په پاکستان کې د لږکیو د حقونو مدافعانو او ددې هیواد یو شمېر چارواکو په خیبر پښتونخوا کې د هندوانو د یو مندر ویجاوړول غندلي. پولیسو ویلي، ددې مندر د ورانولو په تور یې یو شمېر کسان نیولي. نور په دې راپور کې وګورئ.
په ناقانونه ډول اروپا ته تلونکي سلګونه کډوال د بوسنیا هرڅوګووینا په کیمپ کې سخت ژمي ته پراته دي. د ډېسېمبر پر ۲۳مه د هېواد په شمالي لیپا سیمه کې د کډوالو کیمپ اور واخیست. تر هغې وروسته د افغانانو او پاکستانیانو په ګډون شاوخوا ۸۰۰ کډوال له سرپنا بې برخې شول. دوی وايي، د واورې ورېدو او خوړو کموالي له وجې یې ژوند لا سخت شوی. د سره صلیب نړیواله اداره وايي، له کډوالو سره یې مرستې کړې دي او خواړه او تودې جامې ورکوي. د فرانسې خبري اژانس وايي، د بوسنیا حکومت د کډوالو بل ځای ته د استولو بهیر پیل کړی چې ستونزې یې ورهوارې کړي. Читать дальше...
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت کې د بډې اخېستنې په تور د څلورو کار کوونکو له نیولو دوه ورځې وروسته د دغه وزارت وزیر هم له دندې لېرې کړل شو.
احمد جواد عثماني په یوه ویډیويي پیغام کې چې رسنیو ته یې لېږلی وایي، پرون چهارشنبه (د مرغومي ۱۰مه) ولسمشر محمد اشرف غني ترې غوښتنه کړې جې استعفا ورکړي، خو دی وایي چې "په داسې حال کې چې له دغه وزارته استعفا نه ده کړې، د استعفا سند یې د جمهوري ریاست د چارو ادارې له لوري منظور شوی او ده ته لېږل شوی دی."
په هغه پاڼه کې چې د ښاغلي عثماني له لوري خپره شوې د... Читать дальше...
شنونکي وايي، هم دغه کال سیاسي حالات په داسې حال کې تاوده وو چې په فبرورۍ کې په پاکستان کې د کورونا وایرس لومړی کېس و موندل شو او دغه جهاني وبا د نړۍ په ګډون پاکستان هم متاثره کړ.
افغان او هندي دیني علماوو په خپله لومړنۍ غونډه کې د افغانستان روانه جګړه ناروا وبلله.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، دغه غونډه پرون چهارشنبه په نوي ډیلي کې جوړه شوې وه او پای کې یې یوه اعلامیه هم خپره شوه.
د وزارت په وینا، په اعلامیه کې راغلي چې "د طالبانو له خوا د افغانستان د حکومت او خلکو پرضد تاوتریخوالی او بریدونه هېڅ ډول دیني توجیه نه لري."
دغو دیني علماو ویلي چې اسلام تل د مسلمانانو ترمنځ په ورورولۍ ټینګار کړی او له همدې کبله دوی د افغانستان د جګړې له خواوو غواړي چې سراسري اوربند وکړي. Читать дальше...
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي، غزني کې یې د الجزیرې د خبریال رحمت الله نېکزاد وژونکي نیولي دي.
ملي امنیت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه خبریال د طالبانو د دوو هغو غړو له خوا وژل شوی چې د پنځو زرو زندانیانو په ډله کې د دولت له زندانه خلاص شوي دي.
ملي امنیت یوه نیول شوي کس ته منسوبه ویډیو هم رسنیو ته لېږلې چې هغه په کې وایي، دا خبریال یې وژلی دی.
خو معلومه نه ده چې دغه اعترافات په څه ډول شرایطو کې اخېستل شوي دي.
طالبانو بیا د رحمت الله نېکزاد وژنه غندلې وه او هغه یې مسلکي خبریال یاد کړی دی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر احمد جواد عثماني وایي، له دندې نه لېرې کړای شوی دی.
ښاغلي عثماني رسنیو په استول شوي ویډیويي پيغام کې ویلي، بې له دې چې په خپله استعفا وکړي، خو د ارګ له خوا مکتوب ور رسیدلی چې استعفا یې منل شوې ده.
دی وايي: "پرون ښاغلي ولسمشر له ما غوښتنه وکړه چې له دندې استعفا وکړم، ما ورته وویل چې زما د کار د دوام په وړاندې کوم قانوني خنډ نشته، نن سهار یې بیا ټیلیفون وکړ چې استعفا ورکړه، ما استعفا نه ده کړې، خو نن د چارو ادارې له خوا مکتوب راغلی چې د عامې روغتیا د وزیر استعفا... Читать дальше...
