د هغه اتلس کلن چیچنیایي هلک چې پاریس ته نږدې د یوه ښوونکي سر یې پرې کړی و، مړی په چیچنیا کې خاورو ته وسپارل شو.
د عبدالله آنزوروف د جنازې په مراسمو کې چې د شالاژي په کلي کې ترسره شول، شاوخوا دوه سوه کلیوالو ګډون وکړ.
د هغه مړی وړمه ورځ چیچنیا ته لېږدول شوی و.
آنزوروف د اکتوبر د میاشتې په نیمایي کې د تاریخ او جغرافیه ښوونکي وواژه چې وروسته د پولیسو له خوا په ډزو ووژل شو.
دغه ښوونکي له دې پېښې څو ورځې مخکې زده کونکو ته د ازادي د بیان د یوې برخې په توګه د حضرت محمد کاریکاتورونه ښودلې و.
په پکتیکا کې د پولیسو او د دوی د کورنیو د درملنې لپاره یو شل بستریز روغتون جوړېږي.
د پکتیکا امنیه قومندان نجیب الله سرتېر وایي، د دغه روغتون په جوړولو سره به د درملنې په برخه کې د دوی ډېرې ستونزې هوارې شي.
هغه وویل: "تردې مخکې دوی خپل ناروغان ملکي روغتون ته وړل چې هلته هم ورسره ډيرې ستونزې راپورته شوې وې."
دغه روغتون چې یوولس میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي چارې به یې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.
د افغانستان حکومت د کرونا ویروس ضد واکسین د ترلاسه کولو لپاره نن رسمي غوښتنه وړاندې کړه.
دا خبره د افغانستان د عامې روغتیاوزارت ویاند اکمل سمسورنن ازادي راډیو ته وکړه او ویې ویل: "نن د روغتیا وزارت د واکسین درخواستي د واکسین نړیوالې اتحادیې ته ورکړه چې له مخې به یې په راتلونکو دوو کلونو کې د افغانستان شل سلنه وګړو ته واکسین ورکول کېږي."
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دې وروستیو کې ویلي، چې په لومړۍ مرحله کې به د دې هېواد په سلو کې شل او دوهمه مرحله کې څلویښت سلنه وګړو ته دغه واکسین ورکړل شي.... Читать дальше...
پاکستاني چارواکي وایي، د خبیرپښتونخوا ایالت په یوه روغتون کې یې د اوو کارکونکو دندې وروسته تر دې وځنډولې چې پر کوېډ۱۹ ناروغۍ بستر شوي شپږ ناروغان یې له کافي مصنوعي اکسیجنه پرته پریښي و چې له امله یې مړه شول.
په هغه لومړني راپور کې چې په پیښور کې د خیبر کدري روغتون پرون یکشنبې خپور کړ، ویل شوي پنځه ناروغان د دغه روغتون د کرونا ویروس په ځانګړې څانګه او یو په عاجله څانګه کې د مصنوعي اکسیجن د نشتوالي له امله مړه شوې دي.
د دغه روغتون رییس طاهرخان هم د هغو کسانو په ډله کې چې دندې یې ځنډول شوې دي. Читать дальше...
د قرغزستان سترې محکمې د دې هېواد د پخواني صدراعظم صفراسحاقوف د اتلس کلن بند حکم لغوه کړی دی.
نوموړی چې د فساد په تورمجرم پېژندل شوی و، ورته د دغه بند او د څه باندې درې میلیون ډالرو نغدي جریمې سزا ورکړل شوې وه.
محکمې نن وویل، چې دغه دوسیه یې بېرته د بیشکک یوې محکمې ته د بیا څېړنې لپاره استولې خو د دغې پریکړه په اړه یې نور دلایل نه دي څرګند کړي.
۴۳ کلن اسحاقوف چې د ۲۰۱۷ نه ۲۰۱۸ کال پورې یې د صدراعظم په توګه دنده ترسره کړې، پرځان د فساد لګول شوي تورونه ردکړي او هغه یې سیاسي انګېزه بللې ده.... Читать дальше...
د کرونا ویروس له کبله د وضع شویو محدويتونو سره سره، د احصایې ملي اداره وایي، په افغانستان کې د سږ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د بې وزلۍ کچه شپږ سلنه کمه شوې ده.
که څه هم کرونا ویروس ډېری هېوادونه له اقتصادي اړخه ځپلي، خو د افغانستان د احصایې ملي اداره وایي، د دې هېواد اقتصادي وضعیت ښه شوی دی.
دې ادارې نن د دوشنبې ادارې نن د دوشنبې په ورځ د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه خپلې څېړنې له خلکو سره شریکې کړي.
دا څېړنه د نړیوال بانک، یونېسف او د خوړو او کرنې نړیوال سازمان په تخنیکي مرسته د افغانستان... Читать дальше...
