ځینو هیوادونو د فایزر او بایو انټېک کمپینو د واکسینونو لګول پیل کړی. ځینې نور د واکسین ترلاسه کولو ته سترګې په لار دي. او لویه ستونزه دا ده چې څنګه دغه واکسین ټولې نړۍ ته ورسول او او خلکو ته ولګول شي. نور په دغه رپوټ کې وګورئ .
په کابل کې د پرونۍ حملې تر ټولو د کم عمر قرباني پنځه کلنه زهرا وه. د زهرا د کورنۍ نور غړي ټپیان دي.
د پرونۍ حملې په پایله کې لږترلږه لی تنه ووژل شول او له پنځویو زيات ټپیان شول ، چې ظاهرا یې د ولسي جرګې یو غړی هدف و. نور په راپور کې:
د هندي کروندګرو هغه اعتراض چې د کرنې په اړه د حکومت د نویو قوانیونو پر وړاندې یې نوي ډیلي ته غځېدلې لارې له نږدې یوې میاشتې راهیسې بندې کړې، د یوه فیستیوال بڼه غوره کړې ده.
د کروندګرو له خوا په درول شویو خیمو کې له سندرو نیولې، د خوړو بویونه هره خوا تیت دي او داسې انګېرل کېږي، چې کوم فیستیوال روان دی.
دغو معترضو کروندګر چې شمیریې لسګونو زرو ته رسیږي او اکثره یې د هند د شمالي ایالتونو استوګن دي، د تیرې نومبرمیاشتې په نیمايي کې د نوي ډیلي پرلور په موټرو کې اعتراض پیل کړ خو د پولیسو له خوا یې په لاره کې مخه ونیول شوه. Читать дальше...
قزاقستان وایي، د روسیې له خوا جوړ شوي د کرونا ویروس پر ضد سپوتنیک وي واکسین تولید یې پیل کړی دی.
دا هېواد په پام کې لري، چې د راتلونکې کال په لومړیو کې د کرونا ويروس په وړاندې د واکسین یو پراخ کمپاین پیل کړي.
د قزاقستان صدراعظم عسکرمامین په مرکزي ښارقره غندي کې د درملو جوړلو په یوه فابریکه کې نن رسماً د سپوتنیک وي واکسین د تولید لیکه پرانستله.
د قزاقستان د دولت د رسینو دفترو يلي، چې د واکسین د دغه کمپاین په ترڅ کې به چې د راتلونکي ۲۰۲۱ کال په فبرورۍ کې پیلېږي، لومړی روغتیایي کارکونکو، ښوونکو،... Читать дальше...
د اروپایي ټولنې د غړیو هېوادونو استازي نن پر دې خبرې کوي چې د کرونا ویروس د هغې نوې بڼې پر وړاندې چې د بریتانیا په مختلفو سیمو کې خپور شوی اوله مخکیني هغه ژر سرایت کوي، پر وړاندې څه ډول همغږی اقدام وکړي.
د ويروس دغې نوې بڼې ډېر اروپایي هېوادونه او یو شمېر نور اړ کړي، چې بریتانیا ته په تلونکو او راتلونکو الوتنو بندیز ولګوي.
د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن به هم نن د خپل حکومت د بېړنیو حالاتو د کمېټې د غونډې مشري وکړي او په هغې کې به وروستی وضعیت وارزوي.
ساینسپوهان وایي، چې د کرونا ویروس دغه نوې... Читать дальше...
په جرمني کې یوې محکمې یوښي اړخی سخت دریځه په ۲۰۱۹ کال د جرمني په هالې ښار کې د یهودانو پر یوه عبادت ځای د خونړۍ حملې په تړاو په عمري بند محکوم بند کړ.
د مګدیبورګ محکمې نن ۲۸ کلن سټیفن بلییت جدي مجرم وباله، په دې معنې چې نوموړی له ۱۵ کلونو بند تېرولو وروسته، له دې منع کېږي، چې تر وخت مخکې له زندانه خوشې شي.
دا د جرمني د قانون له مخې ترټولو سخته سزا ده.
بلییټ اعتراف کړی، چې د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر په نهمه د یوم کیپورد مذهبي جشن د لمانځلو په مهال یې هڅه کړې وه، چې د یهودانو عبادت ځای ته چې په لسګونو یهودي عبادت کونکي په کې راټول شوي و، ننوځي. Читать дальше...
د افغانستان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح تېره شپه د کابل ښار باغ بالا او اینټرکانټیننټال هوتل ته د غځېدلو لارو د بندېدو له امله له کابل ښاریانو بخښنه غوښتې ده.
سخت امنیتي تدابیر، تنګ سړکونه، د ترافیکي قوانینو نه مراعتول او د واټونو بندول د کابل ښاریانو هر ورځنۍ ستونزه ده.
