له اندېښنو سره ګډ د صلصال دنبورې غږ
د صلصال موسيقي ډله چې له ډېرو کلونو راهیسې د سیمه يیز موسیقۍ مینه والو ته موسیقي غږوي، وايي د افغان حکومت او طالبانو ترمینځ د سولې خبرې ، دوی د خپلو هنري کارونو دوام ته اندېښمن کړي دي. نور په راپور کې:
د صلصال موسيقي ډله چې له ډېرو کلونو راهیسې د سیمه يیز موسیقۍ مینه والو ته موسیقي غږوي، وايي د افغان حکومت او طالبانو ترمینځ د سولې خبرې ، دوی د خپلو هنري کارونو دوام ته اندېښمن کړي دي. نور په راپور کې:
د ایران شمال لویدیځه برخه نن یوې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په اندازه ۴،۵ ښودل شوی، ولړزوله. د ایران ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې د دغې زلزلې مرکز ترکیې پولې ته نږدې د اذربایجان لویدیځ د قطور سیمه کې پنځه کیلومتره ترځمکې لاندې و. تراوسه د احتمالي اوښتو زيانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.
په ننګرهار لسګونه کسانو په یوه اعتراضیه غونډه کې په پاکستان کې د پښتون ژغورنې د غورځنک د یو مشر علي وزیر نیول کېدل وغندل. هغوى غوښتنه وکړه، چې د پاکستان حکومت دې د پښتون ژغورنې غورځنګ نیول شوی مشر علي وزیر خوشې کړي. دوی د پاکستان پر حکومت تور پورې کاوه چې د ډیورنډ کرښې اغاړه وسله وال او سخت دریځې ډلې پالي او هغه ولسي او مدني حرکتونه ځپي، چې د دې چارې پر ضد غږ پورته کوي. د دې اعتراضي غونډې یو برخه وال شریف الله ناصري وایي، د پاکستان د پارلمان د یو منتخب غړي دا ډول نیول د ډیموکراسۍ ضد کړنه ده. Читать дальше...
د افغانستان په سرښار کابل کې نن د دیسمبر په شلمه په يو موټربم بريد کې نهه کسان وژل شوي او ۲۰ زخميان دي. چارواکي وايي د دې بريد هدف د پارليمان يو غړی وو چې زخمي شوی دی. د حملې له امله اوښتی زیان په دې ويډیو کې کتلی شئ. راپور: بشيرګواښ ويډيو: رويټرز
د بېلاروس په پلازمېنه مینسک کې نن بیا معترضانو په یوه لاریون کې له قدرته د الکساندر لوکاشينکا د لیرې کېدو غوښتنه وکړه. د ازادي راډیو د بېلاروس څانګې د راپور له مخې نن د پلازمېنې مینسک په څو سیمو کې مظاهرې وشوې خو د ګډونوالو شمېر یې کم و. تراوسه نه دي ویل شوي، چې د بلوا ضد پولیسو دې نن څوک نیولي وي. د اګست له نهمې، له کله چې لوکاشينکا د ولسمشرۍ د ترسره شویو لانجمنو انتخاباتو ګټونکی اعلان شوی، نژدې هره ورځ په دې هېواد کې مظاهرې کېږي. اپوزیسیون دغه انتخابات له درغلۍ ډک بللي دي. د ملګروملتونو... Читать дальше...
په اسلام اباد کې د دیسمبر په ۱۹مه قراردادي استادانو مظاهره کړې او له حکومته یې د نوکريو پخېدل غوښتي دي. دوی له پنجاب صوبې ورغلي وو او کوښښ يې وکړ چې د وزيراعظم عمران خان کور ته ځان ورسوي. مظاهره په تاوتريخوالي بدله شوه او پوليسو پر خلکو اوښکې بهونکی ګېس وکاراوه.
