Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Декабрь
2020

Новости за 09.12.2020

پينټاګون لپاره د بايډن انتخاب؛ د امريکا لومړنی تور پوستی دفاع وزير

Pa.azadiradio.com 

د امريکا منتخب ولسمشر جو بایډن، تقاعد شوی جنرال ليوډ اسټن د امريکا دفاع وزات مشرتابه ته نومولی دی. که چېری اسټن د سنا څخه رايې واخلي، د امريکا لومړنی تور پوستی دفاع وزير به وي. اسټن دی څوکۍ ته د رسيدو لاره کې له بلې ننګونې سره هم مخ دی. نور په ډې راپور کې وګورئ او دوستانو سره يې شريک کړئ

یو سړی د خپلې نږور د وژلو په جرم په ۲۵ کاله بند محکوم شو

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا ولایت د استیناف محکمې یو سړی د خپلې نږور د وژلو په جرم په ۲۵ کاله تنفیذي بند محکوم کړ خو محکوم شوی کس دا پرېکړه عادلانه نه بولي. د پکتیا ولایت چارواکي وايي، پر دولتي محکمو د خلکو باور زیات شوی دی او دوی هڅه کوي چې د خلکو دوسیې ژر تر ژره وارزول شي.



د کندهار 'مېرمن راډيو' د ۲۰۲۰ کال نړیواله جایزه تر لاسه کړه

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د "مېرمن" په نوم د ښځو لپاره ځانګړې محلي راډیو د بې پولي خبریالانو سازمان له خوا د ۲۰۲۰ میلادي کال د اغېز لرونکي رسنۍ جایزه تر لاسه کړه. دغه جایزه د چهارشنبې (د لېندۍ ۱۹مه) په ورځ د ټایوان مرکز ټایپي کې اعلان شوه. دغه جایزې په درېيو برخو کې له افغانستانه مېرمن راډيو ته د تأثیر لرونکي رسنۍ په توګه، یوې روسي خبریالي ایلینا میلاشینا ته د زړورتیا او د مصر یوې خبریالي لینا اتلا ته د بیان د ازادۍ په برخه کې ورکول شوې. د مېرمن په نوم د دغې راډیو بنسټ شااوخوا ۹ کاله وړاندې د مریم دُرانۍ... Читать дальше...

روغتیا وزیر د کرونا د کنټرول لپاره افغان ولسمشر ته وړاندیزونه کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر دغه هېواد کې د کرونا د دویمې څپې د کنټرول لپاره ولسمشر ته د ځینو بندیزونو وړاندیز کړی دی. احمد جواد عثماني نن چهارشنبه(د لېندۍ۱۹مه) په ارګ کې د کرونا د دویمې څپې د مدیریت په نامه غونډه کې وویل، د ودونو پر صالونونو سربیره باید ورزشي کلپونه او حوضونه هم تر پسرلي پورې بند شي.  ښاغلي عثماني د فاتحې مراسمو، لوبغالو کې د نندارچیانو د محدودولو او د ماسک تړلو د جبري کېدو سپارښتنې هم وکړې.  د وزارت ویاند اکمل سمسور ازادي راډیو ته وویل، دوی دغه محدودیتونه ځکه پام کې نیولي... Читать дальше...

د خبریالانو د ساتنې کمېټه: ایران دې د خبریالانو زنداني کول ودروي

Pa.azadiradio.com 

د خبریالانو د ساتنې کمېټې "سي.پي.جی" له ایرانه غوښتي چې د خبریالانو زنداني کول ودروي.  د خبریالانو د ملاتړ دغې نړیوالې ادارې دا غوښتنه پرون د سې شنبې (د لېندۍ ۱۸مه) په ورځ په یوې اعلامیه کې وروسته له هغه وکړه چې ایران ۷۲ کلن خبریال کیوان صمیمي د تېرکال مظاهرو د پوښښ له کبله په درې کاله بند محکوم کړ.  په دغې کمېټه کې د منځني ختیځ او د افریقا د شمال د پروګرامونو لپاره همغږي کوونکي شریف منصور ویلي، د ۷۲ کلن خبریال زنداني کول دا ښيي چې د ایران قضایي او عدلي سیسټم د رسنیو پر وړاندې څومره سپکونکی دی. Читать дальше...