د امنیتي چارواکو تګ راتګ او دغه شان په دوی پورې اړوندو مراسمو او محفلونو ته د امنیتي تدابیرو نیولو دا ستونزه لا زیاته کړې.
تازه پرون مازدیګر ویل کېږي، چې د کابل په اینټرکانټیننټال هوټل کې د ولسمشر د لومړي مرستیال... Читать дальше...
د پکتیا ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دولتي ځمکو د غاصبینو نوملړ یې ترتیب کړی او د دې ځمکو د بېرته راګرځولو لپاره یې هلې ځلې پیل کړي دي.
د پکتیا ځایي چارواکي وایي، په دې ولایت کې یې څه باندې څوارلس زره جرېبه غصب شوې ځمکه تشخیص کړې او د راګرځولو لپاره یې ځانګړې کمېټې ته دنده سپارل شوې ده.
د پکتیا والي محمد حلیم فدايي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، ددې ځمکو د غاصبینو نوملړ یې ترتیب کړي.
هغه زياتوي: "په پکتیا کې تر اوسه پورې ۱۴۱۷۹ جرېبه ځمکه غصب شوې ده، چې له جملې څخه ۴ زره جريبه ځمکه... Читать дальше...
د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال اسدالله سعادتي وايي، د سولې خبرې باید بې له ځنډه په خپل ټاکل شوي وخت بیا پیل شي.
که څه هم د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې راتلونکی پړاو خبرې د مرغومي تر ۱۵مې نېټې د دواړو لوریو په هوکړه ځنډېدلي، خو ښکاري چې د خبرو بیا پیل ته لېوالتیا ډېره ده.
د ملي مصالحې عالي شورا وايي، دوی هیلهمند دي چې دا خبرې په خپل ټاکل شوي وخت بیا پیل شي.
د دې شورا مرستیال اسدالله سعادتي وايي، افغانان په هیڅ ډول نه غواړي چې د سولې خبرې وځنډېږي، ځکه په خبرو کې ځنډ د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت له زیان سره مخ کوي. Читать дальше...
سرکاري رسنۍ د پاکستان انټرنیشنل ایېرلاینز (پي ای اې) په حواله وايي، حکومت دغه ګام د کورونا وایرس دویمې څپې مخنیوي لپاره اخېستی دی.
چارواکي وايي، د کندز د سپین زر شرکت د غوړیو د تولید د فابریکې پر بیارغونې کار روان دی او دغه څانګه فعالوي.
د سپین زر شرکت چې یو مهالیې په بېلابېلو برخو کې تولیدات درلودل، په کورنیو جګړو کې نهیوازې دا چې غیر فعال شو، بلکې ماشینونه او امکاناتیې ویجاړ او لوټ شول.
چارواکي وايي څو میاشتې مخکې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د فابریکو د بېرته فعالېدو لپاره د یوې هوکړې له مخې د کندز سپين زر فابریکې د فعالېدو لپاره د ۱۲۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۵ پايې د غوړیو د تولید ماشینونه پېرل شوي او کندز ته انتقال شوي. Читать дальше...
د افغانستان دفاع وزارت وایي، د هلمند ولایت په څو ولسوالیو کې یې د طالبانو د حملو پلانونه شنډ کړي دي.
دې وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې وویل، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوایي ځواک په ملتیا تېره ورځ په ناوې، ګرشک او نادعلي ولسوالیو کې پر هغو طالبانو چې په سیمو کې یې د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو د حملو نیت درلود، برید وکړ چې په نتیجه کې یې ۱۵ طالبان ووژل شول او ۴ نور ټپیان شول.
د خبرپاڼې له مخې په دغو بریدونو کې د طالبانو یو شمېر وسلې او مهمات او نقلیه وسیلې هم لهمنځه وړل شوې دي.
طالبانو... Читать дальше...
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله تاجکستان ته د سفر په ترڅ کې نن د هغه هېواد د پارلمان له رئیس محمد طاهر ذاکرزاده سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړې.
د دې شورا ستر سلاکار او د رسنیو مسؤل مجیبالرحمن رحیمي ازادي راډیو ته وویل، ښاغلي عبدالله نن دوشنبې ته تر رسېدو وروسته د تاجکستان د پارلمان له رئیس سره په غونډه کې په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو او دا چې په دې هڅو کې تاجکستان څه ډول رول لوبولی شي، خبرې وکړې.
په دې کتنه کې دغهراز د سولې په دغه بهیر کې د سیمې د هېوادونو... Читать дальше...
