د ايران جمهور رييس وايي، د قدس ځواک د پخواني قومندان د قتل غچ اخيستو ته به دوام ورکړي. حسن روحاني نن د ايران د کابينې غونډه کې دا خبرداری ورکړ. قاسم سليماني د روان کال جنوري مياشت کې د امريکا يو هوايي بريد کې ووژل شو.
یونسکو کې د ایران، ازبکستان، اذربایجان او ترکیې د نا ملموس فرهنګي میراث په توګه د مینیاتورۍ ثبتېدو، افغان حکومت او هنرمندان غوسه کړي، ځکه افغانستان دې لېست کې نه شته. هرات هغه ولایت دی چې مختلفو تاریخي دورو کې د مینیاتورۍ مرکز و ، او د میناتورۍ د نوموتي هنرمند کمال الدین بهزاد ټاټوبی هم دی.
د یمن د بندري ښار عدن په هوایي ډګر کې څو چاودنې شوي دي.
دا چاودنې له هغه څو شېبې وروسته شوي دي چې له سعودي څخه د نوي حکومت د غړو الوتکه دغه ډګر کې کیناسته.
چارواکو روټیرز ته ویلي چې لږ تر لږه ۵ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
د یمن د اطلاعاتو وزارت ویلي، دا بریدونه د حوثي یاغیانو د یوې لویې ترهګریزې حملې په چوکاټ کې شوي.
تراوسه ډېر جزئیات نه دي خپاره شوي، خو وېره شته چې مرګ ژوبله به زیاته وي.
د کورونا وایرس په اړه د څيړنو د تخنيکې برخې پوهه، ډاکټر ماريه وان کورخووف د ډېسېمبر پر ۳۰مه په يوه خبري غونډه کې وويل دوی د کورونا وایرس د نورو ډولونو د راڅرګندېدو توقع هم لري خو ښايي ډېر وژونکي نه وي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني وایي، د قدس ځواک د پخواني مشر قاسم سلیماني د وژنې غچ اخلي.
ده نن چهارشنبه(د مرغومي ۱۰مه) د کابینې په غونډه کې د سلیماني د لومړي تلین په مناسبت وویل، د ایران رژیم تر اوسه د خپل دغه قوماندان د وژنې وروستی غچ نه دی اخېستی.
ښاغلي روحاني زیاته کړه: "زموږ د سردار لاس مو پرې کړ، موږ باید له دې سیمې ستاسې پښې پرې کړو، تر هغو چې تاسو دې سیمه کې یی، موږ به وروستۍ غچ نه وي اخېستی."
قاسم سلیماني سږکال د جنورۍ په ۳مه د بغداد هوایي ډګر ته نژدې د امریکایي ځواکونو له خوا ووژل شو. Читать дальше...
پاکستاني چارواکو د سیاسي مخالفانو یو مشر د فساد په تور نیولی دی. دا نیول شوی کس د مسلم لیګ نواز ګوند یو تن مشر خواجه محمد اصف دی چې د راپورونو له مخې، شتمني یې د عوایدو سرچینو ته په کتو ډېره ده.
پاکستان کې له اداري فساد سره د مبارزې او حساب ورکونې ادارې یوه خبرپاڼه کې ویلي چې اصف نن (د دسمبر ۳۰مه) په لاهور کې یوې توقیف خونې ته ولېږدول شو.
خواجه محمد اصف چې د نواز شریف د صدارت پر مهال د بهرنیو چارو وزیر و، پر ځان لګول شوي تورونه رد کړي دي.
د مسلم لیګ ن ګوند مرستیالې مریم نواز ویلي، اصف نیول شوی نه، بلکې تښتول شوی دی. Читать дальше...
په داسې حال کې چې هندوستان کې د کروندګرو اتحاديې پرېکړه وکړه چې له حکومتي چارواکو سره به یو ځل بیا غونډه ولري، پولیسو په پټنا ښار کې له لاریون کوونکو سره لاس او ګرېوان شول.
لاریون کوونکي غواړي په دې هېواد کې د کرنې په برخه کې نوي رامنځته شوي قوانین لغوه شي.
په ګڼو ښارونو کې د دوامداره اعتراضونو پر مهال په نوي ډلي کې د صدارعظم ناریندرا مودي حکومت یوه اوونۍ مخکې د کروندګرو مشرانو ته د نورو مذاکراتو بلنه ورکړې وه.
د دغو لیدنو پر مهال د کروندګرو مشرانو ټینګار کړی چې دوی غواړي نوي رامنځته شوي درې قوانین له منځه لاړ شي. Читать дальше...