د روسیې د پارلمان استازو جرګې د یوې لایحې وروستۍ بڼه تایید کړه

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د پارلمان استازو جرګې د هغې لایحې وروستۍ بڼه تایید کړه چې پخوانیو ولسمشرانو ته په پراخه کچه د عمر تر پایه قضایي معافیت ورکوي.  د روسیې استازو جرګې یا دوما نن "د دسمبر په نهمه" دغه قانون ته د اساسي قانون د تعدیل د هغې طرحې له مخې رایه ورکړه چې سږ کال یوې ټولپوښتنه کې تایید شو.  په اساسي قانون کې دغه تعدیل اوسني ولسمشر ولادمیر پوتین ته شونې کړه چې تر ۲۰۳۶ کاله پورې واک کې پاتې شي.  د نوې لایحې له مخې، د دولت پخواني مشران او د کورنۍ غړي يې ټول عمر له قضایي تعقیبه بښل کېږي او څوک نه شي کولای چې هغوی ونیسي او یا یې توقیف او تعقیب کړي. Читать дальше...



د شفافیت د څار بنسټ د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ملي ستراتیژي وڅېړله

Pa.azadiradio.com 

د افغان حکومت، د ملي یووالي حکومت په چوکاټ کې څه دپاسه دوه کاله دمخه په " ۱۳۹۶" هجري لمریز کال کې د اداري فساد سره د مبارزې ملي ستراتیژي جوړه کړه چې هدف یې د حکومت له لوري له فساد سره جدي او معنا لرونکي مبارزه په ګوته شوې وه، خو اوس د روڼتیا د څار بنسټ چې دغې ستراتیژۍ ته کتنه کړې یو شمېر نېوکې لري. یاد بنسټ د چهارشنبې (د لېندۍ ۱۹مه) په ورځ له فساد سره د مبارزې نړېوالې ورځې په مناسبت د اداري فساد پر ضد د مبارزې د ملي ستراتیژۍ پلي کولو ته د بیا کتنې په نوم یوه څيړنه خپره کړه. په دغه څيړنه کې په... Читать дальше...

ویلسن: افغان حکومت دې د زورواکو پر وړاندې د مجازاتو د بښنې موضوع وڅیړي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سرپرست سفیر راس ویلسن وايي، له افغان حکومت د امریکا متحده ایالاتو تمه دا ده چې د اداري فساد پر وړاندې یوې معنا لرونکې مبارزې ته لومړیتوب ورکړي. ښاغلي ویلسن د چهارشنبې (د لېندۍ ۱۹مه) په ورځ په خپله رسمي ټویټر پاڼه ولیکل، په دې کار سره افغان حکومت د روڼتیا او حساب ورکوونې په برخه کې خپله ژمنتیا لا پیاوړي کړي. ښاغلي ویلسن پرافغان حکومت غږ کړی چې د زورواکانو پر وړاندې د مجازارتو د بښنې موضوع پای ته ورسوي، څو له اداري فساد سره مبارزه او اداري اصلاحاتو ته خپله ژمنتیا وښيي. Читать дальше...

امریکا کې په کرونا د اخته شوېو کسانو شمېر له ۱۵ میلیونو واوښت

Pa.azadiradio.com 

په امریکا کې په کرونا د اخته شوېو کسانو شمېر په داسې حال کې  له ۱۵ میلیونو واوښت چې دغلته مسؤلین د کرونا ضد واکسین بیړني تایید ته یو قدم نژدې شوي دي.  سبا د دسمبر په لسمه اړوند چارواکي امریکا کې غونډه کوي او پر دې خبرې کوي چې د فایزر او بیو ان ټیک شرکت واکسین ته بیړنۍ اجازه ورکړي او که نه؟  امریکا کې په تېرو ۷ ورځو کې په اوسط ډول هره ورځ شااوخوا دوه زره کسان له کوېډ- ۱۹ ناروغۍ له امله مړي شوي دي او دې موده کې د ناروغانو بستري کېدل هم د ریکارډ کچې ته رسیدلي دي.  بریتانیا پرون لومړنی هېواد شو چې خپلو اتباعو ته یې د کرونا ضد واکسین پیل کړ. Читать дальше...

