123ru.net
World News in Pashto
Декабрь
2020

Новости за 02.12.2020

پېښور کې د عبدالصمد خان اڅکزي ۴۷م تلین ولمانځل شو

Mashaalradio.com 

د پښتنو میرمنو د غورځنګ لخوا د پښتنو یو ستر سیاسي مبارز عبدالصمد خان اڅکزي ۴۷م تلین په پېښور پرېس کلب کې په یوه غونډه کې ولمانځل شو. دوی د نوموړي پر ژوند او مبارزه او هم دا ډول پښتنو ته پر ورپېښو مسلو ويناوې وکړې. نور په دې اړه په ویډیويي راپور کې.

د سولې خبرې؛ دوحه کې دواړه لوري د بین الافغاني خبرو پر کړنلارې سلا شوي

Pa.azadiradio.com 

په دوحه کې له څه کم درې میاشتو خبرو وروسته دواړو لورو نن چهارشنبه (د لېندۍ ۱۲مه) اعلان وکړ چې د بین الافغاني خبرو په کړنلاره سلا شوي دي. د افغان دولت او طالبانو دواړو مرکچیانو رسنیو ته په یو لنډ او سره ورته پیغام کې ویلي: "د بین‌الافغاني مذاکراتو طرزالعمل د مقدمې په شمول نهايي شوی دی او پر اجنډا بحث پیلیږي." طالبانو تر دې مخکې رسنیو ته ویلي و چې پر کړنلاره بحث د نومبر په ۱۲مه نهايي شوی دی، خو افغان مرکچي پلاوي هغه وخت ویلي و چې د کړنلارې پر مادو هوکړه شوې خو پر مقدمې یې بحثونه دوام لري. د بین... Читать дальше...



هانګ کانګ کې درې فعالان په بند محکوم شول

Pa.azadiradio.com 

په هانګ کانګ کې درې دیموکراسۍ پلوه فعالان نن چهارشنبه (د لېندۍ ۱۲مه) په بند محکوم شول.  دوی کې دوه نارینه او یوه ښځه شامل دي چې نومونه یې جوشوا وانګ، ایوان لم او اګنس چاو یاد شوي دي.  پر دوی دا تور پورې و چې تېرکال یې د حکومت ضد هغه اعتراض کې ګډون کړی و چې اجازه یې نه درلوده.  دغو فعالانو کې یو په ۱۳ نیم میاشتو، بل په لسو میاشتو او بل په ۷ میاشتو بند محکوم شوی دی.  چین د هانګ کانګ پر نیمه خپلواکۍ خپل کنټرول پراخ کړی، حال دا چې تېرکال یې پر ضد څو میاشتې مظاهرې وشوې او کله نا کله په تاوتریخوالي هم اوښتې.

کابل پولیس: تيره ورځ د روسیې د سفارت د کارکوونکي پر موټر ماین چاودلې

Pa.azadiradio.com 

د کابل پولیس مني چې د سې شنبې (د لېندۍ ۱۱مه) په سهار مقناطیسي ماین د روسیې سفارت د کار کوونکي په موټر چاودلی دی. ‎که څه هم پولیس وایي چې د روسیې سفارت هېڅ یو کار کوونکي ته په دغه پېښه کې زیان نه دی اوښتی، خو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت رسنیو ته ویلي چې دغه پېښه کې د سفارت کار کوونکي برسېرن ټپیان شوي دي. ‎د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز په دې اړه ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: ‎"د تېرې ورځې په سهار د کابل د شپږمې امنیتي حوزې اړوند علاو الدین سیمه کې په مقناطیسي ماین چاودنه کې په کابل کې د یو سفارت... Читать дальше...

د بشر حقون کمېسیون: د افغانستان ۱۳ سلنه خلک معلول دي چې ښه وضعیت کې نه دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون د معلولیت د نړیوالې ورځې په مناسبت چې نن چهارشنبه (د لیندۍ ۱۲مه) ده وايي، د هېواد ۱۳ سلنه خلک معلولیت لرونکي دي چې په وینا یې په ښه وضعیت کې نه دي او د بې کارۍ له ستونزو کړېږي. دغه کمېسیون د معلولیت لرونکو کسانو لپاره د ړندو، ګوډ، قاري، کوڼ او داسې نورو لفظونو په کارولو انتقاد کوي. یاد کمېسیون د دغو لفظونو د کارولو پرځای د نورو اصطلاحاتو یوه ټولګه چاپ کړې ده. د دغه کمېسیون غړې بنفشه یعقوبي وايي: "د معلولو کسانو په شمولیت کې ستونزه ده، چاپیریال ته د دوی... Читать дальше...

