Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Декабрь
2020

Новости за 16.12.2020

پېښور کې پر ارمي پبلک سکول د برید شپږم تلین غونډه وشوه

Mashaalradio.com 

د پېښور پر ارمي پبلک سکول په برید کې د وژلیو او ژوبلو د کورنیو غړو د ډېسېمبر پر ۱۶مه په ښار کې شپږم تلین ولمانځه چې ورته د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښان هم ورغلي ول. د پېښور د ارکایېوز تالار منتظمانو د هال دننه د غونډې اجازه ورنکړه چې له وجې یې هغوی پر سړک احتجاجي غونډه پیل کړه. وروسته منتظمانو ورته هال ته د ننوتو اجازه ورکړه نو هغوی هلته ولاړل. د تالار یوه منتظم د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، دا تالار د ارمي پبلک سکول برید د ښکار شویو لپاره دی او پکې بل چا ته د غونډو اجازه نشته. د ۲۰۱۴ز کال... Читать дальше...

د عراق بصره کې د ۳۰ نابینا مېرمنو لپاره د زده کړو زمینه برابره شوې

Pa.azadiradio.com 

د عراق په جنوبي ښار بصره کې یوې ادارې د نابینا ښځو او ماشومانو لپاره د زده کړو زمینه برابره کړې ده. دې ادارې نابینا ښځې او کوچنیانو په یوه مرکز کې راټول کړي او  د حرفوي زده کړو تر څنګ لیک او لوست هم ور  زده کوي.   د بصرې ښار په دې مرکز کې دېرش نابینا ښځې زده کړې کوي. نبعه له دغو ښځو یوه ده. نوموړې وايي: "تاسې دلته ډېر نابینا خلک لیدلای شئ. زه یوازينۍ ښځه نه یم چې دلته زده کړې کوم. داسې موارد شته چې دلته یې د کمپیوټر او کالو ګنډلو په برخه کې د لوړې کچې زده کړې کړي، دلته شاعران هم راځي چې ښه لوستي دي. Читать дальше...



ولسي جرګې د ولسمشر ټاکنیز تقنیني فرمان د رایو په اکثریت له اجنډا بهر کړ

Pa.azadiradio.com 

ولسي جرګې د ولسمشر هغه فرمان ونه څېړه چې په افغانستان کې د ټاکنو بهیر تنظیموي. دغه تقنیني فرمان چې یوازې د ولسي جرګې تر تأیید وروسته په قانون اوښتلی شو، د جرګې د تعطیل پر مهال صادر شوی و. قانون د رایو په اکثریت په دې دلیل چې له قانون سره سمون نه لري او د وکیلانو واک محدودوي، له اجنډا و ایستل شو. د رایو پایلې د جرګې مشر میر رحمان رحماني واورولې: "په اتو مخالفو رایو او اکثریت موافقو راییو سره، دغه فرمان د ولسي جرګې له اجنډا لېرې شو. "   فرمان مخکې د ولسي جرګې له ۱۸ کمېسیون په ۱۴ کې هم رد شوی و. Читать дальше...

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو فعال 'علي وزیر' پاکستاني پولیسو نیولی

Pa.azadiradio.com 

پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ویلي، د دوی یو فعال علي وزیر د پاکستان د پولیسو له خوا نیول شوی دی.  د غورځنګ مشر منظور پښتین پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په پېښور کې د پولیسو له خوا د علي وزیر نېول کېدل " د دولت د جبري پالیسیو تسلسل دی".  د غورځنګ بل فعال محس داوړ لیکلي، علي وزیر پیښور کې د پوځ پر یوه ښوونځي د برید پنځم کال مراسمو کې ګډون کړی و چې بېرته راتګ پر مهال نیول شوی دی.  داوړ لیکلي، د پاکستان حکومت د دې پر ځای چې پر ښوونځي برید کوونکي عدالت ته را کاږي، هغه غږونه غلي کوي چې د عدالت غوښتنه کوي.

د مدني فعالې زینب افغان ژوند او کار

Mashaalradio.com 

په سروې پروګرام کې مو له زینب افغان سره خبرې کړي دي. زینب افغان د افغانستان په خوست ولایت کې یوه مدني فعاله ده. هغه د ښځو لپاره د ارمان ټولنې مشري پر اساس خپل فعالیتونه پرمخ وړي. زینب په مختلفو حکومتي ادارو کې هم کار کړی دی، د نرسنګ زده کړو پر اساس یې روزونکې هم وه او یوه ښوونکې هم پاتې شوی ده. ملیحې امیرزاده ورسره خبرې کړي دي.