بلخ چارواکي وايي، چهاربولک کې ۷ پولیس طالبانو سره جګړه کې وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

چارواکي وايي، د بلخ چهاربولک ولسوالۍ کې ۷ پولیس له طالبانو سره جګړه کې وژل شوي دي.  د چهاربولک ولسوال ذبیح الله زاهد ازادي راډیو ته وویل، دغه پولیس تېره شپه په تیمورک سیمه کې هغه مهال ووژل شول چې طالبانو یې پر پوستې برید وکړ.  وژل شوي پولیس د مزار- شبرغان  لویې لارې د قطعې سرتیري دي.  تېره ورځ دغه لویه لار د تیمورک په ساحه کې شااوخوا څلور ساعته د تګ راتګ په مخه بنده وه.  طالبانو تراوسه د دغې پیښې په اړه څه نه دي ویلي.  چهاربولک د مزار شریف ۳۰ کیلو متري واټن کې پرته ناامنه ولسوالۍ ده چې... Читать дальше...

افغان حکومت د کرونا له کبله د ځپلي اقتصاد په خاطر مالیاتي جریمې معافوي

Pa.azadiradio.com 

افغان حکومت وایي، د کرونا وبا له کبله د ځپل شوي اقتصاد په خاطر مالیاتي جریمې معافوي.  د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي نن د چهارشنبې (د لېندۍ ۱۹مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې کابینې دا پریکړه له خصوصي سکټوره د ملاتړ په هدف کړې ده.  ښاغلي مسجدي زیاته کړه، هغه مالیه ورکونکي چې د را روانې میاشتې تر پایه د ١٣٩٩ او یا له هغه د وړاندې کلونو اصلي مالیه ورکړي له مالیاتي جریمو معاف کېږي.

امریکا: تمه لرو افغان حکومت د روڼتیالپاره خپلې ژمنې عملي کړي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د امریکا سفارت ویلي، هېواد یې تمه لري چې افغان حکومت د روڼتیا او حساب ورکونې لپاره خپلې ژمنې عملي کړي.  د سفارت شارژدافیر راس ویلسن په څو ټویټونو کې ویلي چې دا کار له فساد سره د معنا لرونکې او پام وړ مبارزې له لارې شونی دی.  ویلسن ویلي، حکومت باید د زورواکو بښل پای ته ورسوي او هغوی ته دا په ډاګه کړي چې د دغو جرمونو په بدل کې به سزا ویني.  ویلسن ویلي، له فساد سره معنالرونکې مبارزه به د عامو کسانو ملاتړ پراخ، افغانستان به پیاوړی او له دې هېواد سره به د نړیوالې ټولنې مرستې باوري کړي. Читать дальше...

بایډن په رسمي ډول یو تور پوستی د دې هېواد دفاع وزارت ته نوماند کړ

Pa.azadiradio.com 

د ډسمبر پر اتمه نېټه د امریکا منتخب ولسمشر وویل چې په خپله راتلونکې کابینه کې به د پنټاګون چارې متقاعد جنرال لوید اسټن ته وسپاري. دی د څلورو ستورو جنرال دی. که یې د سنا مجلس تایید کړي، دا ۶۷ کلن جنرال به لومړنی تور پوستی وي چې د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر به وي. بایډن ویلي: "دغه جنرال د خپل خدمت پر مهال او په ټوله هغه موده کې چې موږ یو ځای په سپینه ماڼۍ کې او یا هم له هېواده بهر له خپلو پوځیانو سره تېر کړي، اسټن خپله وتلې رهبري، شخصیت او د قوماندانۍ وړتیا ثابته کړې ده." بایډن همدا راز... Читать дальше...