د افغانستان د خبریالانو د دفاع او د رسنیو د ملاتړ یو شمېر بنسټونه وايي، له رسنیو سره د ولایتي ویاندویانو پر خبرو بندیز د اساسي قانون خلاف عمل دی. د حکومت دا پرېکړه، چې ولایتي ویاندویانو یې له رسنیو سره له خبرو منع کړي، له نیوکو سره مخ شوې ده. د افغانستان د خبریالانود دفاع او رسنیو د ملاتړ یو شمېر بنسټونه دا د افغانستان د اساسي قانون خلاف عمل بولي او وايي، چې په دې سره به معلوماتو ته لاسرسی چې لا دمخه ستونزمن دی نور هم سخت شي. د افغانستان د خبریالانو د دفاع کمېټې مسول عبدالمعید هاشمي ازادي راډيو ته وویل... Читать дальше...
د افغانستان د ملي مصالحي د عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله د یوه پلاوي په مشرۍ په یوه رسمي سفر سبا دوشنبې تاجکستان ته ځي. د دې شورا ویاند فریدون خوځون په خپله فیسبوک پاڼه کې ویلي چې دغه سفر د افغانستان د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع او د همکاریو د پیاوړتیا د راجلبولو په هدف ترسره کېږي. ټاکل شوې، چې ښاغلی عبدالله به په دې سفرکې د تاجکستان له ولسمشرامام علي رحمن، د دې هېواد له صدراعظم، د بهرنیو چارو له وزیراو يو شمېر نورو جګپوړیو چارواکو سره وګوري.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د فوټبال ملي لوبډلې نوی نوملړ اعلان کړ. د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف نن ازادي راډیو ته وویل، د لوبغاړو دغه نوملړ په تمریني کمپ کې د ګډون په هدف اعلان شوی. نوموړي وویل چې یاد ٩ ورځنی تمریني کمپ د ٢٠٢٠ کال د ډسمبر له ٢١مې تر ٣٠مې نېټې په اماراتو کې ترسره کېږي. ښاغلی مشعوف وایي، په دغه تمریني کمپ کې ٢٤ لوبغاړي ګډون کوي. د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به د نړیوال جام او اسیایي جام سیالیو په دوام کې په ترتیب سره د مارچ په میاشت کې بنګلهدېش او عمان ته ولاړه شي.
اېم اېس ډوني، روهېت شرما او ویرات کولي له هغو درېیو لوبغاړو دي چې د هندوستان په «IPL» کې تر نورو ډېرې پیسې ګټلې دي. اېم اېس ډوني چې له ۲۰۰۸ کال راهیسې په ای پي اېل کې لوبېږي او د چینای سوپرکېنګز لوبډلهیې رهبري کړې ده، د ای پي اېل له طریقه ۱۳۷ کروړه هندي روپۍ ګټلې دي. روهېت شرما چې د ممبيي انډینز لوبډلې اوسنی لوبډلمشر دی، پنځه ځلې یې د ای پي اېل اتلولۍ ګټلې دي. ده د آی پي اېل له لارې ۱۳۱ کروړه هندي روپۍ ګټلې دي. ویرات کولي چې د رایل چلېنجرز بنګلور لوبډلې لوبډلمشر دی، د کرکټ نړۍ کې مشهور لوبغاړی دی. Читать дальше...
د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزیره سیما سمر وایي، له خپلې دندې لیرې کړای شوې ده. اغلې سمر نن ازادي راډیو ته وویل چې د دندې د لیرې کېدو په اړه ورسره هېڅ تماس نهدی نیول شوی او نه هم ورسره مشوره شوې ده. د هغې په وینا له تېر یو نیم کال راهیسې چې د دغه وزارت د ایجادولو اعلان شوی، پر تشکیلاتو هم کار نهدی شوی. سیما سمر شااوخوا یو نیم کال مخکې په دغه دنده ټاکل شوې او تر هغې مخکې یې شااوخوا ۱۷ کاله د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د رئیسې په توګه دنده ترسره کړې وه.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۴۱ مثبتو پېښو د ثبت خبر ورکوي. د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۱۴۳۱ مشکوکي پیښې ارزول شوي چې له دې ډلې ۱۴۱ یې مثبتې دي. د دې وزارت د رسمي شمېرو له مخې په یاده موده کې په کرونا ویروس اخته ۲۰ کسان مړه او ۳۵۹ نور بیا بېرته ترې روغ شوي دي. د عامې روغتیا وزارت مرستیاله ویانده معصومه جعفري وايي: "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ټول هېواد دولتي او خصوصي لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ۱۴۳۱ پیښې ارزول... Читать дальше...