ولس چې سیاست نه کوي نو واک یې د بل وي: اڅکزی

Mashaalradio.com 

د پښتنو د یو ستر سیاسي مبارز خان عبدالصمد خان شهید ۴۷م  تلین د بلوچستان په چمن ښار کې د یوې لویې ولسي غونډې په کولو سره ولمانځل شو. دې تلینغونډې ته د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د مشر محمود خان اڅکزي په ګډون د دغه ګوند یوه بل مرکزي مشر سېنېټر محمد عثمان خان کاکړ او ځینو نورو مشرانو ویناګانې وکړې. پر دې مهال محمود خان اڅکزي په خپله وینا کې وویل، قامونه چې سياست نه کوي نو شپه په شپه یې ښارونه، کاروبارونه او ځمکې د بلچا واک ته ځي، د چمن او کوټې ټول کاروبار د هندوان وو، د جناح او ګاندي فيصلې په يوه شپه... Читать дальше...

د امریکا د عدلیې وزارت د 'بښنې فرمان' په اړه یوه قضیه څيړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د عدلیې وزارت د ولسمشر د بښنې فرمان په بدل کې د سیاسي جوړ جاړي په ګډون په پټه د رشوت اخېستلو د احتمال په اړه پر یوې قضیې څېړنې کوي. د امریکا یوې محکمې د ډسمبر پر لومړۍ نېټه دا قضیه راپورته کړه. د محکمې دغه اسناد داسې ترتیب شوي چې په دې قضیه کې چې سپینه ماڼۍ په کې ښکېله بلل شوې، د تورنو کسانو نومونه او د اسنادو د ثبت شمېرې پټې کړای شوي، خو په دې قضیه کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د انتخاباتي کمپاین یادونه نه ده شوې. په دوسیه کې د دوو کسانو له خوا د داسې پټو هڅو یادونه شوې چې ګواکې... Читать дальше...



د فوټسال غوره ‌لیګ: کابل کې نن چهارشنبې دوه لوبې وشوې

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د فوټ سال غوره ‌لیګ سیالیو د دویم پړاو پر دوام نن چهارشنبې (د لېندۍ ۱۲مه) دوه لوبې وشوې.  په لومړۍ لوبه کې اطمینان لوبډله د ظاهر اسد سره مخامخ شوه او په دویمه لوبه کې بیا د شهید نسیم او وي‌ای‌پي لوبډلې د سیالۍ ډګر ته ووتې.  په لومړۍ لوبه کې د ظاهر اسد لوبدلې ۱۰ د یوه ۱ پر وړاندې اطمینان لوبډلې ته ماتې ورکړه او خپله دویمه بریا یې خپله کړه.  په دویمه لوبه کې بیا وي‌ای‌پي لوبډله وتوانېده ۵ د ۱ پر وړاندې شهید نسیم لوبډلې ته ماتې ورکړه.  د فوټسال غوره‌‌لیګ سیالیو په دوام به سبا هم دوه... Читать дальше...

کرکټ بورډ: د اېمرجېنګ لوبغاړو لپاره تمرینات لا هم روان دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د اېمرجېنګ لوبغاړو لپاره پیل شوي تمرینات لا هم روان دي.  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د چهارشنبې(د لېندۍ ۱۲مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل، افغان لوبغاړي د توپ وهنې، توپ اچونې او ډګر ساتنې په برخو کې د کورني روزونکو تر څارنې لاندې تمرینات کوي.  ښاغلي هوتک زیاته کړه: "خورا مهم تمریناتي کمپ دی، لوبغاړیو ته په کې هر ډول تمرینات ورکول کېږي او هیله مو دا ده چې د دوی لپاره ارزښمتند تمام شي."  د کرکټ بورډ د معلوماتو پر بنسټ، یاد تمریناتي کمپ چې د ننګرهار ولایت په غازي امان... Читать дальше...

