د ملالۍ کپ د ښځو د بایسکل ځغلونې سیالۍ نن یکشنبه (د لېندۍ ۲۳مه) په کابل او د هېواد په پنځو نورو ولایتونو کې پیل شوې.
په دغه سیالۍ کې د شپږو ولایتونو ۳۰ تنو ښځینه ورزشکارانو برخه اخېستې وه.
دا سیالۍ د بایسکل ځغلونې ملي ټیم لپاره د لوړو استعدادونو په ګوته کولو او د بهرنیو سیالیو لپاره د چمتوالي په هدف ترسره کېږي.
ښځینه بایسکل ځغلونکې د سولې په هیله د پلازمېنې په ارامه فضا کې سيالي کوي.
دا لوبغاړې د ملالۍ کپ ګټلو او د غوره لوبغاړو په توګه د غوره کېدو په هدف سیالي کوي.
له کابل، بلخ، بامیان،... Читать дальше...
بریټانیا او اروپايي ټولنه د نن شپې تر ناوخته باید موافقې ته ورسېږي چې لندن څنګه د کال تر پایه له اروپايي ټولنې وځي.
ضرب الاحل نن یکشنبه پای ته رسېږي.
له میاشتو میاشتو هڅو سربېره هم لا د بریکزت په اړه کومه وروستۍ موافقه نه ده ترلاسه شوې.
ښايي بریټانیا له موافقې پرته د همدې ډسمبر په پای کې رسماً له اروپايي ټولنې ووځي.
د بریټانیا صدراعظم بوریس جانسن او د اروپايي کمېسیون مشرې اورزلا وان درلاین ویلي چې امکان لري بریګزت له موافقې پرته ترسره شي.
چارواکو ګواښ کړی چې له موافقې پرته بریګزت ښايي... Читать дальше...
په هرات کې یو شمېر کسانو د یوه وژل شوي ځوان جنازه د ولایت د ودانۍ مخته اېښې او ادعا کوي چې امر بالمعروف غیر رسمي ډلې دا کس په ګازرګاه سیمه کې وژلی دی.
د وژل شوي زمري نومي ځوان، پلار امیر جان وايي چې د مجیب الرحمن انصاري تره د ده له زوی سره پرون اړیکه نیولې وه او لږ وروسته یې د هغه مړی راووړ.
په هرات کې د ګازرګاه د جامع جومات خطیب مجیب الرحمن انصاري د
امرباالمعروف او نهي عنی المنکر په نوم یوه ډله یو کال مخکې جوړه کړه.
ملا انصاري ته نږدې کسانو ازادي راډیو سره په خبرو کې په یاده پېښه... Читать дальше...
افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې د اقلیمي بدلونونو له نظره افغانستان د نړۍ یو تر ټولو ډېر زیانمن هېواد دی.
ښاغلي غني دا خبره نن په یوه ویډیويي پیغام کې د اقلیمي بدلون په اړه انلاین ناستې ته کړې ده.
ده زیاته کړې: "د اقلیمي بدلونونو له نظره افغانستان د نړۍ یو تر ټولو ډېر زیانمن هېواد دی. زموږ په هېواد کې د وچکالۍ څرخ په پام وړ ډول رالنډ شوی او په ۳۳ کلونو کې له یو ځل څخه په پنځو کلونو کې یو ځل ته راکم شوی دی. اوسمهال زموږ په هېواد کې موسمي بارانونه، د ژمي پر ځای په پسرلي کې کېږي چې د مرګونو... Читать дальше...
پاکستان جمهوري تحریک (پي ډي ایم) د پنجاب په مرکز لاهور کې، د دیسمبر پر ۱۳مه، د حکومت ضد شپږمه جلسه وکړه او مشرانو یې وويل چې د عمران خان حکومت په ختمېدو دی. جلسې ته ورغلو مشرانو په خپلو ويناوو کې زیاته کړه چې اسلام اباد ته به په لانګ مارچ ورځي.
د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکی ادعا کوي چې تېره شپه د دغه ولسوالۍ په دې سبزي کلي د افغان ځواکونو په بمبار کې د یوې کورنۍ ۱۱ غړي وژل شوي دي.
د دې ولسوالۍ یو تن عبدالصمد ادعا کوي چې تېره شپه افغان ځواکونو په خپل هوايي برید کې د ده کورنۍ د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ غړي وژلي دي.
دی وايي: "لس بجې وې چې درې بمونه یې راوغورځول، دوی تر سهاره تر خاورو لاندې وو، موږ د الوتکو له ویرې ور نژدې کېدای نه شو ، ټول ۱۱ کسان دي چې درې یې ښځې دي."
بل خوا د کندهار امنیتي چارواکي وايي، دغه ملکي کسان په هوايي... Читать дальше...
