پکتیا کې د افغان د بېلابېلو ادارو اړوند افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا د یونیفورم په کارولو کې بې نظمۍ او ګډوډۍ خلک اندېښمن کړي دي.
دوی له امنیتي مسولانو غواړي چې دا ستونزه دې هواره کړي او د هر ارګان اړوند سرتیري د خپلو ځانګړو یونیفورمونو کارولو ته اړ کړي.
د پکتیا اوسیدونکي وايي چې د ګردېز له ښاره د باندې په زیاتره پوستو او چک پاینټونو کې افغان سرتیري د خپل ارګان د ځانګړي یونیفورم خلاف د نورو قطعاتو لباسونه پر تن کوي.
یوتن اوسیدونکی اسدالله وایي، د افغان سرتېرو په لیکو کې د نظامي... Читать дальше...
د افغانستان د بهرنيوو چارو وزارت تير ماښام (د ډېسېمبر پر ۲۴ مه) په خپل يو بيان کې وويل د پاکستان په ځمکه د طالب مشرانو موجودګي او فعاليتونه په سيمه کې د بې ثباتۍ د دوام باعث
متحدایالاتو د ټولو هغو مساپرو لپاره چې له لندن څخه دې هېواد ته ځي، د کرونا ویروس منفي ټېست اجباري کړی دی.
دا نوی محدودیت په بریتانیا کې د کرونا ویروس د نوې بڼې له سرایت وروسته د ډسمبر له ۲۷ مې نېټې څخه نافذېږي.
د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز په یو بیان کې ویلي چې د کرونا د نوې بڼې د سرایت سرعت د پخوانیو هغو پرتله په سلو کې اویا زیات دی.
د کورونا د نوې بڼې له خپرېدو وروسته ډېری اروپايي هېوادونو د بریتانیا ټولو برخو ته الوتنې ځنډولې دي.
د جانز هاپکېنز پوهنتون د ارقامو له مخې... Читать дальше...
لږترلږه شپږ ایران پلوي وسله وال په سوریه کې د اسراییلو په توغندويي برید کې وژل شوي دي.
په بريتانیا کې دېره د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنه وايي، د سوریې په حما ښار کې په دې حمله کې د وسله والو مرکزونه او زېرمې هم ویجاړې شوي.
له دې مخکې د سوریې رسمي خبري اژانس سنا SANA راپور ورکړی و چې اسراییلي توغندي د حما په یوه کلیواله سیمو کې لګېدلي دي.
سنا د سوریې د پوځي سرچینو په حواله ویلي چې د دې هېواد د هوايي مدافعي ځواکونو دا توغندي کشف کړي او ډېره برخه یې له منځه وړي دي.
اژانس د اسرائیلو په برید کې د تلفاتو خبر نه دی ورکړی. Читать дальше...
لسګونه مساپر د غور- هرات پر لویه لاره د درنې واورې د ورېدو او د سخت توپان له کبله بند پاتې دي.
له دې مساپرو څخه حفیظ الله په یوه ټیلیفوني تماس کې ازادي راډیو وویل چې له تېرې شپې راهیسې په سړه هوا کې پاتې دي او مرستې ته اړتیا لري.
نوموړی وايي چې په بند پاتې مساپرو کې ښځې او ماشومان هم شته.
د فواید عامې وزارت مرستیال ویاند اشرف حق شناس ازادي راډیو ته وویل چې چارواکو ته د دې ستونزې د حل لارښوونه شوې: "ټولو ولایتي ریاستونو او د غور د فواید عامې ریاست ته لارښوونه شوې چې د ټولو لویو لارو او د بندپایان... Читать дальше...
د امریکا د نوموتي سندرغاړي مایکل جکسن کور امریکايي میلیاردر ران بورګل پېرلی دی.
دا کور سانتا باربارا ته نژدې په لاس اولیواس ښارګوټي کې په ۱۱۰۰ هکتاره ځمکه کې ودان دی.
د وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې بورګل د مایکل جکسن کور په ۲۲ میلیونه ډالره اخیستی دی.
