Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Декабрь
2020

کابل کې غبرګو امنیتي پېښو ۳ تنه وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي

0
په کابل کې د یک‌شنبې سهار هم د یوې چاودنې په غږ پیل شو، نږدې ۸ بجې د کابل د ۱۵مې ناحیې اړوند سیمې ، پروان هوټل ته څېرمه د ولسي جرګې د غړي توفیق وحدت په موټر مقناطیسي ماین چاودنه وشوه.


د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز ازادي راډیو ته وویل، په دې پېښه کې ۲ تنه وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي: "نن سهار د کابل د ۱۵مې ناحیې اړوند پر یوه لنډکروزر موټل مقناطیسي چاودنه شوې چې په پایله کې دوه تنه وژل شوي او دوه تنه نور برسېرن ټپیان دي. "


امنیتي مسوولان وايي، د چاودنې پر مهال خپله ښاغلی وحدت په موټر کې نه وو، خو په دې پېښه کې د وژل شویو او ټپیان د پېژندنې په اړه څه نه وايي.


خو یوې بلې سرچینې بیا ازادي راډیو ته ویلي، په دې پېښه کې د ولسي جرګې د غړي توفیق وحدت یو ورور ټپي شوی دی.




د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز د کابل د ۸مې ناحیې اړوند کارته نو سیمه کې نن سهار د یوه څارنوال د وژل کېدو خبر هم ورکوي.


ښاغلی فرامرز زیاتوي، څارنوال حبیب الله د یک‌شنبې په ورځ نا معلومه وسله‌والو وژلی دی.


که څه هم د دې دواړو پېښو مسوولیت چا نه دی منلی، خو له دې وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او ان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح دا ډول پېښې د طالبانو کار بللی دی، خو طالبانو بیا دا تورونه رد کړي دي.


په کابل کې پرون سهار هم د لب جر له سیمې په یوه سراچه موټر کې ځای پر ځای شوي ۱۰ توغندي د دې ښار په بېلابېلو سیمو ولګېدل چې په پایله کې یو تن ووژل شو او ۲ نور ټپیان شول.


د تاوتریخوالي د زیاتېدو دا پېښې یوازې په کابل پورې محدودې نه دي.


د افغانستان د ملي دفاع وزارت له قوله، همدا تېره ورځ د حکومت مخالفو وسله‌والو په کندهار، ارزګان، زابل، پکتیکا، لوګر، غزني، هلمند او یو شمېر نورو ولایتونو کې په ځینو ولسوالیو او پوځي مرکزونو بریدونه کړي.


دې وزارت په دې بریدونو کې طالبانو ته د درنې مرګ‌ژوبلې له اوښتو خبر ورکړی دی.


خو طالبان هم افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې له اوښتو او له دوی سره د یو شمېر افغان پوځیانو له یوځای کېدو خبر ورکوي.


د ملي دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل بیا ازادي راډیو سره په خبرو کې د طالبانو د هر ډول بریدونو پر وړاندې د چمتوالي خبره کوي: "زموږ د امنیتي او دفاعي قوتونو مسوولیت دی او د دې چمتووالی لري چې د خپلو خلکو، لویو لارو او مرکزونو امنیت وساتي او د دښمن د اهداف چې هر چېرته وي، له‌منځه یې یوسي. "




په کابل او نورو ولایتونو کې تاوتریخوالی او جګړه داسې مهال زور مومي چې  ملګرو ملتونو په افغانستان کې روان وضعیت د اندېښنې وړ بللی.


د ملګرو ملتونو عمومي سازمان په یوه پرېکړه‌لیک چې د ډسمبر په ۱۰مه تصویب شو، افغانستان کې د تاوتریخوالي روان وضعیت د اندېښنې وړ وښوده او د افغانانو په مشرۍ یې د سولې پر خبرو باندې ټینګار وکړ.


په ورته وخت کې د افغانستان حکومت د روان وضعیت په هکله د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې پرېکړه‌لیک ستایلی دی.


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې لیکلي، داپرېکړه‌لیک د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو په برخه کې د نړیوالې ټولنې د غوڅ ملاتړ ښکارندویي کوي.


خبرپاڼه کې د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په حواله هم لیکل شوي چې "دا پرېکړه‌لیک د ترهګریزو پېښو د زیاتوالي او شدت په اړه د افغانستان او ملګرو هېوادونو اندېښنې منعکسوي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net