د مور او پلار ښې اړیکې د کورنۍ پر غړو څومره مثبت اغېز لرلی شي؟

Pa.azadiradio.com 

د ازادي راډیو د «کورکلي» اوونیزه خپرونه کې په دې موضوع بحث کوو چې: پوهیږئ چې د مور او پلار په منځ کې مینه، احترام او ښې اړیکې د کورنۍ په غړو څومره مثبته اغېزه لري؟ ولې ځېنې مېندې او پلرونه بیا دې موضوعاتو ته ارزښت نه ورکوي؟ د مور او پلار په منځ کې ناسم چلند په اولادونو کوم منفي اثر پرېباسي؟ نن چهارشنبه (د لېندۍ ۱۲مه) په همدې موضوع غږیږو چې د راپور تر څنګ د عامو خلکو نظرونه او په پای کې د ټولنپوه سره مرکه هم لرو ، دا  خپرونه د ازادي راډیو خبریالې مریم توخي جوړه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ... Читать дальше...

په شمالي او جنوبي وزيرستان کې هدفي وژنې ولې زياتې شوې؟

Mashaalradio.com 

د ضرب عضب او راه نجات په نوم د شويو پوځي عملياتو وروسته په شمالي او جنوبي وزيرستان کې هدفي وژنې بيا زياتې شوې دي. په شمالي وزيرستان کې په تېرو درې کالونو کې ۱۲۰ کسان په نښه شوي دي. هدفي وژنې ولې زياتې شوې؟ د مشال تر رڼا لاندې کې له کارپوهانو سره دا او ورسره تړلې نورې پوښتنې څېړل شوې دي.

پر انځور د اسټرالیا او چین لانجه؛ امریکا هم غبرګون ښودلی

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د یوه اسټرالیایي سرتیري د انځور په اړه د اسټرالیا او چین پر لانجې امریکا هم غبرګون ښودلی دی.  لانجه د تېرې دوشنبې په ورځ هغه مهال پیل شوه چې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د هغه اسټرالیایي سرتیري انځور پر ټویټر خپور کړ چې د یوه افغان ماشوم مرۍ ته یې چاړه نېولې ده.  لیجیان ژاو دغه ټویټ کې لیکلي و چې "د اسټرالیایي ځواکونو په وسیله د افغان ملکیانو او زندانیانو پر وژنې یې ټکان خوړلی دی."  له دې ټویټ وروسته د اسټرالیا صدر اعظم وویل چې دغه خپور شوی انځور فوټوشاپ شوی او باید چین یې په اړه بښنه وغواړي او لېرې یې کړي. Читать дальше...

عيسايان د کرسمس په خوشاليو راوتي دي

Mashaalradio.com 

په اسلام اباد کې په لسګونو عيسایانو د کرسمس خوشاليو لمانځل پيل کړي. د ډېسېمبر په لومړۍ نيټه د اسلام اباد په سړکونو مارچ وکړ. په ګرده نړۍ کې کرسمس يا د عيسايانو اختر د ډېسېمبر پر ۲۵مه لمانځل کېږي.

بریتانیا ۲شرکتونو ته د کرونا واکسینونو د تطبیق اجازه ورکړه

Pa.azadiradio.com 

بریتانیا د نړۍ لومړنی هېواد شو چې د یوه جرمنۍ کمپنۍ بیو ان ټیک او امریکایي ملګري شرکت فایزر  د کورونا واکسینونو ته یې د تطبیق اجازه ورکړه.  ټاکل شوې دغه واکسین د راتلونکې اوونۍ له پيله بازار ته وړاندې شي.  د درمل جوړولو بیو ان ټیک جرمنۍ او فایزر امریکایي کمپنۍ دغه اعلان نن په نیویارک او ماینز ښارونو کې وکړ.  له دې سره به بریتانیا اجازه ولري چې تر امریکا او نورو اروپایي هېوادونو مخکې خپل خلک د کرونا پر ضد واکسین کړي.  د فایزر شرکت مشر البرت بورلا د بریتانیا دغه پریکړه " تاریخي شیبه" یاده کړه. Читать дальше...