د چاپیریال ساتنې اداره وايي، په وروستیو درېیو میاشتو کې یې د هغو ځایونو چې د هوا ککړتیا کې یې ونډه درلوده ۵۵۰۰ دوسیې څيړلي چې له دې ډلې ۱۷۲ د ۷۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت جریمه او ۱۶۶ لوړې ودانۍ تړل شوي دي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې په روان ژمي کې لوړو ودانیو، حمامونه، فابریکې، ښارګوټي، روغتونونه، هوټلونه، لامبو ځایونه او نانوایانو ډېره ککړتیا جوړه کړې ده.
د چاپیریال ساتنې مسلکي مرستیال عزت الله صدیقي وايي، د کابل نورو برخو پرتله لویدیځ کې هوا ډېره ککړه ده.
دی زیاتوي: "اوس هم د هوا ککړتیا... Читать дальше...
د ژورنالېستانو نړیوال فدراسیون "ای.اېف.جې" وایي، ۲۰۲۰ کال کې شپېته خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په ټوله نړۍ کې وژل شوي دي.
دغه فدراسیون نن په خپل کلني راپور کې ویلي، ۲۷ خبریالان او د رسنیو کار کوونکي په اسیا پاسفیک سیمه، ۱۷ په امریکا، ۸ په منځني ختیځ او عرب هېوادونو کې، ۶ په افریقا او ۲ په اروپا کې وژل شوي دي.
راپور کې افغانستان، پاکستان، سومالیا، فلیپین او مکزیک د هغو هېوادونو په سر کې یاد شوي چې د خبریالانو ژوند ته په کې ګواښ ډېر دی.
تېرکال دغه فدراسیون د نړۍ په کچه د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د وژنې ۴۹ پېښې ثبت کړې وې. Читать дальше...
ناپېژانده وسله والو نن چهارشنبه(د مرغومي ۱۰مه) سهار کندهار کې یو تن په ډزو وواژه.
د کندهار د پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزی وایي، پر دغه کس چې هویت یې لا معلوم نه دی، د ښار ۱۴مه حوزه کې برید شوی دی او برید کوونکي چې په موټر سایکل سپاره وو، تښتیدلي دي.
د ازادي راډیو خبریال بیا د یوې سرچینې په حواله چې نوم یې نه اخلي وایي، وژل شوی کس د مسعود اتل په نوم د کندهار د هوایي لوا پیلوټ دی.
د برید مسولیت تراوسه کومې وسله والې ډلې نه دی اخیستی.
دا په تېرو دوه اونیو کې شپږم هدفي برید دی چې کندهار کې کېږي. Читать дальше...
سريلانکا د کرکټ لوبې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې په لوی توپير ماتې وخوړه.
د سويلي افريقا کرکت ملي لوبډله د دوو ټېسټ سياليو په لومړۍ لوبه کې سريلانکا لوبډلې ته په يوې پاڼۍ او ۴۵ منډو ماتې ورکړه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ ياده لوبه د ډیسمبر مياشتې په ۲۶مه نېټه د سريلانکا لوبډلې په توپ وهنې پيل شوې وه چې سريلانکا په لومړۍ پاڼۍ کې د چندیمال، ډنانجيا او شانکا د پنځوسيزو پرمټ ۳۹۶ منډې وکړې.
سويلي افريقا په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۶۲۱ منډې وکړې.
د دواړو لوبډلو ترمنځ دوهمه سيالۍ به د جنورۍ مياشتې په درېيمه نېټه پیل شي.
د ووشو ژمنۍ سیالۍ چې دوه ورځې وړاندې د۶۷ لوبډلو ترمنځ په کابل کې پیل شوې وې، نن چهارشنبه (د مرغومي ۱۰مه) پای ته ورسېدې.
د افغانستان د وشوو فدراسیون رئیس سید رحمن یورش نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په یادو سیالیو کې له ۶۷ کلپونو څخه ٢٠٠ تنو لوبغاړو ګډون کړی وو چې ٨٠ تنه د غوره لوبغاړي وټاکل شول.
ښاغلی یورش وایي، غوره لوبغاړو ته جایزې او ستاینلیکونه هم ورکړل شول.
په دوبۍ کې د فوټبال افغان ملي لوبډلې روزنیز کمپ پای ته ورسېد.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف نن چهارشنبه (د مرغومي ۱۰مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه روزنیز کمپ د فوټبال ملي فدراسیون له خوا په دوبۍ کې د ملي لوبغاړو د روزنې لپاره چمتو شوی وو.
