د رسنیو د راپورونو له مخې د هانګ کانګ هغه لس ډیموکراسۍ پلوه فعالان چې د روان کال په دوبي کې ټایوان ته د تښتې د هڅې په مهال په سمندر کې نیول شوي و، په چین کې محاکمې ته درول شوي دي.
د چین په جنوبي ښار شینزین کې د محاکمې له بهیره بهرني خبریالان او ډیپلومان منع شوي چې د جریان په اړه ېې زیات معلومات نه شته.
د چین ساحلي ځواک په اګست میاشت کې د هانګ کانګ دولس اوسېدونکي چې عمرونه یې د ۱۶ او ۳۳ کلونو ترمنځ واو په یوې ګړندۍ کښتۍ کې یې د تیښتې هڅه کوله، په نښه کړې وو.
دا پېښه وروسته له هغې شوې وه، چې... Читать дальше...
په کونړ کې هغه بزګران چې د کرنې له ریاسته یې څو کاله مخکې د شفتالو نیالګي اخیستي او باغونه یې جوړ کړي وايي، د کرنې ریاست شنډ نیالګي ورکړي.
الهام شاوخوا ۳۵ کاله عمر لري، د وټه پور ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
د هغه د پټي په پوله ناست دی، چې پوره درې کاله يې په کې د شفتالانو په سلګونه نیالګي په دې هیله پاللي وو، چې د حاصل په ورکړې به يې بنده بېړۍ روانه او مشکلات به یې حل شي.
هغه وویل: "درې کاله پرې تېر شول خو هیڅ ډول حاصل يې ورنه کړ. باغ مو بیا و وهلو، پټی ټولو ته معلوم دی. د اسعداباد او پارون د عمومي سرک په سر دی. Читать дальше...
د افغانستان د حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي وايي، د نړۍ دیني عالمان په پام کې لري چې د سولې بهیر د ملاتړ لپاره ناسته ترسره کړي.
د افغانستان د حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي د دوشنبې په ورځ خبرې غونډه کې وویل، هڅه کوي د نړۍ دینی عالمانو په ګډون ناسته جوړه کړي.
د نوموړي په خبره د دې ناستې موخه به د افغانستان سولې بهیر څخه ملاتړ او د جګړې دوام په اړه به پریکړه لیک چمتو کول وي.
هغه زیاتوي: "د کرونا اوبا له ختمېدو سره به نږدې وختونو کې یو سیمه ییز کنفرانس ولرو، دا به د علماوو کنفرانس وي چې... Читать дальше...
په پروان ولایت کې یو پخوانی جهادي قومندان ناپیژندو وسله والو په ډزو وواژه.
د دې ولایت د امنیې قومندانۍ د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې مدیرمحمد صادق هاشمي ازادي راډیو ته وویل، چې محراب الدین چې په معلم مشهور و پر موټرسایکل سپرو وسله والو نن د دې ولایت مرکزچاریکارو د ښوونکو د ښارګوتي په سیمه کې په ډزو وواژه.
د ښاغلي هاشمي په وینا وسله وال د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شوي او دوی د پېښې په اړه څېړنه پیل کړې ده.
د سالنګ لویه لاره چې له درې ورځو راهیسې د درنو واورو او طوفانونو له امله د ټرافیکو پرمخ بنده شوې وه، نن غرمه مهال بېرته د مسافر وړونکو موټرو پرمخ پرانیستل شوه.
د سالنګ ولسوال محمد صابراحمدي ازادي راډیو ته د مسافروړونکو موټرو پرمخ د دې لارې پرانستل تایید کړل خو ویې ویل، چې د درنو باروړونکو موټرو پرمخ به دغه لاره تر نامعلوم وخت پورې تړلې وي.
وسله والو په غزني کې تر ۲۵ زیات ملکیان برمته کړي.
د غزني چارواکي وايي، وسله والو د غزني په قره باغ ولسوالي کې یو شمېر مسافر له موټر ښکته کړي او ناڅرګند لور ته یې وړي.
دوی وايي، دغه کسان د جاغورو او قره باغ ولسوالیو اوسېدونکي دي.
د غزني امنیه قومندانۍ یو افسر د نوم او غږ نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "د دغه کسانو شمیر دېرش تنه دی."
خو د غزني ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني بیا د دغه کسانو شمېر ۲۶ یا ۲۷ تنه یادوي.
هغه زياتوي، وسله والو دغه کسان په تېرو دوو ورځو کې په وقفه... Читать дальше...
که څه هم دا ویروس ستر سرخوږی دی خو په پاکستان کې سخت دریځې ډېر وخت د هغه چا ژوند اخلي، چې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین کولو لپاره کار او کمپاین کوي.