په کابل کې د ملالۍ جام په نوم د نجونو د بایسکل چلوونې سیالۍ وشوې.
یولدز هاشمي له فاریاب اتلولي وګټله، زهرا رضايي او ریحانه محمدي دواړه د بامیان دي دوهم او درېیم مقامونه ګټلي.
د دغو سیالیو په اړه د بایسکل چلوونې د فدراسیون رئیس فضلي احمد فضلي په ازادي راډیو ته وویل: پنځه څلوېښتو ښځينه لوبغاړو د شپږو ولایتونو څخه ګډون کړی . د سیالۍ فاصله شل کیلومتره وه د افغانستان د المپیک ملي کمېټې څخه مو حرکت وکړ او د قرغې بند اخري تمځای و."
ښاغلي فضلي وویل، د دې سیالیو تکړه نجونې به د ملي ټيم او راتلونکو بهرنیو سیالیو لپاره ونیول شي.
د پاکستان جمهوري تحريک (پي ډي اېم) نن (د دیسمبر په ۱۳مه) په لاهور کې د مينار پاکستان سره جلسه کوي. دوی د وزیراعظم عمران خان د استعفا غوښتنه لري او وايي چې د هغه حکومت په درغليوو راغلی دی. حکومت دا غوښتنه او تورونه ردوي.
په کابل کې د ملالۍ جام په نوم د نجونو د بایسکل چلوونې سیالۍ وشوې.
یولدز هاشمي له فاریاب اتلولي وګټله، زهرا رضايي او ریحانه محمدي دواړه د بامیان دي دوهم او درېیم مقامونه ګټلي.
صفي الله ستانکزي د دې سیالیو په اړه د بایسکل چلوونې فدراسیون له مشر فضلي احمد فضلي سره مرکه کړې ده چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اوریدلی شئ:
د ازربایجان دفاعي چارواکو ویلي، له کله چې د نګورنو قره باغ په سیمه کې اوربند نافذ شوی د دوی څلور سرتیري وژل شوي دي.
دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ډېر جزئیات نه دي ورکړي، خو یوازې یې ویلي چې دا وژنې د ازربایجاني ځواکونو تر کنټرول لاندې سیمو کې شوي.
د نګورنو قره باغ لانجه د روسیې په منځګړیتوب د اوس لپاره هواره شوې چې له مخې یې لږ تر لږه درې سیمې د اذربایجان ته ورپرېښودل شوي.
تر دې یوه ورځ مخکې دواړو ازربایجاني او ارمنستاني چارواکو یو بل تورن کړل چې بیا یې تازه درنه جګړه پیل کړې ده.
نوې جګړه په هدروت سیمه کې راپور شوې ده. Читать дальше...
د افغانستان د جمهور رئیس د لومړي مرستیال امرالله صالح وروستیو څرګندونو ته له غبرګون وروسته د نوموړي دا خبرې سمې بللې دي.
ښاغلي صالح تېره ورځ د هغه کسانو له قوله چې نوموړی يې "طالب داعشیان" بولي پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي وو چې کله بندیان يې اعدام شي نو دغه ډله به په کابل د شیعه ګانو په مسلخ بدل کړي.
د ښاغلي صالح دې څرګندونو پراخ غبرګونونه راپارولي، خو د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال د دفتر د رسنیو او عامه اړیکو رئیس رضوان مراد وايي، د ښاغلي صالح موخه خلکو ته د افغانستان د دښمنانو ور پېژندل وو... Читать дальше...
د امريکې فوربز مجله هر کال د نړۍ د ۱۰۰ تکړه او اغيزمنو مېرمنو ليست خپروي. په دې ليست کې هغه ښځې شاملې وي چې فعاليتونو یې د ژوند په بېلابېلو برخو اغېز پرېښی وي.
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وايي، له لږکیو څخه د ملاتړ په برخه کې د افغانستان د اساسي قانون مهم مواد نه دي عملي شوي.
ښاغلي دانش د یکشنبې په ورځ "د افغانستان زیانمن لږکي او د سولې روان بهیر ملي کنفرانس" کې ټینګار وکړ چې د دې هېواد ټول لږکي حق لري چې د خپلو حقونو د خونديتوب لپاره، په ځانګړي ډول د سولې اړوند خپل غږ پورته کړي او دا غږونه باید بې اتفاقي خپرول و نه بلل شي.
ښاغلي دانش په دې کنفرانس کې چې "د بشر حقونو او تاوتریخوالي لهمنځه وړلو" موسسې لهخوا جوړ شوی وویل، دولتونه حق نه لري چې له لږکیو سره تبعیض وکړي... Читать дальше...