نوموړي وویل چې د روزنیز کمپ په پای ته رسېدو سره هغه لوبغاړي چې له بهره کمپ ته راغلي وو، بېرته خپلو کلبونو ته ستانه شول.
نوموړي وویل چې د فوټبال ملي لوبډله د درېیو ورځو لپاره د متحده اماراتو د فوټبال په فدراسیون کې تمرینات ترسره کړل.
په... Читать дальше...
د بې پولو خبريالانو سازمان (رپورټرز ود اوټ باډرز) د ۲۰۲۰ز کال کلني رپورټ کې ويلي چې سږکال په نړۍ کې د رسنيو ۵۰ کارکوونکي وژل شوي دي. سازمان پاکستان او افغانستان په هغو هېوادونو کې ياد کړي چې د رسنیو او خبريالانو لپاره زيات خطرناکه دي. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د دواړو هېوادونو خبریالانو د محدودیتونو، بندیزونو، وېرونو، وژنو او ځورونو ذکر کړی دی. د پاکستان حکومت په بیا بیا ویلي چې په هېواد کې رسنۍ تر هېڅ محدودیت لاندې نه دي. هلته وزیراعظم عمران خان ویلي چې د هېواد رسنۍ له بشپړې ازادۍ برخمنې دي. د... Читать дальше...
په سعودي عربستان یوې محکمې د ښځو د حقونو یوه مدافع په پنځو کلونو او اتو میاشتو بند محکومه کړه.
د سعودي عربستان یوې محکمې د دوشنبې په ورځ (د ډسمبر په ۲۸ نېټه) د ښځو د حقونو یوه مخکښه مدافع په پنځو کلونو او اتو میاشتو بند محکومه کړه.
د ځايي رسنیو د راپور له مخې، پر ۳۱ کلنې لجين الهذلول تور دی، چې د سعودي عربستان د سیاسي سیستم د بدولولو هڅې يې کولې او د دې هېواد ملي امنیت ته یې خطر پېښاوه.
د محکمې دې پرېکړې د نړیوالو انتقادونه راپارولي.
د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن په سعودي عربستان کې د بشري حقونو پر وضعیت انتقاد کړی دی. Читать дальше...
د کورونا وایرس نوی قسم لومړی په برتانیا کې په سېپټمبر میاشت کې موندل شوی وو.
اته کلنه نورینه د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ اصلي اوسیدونکې ده او اوس مهال د پکتیا د مرکز ګردېز په نسوان شهري ښوونځي په درېیم ټولګي کې زده کوونکې ده.
نوموړې د دوشنبې په ورځ د پکتیا والي محمد حلیم فدایي د ۵۰ مې زوکړې د ورځې په مناسبت له ۵۰ نورو یتیمانو سره د ولایت مقام ته بلل شوې وه.
نوموړې د پکتیا د والي له لوري د نیمې ورځې لپاره د دې ولایت افتخاري والۍ غوره شوه او د یتیمانو جلسه یې رهبري کړه.
د پکتیا والي دوی ته همدا راز د ولایت مقام د ټولو څانګو، د ویډیو کنفرانس خونې او نورو اړونده چارو په اړه مالومات ورکړل. Читать дальше...
د افغانستان د جام څلی چې د نړۍ دویم د خښتو څلی دی، د ایسیسکو سازمان کې ثبت شو.
د افغانستان په مرکزي ولایت غور کې منار جام چې، د ملګرو ملتوتو د فرهنګي سازمان يونيسکو په نړيوالو فرهنګي ميراثونو کې ثبت دی د اسلامي نړۍ د فرهنګي ميراثونو ايسيسکو په لړليک کې هم ثبت شو.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د اسلامي نړۍ د فرهنګي علمي او ښوونیز سازمان، ایسیسکو د فرهنګي میراثونو د کمېټې د دغه اقدام هرکلی کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د منار جام د افغانستان... Читать дальше...
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له لویې څارنوالۍ غواړي، چې په دغه وزارت کې د فساد په تور له نیول شویو کسانو دې هر اړخیزه څېړنې وکړي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د وزارت رهبرۍ په شفافیت تینګار لري او له لویې څارنوالۍ غواړي، ټول اشخاص چې په عامې روغتیا وزارت کې په فساد کې ښکېل وي ورنه څېړنې وکړي.
د دغه وزارت مرستیال ویاند نورالله ترکي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، له فساد سره د مبارزې په برخه کې د وزارت رهبري ژمنه ده.
هغه زياتوي: "لویې څارنوالۍ د ملي امنیت په همکارۍ چې تېره... Читать дальше...