د افغانستان د فوټبال ملي ټیم غړی اسلام الدین امیري د هند له ریال کشمېر لوبډلې سره یوځای شو.
د افغانستان د فوټبال فډارسیون وايي، ښاغلي امیري له ښې وړتیا برخمن دی او د ریال کشمير په لوبډلې کې به ښه وځلېږي.
ټاکل شوې چې د هند د فوټبال لیګ سیالۍ د ۲۰۲۱ میلادي کال د جنوري په ۹مه پيل شي.
د ایرلینډ د کرکټ ملي لوبدله د متحده عربي امارتو له لوبډلې سره د لوبېدو لپاره هغه هېواد ته ولاړه.
د راپورنو له مخې ټاکل شوې چې د ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډله له افغانستان سره د جنوري په ۱۸مه د یو ورځنیو لوبو لړۍ هم پيل کړي، خو د ایرلینډ لوبډله به له هغې وړاندې د اماراتو له لوبډلې سره څو لوبې وکړي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په تېر کې د ایرلینډ له لوبډلې سره په زړه پورې او له لاسته راوړنو ډکې لوبې درلودې.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد غوریاني د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره کتنه کې دې هوکړې ته رسېدلی چې د دواړو هېوادو ترمنځ به اقتصادي او ټرانزیتي اړیکې لا پیاوړې شي.
د دې وزارت مسوولان وايي، د صنعت او سوداګرۍ وزیر له عمران خان سره پرون چهارشنبه (د مرغومي ۱۰مه) ولیدل او د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په اړه یې خبرې وکړي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، پاکستاني صدراعظم ژمنه کړې چې د افغان سوداګرو د ستونزو د حل په برخه کې به هر اړخېزه همکار کوي. Читать дальше...
د مشال مرکه خپرونه کې مو د پېښور پوهنتون د سياسياتو څانګې مشر پوهاند ډاکتر عبدالروف مېلمه دی. دی د خیبر پښتونخوا د مردان دی او په سیاسياتو کې یې پي اېچ ډي کړې. پوهاند روف د پاکستان سیاست په اړه څېړنې کوي او یو شمېر لیکنې یې په اکاډیمیکو ژورنالونو کې خپرې شوې دي. په دې خپرونه کې مو د نوموړي د ژوند او کار په اړه ورسره خبرې کړې دي چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
په افغانستان کې د بې اسناده یا یو کلي موټرو ثبت او محصول ته ټاکل شوې نېټه پرون د چهارشنبې په ورځ پای ته ورسېده.
د بې اسنادو موټرو د ثبت لړۍ پیلېدو سره سم، دوه میاشتې وړاندې افغان حکومت وویل، دا کار یې د غیر قانوني موټرو د تګ راتګ د مخنیوي په موخه کړی دی.
اوس مالیې وزارت وایي، تېرو دوو میاشتو کې یې ۳۰زره او ۲۲۰بې اسناده موټر ثبت کړي چې له دې شمېر یې، ۲۳ زره موټرو څخه ګمرکي محصول اخېستل شوی دی.
د دې وزارت د اطلاعاتو مسوول فرالدین معرفتي ازادي راډیو ته وویل، له یادو موټر د ګمرکي محصول اخېستو... Читать дальше...
پاکستاني چارواکي وایي، د هندوانو پر یوه معبد د برید او اورچولو په تړاو یې ۱۴ کسان نیولي دي.
ځایي پولیسو نن (د دسمبر په ۳۱مه) ویلي، نیول شوي د هغو سلګونه کسانو له ډلې دي چې پرون یې د خېبر پښتونخوا په کرک سېمه کې د هندوانو پر یوه معبد هجوم ور وړ.
په پاکستان کې هندو لږکیو پر دې چلند نیوکه کړې او غندلی یې دی.
د پاکستان فدرالي حکومت او ایالتي وزیرانو هم دا اقدام غندلی دی.
په هغې ویډیو کې چې ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې لیدل کېږي چې سلګونه کسان په مارتولونو د معبد ودانۍ ورانوي او له ودانۍ توره لوخړه پورته کېږي.
په سروی خپرونه کې مو دا اوونۍ بصیرت شینوارې مېلمنه ده. نوموړې له خیبر ضلعې څخه د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړې ده. شېنوارې وايي چې په قبایلي ضلعو کې د نجونو تعلیم او د ښځو صحت په برخه کې د ښځو پر مسلو کار کول یې اجنډا ده. له بصیرت شینوارې سره مرکه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د ایډیټرانو بورډ او د ګڼ شمېر څانګو مشرانو د امریکا د نړیوالو رسنیو ادارې 'USAGM' مشر مایکل پک ته یو اعتراضي لیک لیږلی او نوموړی یې د دغې ادارې له تګلارې په سرغړونه تورن کړی دی.
