123ru.net
World News in Pashto
Декабрь
2020

Новости за 29.12.2020

د هرات جام منار د اسلامي نړۍ د فرهنګي میراثونو لېست کې شامل شو

Pa.azadiradio.com 

د اسلامي نړۍ د فرهنګي میراثونو کمېټې، ایسېسکو د هرات جام منار د اسلامي نړۍ د فرهنګي میراثونو په لېست کې شامل کړ.  د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د ایسېسکو دا پریکړه ستایلې ده او ویلي یې دي چې جام منار د افغانستان لومړی لرغونی اثر دی چې د اسلامي نړۍ د فرهنګي میراثونو په لېست کې شامل شوی دی.  جام منار تر دې مخکې په دوه زره دوهم کال کې یونېسکو د فرهنګي میراثونو په لېست کې شامل کړی و.



روسیې د نشه يي توکو د یوې نړیوالې شبکې د قاچاق مخه نیولې ده 

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د فدرال امنیت اداره وایي، د نشه يي موادو د یوې نړیوالې شبکې د قاچاق مخه یې د امریکا د متحد ایالتونو په همکارۍ نیولې ده.  دا اداره وایي، کوکایین یې له دې شبکې نیولې دي چې ارزښت یې تر دیارلس نیم میلیونه ډالرو زیات دی.  د روسیې د فدرال امنیت د ادارې په خبرپاڼه کې چې نن یې خپره کړه، راغلې دي چې دې شبکې په ټولې اروپا، جنوبي امریکا او روسیې کې د مخدر موادو کاروبار کاوه.

په قطر کې د افغانستان سفیر عبدالحکیم دلیلي ومړ

Pa.azadiradio.com 

په قطر کې د افغانستان سفیر عبدالحکیم دلیلي د اته څلویښت کلونو په عمر وفات شو.  د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې څرګندوي چې دلیلي د زړه د حملې له امله وفات شوی دی. دغه وزارت د دلیلي مړینه یوه ستره ضایعه بللې ده او ویلي یې دي چې ده د سولې د خبرو په برخه کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو کې مهمه ونډه لرله.  دلیلي په غزني کې زیږیدلی او د قطر په پوهنتون کې یې انجنیري لوستې وه.  دی په دیارلس سوه اته نویم کال کې په قطر کې سفیر ټاکل شوی و.

د ډونالډ ټرمپ له اداري چارواکو د جوبایډ شکایت

Pa.azadiradio.com 

د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن شکایت کړی دی چې د ټرمپ د ادارې چارواکي د ده انتقالي ټیم ته د مهمو ملي امنیتي موضوعاتو په اړه د معلوماتو په ورکولو کې خنډونه رامنځته کوي.  جوبایډن د دوشنبې په ورځ وویل چې د ده ډله د دفاع وزارت د چارواکو له خوا له خنډ سره مخامخ شوې ده، همدا راز د واک د لېږد لپاره د ادارې او بودجې له لوري د اطلاعاتو د ترلاسه کولو له ستونزو سره مخامخ ده.  دی وايي: "اوس چې زموږ ملت د انتقال په دوره کې دی، موږ دې ته اړتیا لرو چې ډاډه شو چې د ادارو د لېږدېدو په وخت هېڅ شی نه دي ضایع شوي. Читать дальше...

لویه څانوالۍ ۱۳۹۹کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۹۹۰ قضيې څېړلي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لویه څارنوالي وایي، د روان ۱۳۹۹ هجري لمریز کال له پیله تر دې دمه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲زره ۹۹۰ قضیو ته رسیده ګي شوې ده. په دغو قضیو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي بېلابېل ډولونه دي چې له دې ډلې ۱۳۷ یې د قتل، ۲۵۹ جنسي موارد، ۹۸ قضیې ځانوژنې ته د اړ کولو، ۲۳ یې فحشا ته د اړ ایستلو او ۲۹ موارد یې اجباري ودونه دي. همدا شان یو زرو او ۵۰۱ قضیې د ښځو د وهلو ډبولو او ۵۱۷ قضیې نور یې د ښځو د ځورولو او د تاوتریخوالي نورې بڼې دي. د لویې څارنوالۍ د ارزونې له مخې په افغانستان کې د... Читать дальше...