د افغانستان جمهوري ریاست وایي، د طالبانو جنګي تګلاره بدله شوې او هغه دا چې بریدونه کوي، خو مسئولیت یې نه اخلي.
د ارګ یوه ویاند دواخان مينه پال ازادي راډیو ته وویل، چې طالبانو دا تګلاره په دوحه کې د سولې د خبرو له پیل سره هممهاله خپله کړې ده.
هغه زياتوي: "طالبان حمله کوي او بیا له هغې څخه انکار کوي، دا د دوی د ستراتیژي یو ډول دی او له مذاکراتو سره هممهاله یې شروع کړې ده."
ارګ وایي، له هدفي بریدونو د طالبانو هدف دادی چې: "وېره، وحشت او ناهیلي خپره کړي او د خلکو او دولت ترمنځ واټن زیات کړي."... Читать дальше...
د افغانستان ولسي جرګې د کابل ښاروال داود سلطانزوی څارنوالۍ ته معرفي کړ او د هغه لاسلیک یې بې اعتباره وباله.
د جرګې منشي اسدالله شهباز ازادي راډیو ته وویل، په عمومي غونډه کې دغه پرېکړه نن وروسته له هغې وشوه چې ښاغلي سلطانزوی د وکیلانو استجواب ته حاضر نه شو.
هغه زیاته کړه: "ولسي جرګې ته د کابل د ښاروال د ناقانونه ګمارنو، د هوا ککړتیا او ښار کې د نورو ستونزو په اړه ډېر شکایتونه رارسېدلي وو، پرېکړه همدا وه چې ښاروال غونډې ته راشي او معلومات ورکړي، خو هغه حاضر نه شو."
شهباز وایي، له دې وړاندې څو... Читать дальше...
مریم نواز وویل، خواجه اصف "ګرفتاره شوی نه بلکې اغوا شوی" دی.
د سند صوبې صحت وزارت وايي چې له برتانیا ورغلو د ۱۲ پاکستانیو وګړو په ټیسټونو کې د شپږو هغو مثبت راغلي دي.
په افغانستان کې د رسنیو یو شمېر ملاتړي بنسټونه وايي، په کابل کې د امریکا سفارت سرپرست او د یو شمېر نورو هېوادونو سفیرانو ورته ویلي، چې د خبریالانو پر وړاندې، د شته ګواښونو د پای ته رسولو لپاره هڅه کوي.
په افغانستان کې ورځ تر بلې د خبریالانو پر وړاندې ډېرېدونکو امنیتي ګواښونو د رسنیو شمېر مسوولان مجبور کړل، چې په کابل کې د امریکا سفارت له سرپرست او یو شمېر نورو سفیرانو سره دا موضوع شریکه کړي.
د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ اجراییه رییس مجیب خلوتګر وايي، د خبریالانو ته شته ګواښونه جدي دي او دوی دې موضوع سخت اندېښمن کړي دي. Читать дальше...
کابل کې پولیسو هغه درې تنه غله ونیول چې له یوه کوره یې زیاته اندازه سره زر غلا کړي وو.
د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز نن رسنیو ته ویلي، دغو غلو پرون د شاوخوا یو نیم میلیونو افغانیو په ارزښت سره زر د قصبې سیمه کې له یوه کوره وړي وو.
په کوم انځور کې چې پولیسو رسنیو ته لیږلی، د سرو زرو څو غاړکۍ او بنګړي ښکاري او تورن کسان هم په ظاهره تنکي ځوانان دي.
کابل کې دې وروستیو کې جنایي پېښې زیاتې شوې وې چې د ولسمشر د لومړي مرستیال په مشرۍ یې په وړاندې مبارزه چټکه شوه.
د کابل چارواکي او یوشمېر اوسېدونکي... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Кыргызстанцы завоевали медали на международном турнире по танцам в Москве
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Дарья Касаткина
Теннисистка Касаткина выразила сожаление, что у нее нет коннекта с Шараповой
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Сенсорный сад с экотропами появится в Бутырском районе Москвы
Путин в России и мире
Москва
Тема дня: Путин назвал сохранение духовных ценностей условием укрепления суверенитета
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко убежден, что белорусы «никогда еще так хорошо не жили»
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Во Франции назвали бредом слова Зеленского про угрозу Путина Европе
Навальный в России и мире
Москва
Священнику, отпевавшего Навального, запретили носить рясу и крест
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Москва
Роспотребнадзор: вирусы, обнаруженные в комарах и клещах в России не опасны
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net