ښاروالۍ د سړک له غاړو، پلونو او پلورنځیو له مخې د لاسي کراچیو پلورونکي لرې کوي.
پلورنکي بیا په کابل ښاروالې نيوکې لري.
نور جزییات په دې راپور کې:
د اډېډاس په یوه جوړه کرمچونو یو میلیون ډالره بیه ټاکل شوې.
اډېډاس د ورزشي کرمچونو پېژندل شوې کمپنۍ ده.
د بوټانو شتمنو مینه والو ته یو وار بیا قیمتي او لوکس کرمچ جوړ شوي.
اډېډاس شرکت چې د کرمچ/بوټانو په جوړولو کې نړیوال شهرت لري دا وار د پروکلین یا چیني جوړولو له میسین جرمني کمپنۍ سره په ګډه یو جوړه لوکس کرمچ جوړ کړي.
د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې د اډېډاس دا کرمچونه په نیویارک کې د ساتبي له شرکت سره دي.
د راپور له مخې د لوکسو توکو او هنري اثارو کاروباري شرکت ساتبي وايي چې تمه... Читать дальше...
د افغانستان لويه څارنوالې وايي، کابل، ننګرهار او کندهار هغه ولايتونو دي چې په تېر نهو میاشتو کې جنايي پېښې په کې ډېرې ترسره شوي.
د دې ادارې وياند جمشيد رسولي نن دوشنبه په کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال وويل، يوازې د وژنې ۱۶۵۰ پېښې په دغه موده کې څېړل شوې دي.
هغه زیاته کړه: "د افغانستان لويه څارنوالي د ۱۳۹۹ مالي کال په ۹ مياشتو کې ۲۷۸۷۲ جنايي پېښې ثبت کړي او رسېدنه يې ورته کړې، دغه پېښې د افغانستان په ۳۴ ولايتونو کې ثبت شوي، په دې پېښو کې قتل، غلا، اخلاقي جرمونه، انساني قاچاق، کيسه بوري، غصب،... Читать дальше...
د پوهنې وزارت هغه طرحه چې له لومړي تر درېیم ټولګي جوماتونوته انتقالوي، له نیوکو سره مخ شوې.
د افغانستان د پوهنې وزارت په ښوونیز نظام کې د اسلامي علومو د پیاوړتیا په هدف د څو اعلامیو له خپرولو وروسته پرون وویل، پرېکړه یې کړې چې د ښوونځیو له لومړي تر درېیم ټولګي پورې جوماتونو ته انتقال کړي.
که څه هم دغه وزارت خپله خپره شوې خبرپاڼه څو ځلې بدله کړه او په وروستۍ بڼه کې یې لیکلي چې دغه پرېکړه په هغو سیمو کې پلي کېږي چې ښوونځیو ته په کې لاسرسی نه شته.
خو دغه پرېکړه له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوې ده. Читать дальше...
د هرات د پوهنې مسوولین خبرداری ورکوي، چې په ژمي کې به د ۱۱ زره حق الزحمه يي او خصوصي ښوونځیو د ښونکو د معاشونو په نه ورکړې سره، دغه ښوونکي له ګڼو ستونزو سره مخ شي.
نور حال په دې راپور کې:
د پاکستان چارواکي هيله لري چې د راتلونکې کال یعنې ۲۰۲۱ز تر لومړيوو دريوو مياشتو وروسته به د کووېډ-۱۹ واکسين ورورسېږي.
د صحت سیکریټري نوشين حامد وايي تر هغې چې واکسين پاکستان ته رسېږي بايد خلک د کورونا وایرس د مخنيوي لپاره له لازمو تدابیرو مخ وانړوي. نوموړې د دیسمبر په ۷مه مشال راډيو ته وويل چې د څو نړيوالو واکسين جوړونکو کمپنيانو سره یې خبرې روانې دي او ښاييد واکیسينو سودا ورسره په يوه اونۍ کې پوره کړي.
هغې زیاته کړه: ((موږ د پينځو يا شپږو دوا جوړوونکو کمپنيانو سره خبرې کړې وې. غواړو د دوه... Читать дальше...
د فاریاب په مرکز اندخوی کې په زرګونو کسانو په یوه اعتراضیه لاریون کې د عبدالروف په نوم د هغه ۹ کلن ماشوم د خوشې کولو غوښتنه وکړه چې یوه میاشت مخکې په مزارشریف کې د خپل کور له مخې تښتول شوی دى.
د ازادي راډیو د سیمه ییز خبریال د راپور له مخې د دغه لاریون ګډونوالو، چې د دې ولایت له قرغان، قرمقول، خانچهارباغ او دولت آباد ولسوالیو او د مرکز اندخوی خلک په کې راټول شوي، له سیمه ییزو او په کابل کې له جګپوړو چارواکو وغوښتل چې نوموړی د انسان تښتونکو له منګولو را خلاص کړي.