'لیونۍ مینې کړم اشنا له بیابانه سره' ایوب استاد د ناروغۍ په بستر پروت دی

Pa.azadiradio.com 

لیونۍ مینې کړم اشنا له بیابانه سره! د دې او نورو ګڼو مشهور سندرو ویونکی ایوب استاد د ناروغۍ په بستر پروت دی، کورنۍ یې د درملنې لپاره ځان بی وسه ګڼي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې وګورئ او له ملګرو سره یې هم شریک کړئ:

"د خوست کادري روغتونو کې د ۷۰۰میلیونه افغانیو طبي وسایل په خرابېدو دي"

Pa.azadiradio.com 

د خوست د شېخ زاید پوهنتون کادري روغتون چې د دې پوهنتون د طب پوهنځي د محصلانو د عملي زده کړو لپاره شااوخوا اته کاله وړاندې جوړ شوی، نه یوازې تر اوسه فعال نه شو، بلکې په تېرو دوو کالونو کې د دې روغتون سره د متحده عربي اماراتو له خوا د نږدې ۷۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د طبي وسایلو مرسته شوي توکي هم د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي. د دې پوهنتون د طب پوهنځي استاد ګل نواز ازادي راډیو ته وویل: "دا د خوست یوه سرمایه ده او دغه ټکنالوژي چې دلته موجوده ده، په سیمه کې وجود نه لري، نو که همداسې پاتې شي، نه یوازې... Читать дальше...

له اسمبليو د اپوزيشن ممکنه استعفا حکومت بې ثباته کولای شي؟

Mashaalradio.com 

د مخالفو ګوندونو اتحاد پاکستان ډموکراټيک موومنټ مشر مولانا فضل الرحمن د ډېسېمبر پر اتمه نېټه د اپوزيشن ګوندونو د اسمبلۍ ټولو غړيو ته ويلي چې د ډېسېمبر تر ۳۱مې پورې دې د خپل ګوند له مشرانو سره خپلې استعفاګانې جمع کړي. که اپوزيشن استعفا ورکړي نو دا به د عمران خان په مشرۍ حکومت بې ثباته کړای شي؟

امريکا پاکستان د مذهبي ازاديو سرغړونو د 'ځانګړې اندېښنې وړ' هېوادونو نوملړ ته اچولی

Mashaalradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په یو بیان کې ویلي، دا هيوادونه د ۱۹۹۸ز کال د نړیوالې مذهبي ازادۍ تر هغه قانون لاندې په دې فهرست کې شامل شوي چې د مذهبي ازادۍ د سېسټماټيک، روانو او لويو سرغړونو کې ککړ دي او يا يې زغمي.


Музыкальные новости
Сергей Шнуров

Певица Кормухина упрекнула Шнурова в цинизме и отсутствии интеллекта





Персональные новости
Билли Айлиш

В Fortnite добавят Билли Айлиш, Снуп Дога и скины Metallica





د سولې خبرې؛ "اوربند او د ۷ زرو طالب زندانیانو خوشې کېدل د اجنډا برخې دي"

Pa.azadiradio.com 

په دوحه کې د طالبانو او حکومت د مذاکراتي ټيمونو په طرزالعمل له هوکړې وروسته ټاکل شوې چې د نن ورځې په ناسته کې یو شمېر مهم او برخلیک ټاکوونکي مسایل په اجنډا کې ځای پرځای شي. د حکومت یوه سرچینه وايي، د افغان پلاوي له لوري به اوربند او طالب پلاوي له لوري به د ۷۰۰۰ نورو طالب بندیانو د خوشې کېدو مسئله په اجنډا کې له شاملو مهمو موضوعاتو وي. دغه سرچېنه د موضوع د حساسیت له کبله د خپل نوم نه‌ ښودو په شرط ازادي راډیو ته وویل، په اجنډا کې به تر اوربند او طالب بندیانو د خوشې کېدو له مسئلې سربېره سیاسي مشارکت... Читать дальше...