د هرات د شیشې پشم د ایراني تولیداتو مخه نیسي

Pa.azadiradio.com 

د هرات د شیشې پشم فابریکې محصولاتو له ایران څخه د شیشې وړیو۹۰سلنه د وارداتو مخه نیولې د چاپیریال د ککړتیا په کمولو کې د دې کارخانې رول مهم ګڼل کېږي. نور حال په دې ويډیويي راپور کې:

فوزیه کوفي: نړۍ دې د افغان سولې د بهیر په اړه نه بې‌ حوصلې کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغان دولت د مذاکره کوونکي پلاوي غړې فوزیې کوفي له طالبانو سره د مذاکراتو روان بهیر یوه اوږد مزل بولي او په دې برخه کې شته پېچلتیاوو ته اشاره کوي. مېرمن کوفي چې د سې ‌شنبې په شپه یې" د سولې لپاره نړیوال ګډون" بنسټ له ‌خوا په یوه انلاین بحث کې خبرې کولې، راتلونکی نظام، سیاسي ګډون او اوربند د سولې روانو خبرو کې د پېچلو مسایلو په توګه یاد کړل او زیاته یې کړه چې نړۍ باید د دې بهیر پر وړاندې بې‌ حوصلې نه‌ شي. نوموړي ویلي: "که نړۍ د افغانستان د وضعیت په اړه بې‌ حوصله شي او د سولې د اوسني بهیر د بریا... Читать дальше...

اسرائیل کې د ډرون کمرو له طریقه د حیوانانو د څار سیستم رامنځته شوی

Pa.azadiradio.com 

ټکنالوژي نه یوازې په ښارونو کې د خلکو ژوند بدل کړی، بلکې اوس په کلیو کې هم د رمو په څرولو کې ورڅخه استفاده کېږي. په اسرائیل کې یوه شرکت د ډرون کمرو له طریقه د حیوانانو د څار سیستم رامنځته کړی دی.   د جولان پر غونډیو د غواوو د څار لپاره د سپو غپا نه اورېدل کېږي، بلکې پرځای یې له ډرون کمرو استفاده کېږي.   دا ډرون کمرې له لېرې په ریموټ کنترولېږي. ډرون کمرې په هوا کې غواوې څاري او په ژوندۍ بڼه یې ويډیو د غواوو څېښتن ته لېږي.  د اسرائیل نُعام ازران د بیف فري ارګو شرکت مشر دی چې د ډرون کمرو په واسطه حیوانان څاري. Читать дальше...


Музыкальные новости
Фрэнк Синатра

Леонардо ДиКаприо может сыграть Фрэнка Синатру в новом байопике Мартина Скорсезе





Персональные новости
Россия

Случай на концерте Metallica в России





کورنیو چارو وزارت: ټول خدمتي پولیس دې خپلو اصلي دندو ته راوګرځي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي،  چارواکي، سیاستوال، سوداګر او ورته نورکسان چې د ځان ساتنې لپاره يې پوليس خدمتي کړي باید پر ځای یې د عامه ساتنې له ملي تصدۍ ساتونکي وګماري. ‎د دغه وزارت امنیتي مرستیال عبدالصبور قانع چې د سې شنبې په ورځ (د لېندۍ ۱۱مه) يې د کابل او ولايتونو له امنیه قوماندانو سره د یوه ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کولې، ټولو خدمتي پولیسو ته خبرداری ورکړی که خپلو اصلي دندو ته ونه ګرځي منفک به شي. ښاغلي قانع زیاته کړه: "هر څوک چې ساتونکي یا با‌‌‌‌‌‌ډي ګارد ته اړتیا لري، ويې پوهوئ... Читать дальше...

پاکستان د ټاپي پروژې د مالي او سوداګریزې ارزونې لپاره شرکت ګماري

Pa.azadiradio.com 

پاکستان غواړي د ټاپي پروژې د مالي او سوداګریزې ارزونې لپاره یو مشورتي شرکت وګماري. پاکستاني رسنيو لیکي، د دې هېواد د ګازو دولتي سیسټم یا 'ISGS' دا پرېکړه کړې، څو دا شرکت د ګازو د بیو لپاره د مېکانېزم جوړولو او په دې برخه کې د بحثونو او سټراټېژیو اړوند مشورې ورکړي. ټاپي هغه پروژه ده چې له ترکمنستانه ګاز د یوه پایپ لاین له لارې لومړی افغانستان او بیا پاکستان او هند ته لېږدوي. د ټاپي تړون په ۲۰۱۰ میلادي کال کې لاس‌لیک شو، خو لومړنۍ عملي چارې یې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې پیل شوې. تمه ده چې د دې پایپ... Читать дальше...