د بلوچستان صوبايي حکومت پر اپوزیشن ګوندونو غږ کړی چې د کورونا وايرس ناروغۍ مخنيوي لپاره دې ټاکل شوې جلسي وځنډوي.
د سکانو ګوردواره یا عبادتځای ته په ناببره ورتګ سره صدراعظم نریندرا مودي خلک هک حیران کړل. هغه په ګوردواره کې له نورو سره یوځای د احترام مراتب پرځای کړل او بیا یې هلته له ورغلو کسانو سره عکسونه واخیستل. دا په داسې حال کې ده، چې د سکانو پراخې ډلې، د صدراعظم مودي د زراعتي اصلاحاتو پر خلاف د مظاهرو رهبري کوي. په هندوستان کې دننه او بهر سکان د کرنیزو مارکېټونو د مقرراتو د فسخه کېدو خلاف دي. دوی وايي، دا کار کروندګر په مالي لحاظ زیانمنوي او زیاته مالي ګټه خصوصي شرکتونو ته رسوي. په سپټمبر میاشت... Читать дальше...
په شمال کې د ۲۱۷ پامیر قول اردو په کندز کې په لاره کې د طالبانو د تلاشۍ پر یوې پوستې په هوایي برید کې د دې ډلې د اوو غړو د وژلو خبر ورکوي. د دې قول اردو مرستیال ویاند عبدالهادي جمال ازادي راډیو ته وویل چې تېره ورځ طالبانو د کندز د چهاردرې ولسوالۍ د کوتل ارګنګ په سیمه کې د ملکي وګړو موټر درول او پیسې یې ورڅخه اخیستې. ښاغلی جمال زیاتوي: "د هېواد هوایي ځواکونو د دغې ډلې د پیسو اخیستو پر ځای برید وکړ چې په نتیجه کې یې اووه طالب ترهګر وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي." د ښاغلي جمال په وینا په... Читать дальше...
د افغانستان د ولایتونو ویاندویان له رسنیو سره له خبرو کولو منع شول. د افغانستان د سیمهییزو ارګانونو خپلواکې ادارې نن په دې اړه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د ولایتونو د ویاندویانو د بستونو د لغوه کېدو په اړه په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې اوازې ناسمې بللي او ویلي یې دي چې ویاندویان به خپلو دندو ته دوام ورکوي، خو له دې وروسته به د خپلو ولایتونو اړوند ټول معلومات راټولوي او هغه به والیانو ته سپاري. د دې ادارې د عامه اړیکو د دفتر مشرې نرګس مومند رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې وویل: "د دوی (ویندویانو)... Читать дальше...
د افغانستان ولسمشر اشرف غني د سولې له مذاکراتي پلاوي سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې د سولې لومړي پړاو پرمختګونه دې له خلکو سره شریک کړي.
د لیندۍ/ قوس میاشتې وروستۍ شپه، د یلدا شپه چې د افغانانو په فرهنګ کې ځانګړی ځای لري، هغه شپه ده چې د لیندۍ میاشتۍ د وروستۍ نېټې د لمر پرېوتو څخه پیل او د جدي میاشې د لومړۍ ورځې تر لمر خاته پورې دوام مومي. دغه شپه د «چله» په نوم هم یادېږي چې د کال تر ټولو اوږده شپه ده. فرهنګ پوهان وايي، د یلدا د کلېمې ریښه سریاني ژبې پورې رسېږي، سریاني هغه ژبه چې په مصر او شااوخوا سیمو کې پرې خبرې کېږي. لرغون پېژندونکي وايي، د سریاني ژبې ویونکي عراق، خراسان، ختیځ روم او نورو سیمو ته کډه شول او ګمان کېږي چې د یلدا ویئ (لفظ)، له همدغې ژبې پاتې شوی دی. Читать дальше...