د پاکستان د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړی بابر اعظم د نیوزیلنډ خلاف سیالۍ څخه بهر شو.
د پاکستان ملي ټیم کپتان بابر اعظم د نېټ سیشن/ شبکې ناستې په جریان کې ټپي شوی او له همدې امله ورته د ۱۲ ورځو ارام کولو سپارښتنه شوې ده.
تردې وړاندې د پاکستان ملي ټیم اوپنر امام الحق هم د څلور ورځو لپاره د نیوزیلنډ خلاف سیالۍ څخه بهر شوی و.
امام الحق هغه مهال ټپي شو کله چې د تمرین پر مهال یې د توپ ګوزار د کیڼ لاس په ګوتې ولګېده.
د بابر اعظم او امام الحق سربیره، شاداب خان هم په بشپړه توګه چمتو نه دی چې لوبه وکړي.
په غور ولایت کې د زون په کچه د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې.
د دغه ولایت د ورزش ادارې امر امیر محمد غوري نن یکشنبه (د لېندۍ ۲۳مه) ازادي راډیو ته وویل چې د غور د فوټبال ټیم هم په لویدیځ زون کې د غوره لوبډلو په سیالیو کې برخه واخېسته.
نوموړي وویل چې دغه لوبې نن پیل شوې چې د لویدیځ زون له هر ولایت څخه یوې لوبډلې ګډون کړی.
د ښاغلي غوري په خبره، د فوټبال دغه سیالۍ لس ورځې دوام کوي.
ښاغلی غوري وایي، د سیالیو په پای کې به غوره لوبډله د کابل په غوره لیګ کې ولوبیږي.
ګڼو هېوادونو او د بشري حقونو مدافع ډلو د ایران د رژیم له خوا د 'آمدنیوز' تلګرامي کانال د مشر روح الله زم اعدام غندلی دی.
په اروپايي ټولنې سربېره، د بښنې نړیوال سازمان، د کاناډا او جرمني د بهرنیو چارو وزارتونو، د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې او د رسنیو یو شمېر مدافعانو په دې تړاو اعلامیې خپرې کړي دي.
د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت په یوه ټوېټ کې د روح الله زم اعدام غندلی او د هغو خلکو پر وړاندې یې په مقاومت ټینګار کړی چې خبریالانو ته ګواښ پېښوي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د زم د اعدام په غندلو سربېره دا کار ټکان ورکوونکی بللی دی. Читать дальше...
د افغانستان دفاع وزارت وايي، په کندهار او ارزګان ولایتونو کې یې د وسله والو طالبانو بریدونه په شا تمبولي.
دغه وزارت نن یکشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغان پوځیانو په ځوابي بریدونو کې ۶۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۹ تنه نور یې ټپیان دي.
خپلواکو سرچینو تر اوسه پورې د افغانستان د دفاع وزارت دا ادعا نه ده تایید کړې.
طالبانو د کندهار په ډنډ، ژیړۍ، ارغنداب، میوند او شاولیکوټ ولسوالیو او د ارزګان په دهراوواد ولسوالۍ بریدونه کړي دي.
وسله والو طالبانو د وراوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي،... Читать дальше...
په کابل کې د ملاله کپ په نوم د نجونو د بایسکل چلوونې سیالۍ پیل شوي دي.
د بایسکل چلوونې د فدراسیون رئیس فضلي احمد فضلي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "له ۷ ولایتونو څخه بایسکل چلوونکې نجونې د ملاله کپ په نوم په دې سیالیو کې ګډون لري. دوی به د المپیک له ملي کمېټې تر پغمان پورې دا سیالۍ ترسره کړي."
ښاغلي فضلي وویل، د دې سیالیو تکړه نجونې به د ملي ټيم او راتلونکو سیالیو لپاره جلبیږي.
د پاکستان ډيموکراټیک خوځښت نن په لاهور کې د حکومت ضد غونډه کوي.
د یوولسو ګوندونو د ګډ ائتلاف ویاند میا افتخار حسېن د ازادې اروپا/مشال راډیو ته وویل په دې سربېره چې کورنیو چارو وزارت ورته د غونډې اجازه نه ده ورکړې دوی به د لاهور په مېنار کې خپله غونډه ترسره کړي.
حسین وویل، اکثر مشران دې سیمې ته رسیدلي او ټول چمتووالی نیول شوی دی.
د پنجاب اعلی وزير عثمان بزادار په لاهور کې خبريالانو ته وويل چې د کرونا ویرس له کبله حالات ښه نه دي نو ځکه د اپوزیسیون ګوندونو ته د غونډې اجازه نه ورکوي.
عثمان... Читать дальше...