ملګري ملتونه: افغانستان د انساني پراختیا په برخه کې په ډېره ټېټه کچه کې دی

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره یا ' UNDP' وايي، تېر ۲۰۱۹ کال کې افغانستان د انساني پراختیا له اړخه یوازې ۰،۵۱۱ سلنه وده کړې. د دې ادارې په راپور کې چې نن د چهارشنبې(د لېندۍ ۲۶مه) په ورځ خپور شو، دا په تېر کال کې د نړۍ په کچه د انساني پراختیا تر ټولو ټیټه درجه ښودل شوې او افغانستان یې د ۱۸۹ هېوادونو له ډلې د ۱۶۹مې او ۱۸۹یمې شمېرې ترمنځ راوستی دی. د انساني پراختیا د معلومونې لپاره درې ځانګړنې اوږد او سالم ژوند، زده‌کړو ته لاس‌رسی او مناسبه ژوند په ګوته شوي دي. دې ټکو په کتو د ملګرو ملتونو د پراختیايي... Читать дальше...



د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر: طالبان دې افغانستان کې تاوتریخوالی کم کړي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسلام اباد ته د طالبانو له ورغلي پلاوي غوښتي چې افغانستان کې تاوتریخوالی کم کړي.  شاه محمود قریشي نن له طالبانو سره تر کتنې وروسته دغه خبرې خبریالانو ته وکړې.  قریشي ویلي، د تاوتریخوالي کمول یوازې د طالبانو مسولیت نه، بلکې په خبره یې د جګړې ټولې خواوې باید داسې کار وکړي چې اوربند ته لاره هواره شي.  د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ دغه پلاوی نن اسلام اباد ته رسیدلی او ټاکل شوې له صدر اعظم عمران خان سره هم وګوري.  بل لور ته افغان حکومت وایي، د طالبانو د سیاسي دفتر دې... Читать дальше...

غزني کې ښځو د شعر او لنډو کیسو په ژبه د تاوتریخوالي د مخنیوي غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

په غزني کې ښځو د شعر او لنډې کیسې په ژبه له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي غوښتنه وکړه. د غزني د ملي راډیو تلویزون په تالار کې ترشلو زیاتې میرمنې راغونډې شوې وې، په دوی کې شاعرانې د شعر مینه والې، د لنډو کیسو لوستونکې، د ښځو د حقونو مدافعينې او مدني فعالانې شاملې دي. دوی پر ځپلو پړونو برسېره په غاړه کې نارنجي ټیکري اچولي وو، شعرونه او لنډې کیسې یې لوستلې. دوی دغلته د شاعرانو د شعر او لنډې له لوستلو سره نرمه او نازکه موسیقي هم غږېده. دغه مېرمنې د شعر او د لنډو کیسو په ژبه له ښځو سره د تاوتريخوالي... Читать дальше...

د ارمي پبلک سکول برید شپږم تلین: د وژلیو او ژوبلو زده کوونکو کورنۍ انصاف غواړي

Mashaalradio.com 

د مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې مو د پېښور پر ارمي پبلک سکول د بريد شپږم تلين په اړه بحث کړی دی. د ۲۰۱۴ز کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه پر ښوونځي په برید کې د زده کوونکو او استادانو په ګډون ۱۴۴ کسان وژل شوي ول. د حملې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه. د پاکستان سپریم کورټ د پېښې پلټنې لپاره عدالتي کمېشن جوړ کړی وو چې د ۲۰۲۰ز کال په سېپټېمبر کې یې رپورټ خپور شو. په بحث کې تر برید شپږ کاله وروسته پر حالاتو او د اغېزمنو کورنیو پر دریځ او غوښتنو غږېدلي یو. په دې خپرونه کې د بشري حقونو فعال، وکيل او د پېښور... Читать дальше...

د طالبانو د قطر دفتر یو پلاوی اسلام اباد ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د قطر دفتر یو پلاوی له پاکستاني چارواکو سره د خبرو په هدف اسلام اباد ته ورسېد.  افغان حکومت وایي، د طالبانو د سیاسي دفتر دې پلاوي له دوی سره په مشوره پاکستان ته سفر کړی دی.  دا خبره د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې کړې او ویلي یې دي چې حکومت له دې سفره خبر دی.  خبرپاڼه کې راغلي، اسلام اباد ته د طالبانو دا سفر کابل ته د عمران خان د وروستي راتګ په نتیجه کې کیږي.  افغان دولت ویلي، پاکستاني لوري ته یې دا غوښتنه رسولې چې افغانان د تاوتریخوالي کمښت، اوربند او تلپاتې سوله غواړي. Читать дальше...