د افغانستان په پلازمېنه کابل کې یوې چاودنې لږ تر لږه نهه تنه وژلي او شاوخوا ۲۰ یې ټپي کړي دي.
په جلالاباد ښار کې نن د یوې چاودنې په ترڅ کې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل، نن له غرمې وړاندې شاوخوا لس نیمې بجې د جلالاباد ښار لومړۍ ناحيې اړوند په امېد اباد سیمه کې یو ماین د پوليس په یوه رنجر موټر وچاودېد چې په نتیجه کې یې یو پوليس وژل شوی او دوه نور ټپيان دي. د پېښې مسؤلیت لا تر دې دمه چا نهدی منلی.
د کرونا ویروس نوې بڼه چې په چټکۍ له یوه انسانه بل ته انتقالېږي، په اروپا کې د خطر د زنګ د وهلو سبب شوی دی. د بریتانیا صدراعظم پرون په لندن او د انګلستان په نورو برخو کې چې شااوخوا ۱۶ ملیونه وګړي پهکې مېشت دي، د سختو محدودیتونو اعلان وکړ. د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون او د دغه هېواد ساینسپوهان وايي د کرونا ویروس نوې بڼه د مخکېنۍ هغې پرتله ۷۰ سلنه د انتقال وړ ده. بلخوا روغتیايي متخصصان وايي داسې شواهد نهشته چې څرګنده کړي، د ویروس نوې بڼه دې د زیاتو کسانو د مړینې یا شدیدې ناروغۍ سبب شوې وي. Читать дальше...
په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې چاودنې. د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وايي چې د کابل د پنځمې حوزې اړوند په خوشحال خان مېنې سیمه کې د شوې چاودنې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي. مسعود اندرابي چې د یکشنبې په ورځ له چاودنې وروسته د پېښې په ځای کې رسنیو ته خبرې کولې وویل چې په ټپیانو کې د افغانستان د ولسي جرګې غړی خان محمد وردګ هم شامل دی. ښاغلي اندرابي زیاته کړه: "په دغه چاودنه کې زموږ نهه ملکي هېوادوال شهیدان شوي. تر اوسه د ۲۰ تنو ټپیانو راپور ورکړل شوی چې ټول ټپیان په خپل وخت روغتونونو ته انتقال شوي دي.
د ارزګان د والي دفتر وايي، په دې ولایت کې طالبانو ته درنه مرګژوبله اوښتې ده. د والي ویاند احمد شاه ساحل ازادي راډیو ته وویل، لسګونه وسلهوال طالبان په دهراوود ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې وژل شوي دي. ساحل په عین حال کې ومنله چې د دهراوود ولسوالۍ بازار لا هم د طالبانو په لاس کې دی، خو د ده په وینا د بازار د بېرته نیولو لپاره به عملیات ژر پیل شي. طالبانو تر اوسه پورې د مرګژوبلو په اړه د ارزګان د والي د ویاند د څرګندونو په اړه څه نهدي ویلي.
د خیبر پښتونخوا د پېښور کیسه خوانۍ بازار له نومه څرګندېږي چې پخوا ځینو کسانو کیسې کولې او خلکو به په شوق اورېدې. خو تارخ پوهان وايي، اوس د وخت له تېرېدو سره دلته کیسه کوونکي ورو ورو پر ختمېدو دي. نور په دې ویډیويي راپور کې. ویډیو: اې اېف پي
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره پاکستان ته د طالب پلاوي د سفر او د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د نویو ښوونځیو جوړېدو ته په اشارې لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي. هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې پاکستان ته د طالب پلاوي سفر او په دې لړ کې کېدونکې معاملې ته اندېښنه ښودلې لیکلي چې په دې معامله کې پاکستان لویې ګټې لري. وړاندې راغلي چې د تاوتریخوالي د کمولو په بدل کې به پاکستان له افغان حکومت سره داسې هوکړه وکړي چې هم خپل بندیان خوشې او هم د امریکا اعتماد خپل کړي. د لیکوال په باور د تاوتریخوالي... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.