Музыкальные новости
Сергей Арутюнов
Финалист шоу “Голос” Сергей АРУТЮНОВ прямо при выезде со своего сольного концерта в Кремле cлучайно сбил девушку. А ей оказалась солистка группы Демо.
Персональные новости
#123ru.net
Объявленный в розыск житель Майминского района оплатил почти миллион рублей задолженности по алиментам
په امريکا کې د کورونا وايرس مړو شمېر دريو لاکو ته نزدي شوي.
افغان چارواکي وايي، له ایران او پاکستانه افغانستان ته د شیشې او هیروئینو د تولید لپاره د کیمیاوي موادو قاچاق زیات شوی دی.
له مخدره موادو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل، د شیشې او هیروئينو د تولید لپاره کیمیاوي مواد اتیا فیصده له لویدیځ ګاونډ (ایران ) او پاتې برخه له ختیځ ګاونډ (پاکستان ) ته راوړل کېږي.
ښاغلي مؤحد که څه هم د موادو کره اندازه یاده نه کړه، خو ویې ویل چې د سږکال له پیل تر لیندۍ میاشت پورې دوی ته د شیشې او کیمیاوي موادو د قاچاق څه دپاسه دوه سوه قضیې راپور شوي دي. Читать дальше...
په کابل کې د یکشنبې سهار هم د یوې چاودنې په غږ پیل شو، نږدې ۸ بجې د کابل د ۱۵مې ناحیې اړوند سیمې ، پروان هوټل ته څېرمه د ولسي جرګې د غړي توفیق وحدت په موټر مقناطیسي ماین چاودنه وشوه.
د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز ازادي راډیو ته وویل، په دې پېښه کې ۲ تنه وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي: "نن سهار د کابل د ۱۵مې ناحیې اړوند پر یوه لنډکروزر موټل مقناطیسي چاودنه شوې چې په پایله کې دوه تنه وژل شوي او دوه تنه نور برسېرن ټپیان دي. "
امنیتي مسوولان وايي، د چاودنې پر مهال خپله ښاغلی وحدت په موټر کې نه وو،... Читать дальше...
په امریکا کې سر له سبا (دوشنبې، د لېندۍ ۲۴مه) د کرونا ضد واکسین ویش او تطبیق پیلېږي.
دا د فایزر او بیو این ټیک کمپنۍ له لوري جوړ شوی واکسین دی چې موثریت یې څه باندې نوي په سلو کې ثابت شوی دی.
چارواکو دغلته وړاندوینه کړې چې په پراخه کچه د واکسین په لیږد را لېږد کې به له لوجستیکی ستونزو سره مخامخ شي.
د امریکا د متحدو ایالتونو د کرونا د ځانګړې کمېټې مسوول جنرال ګوستاو پرنا وایي، په لومړي پړاو کې به د کرونا واکسین ۲ میلیونه او ۹ لکه روغتیايي کارکوونکو او زړو ته ورکړل شي.
ده په عین حال کې... Читать дальше...
د افغانستان په تخار ولایت کې سږکال ۸۰ ټنه ګبین توليد شوي دي.
د افغانستان د مالیې وزارت ویاند اکبر رستمي نن یکشنبه(د لېندۍ ۲۳مه) ازادي راډیو ته وویل چې د شاتو مچيو روزونکو د اتو ټولنو په اډانه کې د شاتو مچيو ۴۰۰ فارمونه شته چې د شاتو ٩زره صندوقونه په کې دي فعاليت کوي.
په دې وروستيو کې د شاتو مچيو د صندوقونو په ډله کې دوه زره نوي صندوقونه هم زيات شوي دي.
په دې ولايت کې د شاتو د پروسس يوه فابريکه هم فعاليت لري چې د ورځې د۵۰۰ ټنه شاتو د پروسس وړتيا لري.
تېركال د تخار ولایت د شاتو تولید ۷۰ ټنه وو. Читать дальше...
په پاکستان کې د کورونا وايرس د فعالو کېسونو شمېر له شپږ څلوښتو زرو زيات دي.
Спорт в России и мире
Москва
Победа спортсменов Центра боевых искусств
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге об эффективности экологических проектов в России
Путин в России и мире
Москва
«Зависит очень многое»: Алиев об отношениях Азербайджана и России
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
В Минске прошла рабочая встреча Александра Лукашенко и Александра Цыбульского
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Захарова: "формулой Зеленского" США отвлекали внимание от нового транша Киеву
Навальный в России и мире
Москва
Мосгорсуд оставил в СИЗО журналистку Фаворскую, обвиняемую в экстремизме за репортажи о Навальном
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Татьяна Рязапова
Проект «Билет в будущее» в Калининграде: практико-ориентированная траектория
Москва
Екатерина Малышенко и её трек "Под луной"
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net