امریکا کې په کرونا د اخته شویو کسانو شمېر بیا لوړ شو

Pa.azadiradio.com 

په امریکا کې په کرونا د اخته شویو کسانو شمېر پرون سې شنبه(د لېندۍ ۲۵مه)  بیا د ریکارډ کچې ته لوړ شو، دا په داسې حال کې ده چې دغلته څه باندې سلو روغتونونو خپلو کارکوونکو ته د کرونا ضد واکسین پیل کړی.  د امریکا ټولو پنځوسو ایالتونو کې روغتیایي مرکزونو  ته دغه واکسین چې د فایزر او بیو ان ټیک کمپنیو له خوا جوړ شوی ، رسیدلی دی.  د جان هاپکېنز پوهنتون شمېرې ښيي چې امریکا کې په یوه ورځ څه باندې ۲۴۸ زره کسان په کوویډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي.  په امریکا کې تراوسه له ۳۰۳ زرو ډېرو کسان په کوویډ-۱۹ ناروغۍ مړه شوي دي.

د 'سخاروف' جایزه د بېلاروس د اپوزیسیون مشرې ته ورکول کېږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې د اروپا پارلمان نن چهارشنبه (د لېندۍ ۲۶مه) ناوخته د سخاروف معتبره جایزه د بېلاروس د اپوزیسیون مشرې سویتلانا تیخانوفسکایا او د مخالفانو یو شمېر نورو مشرانو ته ورکړي.  دا جایزه دوی ته د هغو خدمتونو لپاره ورکول کېږي چې د فکري ازادۍ په برخه کې یې کړي دي.  تیخانوفسکایا له یوې اوونۍ راهیسې په بروکسل کې د اروپایي ټولنې له مشرانو سره په لیدو کتو بوخته ده، نوموړې ته به د نن ورځې پای کې د یو لړ ځانګړو مراسمو پر مهال دا جایزه ورکړل شي.  د اروپا د پارلمان مشر ډېوېډ ساسولي په تېره اکتوبر میاشته... Читать дальше...

غني روغتیا وزارت ته: روغتونونو کې دې د سړو خونو وړتیاوې لوړې شي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د کرونا د دویمې څپې د زیانونو او ستونزو د کمولو پر لارو چارو خبرې وشوې.  په دې اړه غونډه کې چې نن ارګ کې جوړه شوې وه، د یوناما، یونیسف او د روغتیا نړیوال سازمان استازو افغان دولت ته دې برخو کې د مرستو ډاډ ورکړ.  ولسمشر محمد اشرف غني له عامې روغتیا وزارت او همکارو موسسو نه یې وغوښتل چې په لومړي ګام کې ټولې وړتیاوې په روغتونونو کې د اکسیجن وسیلو په برابرولو متمرکزې کړي.  ښاغلي غني دغه راز ویلي، روغتونونو کې د سړو خونو وړتیاوې باید لوړې شي چې د کرونا واکسین د ساتنې او ویش چارې له خنډ سره مخ نه شي. Читать дальше...

بغلان او ارزګان د ۳۰ امنیتي او دفاعي ځواکونو د وژل کېدو راپورونه

Pa.azadiradio.com 

په بغلان او ارزګان ولایتونو کې د نژدې دیرشو امنیتي او دفاعي ځواکونو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي. په بغلان کې د پولیسو ویاند جاوېد بشارت وایي، د پلخمري د وزیر اباد پر پوستې تېره شپه طالبانو برید کړی چې پولیسو ته یې مرګ ژوبله اړولې.  بشارت ازادي راډیو ته د مرګ ژوبلې شمېر نه ښيي، خو د بغلان د ولایتي روغتون مشر عین الدین صیادي وایي، دوی ته له دغې جګړې ۱۳ جسدونه او ۵ ټپیان ور وړل شوي چې اکثره یې پوځیان دي.  بلخوا د ارزګان په دهراود ولسوالۍکې پولیسو ته د مرګ ژوبلې اړولو بېلابېلې ادعاوې کېږي. Читать дальше...