دوی په یوه اعتراضي لیک کې چې پرون 'د دسمبر په ۳۰مه' لیکل شوی د 'USAGM' اجرائیه مشر مایکل پک تورن کړی چې له مالي او عملیاتي پلوه یې د ازادي راډیو د خپلواکۍ مخه نیولې ده.
پر پک نورې نیوکې دا شوې چې د ازادې اروپا/ازادي راډیو پخوانی مشر جیمي فلای یې ناڅاپي له دندې لېرې کړ او د امریکا د یوه ګوند په ګټه کار کوي. Читать дальше...
۳۵ کلنه پري ګله چې دا يې مستعار نوم دی، د کندز اړوند د الچین د سیمې اوسېدونکې ده. د څلور ماشومانو دا مور وايي، له مېړه سره یې ژوند تریخ وو. د واده یې لس کاله کېدل چې دوه کاله مخکې يې مېړه طلاق ورکړ.
نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "خاوند مې وهلم او ډبلوم. کور او دکان زما خپل وو، خو خاوند مې طلاقه کړم او بله ښځه یې وکړه. زه یې له کوره وشړلم او زما اولادونه یې هم واخېستل. له دولته غواړم چې له خاونده مې زما نفقه واخلي."
په کندز کې د ښځو د حقونو فعاله سلیمه حیدري بیا وايي، تر ډېره د تاوتريخوالي عاملان... Читать дальше...
لرغونپوهانو د ایټالیا په پومپیي ښار کې چې د میلادي نهه اویایم کال اتش فشان لاندې کړی و، د خوراک او څښاک پلورنځی موندلی دی.
د دې پلورنځي نوم 'ترموپولیوم' دی. دا یوه لاتیني اصطلاح ده او هغه ځای ته ویل کېږي چې هلته د څښاک تاوده توکي پلورل کېږي.
دا ځای تېره اوونۍ کشف شو او لا هم د لیدونکو لپاره نه دی پرانېستل شوی.
لرغونپوهانو په دې ځای کې داسې شیان موندلي دي چې نژدې دوه زره کاله پخواني دي.
د پلورنځي مخې ته ګردي ګردي نغري دي او داسې ښکاري چې خواړه به یې پيرودونکو ته دلته ایښودل.
پر دیوالونو... Читать дальше...
سره له دې چې هره ورځ په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر زیاتېږي او د مړینې په شمېر کې هم زیاتوالی راځي، خو د عامې روغتیا وزارت وايي، روغتیايي لارښوونو ته د خلکو کمه پاملرنه خپل وروستي حد ته رسېدلې ده.
د ماسک نه کارول، ټولنیز واټن ته پام نه کول، د ودونو او رسټورانټونو فعالیت او د خلکو له ګڼې ګوڼې ډک بازارونه هغه څه دي چې د روغتیا وزارت یې له روغتیايي لارښوونو سرغړونه بولي.
روغتیا پالان د کوېډ ـ۱۹ اړوند روغتونونو کې په دې وبا د اخته کېدونکو کسانو د شمېر ډېروالی او دغه شان د دې ناروغۍ... Читать дальше...
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر وایي، له تېرې یوې میاشتې راهیسې د کرونا ویروس د خپرېدو کچه په ثابت یا ټپه ولاړ حالت کې ده.
احمد جواد عثماني نن کابل کې خبریالانو ته وویل، له دې سره سره هم دوی د ویروس د دوهمې څپې مخنیوي ته چې په خبرهیې اوږده دوره به وي، چمتووالی لري.
ښاغلی عثماني زیاتوي: "د یوې اوونۍ په ترڅ کې له ۱،۳۰۰ تر ۱،۶۰۰ پورې کسان په کرونا اخته کېږي، حال دا چې تېرو اوونیو، یعنې له ۴۱مې تر ۴۸مې اوونۍ پورې دا شمېر د زیاتېدو په حال کې و، اوس ویروس په ثابت حالت کې دی، دا یو ښه خبر دی."
ښاغلي... Читать дальше...
د اسټرالیا د کورني کرکټ لیګ یا بېګ باش کې سیالیو کې د ښې لوبې له کبله افغان لوبغاړی مجیب ځدراڼ په کوردننه او د کرکټ د نړیوالو مبصرینو له خوا ډېر ستایل شوی دی.