د مایکل جکسن افسانوي کور چې نېورلنډ Neverland بلل کېږي په ۲۰۱۶ کال کې په سل میلیون ډالرو بیه شو او یو کال وروسته یې بیه ۶۷ میلیون ته راټیټه شوه.
مایکل جکسن د ۲۰۰۹ کال په جون میاشت کې په پنځوس کلنۍ کې د زړه د درېدو له کبله مړ شو.
د ازادې اروپا/ ازادي رادیو په یوه لنډ راپور کې د قزاقستان د پخواني ولسمشر او د هغه د خپلوانو د شتمنیو په اړه څېړنه کړې. په دې راپور کې د قزاقستان په سیاسي کړیو پورې د تړلیو کسانو د ملیونونو ډالرو له ماڼیو او جادیدادونو خبرېږئ.
د کاناډا د ټورنټو ښار پولیسو د ډېسېمبر پر ۲۲مه ناوخته ویلي، باور نه لري چې د بلوڅې مرګ دې په مشکوکو حالاتو کې شوی وي.
په ارزګان ولایت کې سیمه ییز چارواکي ادعا کوي چې وسله والو طالبانو د دهراود ولسوالۍ د پخواني امنیه قوماندان شامحمد جسد له قبر ایستلی دی او سر یې ترې پرې کړی دی.
د دې پخواني قوماندان ورور جان محمد کریمي چې اوس خپله د خپل ورور پر ځای د دهراود د ولسوالۍ امنیه قوماندان دی، ازادي راډیو ته وویل: "طالبانو یو غیرې اسلامي او غیرې انساني عمل کړی، له قبره یې جسد ایستلی، سر یې ځینې سر پرې کړی او له ځان سره یې وړی، جسد یې همالته اچولی دی."
کریمي دغه راز ازادي راډيو ته وویل چې وسله والو طالبانو لس ورځې وړاندې... Читать дальше...
د ځوانانو غږ خپرونه کې په ۲۰۲۰ز کال کې د ځوانانو لاس ته راوړنو خبرې کړې دي. په دې پروګرام کې د خيبر پښتونخوا او په ځانګړې توګه قبايلي ضلعو کې د ځوانانو بېلا بېلو سازمانونو مشرانو سره د هغوی په فعاليتونو او راتلونکې کال پلانونو په اړه غږدلي يو. د پروګرام کوربه ګل اياز دی.
په پاکستان کې عیسویان د ډېسېمبر پر ۲۵مه کرېسمېس لمانځلی. د کورونا وایرس وبا له وجې عیسویانو د هېواد په بېلا بېلو برخو کې له محدودیتونو سره او د وایرس خپرېدو مخنیوي لارښوونو ته په پام خپل کلنی اختر لمانځلی. د اسلام اباد په کلیسا کې د کرېسمېس غونډې په اړه ویډیويي رپورټ.
د افغانستان مشهوره سندرغاړې مېرمن رخشانه د اتیا کلونو په عمر د امریکا په متحد ایالتونو کې مړه شوه. د١٣٥٧ کال ثور له اوومې نېټې وروسته امریکا ته کډواله شوه.
میرمن رخشانې په پښتو او دري شپږ سوه سندرې ویلي وې.
د مېرمن رخشانې د ژوند او کار په اړه د ازادي راډیو خبریالې ملالۍ بشير په جرمني کې د افغانستان په سفارت کې فرهنګي اتشه علم ګل سحر سره مرکه کړې او په سر کې يې د مېرمن رخشانې د ژوند په اړه پوښتنه کړې.
دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
د هلمند ولایت امنیه قومانداني وايي، په ناوې ولسوالۍ کې له افغان ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې ۴۶ وسله وال مخالفین مړه او ټپیان شوي دي.
د هلمند د امنیه قوماندانۍ ویاند محمدزمان همدرد نن جمعه (د مرغومي ۵مه) ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو ته دا تلفات د افغان ځواکونو په عملیاتو کې اوښتي.