د لوړ تناژ موټرو د بار وړلو او تنظیم مقرره له سره اروزل کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت پرېکړه کړې چې د لوړ تناژ موټرو د بار وړلو او تنظیم مقرره له سره و اروزوي. دې وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، د ټولګټو چارو او ټرانسپورټ وزارتونه، د رېل پټلۍ خپلواکې اداره، د پانګونې او سوداګرۍ خونه او د بار چلولو ټولنه په دې اړه د یوې تخنیکې کمېټې په جوړولو سره سلا شوي دي. سرچینه زیاتوي، دا کار د دې لپاره کېږي چې د لویو لارو د ویجاړېدو مخه ونیول شي او تر خوا یې د بار وړلو په برخه کې معیاري خدمات وړاندې شي. دا په د اسې حال کې ده چې له دې وړاندې په... Читать дальше...

د پکتیا خبریالان: د الیاس داعي د وژنې د قضیې څېړل دې چټک شي

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا خبریالان وايي، د افغان حکومت له خوا په هلمند کې د ازادي راډیو د وژل شوي خبریال محمدالیاس داعي د وژنې د قضیې په څېړلو کې ځنډ خبریالان اندیښمن کړي او د دوی پر فعالیتونو يې اغېز کړی دی. محمدالیاس داعي د نوومبر په ۱۲مه نېټه د هلمند په مرکز لښکرګاه کې هغه وخت ووژل شو چې دده پر موټر د مقناطیسي بم چاودنه وشوه. د پکتیا خبریالانو وویل، د الیاس داعي له وژنې درې اوونۍ تیریږي، خو تراوسه د دې قضیې د څېړنو پایلې د داعي له کورنۍ، ولس او خبریالانو سره نه دي شریکې شوي. دوی انديښنه لري چې د الیاس داعي... Читать дальше...

کندهار کې د زړه ناروغیو د عملیات تازه امکانات

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې که له یوې خوا د زړه په ناروغۍ د اخته کسانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی له بلې خوا په دغه ولایت کې په لومړي ځل د مهمند نړیوال په نوم په یوه خصوصي روغتون کې د زړه د جراحي عملیاتو امکانات برابر شوي. د کندهار د میرویس حوزې روغتون داخله واټ کې هره اوونۍ لسګونه ناروغان چې د زړه بېلابېلې ناروغۍ لري د درملنې لپاره بستریږي. د کندهار د میانشین ولسوالۍ اوسیدونکې نیک بي بي یو له دغه ناروغانو  څخه ده چې وايي، دود یا لوګي د زړه په ناروغۍ اخته کړې. نوموړې وايي: "دا ښی بغل مې خوږیږي، وايي چیلم دې څکولي،... Читать дальше...

د کرونا د واکسین د اکمال لپاره د بېلابېلو هېوادونو تابیا

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ بېلابېل هېوادونه د کرونا د واکسین د اکمال لپاره تابیا نیسي.  دوی د دې لپاره پلانونه جوړوي چې وکولای شي خپلو خلکو ته د واکسین لومړني ډوزونه په څو اوونیو کې ورسوي.  د کرونا د واکسین د رسولو لپاره داسې وخت هڅې چټکې شوي چې کوویډ – ۱۹ ناروغۍ په ډېرو سیمو کې شدت موندلی.  هیله مندي شته چې د همدغه میلادي کال تر پایه د کرونا واکسین د تطبیق لپاره چمتو شي.  د کرونا د واکسین دوه مخکښې جوړونکې کمپنۍ مدرنا او بایوتیک/فایزر وار دمخه په دې هڅه کې دي چې په امریکا متحده ایالتونو او اروپا کې د واکسین د بیړني تطبیق اجازه ترلاسه کړي. Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Сотрудник ОМОН «Крепость» стал бронзовым призером на соревнованиях Центрального округа Росгвардии по боксу


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Елена Рыбакина стала чемпионкой турнира WTA-500 в Штутгарте


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Результативность, вовлечённость, трудоголизм — где грань? Книга от автора российской модели факторов вовлечённости персонала.





Путин в России и мире
Москва

Владимир Путин поздравил ветеранов с 50-летием начала строительства Байкало-Амурской магистрали


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

В Минске открывается ВНС: что будет




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Во Франции назвали бредом слова Зеленского про угрозу Путина Европе


Навальный в России и мире
Москва

Запрещено в служении проводившему панихиду по Навальному священнику



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Ольга Бузова

«ТНТ, где мой дом?» Ольга Бузова потребовала главный приз реалити-шоу «Дом-2» в программе «УТРО. ТНТ»



Москва

Какие цветы можно посадить на даче в мае

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net