د دې لاریون یوه ګډونوال شمس الله ازادي راډیو ته وویل... Читать дальше...
کابل کې د امریکا له سفارته یو خپور شوی بیان چې د یو شمېر نورو هېوادونو د سفارتونو پر ویب پاڼو او ټویټر اکاونټونو هم خپور شوی وايي، د امریکا، بریتانیا، کاناډا استرالیا، ناروي او د اروپايي ټولنې د غړیو هېوادونو سیاسي نمایندګیو او د ناټو ماموریت افغانستان کې وروستي هغه هدفي بریدونه غندي چې په کې د رسنیو استازي، دیني مشران او ډلې، د بشري حقونو ملاتړي، زده کونکي او په ټولیزه توګه ولسي خلک په نښه کیږي.
دې هیوادونو "طالبان او نورې ترهګرې ډلې " په افغانستان کې د ولسي مرګ ژوبلې د یوې لویې برخې مسول بللي دي. Читать дальше...
په کندهار کې د 'مېرمن' په نوم د ښځو لپاره ځانګړې محلي راډیو چې د مېرمنو لهخوا د مېرمنو لپاره خپرونې لري د بېپولې خبریالانو سازمان لهخوا د ۲۰۲۰ م کال د بیان د ازادۍ د نړیوالي جایزې په نوملړ کې شامله شوې ده.
صادق رښتیني له کندهاره په دې اړه وېډيو راپور لري.
چینايي او امریکایي شرکتونه د وسلو د پلور ۷۵ سلنه نړیوال بازار په واک کې لري.
د نړیوالې سولې په اړه د ستوکهولم د څېړنو موسسې ویلي چې امریکايي او چینایي شرکتونو په ۲۰۱۹ کال کې د وسلو په بازار باندې واک چلاوه.
د دغه موسسې د راپور له مخې امریکايي او چینايي شرکتونو تېر کال د نړۍ د وسلو په پلور کې ۷۵ سلنه لاس درلود.
د ستوکهولم د څېړنو موسسې د راپور له مخې چې دوشنبه خپور شوی دی په نړۍ کې د ۲۰۱۹ کال پر مهال د ۲۵ فعالو تسلیحاتو شرکتونو له ډلې ۱۲ یې امریکايي و چې ټولټال یې ۶۱ سلنه بازار په واک کې درلود،... Читать дальше...
په لوګر کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د درې سوه اتلس میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۷ پروژو چارې بشپړې شوې.
دغه پروژې چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې رغول شوي، زیاتره یې د کرنې، مالدارۍ، بڼوالۍ، لبنیاتو او د اوبو لګولو په برخه کې بشپړې شوي دي.
د لوګر والي محمد اجمل شاپور د دغه پروژو بشپړېدل د کرنې او مالدارۍ د پیاوړتیا او معیاري کېدو په برخه کې د افغان حکومت ژمنتیا څرګندوي.
هغه زياتوي: "په یوه غریب هېواد او ولایت کې د زراعت په سکټور کې د څه باندې درې سوه میلیونه افغانیو په لګښت د دومره پروژو... Читать дальше...
هغه چینایي فضایي بېړۍ، چې سپوږمې ته استول شوې وه، پرون یې د دې سیارې له سطحې ډبرې راټولې کړې او بېرته ځمکې ته د راکوځېدو لپاره تیاری نیسي.
د چین فضایي ادارې د دې خبرد اعلان په مهال وویل، د چانګي بېړۍ د سپوږمې پر سطحې تر کېناستو دېرش دقیقې وروسته د دې سیارې له سطحې دوه کیلوګرامه ډبرې انتقال کړې.
که دغه ماموریت بریالی شي چین به له متحدو ایالتونو او پخواني شوروي اتحاد وروسته چې له سپوږمې یې ډبرې بېرته ځمکې ته راوړې وې، په نړۍ کې دریم هېواد شي چې دا ډول فضایي ماموریتونه ترسره کوي.
له سپوږمۍ... Читать дальше...
د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي ازادي راډیو ته وویل، په دولت شاه ولسوالۍ کې تېره ورځ د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د دولت د درې وسله وال مخالفان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
دولت شاه د لغمان یوه له نامنو ولسوالیو ده، چې اکثره وختونه ترې د افغان ځواکونو او د دولت د وسله والو مخالفانو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکول کېږي.
په سالنګونو کې د درنې واورې او سختو طوفانونو له امله د سالنګ لویه لاره یوازې د باروړونکو موټرو پرمخ بنده شوې ده.