په دې راپور کې همداسې یوه کیسه لرو چې څنګه د واکسین کمپاین غړیو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د افغانستان ملي امنیت اداره او لویه څارنوالۍ وايي، چې د مشرانو جرګې درې غړي یې په بلخ کې د یوه دولتي بنسټ څخه د رشوت د اخېستو په تور نیولي دي.
د ملي امنیت اداره په بلخ کې د مشرانو جرګې د دریو غړو له نیولو خبر ورکوي.
د ملي امنیت ادارې او د افغانستان لویه څارنوالۍ په یوه ګډه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د مشرانو جرګې دا درې غړي یې په بلخ کې د یوه دولت بنسټ څخه د ۴۰ زره امریکايي ډالرو د رشوت د اخېستو پر مهال نیولي دي.
سره له دې په اعلامیه کې د مشرانو جرګې د دغو سناتورانو هویت نه دی افشا شوی، خو... Читать дальше...
په لومړي ځل په ننګرهار کې دوه اونۍ وړاندې د پوهنې ریاست په نوښت د دغه ولایت د دولتي او خصوصي پوهنتونو، علمي او تحصیلي بنسټونو او مدني ټولنو په مټ د پوهنې د تدریس په نوم یو اشر پیل کړ.
دغه ریاست په دې برخه کې له یو شمېر دولتي او خصوصي پوهنتونو او مدني ټولنو سره هوکړه لیکونه هم کړي، چې ښوونځیو ته به رضاکار ښوونکي ورپېژني.
د ننګرهار د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، په دغه اشر کې تر دې دمه سلګونو لوستو ځوانانو په رضاکارانه ډول د تدریس لپاره چمتووالی ښودلی دی.
د ننګرهار د پوهنې رئیس حسیب الله شینواري... Читать дальше...
ګلالۍ اسماعیل وايي، کریمې د پاکستان پر پوځ نيوکې کولې، په زور د بلوڅانو د غايبولو د مخنيوي کوښښ یې کاوه او څو ځله یې له ګواښونو شکايت کړی وو نو ځکه یې بايد د قتل امکان ناديده ونه نيول شي.
د پرتګال د فوټبال ملي لوبډلې او ایټالوي کلب یوونټوس نامتو لوبغاړی کریستیانو رونالدو د ۲۱مې پېړۍ تر ټولو غوره لوبغاړی ونومول شو.
دا مراسم تېره شپه په دُبۍ کې نیول شوي و چې د نړۍ مشهوره او نامتو لوبغاړو له ډلې کریستیانو رونالدو د ۲۱مې پېړۍ تر ټولو د غوره لوبغاړي جایزه خپله کړه.
دغه جایزه د ګلوب ساکر له لوري د ۲۱مې پېړۍ تر ټولو غوره د فوټبال لوبغاړي ته ورکړل شوه.
رونالدو تر دې دمه پورې ۱۰۲ ګولونه د خپل ملي ټیم پرتګال لپاره لګولي او د کلب لوبو لپارهیې بیا ۶۵۴ ګولوهنې کړې دي.
د افغانستان لویې څارنوالۍ او د ملي امنیت عمومي ریاست د رشوت په تور د درېیو سناتورانو د نیولو خبر ورکوي.
دواړو ادارو نن په یوه ګډه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د ملي امنیت د عمومي ریاست او د لویې څارنوالۍ چارواکو د کشفي معلوماتو پر اساس پرون یکشنبې د ګډو عملیاتو په نتیجه کې د مشرانو جرګې درې غړي د ۴۰ زره امریکایي ډالرو رشوت اخیستو په تور باالفعل ونیول.
د خبرپاڼې له مخې دغه سناتوران د بلخ ولایت د چارو د څارنې لپاره دې ولایت ته تللي و چې د اساسي قانون او نورو قوانینو پر اساس د رشوت په تور ونیول شول. Читать дальше...
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وایي، د رسنیو د کارکوونکو او مدني فعالانو هدفي وژنې او هغوی ته ګواښونه د دې سبب شوي چې د رسنیو فعالان خپل ځان سانسور کړي.
دې کمېسیون نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دا مسئله دغهراز د دې سبب شوې چې د مطبوعاتو، د بیان او د رسنیو ازادي چې د وګړو له اساسي حقونو څخه شمېرل کېږي او د اوسني سیاسي نظام له سترو لاسته راوړنو یوه ده، له خطر سره مخامخ شي.
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون له رسنیو سره په ولایتونو کې د والیانو د ویاندویانو منع کول هم د بیان... Читать дальше...