دا اوونۍ مو "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې ته له پېښوره رباب غږوونکی ګلاب اپرېدی مېلمه کړی وو. دی د يوې هنري کورنۍ دی او يو شمېر شاګردان لري. اپرېدی وايي، د هېواد د بېلا بېلو برخو ترڅنګ د نړۍ په شاوخوا ۱۰ هېوادونو کې يې د رباب کنسرټونه ورکړي دي. د نوموړي خبرې او په رباب غږولې ځينې نغمې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
د افغانستان ولسي جرګې د لومړۍ مېرمن بي بي ګل رولا غني په وروستیو څرګندونو سخت غبرګون وښود.
د ولسي جرګې د دوشنبې د ورځې په غونډه وکیلانو غوښتنه وکړه چې باید مېرمن غني خپله دغه ادعا ثابته کړي او که ثابتهیې نهکړه د جرګې له غړو دې بخښنه وغواړي.
د ولسي جرګې د دوشنبې ورځې «۱۳۹۹ کال د مرغومې ۰۱» په ازاد بحث کې د وکیلانو خبرې تر ډېره په همدې موضوع راټولې وې.
تر ازاد بحث او په دې اړه د وکیلانو تر څرګندونو وروسته د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني هم وویل چې مېرمن غني د مقننه قوي توهین کړی او دوی دا اجازه چاته نهورکوي. Читать дальше...
په شکایتونو کې ویل شوي چې د دې له لاسه ځینو خلکو پاکستان پرېښی دی، نوموړی وايي، د نیب چېرمېن سېنېټ د پوښتنو ګروږنو لپاره وربولي.
د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د پروسس او صادراتو د پراختیا په هدف کرنیز کمپلکس جوړېږي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې تېره ورځ ناوخته په دې اړه د ولسمشر غني په مشرۍ غونده جوړه شوې وه.
ښاغلی رستمي وایي، په غونډه کې پرېکړه شوې چې د کرنیز کمپلکس جوړول دې له کندهاره پیل او وروسته دې د هېواد په نورو زونونو کې تطبیق شي.
د نوموړي په خبره، ولسمشر غني دغهشان ټینګار وکړ چې خصوصي سکټور سره دې کار وشي، ترڅو وتوانېږي د صادراتو په ځانګړي ډول د افغانستان د کرنیزو توکو د صادراتو سطحه لوړه کړي. Читать дальше...
د ۲۰۳ تندر قول اردو په لوګر کې د وسلهوالو طالبانو د څو غړو د وژل کېدو ترڅنګ د دې ډلې د دوو ډرون (بېپیلوټه) الوتکو د لهمنځه وړلو ادعا کوي.
د دې قول اردو د څلورمې پلې لوا قوماندانۍ ویاند احمد شکیل تسل ازادي راډیو ته وویل، په دغو عملیاتو کې چې افغان ګډو ځواکونو د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې کړي، د طالبانو دوه مهم غړي چې د چچنیا اتباع دي، وژل شوي او شپږ تنه نور یې ټپیان شوي دي.
نوموړي د طالبانو د دوو الوتکو د لهمنځه وړلو په اړه وویل: "د ډي سي توپ په ملتیا د وسلهوالو طالبانو دوه پرونده طیارې... Читать дальше...
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د کابل او ولایتونو وروستیو بریدونو ته په اشارې سره په دولت انتقاد کړی چې د پېښو په مخنیوي کې پاتې راغلی.
مسیر
مسیر ورځپانې په کابل کې د ولسي جرګې د غړي خان محمد وردک پر موټر پرونۍ چاودنې ته په اشارې لیکلي چې په کابل کې دغه بریدونه درې بېلابېل اړخونه لري.
لیکوال تور پورې کوي چې یوه برخه بریدونه طالبان کوي چې د ځینو یې مسؤلیت اخلي او پر ځینو خوله پټوي، خو په خبرهیې، بله برخه بریدونه بیا د سولې مخالفې شبکې چې پردی استخباراتي ملاتړ لري، کوي،... Читать дальше...
مېل انلاین (Mail Online)
بریتانوۍ انلاین خپرونې مېل انلاین په خپله پرونۍ ګڼه کې په افغانستان کې د ناامنیو پر زیاتېدو لیکنه خپره کړې چې چارواکو هم ورباندې اندېښنه ښوولې ده.
د لیکنې په پیل کې یې په کابل کې پروني موټربم ته اشاره کړې چې د کورنیو چارو وزارت په حوالهیې نږدې ۱۰ کسان ووژل.
د خپرونې په حواله، په وروستیو کې د اسلامي دولت ډلې په کابل کې د ځینو حملو مسؤلیت منلی او په دې کې پر کوثر دانش ښوونیز مرکز هغه حمله هم راځي چې ۵۰ کسانیې ووژل.
خپرونې د اسوشیتډ پرس په حواله لیکلي، داعش ډلې پر... Читать дальше...