ښاغلی همدرد وايي: "د ناوې ولسوالۍ په خسرآباد او سرخدوز سیمو کې د افغان ځواکونو په تصفیوي عملیاتو کې ۳۳ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي. په دې نښتو کې افغان ملي امنیتي ځواکونو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی."... Читать дальше...
خوستي فعالان داسې مهال د خپل فردي او ټولنیز خوندیتوب په اړه انديښنه څرګندوي، چې په دې وروستیو کې د هېواد په کچه د خبریالانو، مدني فعالانو او د ټولنې د مخکښو افرادو هدفي وژنې او پر هغوی وسله وال بریدونه ډېر شوي دي.
دوی عدالت ته په کښلي بیان کې ویلي چې د اغزن تار راګرځولو سرکاري ګام به نه یوازې د ګوادر ښاریان له بنیادي حقونو څخه بې برخې کول دي بلکې له دې څخه به ګوادر په دوو برخو ووېشل شي.
خلیلزاد د ډېسېمبر پر ۲۴مه په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "دا ډول قتلون او هدفي وژنې باید بندې شي. افغانان سوله غواړي او اوربند او سیاسي هوکړه بېړنۍ اړتیاوې دي."
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، اوربند او سیاسي هوکړه بېړنۍ اړتیاوې دي، ځکه چې افغانان سوله غواړي.
ښاغلي خلیلزاد تېره شپه پر ټویټر د پیغامونو په یوه لړۍ کې پر افغان حکومت او طالبانو غږ کړی چې په دې دواړو برخو کې خپلې هڅې چټکې کړي.
خلیلزاد زیاتوي چې په دې برخه کې دی هم مرستې ته چمتو دی.
د امریکا ځانګړي استازي هدفي وژنې د سولې پر وړاندې یو ګواښ بللی او د دې حملو د سمدستي بندیدو غوښتنه یې کړې.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني سره په کتنه کې د اندونیزیا... Читать дальше...
شاهین قول اردو په بلخ ولایت کې په دوو هوايي حملو کې د ۱۹ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
۲۰۹ شاهین قول اردو نن په یوه خبرپاڼه کې چې ویلي چې تېره شپه د شولګرې ولسوالۍ په باغ پهلوان سیمه کې د دوو طالب قوماندانانو په ګډون نهه طالبان ووژل شول او پنځه نور ټپیان دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې دوهمه هوايي حمله د چاربولک ولسوالۍ په خان اباد سیمه کې شوې چې په نتیجه کې یې لس تنه طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د هېواد نامتو سندرغاړې مېرمن رخشانه په حق ورسېده.
د راپورونو له مخې حمیده اصیل چې په رخشانه مشهوره وه، له ډېرې مودې راهیسې ناروغه وه او په روانه اوونۍ کې یې د اتیا کلونو په عمر پور پرې کړ.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر محمدطاهر زهیر ازادي راډیو ته په یوه پیغام کې د مېرمن رخشانې مړینه تایید کړه.
رخشانه پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له پوځي یرغل وروسته کډواله شوه او له نژدې څلورو لسیزو راهیسې په امریکا کې اوسېده.
ورځ تر بلې مخ پر ډېرېدو تاوتریخوالي او هدفي وژنو چې مسوولیت یې هم څوک نه مني، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی اندېښمن کړی.
زلمي خلیلزاد دا ډول پېښې د سولې روان بهیر لپاره ګواښ بللی.
ښاغلي خلیلزاد په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "دا ډول قتلون او هدفي وژنې باید بندې شي. افغانان سوله غواړي او اوربند او سیاسي هوکړه بېړنۍ اړتیاوې دي. "
زلمي خلیلزاد پر افغان حکومت او طالبانو غږ کړی چې اوربند او سیاسي هوکړې ته د رسېدو لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړي او دوی هم چمتو دي چې په دې برخه کې مرسته وکړي. Читать дальше...
که څه هم نا امني او جګړه له یوې اړخه له خلکو قرباني اخلي، خو د مرګ ژوبلي دا کیسه یوازې دلته پای نه رسېږي.
