلونو بند محکوم شوی او د ټرمپ د زوم او ځانګړي سلاکار جرېد کوشنر پلار ته هم د مالیې د درغلیو په ګډون د ځینو نورو... Читать дальше...

ټرمپ ایران ته په عراق کې پر خپل پرسونل د هرې حملې په وړاندې خبرداری ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ایران ته په عراق کې د امریکا پر پوځ یا ډیپلوماتیک پرسونل د هرې حملې په وړاندې خبرداری ورکړ.  ولسمشر ټرمپ په یوه ټویټ کې دغه خبرداری څو ورځې وروسته تر دې ورکوي چې شک کېږي، په عراق کې د ایران ملاتړې ملېشې به په بغداد کې د امریکا پر سفارت وروستي څو توغندویي بریدونه کړې وي.  دغه خبرداری دغه‌راز وروسته تر دې ورکول کېږي چې د امریکا د ملي امنیت چارواکو په غونډه کې د یو لړ انتخابونو وړاندیزونه چمتو کړل چې پر اساس‌یې ولسمشر کولای شي په عراق کې د امریکا پر ګټو د هرې احتمالي حملې مخه ونیسي. Читать дальше...

چارواکي: په کندهار کې ۳۷ وسله‌وال طالبان ووژل شول

Pa.azadiradio.com 

افغان ځواکونه په کندهار کې د ۳۷ وسله‌والو طالبانو د وژلو ادعا کوي. له کندهاره، د ګډو ځواکونو په اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ورځ‌یې خپره کړې، راغلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ژړۍ، میوند، ارغنداب، پنجوایي، ارغستان او ډنډ په ولسوالیو کې د پلیو او هوایي بریدونو پر مهال دا طالبان وژل شوي، د هغوی څلور پټنځایونه له‌منځه تللي دي او یو شمیر تجهیزات‌یې هم ویجاړ شوي دي. افغان ځواکونه وایي چې دوی ته تلفات نه‌دي اوښتي. طالبانو په دې اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

ولسمشر غني ته د ازادي راډیو د مشرتابه لیک: زموږ د خبریالانو خوندیتوب تأمین کړئ

Pa.azadiradio.com 

د ازادي راډیو مشرتابه له افغان ولسمشر محمد اشرف غني نه غوښتي چې ټول هغه څه چې په واک کې یې دي وکاروي څو د دې راډیو او نورو مسلکي خبریالانو خوندیتوب تأمین شي. د ازادې اروپا/ ازادي راډیو سرپرستې مشرې ډیزي سیندلر ښاغلي غني ته د یوه لیک په استولو په هلمند کې د خپل خبریال الیاس داعي وژنه یاده کړې چې غږ یې د هغې په وینا، د دې له‌پاره په لوی لاس چوپ کړای شو چې افغان ولس ته رښتیا ونه‌شي رسولی. اغلې سیندلر د دغې وژنې په تړاو د ځینو نیونو یادونه هم کړې، خو وایي په دې اړه دوی هېڅ کوټلي معلومات شریک شوي نه‌دي. Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

«Фонкод» отметили в народном голосовании Всероссийского конкурса спортивных проектов


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Шнайдер проиграла Бадосе на старте турнира WTA в Штутгарте


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Лидер социалистов вступился за Ладожское озеро





Путин в России и мире
Москва

Первый пуск «Ангары-А5М» с Восточного запланирован в 2027 году


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

У помощника Лукашенко по общим вопросам нашли три квартиры в Минске




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Баста

Звездные разборки: Stigmata в Твери, новая песня Полины Гагариной и дуэт певицы MONA и Басты



Москва

В бывшем военном городке Подмосковья демонтируют заброшенные постройки

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net