په اروپايي هېوادونو کې د کورونا واکسینولو پراخ پروګرام د دسمبر پر ۲۷مه نېټه (پرون یکشنبه) پیل شو.
په اکثرو اروپایي هېوادونو کې لومړی زاړه کسان واکسینېږي.
د فایزر او بیو اېنټېک کمپنیو د کورونا واکسین چې شاوخوا یوه میاشت کې به هر چا ته دوه ځلې ورکول کېږي، د شنبې په ورځ د اروپايي ټولنې هېوادونو ته رسېدلی وو.
په چک جمهوریت کې د دې هېواد وزیر اعظم اندرې بابیش لومړی کس و چې د پلازمېنې پراګ په پوځي روغتون کې واکسین شو.
هغه خبریالانو ته وویل: "موږ به تر نهو میاشتو دې کمپېن ته دوام ورکړو، خو دا د واکسین له کمیت او لاسرسي سره تړلې مسئله ده. Читать дальше...
دا اوونۍ مو "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې ته پېژندلی سندرغاړی ګلزار عالم مېلمه کړی وو. دی شاوخوا څلور کاله مخکې د ځینو امنيتي ستونزو له امله له پېښوره کابل ته کډه شوی وو، خو دا مهال د خپلو شخصي کارونو لپاره اسلام اباد ته تللی دی. عالم وايي، په سندرو کې د پښتنو د حقونو او ستونزو په ډاګه کولو له امله يې سختۍ ګاللې دي. نوموړی زياتوي، په کابل کې يې د زامنو تعليمې چارې زښتې اغېزمنې شوې دي او له همدې وجې پرېشانه دی. د ګلزار عالم دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
په دې بیل کې د بې روزګاره خلکو لپاره د اضافي مرستو ترڅنګ د هغو امریکایانو لپاره یو ـ ځل ۶۰۰ ډالره ورکول هم شامل دي چې امدن یې زیات نه دی.
پاکستان یو وار بیا د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې په خپلې همکارۍ ټینګار کړی دی.
پاکستان وایي د افغانستان شخړه په سیاسي لاره حلېږي نه په پوځي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېر ماښام په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی چې دوی د افغان سولې او ثبات اړوند خپلو همکاریو ته ژمن دي.
په دغه اعلامیه کې راغلي په داسې حال کې چې د افغانستان د سولې په برخه کې د اسلاماباد هڅې د نړیوالې ټولنې له لوري منل شوي، خو دوی په افغانستان کې دننه د یو شمېر سیاسي کړیو له لوري د منفي او شکمنو نظرونو په وړاندې کولو... Читать дальше...
افغان راشد خان د ۲۰ اوریزه سیالیو په غوره لوبډله کې اخیستل شوی دی.
تازه د کرکټ نړیوالې شورا د تېرې یوې لسیزې د ټسټ، ۵۰ اوریزه او ۲۰ اوریزه سیالیو غوره لوبډلې اعلان کړې دي.
خان په تېرو څو کلونو کې د ۲۰ اوریزه سیالیو تکړه لوبغاړی پاتې شوی دی.
راشد خان پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: "ستاسو د دعاوو او تشویق له برکته زه د افغانستان په استازیتوب د کرکټ د نړیوالې شورا د لسیزې په لوبډله کې راغلی یم. زه د یو افغان په توګه ویاړم چې زما نوم د لسیزې په غوره ټیم کې راغلی دی. دا د ټول افغانستان لپاره ویاړ ګڼم... Читать дальше...
بلاول بوټو وویل، د سلیکټیډ یا د انتخاباتو له لارې نه بلکې د ځینو کړیو په ملاتړ د غوره شوي وزیراعظم لوبه به ختموي.
پښتون ژغورنې غورځنګ د خیبر ضلعې د باړې په جلسه کې له حکومته د قامي اسمبلۍ د غړي علي وزیر په ګډون د ټولو مخکښانو او غړو د خوشې کولو غوښتنه کړې. د ډېسېمبر ۲۷مې جلسې ته لسګونه خلک ورغلي ول چې ورته د غورځنګ مشرانو ویناګانې وکړې. د سیند پولیس وايي، علي وزیر یې د ریاست ضد وینا په تور نیولی. ځینې نور کسان د وزیر د ګرفتارۍ پر ضد تر احتجاجونو وروسته نیول شوي. د پاکستان حکومت پر امنیتي ادارو د غورځنګ لګولي تورونه ردوي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ په دوحه کې د شوي تړون پر بنسټ باید طالبان د القاعده په ګډون، له ټولو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي، خو افغان حکومت د طالبانو دا ژمنه تر پوښتنې لاندې راوستې.