د ژمي په را رسېدو او د هوا په سړېدو سره، خلک هڅه کوي څو له یوې لارې د سونګ توکي پیدا او خپلې خونې ګرمې کړي، خو کله کله دا هڅه د یو چا په مرګ پای ته ورسېږي.
۵۴ کلن همایون تېره اوونۍ وروسته له هغې ومړ چې ګازو یې نفس تنګ کړ.
هغه چې کابل په یوه څنډه کې یوازې په یوه کرايي کور کې اوسېده، د خپلې خونې د ګرمولو لپاره یې ګازي بخارۍ روښانه کړې وه، خو ګازو یې په خونه کې د اکسیجن ځای ونیو او ومړ.
... Читать дальше...
د مالداویا نوې ولسمشرې مایا ساندو Maia Sandu لوړه وکړه.
مېرمن ساندو چې په اروپايي ټولنه کې د مالداویا شمول غواړي پرون د ډسمبر په ۲۴مه په پلازمېنه کشینیوف کې د رسمي مراسمو په ترڅ کې لوړه وکړه.
۴۸ کلنې مایا ساندو د امریکا په هارورډ پوهنتون کې درس ویلی او په نړیوال بانک کې یې د اقتصاد د متخصصې په توګه کار کړی، نوموړې د لوړې په مراسمو کې په خپله وینا کې ژمنه وکړه چې یووالی به راولي.
له لوړې وروسته د مېرمن ساندو زرګونه پلویانو د ولسمشرۍ د ماڼې مخې ته د هغې په پلوي شعارونه ورکړل.
مایا ساندو د انتخاباتي... Читать дальше...
کرملین وايي، د امریکا له خوا د بندیزونو ګواښ ته په پام سره د نور د سټریم ۲ نل لیکې د رغونې په بشپړتیا کې د ځنډ احتمال نه ردوي.
د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف پرون پنجشنبې په یوه خبري غونډه کې وویل، د امریکا د بندیزونو هدف د دې پروژې مخنیوی دی چې دې هدف ته به ورسېږي، خو هغه زیاته کړه چې روسیه او اروپايي شریکان یې غواړي په اروپا کې د ګاز د مصرفوونکو او روسي تولیدوونکو د ګټې لپاره دا پروژه بشپړه شي.
نورډ سټریم ۲ نللیکه د روسیې ګاز د بالتیک سمندرګي له لارې سیده جرمني ته لېږدوي.
امریکا د دې پروژې... Читать дальше...
د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر پاپ فرانسس پرون د ډسمبر په ۲۴مه نېټه په واتیکان کې د کرونا د دورې کرسمس د جشن په مناسبت مذهبي مراسم پرځای کړل او ویې ویل چې خلک باید له بې وزلو کسانو سره مرسته وکړي ځکه عیسی (ع) هم په بې وزلۍ کې زېږېدلی و.
د کرسمس جشن هېڅکله داسې نه و، نمانځل شوی ځکه سږکال د کرونا د وبا د سرایت د مخنیوي لپاره په واتیکان کې د سېنټ پیټرز په کلیسا کې له سلو لږ کسان او د بېلابېلو مذهبي رتبو لرونکي محدود کسان حاضر و.
په نورو کلونو کې به کرسمس د دې کلیسا په یوه ځانګړي برخه کې، په روم کې... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Кыргызстанцы завоевали медали на международном турнире по танцам в Москве
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Мария Шарапова
Первая ракетка России рассказала об общении с Шараповой
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
В Кабардино-Балкарии стартует крупнейшая экологическая акция «Вода России»
Путин в России и мире
Москва
МИД РФ иронично прокомментировал высказывание Шольца о Путине и Канте
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко пообещал потенциальным агрессорам ответ всеми видами оружия
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Во Франции назвали бредом слова Зеленского про угрозу Путина Европе
Навальный в России и мире
Москва
Запрещено в служении проводившему панихиду по Навальному священнику
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Певец
Певец SHAMAN расплакался на концерте в Уфе после исполнения песни «Мама»
Москва
Собянин рассказал про обновление пространств на западе Москвы
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net