بشر حقونو کمېسيون: تېرو ١١ کلونو کې ٩٥ زره افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشر حقونو کمېسیون وايي، په تېرو یوولسو کلونو کې له ٩٥ زره زیات ملکي وګړو ته مرګ ژوبلې اوښتې. ‎له لرې پرتو ولایتونو او جګړیزو سیمو پلازمېنې کابل ته راغلي چې خپل غږ تر حکومت او د جګړو ښکېلو خواوو ورسوي. ‎سردار محمد سروري ٢٩ کلن ځوان دی چې د هلمند ولایت د بولان او چاه انجیر نه جګړو اړ کړی تر څو کابل ته راشي او خپل غږ اوچت کړي. ‎سردار محمد وايي، په دغو سیمو کې جګړو له امله بې ځایه شوي او کورنۍ یې له یوې ولسوالۍ بل ته له کډه کېدو ستړې ه. هغه زياتوي: "موږ په وار وار د جنګ په ټولو ښکېلو اړخو دا غږ کړی چې دایمي او جدي اوربند وکړي.

ننګرهار کې د ډاکټر ناکامورا لومړی تلین ولمانځل شو

Mashaalradio.com 

ناکامورا د تېرو شپاړسو کلونو په موده کې د کونړ پر سیند د ننګرهار خېوې، کامې او بهسودو ولسواليو ته سربندونه جوړ کړي، په زرګونو جریبه دښتې يې خړوبې کړې او په بېلابېلو ولسواليو کې يې ښوونځي، مدرسې او کلینکونه هم جوړ کړي ول.

امریکا کې مريخ ته د فضايي بېړۍ ازمایښتي الوتنه لغوه شوه

Pa.azadiradio.com 

د هغې لومړنۍ فضایي بیړۍ له ازمایښتي الوتنې په وروستۍ شېبه کې بېرته لاس واخیستل شو چې ټاکل شوې وه مریخ ته انسانان ولېږدوي. د لوړې ارتفاع دغه ازمایښتۍ بېړۍ د سپیس اکس خصوصي شرکت اړوند وه او د امریکا تکزاس ایالت کې له الوتنې څه باندې یوه ثانیه مخکې یې کاروونکي له الوتنې تېر شول. پلان داسې و چې دغه فضایي بېړۍ د ۱۲ اعشاریه ۵ کیلو متره په ارتفاع الوتنه وکړي او بېرته په عمودي ډول ځمکې ته را ښکته شي. معلومه نه ده چې سپیس اکس به څه وخت بیا د دغې بېړۍ د الوزولو هڅه وکړي، خو دغه شرکت پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې نن او سبا د دې کار امکانات شته. Читать дальше...

د بنديانو اعدام په اړه د ايران حکومت د ځواب ورکولو هرکلى وشو

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې نړیوال سازمان د ایران حکومت ته د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د هغه لیک هرکلی کړی چې په ۱۹۸۸ کال کې یې د سیاسي زندانیانو د پراخ اعدام په اړه د ځواب ورکولو پوښتنه ترې کړې. په سپټمبر میاشت کې دغه لیک کې خبرداری ورکړل شوی و چې ایران کې د وژنو په اړه تېرې سرغړونې ممکن د بشر ضد جنایتونه وګڼل شي. د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو یو شمېر نور سازمانونه له ډېره وخته له ایرانه غواړي چې دغلته د اعدامونو په اړه ځواب ورکړي. د راپورونو له مخې، په ۱۹۸۸ کال کې وروسته تر هغې ایران کې په پراخه کچه خلک... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Депутат Московской областной Думы провела осмотр ФОКа в Волоколамске


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
ATP

Россиянин Сафиуллин потерял четыре места в рейтинге ATP


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

При каких обстоятельствах может затопить Петербург и Москву? Отвечает гидролог





Путин в России и мире
Москва

Транспортный коридор «Север-Юг» станет катализатором социального и экономического развития стран Евразии и глобального Юга


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Минск не исключает попыток оппозиции оторвать часть территории Белоруссии в пользу НАТО




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Захарова: встречи по продвижению "формулы Зеленского" дают Киеву чувство вседозволенности


Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Фрэнк Синатра

Леонардо ДиКаприо может сыграть Фрэнка Синатру в новом байопике Мартина Скорсезе



Москва

GfK: доля россиян, пользующихся онлайн-кинотеатрами, превысила 50%

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net