خوست کې لسګونو ښځو او ځوانانو بېلابېل کسبونه زده کړل

Pa.azadiradio.com 

د خوست لسګونه ښځې او ځوانان چې مخکې يې کاروبار نه لاره او اقتصادي ستونزو سره مخامخ ول، په ۸ بېلابېلو برخو کې يې کسبونه زده کړل. د چارواکو په وینا چې د حرفوي زده کړو په دې پروګرام کې د لېرې پرتو سیمو ۲۴۰ کسانو برخه واخېسته چې ۱۲۰ تنه په کې ښځې وې. بل لوري ته په دې پروګرام کې روزل شوي ښځې او ځوانان له دې پروګرامه خوښ دي او وايي چې  کولای شي، تر دې وروسته په ازاد بازار کې کار وکړي او خپلو کورنیو حلاله نفقه وګټي. د سې شنبې په ورځ د کار او ټولنیزو چارو ریاست په چوکاټ کې د موټر سایکل او موبایلو... Читать дальше...

نورستان کې لاریون: د ۳ ولسوالیو ټول روغتیايي مرکزونه تړل شوي

Pa.azadiradio.com 

د نورستان د منډول، دواب او نورګرام ولسوالیو په سلګونو اوسېدونکو روغتیايي مرکزونو کې د درملو او نورو اسانتیاوو د نشتوالي له امله لاریون وکړ. یاد لاریون د غرمې له ۱۱ بجو څخه تر ۱۲ پورې د نورګرام ولسوالۍ په مرکز کې دوام وکړ. د لاریون یو تن وینا وال عبدالرقیب وویل، دوی له تېرو دوو کلونو راهیسې د روغتیا برخه کې د ګڼو ستونزو سره مخ دي او په ټکو یې دغه ستونزې يې هر وخت له اړوندو مسولینو سره شرېکې کړې، خو تراوسه نه دي حل شوي، نو ځکه يې لاریون وکړ. نوموړی وايي: "یوه نيمه میاشت کېږي چې کلنیکونو کې درمل... Читать дальше...

لویه څارنوالۍ د عامې روغتیا وزارت ۴ کارکوونکي د بډې غوښتنې په تور نیولي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لویه څارنوالۍ وايي، د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو د اطلاع او شکایت له مخې تېره ورځ په دغه وزارت کې څلور تنه د بډو یا رشوت غوښتنې په تور نیولي دي. د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د سې شنبې (د مرغومي ۹مه) په ورځ ازادي راډيو ته په استولي ویډیويي پیغام کې وویل چې له نیول شوېو کسانو څېړنې روانې دي: "د عامې روغتیا وزارت له مربوطاتو څلور تنه د دغه وزارت کار کوونکو د رشوت غوښتنې په تور نیول شوي، دا کسان د لویې څارنوالۍ د مراقبت او کنټرول ریاست د ملي امنیت عمومي ریاست سره په همکارۍ نیولي،... Читать дальше...

فوزیه کوفي: د دوحې هوکړې طالبانو ته سیاسي هویت ورکړی دی

Pa.azadiradio.com 

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مذاکراتي پلاوو ترمنځ د سولې درې میاشتنۍ خبرې په دې وروستیو کې د افغانستان په رسنیو کې د بحث ګرمه موضوع ده. د افغانستان د دولت د مذاکراتي پلاوي غړې فوزیي کوفي له ازادي راډیو سره په ځانګړي مرکې کې دا خبرې له ستونزو ډکې، خو هیله بښونکي وبللي. د دې مذاکراتو پایلې د خبرو اترو د طرزالعمل جوړېدل وو چې یوه سریزه، د اصلي خبرو لپاره څلور مورده او ۲۱ مادې لري او په اړه یې بحثونو څو میاشتې وخت ونیوه. فوزیه کوفي د مذاکراتو د ستونزمنو مواردو په اړه وایي... Читать дальше...

"سږ ټوله نړۍ کې ۵۰ خبریالان د خپل کار له امله وژل شوي"

Pa.azadiradio.com 

‎د بې پولې خبریالانو کلنی راپور چې د سې شنبې (د مرغومي ۹مه) په ورځ خپور شو په کې راغلي چې افغانستان په نړۍ کې یو له پنځو هېوادونو دی چې په تېر یوه کال کې په کې د خبریالانو زیاتې وژنې شوي.‎ په دغه راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۰ میلادي کال پیل نه تردې دمه په دغه هېواد کې لږ تر لږه د پنځو وژل شویو خبریالانو قاتلین نه دي معلوم. ‎دغه راپور زیاتوي مکسیکو، عراق ، افغانستان، هندوستان او پاکستان هغه هېوادونه دي چې د خبریالانو لپاره د هغوی د کار له امله یې پر وړاندې ګواښونه زیات دي. ‎بل خوا د افغانستان... Читать дальше...