افغان حکومت: د طالبانو د سیاسي دفتر پلاوی موږ سره په مشوره پاکستان تللې 

Pa.azadiradio.com 

افغان حکومت وایي، د طالبانو د سیاسي دفتر یوه پلاوي له دوی سره په مشوره پاکستان ته سفر کړی دی.  دا خبره د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې کړې او ویلي یې دي چې حکومت له دې سفره خبر دی.  خبرپاڼه کې راغلي، اسلام اباد ته د طالبانو دا سفر کابل ته د عمران خان د وروستي راتګ په نتیجه کې کېږي.  افغان دولت ویلي، پاکستاني لوري ته یې دا غوښتنه رسولې چې افغانان د تاوتریخوالي کمښت، اوربند او تلپاتې سوله غواړي.  د افغانستان دولت ویلي، هیله لري پاکستان ته د طالبانو سفر دې هدفونو ته په رسېدو کې عملي پایله ورکړي. Читать дальше...

چارواکي: له اتریش او بلغاریا ۱۱ تنه رد شوي افغانان کابل ته را ورسېدل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي، له اتریش او بلغاریا نه ۱۱ تنه رد شوي پنا غوښتونکي نن سهار کابل ته را ورسېدل.  د جرمني ډي پي اې اژانس ویلي، ټاکل شوې وه همدې الوتکه کې له سویډن نه هم ۱۱ تنه افغان پناه غوښتونکي بیرته وطن ته ولیږل شي، خو د کرونا اړوند ستونزو له کبله د هغوی سفر ځنډیدلی دی.  په سویډن کې د افغان کډوالو د ټولنې مشر احمد اکلیل خلیل پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې فعالانو د دغو کډوالو د اخراجېدو مخه ونیوله.  د راپورنو پر بنسټ یوه افغان چارواکي ویلي، هنګري... Читать дальше...

د افغانستان له لسو ولایتونو د ۶۰ کسانو تر منځ ‎د بایسکل چلوونې سیالۍ

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د سولې په نوم د لسګونو لوبغاړو تر منځ د بایسکل چلوونې سیالۍ پیل شوې. ‎‎دغه لوبغاړي به د چهارشنبې (د لېندۍ ۲۶مه) په ورځ له کابله تر جلال اباد پورې۱۴۰کیلو مټره واټن د بایسکلونو په وسیله ووهي او د سیالۍ اتل به معلوم کړي. ‎محمد حسن رضایي چې له میدان وردګو ولایت نه په دغو سیالیو کې ګ‌‌‌‌‌‌ډون کړی وایي، د دغه سیالۍ لپاره یې ښه چمتوالی نیولی دی. دی زیاتوي: "ډېر تمرینونه مې ورته کړي چې ښه نتیجه واخلم، زما پیغام خلکو ته دا دی چې نشه یي توکو ته نه ووایي، ورزش وکړي، څو پرمختللی او سوله ییز... Читать дальше...


Музыкальные новости
Михаил Кутушов

Токсиколог Кутушов рассказал почему возникает похмелье





Персональные новости
Сбер

Сбер подарил Орлу умный фонтан





د کرکټ نړیوالې شورا د ټېسټ لوبو په درجه بندي کې افغان لوبډله نشته

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ نړیوالې شورا یو ځل بیا د ټېسټ لوبو درجه بندي خپره کړې ده. د راپورونو له مخې د ټېسټ لوبو د لوبډلو برخه کې اسټرالیا لومړی، نیوزیلېنډ دویم، هندوستان درېیم، انګلستان څلورم، سریلانکا پنځم، سویلي افریقا شپږم، پاکستان اووم، ویسټ انډیز اتم، بنګله دېش نهم او زِمبابوې لسم ځای نیولی دی. د ټېسټ لوبو په لسو غوره لوبغاړو او لوبډلو کې د افغان لوبډلې او لوبغاړو نومونه نشته. افغان لوبډلې ډېر وخت کېږي چې ټېسټ لوبې نه دي کړي، لومړۍ ټېسټ لوبه کې یې له هندوستان په ۲۰۱۸ میلادي کې ماته خوړلې وه، ورپسې یې له... Читать дальше...

د افغانستان د پېن پانګ ملي ټیم ازبکستان ته ځي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې سبا پنجشنبه د افغانستان د پېن پانګ ملي ټیم ازبکستان ته لاړ شي. د افغانستان د پېن پانګ فدارسیون رئیسې هلینا کاکړ نن د چهارشنبې (د لېندۍ ۲۴مه) ازادي راډیو ته وویل، د افغان ځوانانو نهه کسیزه لوبډله به د دولسو ورځو لپاره ازبکستان ته ولاړه شي. مېرمن کاکړ وايي چې د دغه سفر هدف د دواړو هېوادونو په دوستانه سیالیو او تمریناتي کمپ کې ګډون دی، څو د ۲۰۲۱ میلادي کال اسیاسي لوبو ته چمتوالی ونیسي. دغه سفر د افغانستان د ملي  المپیک کمېتي او د ازبکستان د پېن پانګ فدارسیون په ملاتړ ترسره کېږي.