مجیب ځډراڼ پرون چهارشنبه (د مرغومي ۱۰مه) د بریزبېن هېټ لوبډلې په ګټه ۴ اوورونو کې ۱۵ منډې ورکړې او ۵ لوبغاړي یې وسوځول.
د افغانستان کرکټ بورډ په خپله رسمي فېسبوکپاڼه دا لوبه د مجیب لپاره یوه ویاړلې کارنامه بللې.
په ټولنیزو رسنیو کې مجیب ځدراڼ د افغانستان ویاړ بلل شوی دی.
د کرکټ نړیوالو مبصرینو هم د افغان لوبغاړي مجیب ځډراڼ راتلوونکی... Читать дальше...
د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د اېډېټرانو بورډ او د ګڼ شمېر څانګو مشرانو د امریکا د نړیوالو رسنیو ادارې (USAGM) مشر مایکل پک ته یو اعتراضي لیک لېږلی او نوموړی یې د دغې ادارې له تګلارې په سرغړونه تورن کړی دی.
دوی په یوه اعتراضي لیک کې چې پرون (د ډسمبر په ۳۰مه) لیکل شوی د (USAGM) اجرائیه مشر مایکل پک تورن کړی چې له مالي او عملیاتي پلوهیې د ازادي راډیو د خپلواکۍ مخه نیولې ده.
پر پک نورې نیوکې دا شوي چې د ازادې اروپا/ازادي راډیو پخوانی مشر جیمي فلای یې ناڅاپي له دندې لیرې کړ او د امریکا د یوه ګوند په ګټه کار کوي. Читать дальше...
د افغانستان په شمال ختيځ تخار ولایت کې یو شمېر فعالې ښځې وايي چې افغان مېرمنې نور له جګړو څخه ستړي شوي دي او د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ کوي چې فوري اوربند اعلان کړي چې په هېواد کې تلپاتې سولې ته لاره هواره شي.
په تخار ولایت کې د ښځو د حقونو فعالې مریم سعیدي په هېواد کې د تاوترېخوالي پر زیاتېدو اندېښنه څرګند کړه او دغهراز يې له طالبانو وغوښتل چې تاوترېخوالی پای ته ورسوي.
مېرمن سعیدي زیاتوي: "زموږ یوازنۍ هیله او غوښتنه سوله ده. موږ د سولې له بهیر څخه هرکلی کوو. د جګړې له ښکېلو خواوو غواړو چې... Читать дальше...
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د اپتیکا د هغمږۍ په اتمه ناسته کې پاکستان د اپټا تړون د تعدیل شوې طرحې له وړاندیز سره موافقه وکړه.
د دغه وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، پاکستان، موافقه کړې چې په اپټا تړون کې به نړیوال معیارونه او د سوداګرۍ نړیوال سازمان اصول مني.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د اپټا تړون د تعدیل په اړه به افغان او پاکستاني پلاوي په کابل او اسلاماباد کې بېلابېلې ناستې ولري، څو دا تړون تعدیل او وروستی شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د دغه تړون په تعدیل... Читать дальше...
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وايي، د دوی مذاکره کوونکی پلاوی چمتو دی چې په ټاکل شوې نېټه د قطر په دوحه کې له طالب پلاوي سره د خبرو مېز ته کېني.
نړۍ ۲۰۲۰ کال شاته پرېږدي او د نوي کال په دې هیله هرکلی کوي چې واکسینونه بهیې له کرونا وبا خوندي کړي.
د نوي کال مراسم کال مخکې په داسې حال کې ترسره شول چې د روغتیا نړیوال سازمان د لومړي ځل لپاره تأیید کړه چې د چین په ووهان کې یوه اخیستونکې ناروغي پيدا شوې ده چې سکاروې ته ورته ده، بیا لږ وروسته دا ناروغي تشخیص شوه چې 'کووېډ-۱۹' ده.
د روغتیا د نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس د نوي کال په مناسبت په نیویارک کې په خپل پیغام کې وویل، له هغې شېبې چې 'کووېډ-۱۹' اخیستونکې ناروغي خپره شوې ده... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
"Спартак" сыграет с "Динамо" в 1/2 финала Пути Регионов Кубка России
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Андреева победила Подороску на старте турнира WTA в Руане
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
HTX Ventures сотрудничает с Core Venture Network для расширения возможностей инноваторов Core Chain
Путин в России и мире
Москва
Рязанские дизайнеры представили свой бренд одежды на модном показе Estet Fashion Week
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
У помощника Лукашенко по общим вопросам нашли три квартиры в Минске
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
В Киеве обвинили Зеленского в неспособности добиться нового пакета помощи от США
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Москва
Депутат Маликов: в Подмосковье все больше выпускают экологически чистых продуктов
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net