دروېش روښان د پښتو روښانه سباوون غواړي

Mashaalradio.com 

د مشال راډیويي مجلې په تازه ګڼه کې د درویش روښان مرکه اورېدلی شئ. نوموړی ځوان خوږ ژبی شاعر دی چې تر اوسه یې ګڼ شعرونه سندرغاړو سندریز کړي دي. دروېش روښان وايي، په خپلو شعرونو کې یې د لر او بر افغانانو دردونه انځور کړي دي. نوموړی د کابل دردونه ژاړي، د پېښور په خالاتو خپه کېږي او د پښتنو د بدې ورځې د ښه کېدو لپاره د شعر د لارې د خلکو د پیوستون غوښتنه کوي.

د کابل د موټای سیالۍ د ٥٠ غوره څېرو په ټاکلو پای ته ورسېدې

Pa.azadiradio.com 

د کابل د موټای سیالۍ چې د سولې جام په نوم له یوې اونۍ را په دې خوا پیل شوې وې نن د ٥٠ غوره څېرو په ټاکلو پای ته ورسېدې.  د افغانستان د موټای فدراسیون مرستیال جمیل محمدي نن ازادي راډیو ته وویل، چې په یادو سیالیو کې د ۴۰ نجونو په شمول ٣٠٠ تنو د کابل له بېلابېلو کليونو ګډون کړی وو. ښاغلی محمدي وايي، د دې سیالیو هدف د لوبغاړو پیاوړتیا او راتلونکي کال لپاره د غوره څېرو ټاکل په ګوته شوي دي. ښاغلي محمدي وویل، د سیاليو په پای کې ٢٠ مېرمنې او ٣٠ نارینه د غوره لوبغاړو په توګه وټاکل شول. د موټای فدراسیون... Читать дальше...

هرات کې د فوټبال سيالۍ؛ تورغونډۍ لوبډلې زنده جان ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

هرات د ولسوالیو ترمنځ د فوټبال سیالیو په دوام نن تورغونډۍ لوبډلې د هرات د زنده جان ولسوالۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه. د هرات د ورزشي ادارې فنی مدیر ضیاالحق ضیا نن ازادي راډیو ته وویل، چې دغه سیالۍ د لوبغاړو د هڅوونې او د فوټبال په غوره لیګ کې د غوره لوبغاړو د ټاکلو لپاره پیل شوي. د ښاغلي ضیا په خبره په دغو سیالیو کې د شینډنډ،کرخ، زنده جان، شهرک، تورغنډۍ،ګلران،کهسان او ګذرې لوبډلو ګډون کړی. د هرات د ورزش ادارې چارواکي وايي، تراوسه ٩ لوبې شوې چې لومړنۍ مرحله به یې د پنجشنبې په ورځ پای ته ورسېږي. ... Читать дальше...

راشد خان: خوښ يم چې د شل اوریزو لوبو د غوره لوبغاړي جایزه مې ګټلې

Pa.azadiradio.com 

د افغان کرکټ ملي لوبغاړی راشد خان ارمان وايي، خوښ دی چې د شل اوریزو لوبو د لسیزې غوره لوبغاړي جایزه یې ګټلې. راشد خان وايي، خوښ دی چې د کرکټ نړیوالې شورا له لورې د شل اوریزو لوبو د لسیزې غوره لوبغاړی اعلان شوی. ده د کرکټ نړیوالې شورا ته د خپلې وروستۍ جایزې ګټلو په اړه ویلي، چې د افغانستان په څېر د یو هېواد نه د یو لوبغاړي په توګه د یادې جایزې ګټلو خوشاله کړ او دا دده او مینوالو لپاره یې ډیره د خوښۍ خبر وو. هغه وویل: "نه پوهیږم څه ووایم، زه مې د مینوالو لپاره ډېر خوښ یم چې دا جایزه مې وګټله،... Читать дальше...