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، وروستۍ پېښې ښيي چې طالبانو له القاعده ډلې څخه خپلې لیکې نهدي جلا کړي.
طالبان بیا د حکومت دا خبره ردوي.
د ملي امنیت شورا له قوله، طالبان او القاعده ایډیالوژیکي اړیکې لري او لا هم د افغان حکومت پر ضد یوځای جګړه کوي.
د دې شورا ویاند رحمتالله اندړ د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د مرغومې ۰۸» ازادي راډیو ته وویل... Читать дальше...
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د 'کووېډ-۱۹' له کبله د مرستو او د حکومت د لګښتونو لایحه تر څو ورځني ځنډ وروسته توشېح کړه.
د دغه څو ورځني ځنډ پر مهال د ملیونونه امریکایانو لپاره د بېکارۍ د اضافي پیسو ورکړه درېدلې وه او د کانګرس غړو خبرداری ورکړ چې ممکن حکومتي چارې ودرېږي.
ټرمپ پرون (یکشنبه) ناوخته پر دې لایحې لاسلیک وکړ.
ولسمشر ټرمپ د ډسمبر په ۲۲مه نېټه وروسته له هغې د کانګرس غړي حیران کړل چې ویېښودله د 'کووېډ-۱۹' له کبله د مرستې او د حکومت د لګښتونو لایحه به لاسلیک نهکړي.
دا لایحه د امریکا... Читать дальше...
چارواکي وايي په غزني ښار کې د مستوفیت دوه تنه کارکوونکي په یوه برید کې وژل شوي.
د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد خان سیرت نن ازادي راډیو ته وویل، پېښه نن سهار رامنځته شوې.
ښاغلی سیرت زیاتوي: "له بده مرغه نن سهار اته بجې د غزني مستوفیت دوه تنه کارکوونکي د وظیفې په لوري روان چې د دوهمې امنیتي حوزې اړوند په سینما څلورلاري کې وسلهوالو د بېغږه توپانچې په واسطه په شهادت رسولي دي، سیمې ته پولیس او د څېړنې ټیم رسېدلی دی، څېړنې دوام لري."
دا په غزني کې د هدفي وژنو د لړۍ وروستۍ پېښه ده.
تر دې درې... Читать дальше...
روسي چارواکي وایي، په شمالي کنګل سمندر کې د کب نیوونکو یوه کښتۍ ډوبه شوې او ۱۷ تنه تري تم دي.
د روسیې د بېړنیو چارو وزارت نن وویل چې سهار اووهنیمې بجې یې معلومات ترلاسه کړل چې د اونیګا په نوم کښتۍ د ارخانګیلسک په سیمه کې نووایا زیملیا سیمې ته نږدې د بارینتس په سمندر کې ډوبه شوه.
دې وزارت ویلي چې د دغې کښتۍ د عملې د ۱۹ تنو له ډلې دوهیې ژغورل شوي او د نورو د ژغورلو لپاره عملیات روان دي.
د روسیې خبري رسنۍ وایي، لږترلږه څلور کښتۍ د پېښې ځای ته استول شوي چې د احتمالي ژوندي پاتې شویو کسانو لټون وکړي. Читать дальше...
د ننګرهار سیمهییز چارواکي وایي، دغه ولایت کې یې د داعش ډلې یو لوړپوړی غړی نیولی دی.
د والي له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د تسل عزیز په نوم دغه کس د داعش د جلب او جذب مسؤل و چې د جلالاباد ښار دوهمه ناحیه کې ونیول شو.
خبرپاڼه کې راغلي، دا کس د چپرهار اصلي اوسېدونکی دی او لومړنیو اعترافاتو کې یې خپل جرم منلی دی.
چارواکو له دې وړاندې ویلي چې ننګرهار کې یې داعش ډله ځپلې، خو منلې ده چې ځیني غړي یې لا فعاله دي.
Спорт в России и мире
Москва
Прием заявок на участие в конкурсе на лучшее путешествие по Дальнему Востоку начнется в мае
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Александрова проиграла Жабер в первом круге турнира WTA в Штутгарте
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Московские краснокнижные зайцы обзавелись потомством
Путин в России и мире
Москва
Кремль: в Москве 22 апреля состоится встреча Путина с Алиевым
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Очередные кадровые назначения объявлены в Минске
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Захарова: Западу неинтересны планы Киева по атаке на Крымский мост
Навальный в России и мире
Москва
В Москве арестован на пять суток историк-публицист Сергеев за пост памяти Навального
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Денис Мацуев
Мацуев и симфонический оркестр Башкортостана выступят в Москве
Москва
ОДКБ готово было отправить вооружение для охраны армянской границы - Лавров
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net