د فوټسال لیګ؛ د کابل صداقت لوبډلې د سرپل باستان ته ماته ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټسال د غوره لیګ سیالیو په دوام د کابل صداقت لوبډلې د سرپل باستان لوبډلې ته یو د ۱۴ په مقابل کې ماته ورکړه. د افغانستان د فوټبال فدارسیون ویاند فیروز معشوف نن د چهارشنبې (د لېندۍ ۲۶مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه لوبې تېره ورځ د لسو لوبډلو ترمنځ په دوو ګروپونو کې پيل شوې او ۱۲ ورځې به دوام وکړي. ښاغلی معشوف زیاته کړه، د نن ورځې په دویمه لوبه کې د کابل ظاهر اسد لوبډله د پنجشنیر له پيروزي لوبډلې سره لوبه کوي. د نوموړي په وینا د دې لوبو اتله لوبډله به د اسیا د فوټسال جام په سیالیو کې د ګډون چانس ترلاسه کړي.

هرات کې د یوه خطاط خپل کارونه نندارې ته وړاندې کړل

Pa.azadiradio.com 

د هرات یو نامتو خطاط خپل کارونه تورو عاشقانه مشقونو په نوم نندارې ته کېښودل .  عبدالحکیم کریمي زاده خپل ۴۴ اثار د سولې او یووالي په هدف په دغه درې ورځني نندارتون کې ایښي دي. خو د ده په ګډون یو شمیر خطاطان بیا د دې هنر د ورکېدو وېرې اخېستي او په دې اړه اندېښمن دي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې وګورئ او له ملګرو سره یې شریک هم کړئ:

عبدالله: د سولې د راتلونکو خبرو ځای به د دواړو لورو په هوکړه ټاکل کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي مصالحي د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، د افغان حکومت او طالبانو د خبرو دویم پړاو به له دمې وروسته په خپلې ټاکلې نېټه پیل شي. نوموړي دا څرګندونې د چهارشنبې (د لېندۍ۲۶مه) په ورځ په کابل کې د سولې ملي سکرټریت پرانېست غونډه کې  وکړې او ویې ویل، د سولې راتلونکو خبرو ځای به د دواړو لورو په هوکړه ټاکل کېږي. ښاغلي عبدالله عبدالله زیاته کړه، ښه به دا وي چې دا خبرې دننه په افغانستان کې وشي:" لومړنۍ مرحله ترسره شوه، انشالله تمه دا ده چې په ټاکلې موده دا خبرې بېرته پیل شي، خو د خبرو... Читать дальше...

ارزګانۍ ښځو د ستنې د کار دود ژوندی ساتلی، خو په کومه بیه؟

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان ولایت کې ښځې د ستنې دودیز کار ژوندی ساتي او د دې هنر په بدل کې له خپلو کورنیو سره اقتصادي مرسته هم کوي.    له دوی څخه دوه خویندې صایمه او نوریه هم دي چې د ستنې په دودیز کار سره د خپلې کورنۍ لګښت پوره کوي.    دوی د خپل عمر زیاته برخه د خپل یوازیني ورور د تعلیم لپاره بېله کړې او هڅه کوي چې د خپل ورور راتلونکی روښانه کړي.    د ۱۸ کلنې نوريې او ۲۰ کلني معصومې پلار کلونه مخکې د ماین په یوه چاودنه کې وژل شوی وو. دوی ته اوس د خپلې ۷ کسیزي کورنۍ سرپرستي ورله غاړې ده چې د ترینکوټ ښار په څنډه... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

РОСГВАРДИЯ ОБЕСПЕЧИЛА ПРАВОПОРЯДОК ВО ВРЕМЯ ФУТБОЛЬНОГО МАТЧА «ЦСКА» - «СПАРТАК» В МОСКВЕ


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Новак Джокович

Легенда тенниса рассказал, готов ли он опять стать тренером Джоковича


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Компания ICDMC стала победителем престижной премии в сфере ЗОЖ – Green Awards 2023/24





Путин в России и мире
Москва

Путин поручил сократить время пути поездов от Москвы до Черного моря до 16 часов


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Лукашенко заявил, что не собирается проводить в Белоруссии мобилизацию




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Захарова: встречи по продвижению "формулы Зеленского" дают Киеву чувство вседозволенности


Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Певец

Певца Николая Баскова заметили на публике с обручальным кольцом по цене квартиры в Москве



Москва

Сергунина: в текущем году в Москве появятся еще 24 площадки для выгула собак

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net