د سالنګونو د حفظ او مراقبت د ادارې اجراییه مدير سمیع الله ولي زاده ازادي راډیو ته وویل، چې دغه لویه لاره نن سهار د درنو باروړونکو موټرو پرمخ تړل شوې او نور مسافروړونکي موټر د چاینونونو او د وارو لپاره پرسبمالو نورو وسایلو کې کولای شي، چې پردې لاره تګ راتګ وکړي.
د ولي زاده په وینا، په جنوبي سالنګ کې د واورې او طوفانونو شدت زیات دی او اټکل کېږي، چې راتلونکې ۴۸ ساعتونو کې به وضعیت په همدې ډول وي.
د کندهار د دامان ولسوالۍ پر امنيه قومندانۍ موټر بم بريد شوى، چې تر اوسه د یوولسو پولیسو ټپي کېدل تایید شوي دي.
د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی ازادي راډیو ته وويل، چې نن شاوخوا یوولس بجې د دامان ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ موټر بم بريد شوی.
بارکزي د تلفاتو په اړه معلومات ورنه کړل خو د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي، په پېښه کې یوولس پولیس ټپيان شوي دي.
تر اوسه د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
سږکال په افغانستان کې د جلغوزو حاصلات د پام وړ زیات شوي دي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې د دغه وزارت ارزونې ښيي، چې سږکال د هېواد په کچه ۲۴ زره ټنه جلغوزي راټول شوي چې د تېر کال په پرتله ۱۲ سلنه زیاتوالی په کې لیدل کېږي.
تېر کال په ټول هېواد کې د جلغوزیو حاصل ۲۳ زره ټنه وو.
د جلغوزیو ځنګلونه د هېواد په ٩ ولایتونو خوست، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، کاپیسا او کابل کې دي.
د پاکستان حکومت غواړي چې د کندهار له چمن څخه تر سپین بولدک پورې رېل پټلۍجوړه کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند نن له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا د سوداګریزو مالونو د لېږد لپاره مهم ګام یاد کړ.
د پاکستان د رېل لارو وزیر شیخ رشید احمد پرون خبریالانو ته ویلي، چې په لومړي پړاو کې به پاکستان له چمن څخه تر سپین بولدک پورې ۱۱ کیلومتره پټلۍ کېږدي.
افغان چارواکي وایي، د دې پروژې سروې بشپړه شوې او اوس یې د عملي کار د پیلېدو هڅه کېږي.
د پاکستان نه افغانستان ته د رېل پټلۍ... Читать дальше...
د پاکستان او افغانستان په ګډون په افريقايي هېوادونو کې لا هم رېړه (لاسګاډی، کراچۍ) چلول د ګټې وټې وسيله ده خو کار یې خورا سخت دی. د چلوونکو ستونزو او کړاوونو ته په کتو، د کينيا د اټو ټرک شرکت مشر برېښنايي رېړه جوړه کړې ده. دا په بېټرۍ چلېږي او د جوړوونکي په وينا، له دې سره به د لاسي رېړو پرتله د چلوونکو ګټه لا زياته شي. د اسوشيېټېډ پريس اژانس ويډيويي رپورټ.
د افغانستان دفاع وزارت وایي چې په کندهار او ارزګان ولایتونو کې يې د طالبانو بریدونه شنډ کړي او د دوی ۲۰ وسلهوال یې وژلي دي.
وزارت نن په جلا جلا خبرپاڼو کې ویلي چې طالبانو ته دغه مرګژوبله د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ او د ارزګان په ګېزاب ولسوالۍ کې اوښتې ده.
د وزارت د معلوماتو له مخې کندهار کې ۱۵ او ارزګان کې ۵ طالبان وژل شوي دي.
تر اوسه خپلواکو سرچینو دغه ارقام نهدي تأیید کړي او خپله طالبانو هم لا پرې کومه تبصره نهده کړې.
وزارت ادعا کوي چې ارزګان کې یې د طالبانو یوه سمڅه او د وسلو زېرمه هم لهمنځه وړې ده.
Спорт в России и мире
Москва
Команда подмосковного главка Росгвардии заняла призовое место на чемпионате Центрального округа по стрельбе из боевого ручного стрелкового оружия
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Елена Рыбакина
«Был риск завершить борьбу еще в первом матче». В России оценили победу Рыбакиной в Штутгарте
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
При каких обстоятельствах может затопить Петербург и Москву? Отвечает гидролог
Путин в России и мире
Москва
Путин поручил сократить время пути поездов от Москвы до Черного моря до 16 часов
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко рассказал о планах расширения НАТО
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Захарова: встречи по продвижению "формулы Зеленского" дают Киеву чувство вседозволенности
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Баста
Рэпер Баста благословил девушку на брак во время своего концерта
Москва
Семь иностранцев рассказали о России и русских: "Лучшие люди", "дивная осень" и "страна третьего мира"
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net