Музыкальные новости
Владимир Спиваков

В Курской области выступил Национальный оркестр России под управлением Владимира Спивакова





Персональные новости
#123ru.net

Благотворительный фонд «Свет в руках» проведет Всероссийскую акцию «Росток памяти»





په بوسنیا کې د افغانانو په ګډون سلګونه پناه غوښتونکي بې سرپناه دي

Pa.azadiradio.com 

له اسیا، شمالي افریقا او منځني ختيځه شاوخوا زر پناه غوښتونکي په بوسنیا کې په ساړه ژمي کې بې سرپناه پاتې دي. د تېرې چارشنبې په ورځ په لیپا کې د پناه غوښتونکو کمپ ته اور ورته شوی و.  د رویټرز خبري اژانس د راپور په وینا اوس د بوسنیا سیاستوال له یو بل سره په لانجه بوخت دي چې دا پناه غوښتونکي چېرته ځای پر ځای کړي.  په داسې حال کې، چې یو شمېر پناه غوښتونکي د خوړو اخیستلو لپاره په واوره کې ولاړ دي، نورو ځانونه په کمپلو کې پېچلي او په خېمو کې پراته دي. د ډسمبر په ۲۳مه نېټه په لیپا کې د پناه غوښتونکو... Читать дальше...

جوبایډن: د ټرمپ ادارې سره د واک لېږد او نورو مسایلو په اړه خڼډونه شته

Pa.azadiradio.com 

د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن وايي، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ادارې سره په خبرو کې او د ده انتقالي ټيم د ملي امنیت پر مهمو مسایلو خنډونه لا شته. جو بایډن پرون وویل، چې د ده ټیم د دفاع وزارت د مشرانو او مدریت او بودجې په ادارو کې له خنډونو سره مخامخ شوي کله چې دوی هڅه کوي چې د واک د انتقال په خاطر مهم معلومات راټول کړي. په ډلاوېر کې د خبرو پر مهال بایډن وویل، چې دی هڅه کوي له اوسنۍ ادارې څخه په نړۍ کې د امریکايي ځواکونو په اړه روښانه معلومات تر لاسه کړي. ده وویل، چې د ده ټيم غواړي د دفاع وزارت او نورو ادارو د بودجې پلان ته لاسرسی ولري. Читать дальше...

چارواکي: د "ټاپي" پروژې کار په راتلونکي میلادي کال کې پيلېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان (ټاپي) نل لیکې پروژې کار به په راتلونکي میلادي کال کې پیل شي. د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن ازادي راډیو ته وویل، د دې پروژې ټولې اداري، تخنیکي او قانوني ستونزې حل شوي او د دې پروژې عملي کار به راتلونکي کال په هرات ولایت کې پیل شي. نوموړي زیاته کړه، یو بله پروژه د ګازو د نل لیکې ده، چې د جوزجان ولایت له مرکز شبرغان څخه تر مزارشریف پورې د ۹۴.۵ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د جوړولو کار به یې په راتلونکو درې میاشتو کې پیل شي. Читать дальше...

اسلام اباد کې د "اپټیکا" غونډه د يوې هوکړې په کېدو پاى ته رسېږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې د افغانستان ــــ پاکستان د ټرانزیټ او سوداګرۍ د هوکړې (اپټیکا)د همغږۍ اتمه ناسته په اسلام آباد کې د یوې دوه اړخیزې هوکړې په ترسره کېدو پای ته ورسېږي. د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي نن ازادي راډیو ته وویل، چې دغه ناسته کې د سوداګرو په ستونزو خبرې شوي او پاکستاني لوري ژمنه کړې چې ستونزې به هوارې شي. دغه ناسته د پاکستان د لومړی وزیر د اقتصادي مشاوریت او د افغانستان د سوداګرۍ وزارت په کوربه توب جوړه شوې ده په ناسته کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثاراحمد غوریانې ترمشرۍ... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Федерация бокса России на ВДНХ


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Чесноков оценил шансы Александровой в борьбе за выход в финал турнира WTA в Майами


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Татьяна Марчук выпустила альбом «Экопесенки» на лейбле Riki Music





Путин в России и мире
Москва

Путин удивился третьему месту Санкт-Петербурга в туристическом рейтинге


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Киев признал стагнацию ВСУ по всей линии фронта


Навальный в России и мире
Москва

Силовики задержали за сутки пятерых журналистов, часть проходит по делу об «участии в работе ФБК», одного жестоко избили при задержании



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Елена Ходырева

Эксперты КА «Главный Советник» приняли участие в форуме «Тренды и антитренды корпоративного видео сегодня»



Москва

Путина удивило третье место Петербурга в туристическом рейтинге России

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net