ټاکل شوې نن په امریکا کې د مودرنا کمپنۍ لهخوا جوړ د کرونا ضد واکسین لومړني دوزونه خلکو ته ورکړل شي، دا ګام وروسته تر دې اخیستل کېږي چې تنظیموونکو د دغه واکسین کارونې ته بېړنۍ اجازه ورکړه.
امریکا کې دا ښه خبر بیا بریتانیا کې د کرونا ویروس د یوې نوې بڼې اندېښنو تر سیوري لاندې راوستلی.
یو شمېر اروپایي هېوادونو د (چټک لېږد) همدې ویروس له راپورونو وروسته له بریتانیا سره په تګ راتګ کلک بندیزونه ولګول او د نړۍ په کچه نور هېوادونه هم په ورته ګامونو غور کوي.
د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون بیا وایي، د ویروس نوې بڼه ممکن ډېره خطرناکه نهوي. Читать дальше...
یو شمېر اروپايي هېوادونو بریتانیا ته په تګ راتګ باندې نوي بندیزونه لګولي.
د جرمني، بلجیم، ایټالیا او هالند لهخوا تازه بندیزونه وروسته له هغه ولګېدل چې بریتانوي چارواکو د لندن په ګډون په ځینو سیمو کې د کرونا ویروس د یو بل چټک ډول د خپرېدو اعلان وکړ.
د امریکا متحده ایالاتو هم په بریتانیا کې د کرونا د نوي ډول په خپرېدو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې خلک باید ډېر پام وکړي.
جرمني پرون ناوخته اعلان وکړ چې له نیمې شپې به جرمني ته د بریتانیا الوتنې ودرول شي. بلجیم له دې مخکې ویلي و د هغو کسانو... Читать дальше...
د عراق په پلازمېنه بغداد کې څو توغندي په شنه ساحه یا له امنیتي پلوه په تر ټولو خوندي سیمه باندې لګېدلي دي.
د دغو بریدونو له کبله د امریکا سفارت انګړ سطحي زیانمن شوی او شاوخوا هستوګنیزې سیمې هم یو څه زیانمنې شوې دي.
د عراق د پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې پرون یکشنبه پر دغې سیمې ۸ توغندي لګېدلي دي.
پوځ دا بریدونه د (ناقانونه ډلې) کار بللی دی.
امریکایي چارواکو له دې وړاندې دا ډول بریدونه د ایران له ملاتړه برخهمنو ملېشو کار بللی دی.
د کابل په شمال پروان ولایت کې یو امنیتي چارواکی وایي، ۵ امنیتي ځواکونه د سړک غاړې ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.
د پروان د امنیه قوماندانۍ د جنایي پېښو په وړاندې د مبارزې مدیر محمد صادق هاشمي وایي، وژل شویو کې د پروان د لویې لارې د ساتنې قوماندان هم شامل دی.
هاشمي ازادي راډیو ته وویل چې دغه چاودنه بېګا نیمه شپه د چارېکار ښار عبدي بای سیمه کې شوې.
تر اوسه د چاودنې مسؤلیت کومې ډلې نهدی منلی.
پرون پلازمېنه کابل کې یوه موټر بم برید ۹ تنه ووژل او د ولسي جرګې د یوه غړي خان محمد وردګ په ګډونیې ۲۰ تنه ټپیان کړل.
افغان حکومت د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزارت او د اقتصادي پراختیا په برخه کې د ولسمشر د ځانګړي استازي بستونه لغوه کړي.
د ولسمشر اشرف غني دفتر د یادو دولتي تشکیلاتو د لغوه کېدو خبره ازادي راډیو ته تأیید کړه.
سیما سمر د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزیره وه او د ولسمشر د ځانګړي استازي دنده محمد یوسف غضنفر مخته وړله چې څو میاشتې دمخه د کرونا له امله وفات شوی و.
ارګ ماڼۍ وايي د سیما سمر لیرې کول یو اداري تصمیم دی کوم سیاسي اړخ نهلري.
تر دې مخکې سیما سمر پرون ازادي راډیو ته وویل د بشري حقونو... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Игра в футбол на каблуках: как блогеры резко стали футболистками и решили завоевать новые горизонты
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
П’ять українок отримали суперниць в основі турніру WTA 1000 в Мадриді: результат жеребкування
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Регоператор провел экологический телемост между школьниками Подольска и Москвы
Путин в России и мире
Москва
Алиев: доволен развитием отношений Азербайджана и России
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Стало известно, что Лукашенко предложил губернатору Архангельской области на встрече в Минске
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Зеленский взял Залужного в заложники? В Киеве начинается новый скандал
Навальный в России и мире
Москва
Мосгорсуд оставил в СИЗО журналистку Фаворскую, обвиняемую в экстремизме за репортажи о Навальном
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Москва
Госдеп: Соединенные Штаты не планируют проводить новых ядерных испытаний
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net