کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د ویستلو پر سر د امریکا کانګرس د دریځ په تړاو لیکنې او تبصرې کړې دي.
ویسا
ویسا ورځپاڼې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو له وتلو سره د امریکا د کانګرس د مخالفت په تړاو لیکنه کړې ده.
ورځپاڼه لیکي، د امریکا د کانګرس ځیني غړي وایي، ولسمشر ټرمپ افغانستان کې د سرتېرو شمېر له ۴ زرو نهشي کمولی.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، په دې اړه هغو جزئیاتو ته اشاره شوې چې د ۲۰۲۱ میلادي کال لپاره د امریکا د استازو او سنا جرګې د واک ورکولو په قانون کې راغلي. Читать дальше...
بریتانیا او اروپایي ټولنه به دا اوونۍ خپله وروستۍ هڅه وکړي چې له برګزېټ وروسته د سوداګرۍ پر یوې معاملې سره سلا شي.
دا مهال د دواړو خواوو مرکچیان پر دې کار کوي چې د ډسمبر له ۳۱مې یا د برګزېټ د انتقال پړاو له پای ته رسېدو مخکې، په ټپه درېدلی حالت مات کړي.
پرون د ډسمبر په شپږمه نېټه بروکسل کې په همدې هدف خبرې وشوې، خو د کوم پرمختګ راپور ورنهکړل شو.
ټاکل شوې نن د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون او د اروپایي کمېسیون مشره اورزلا فن دیرلاین په دې اړه وغږېږي او دا پرېکړه وکړي چې د خبرو دوام کې کوم مسئله شته او که نه. Читать дальше...
رومانیا کې د پارلماني ټاکنو لومړنۍ پایلې ښيي چې چپ اړخی سوسیال ډیموکرات ګوند له حاکم لبرال ګوند نه مخکې دی.
دغلته د پرونیو پارلماني ټاکنو نږدې ټولې رایې شمېرل شوي چې له مخې یې سوسیال ډیموکرات ګوند د استازو جرګې ۲۹،۸ فیصده او د سنا ۳۰،۲ فیصده رایې خپلې کړې دي.
اروپایي پلوه لبرال ګوند بیا د استازو جرګې ۲۵،۱ او سنا جرګې ۲۵،۵ رایې خپلې کړې دي.
دا شمېرې د رومانیا د ټاکنو مرکزي کمېسیون خپرې کړي.
دا ټاکنې له دې اړخه مهمې وې چې معلومه کړي اروپایي پلوه لبرال ګوند کولای شي خپلې یوې اصلاحي اجنډا ته د اروپا ملاتړ جلب کړي او که نه.
د امریکا د برحاله ولسمشر ډونالد ټرمپ شخصي وکیل رودي جولیاني په 'کووېډ-۱۹' اخته شوی دی.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې د نیویارک د پخواني ښاروال د کرونا ټسټ مثبت راوتلی.
د جولیاني زوی او د ټرمپ ځانګړي سکرتر اندریو بیا پر ټویټر لیکلي، د پلار وضعیتیې ښه دی او جدي ساتنهیې کېږي.
امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې ۷۶ کلن جولیاني روغتون کې بستر شوی، خو نه ده او نه هم کوم روغتون دا خبره تأیید کړې ده.
جولیاني په څو ایالتونو کې د ټاکنو د پایلو د بدلون په هڅو کې د ډونالد ټرمپ د حقوقي ټیم مشري کوي. Читать дальше...
په کندهار کې د 'مېرمن' په نوم د ښځو لپاره ځانګړې محلي راډیو چې د مېرمنو لهخوا د مېرمنو لپاره خپرونې لري د بېپولې خبریالانو سازمان لهخوا د ۲۰۲۰ م کال د بیان د ازادۍ د نړیوالې جایزې په نوملړ کې شامله شوې ده.
دغه جایزه سبا سې شنبه د ټایوان په مرکز ټایپي کې اعلانېږي.
د مېرمن په نوم راډيو د ۲۰۱۱ م کال را په دې خوا فعالیت لري چې د مېرمنو لهخوا په سیمهییزه کچه ۱۴ ساعته د ښځو پر مسایلو خپرونې او پروګرامونه لري.
د مېرمنو لپاره په دغه ځانګړې محلي راډيو کې شاوخوا ۱۰ نجوني کار کوي.
د زینب حلیمي... Читать дальше...
ډیپلومات
ډیپلومات خپرونې په افغانستان کې د روسیې د رول په اړه یو مطلب خپور کړی او دا سرلیکیې ورکړی دی، "په افغانستان کې د روسیې هدف څه دی؟".
په مطلب کې راغلي، مسکو د افغانستان په شمال کې د داعش ډلې له فعالیتونو وېره لري او د لیکوال په باور د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په زغرده ویلي، داعش غواړي له دغه ځایه منځنۍ اسیا ته خپل فعالیت وغځوي.
وړاندې په مطلب کې لولو، د روسیې دا وېره وروسته له هغې باوري شوه چې د امریکا تلونکي ولسمشر ډونالد ټرمپ افغانستان کې تر راتلونکې جنورۍ میاشتې پورې... Читать дальше...
د افغانستان د سیمهییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د اتو ولایتونو لپاره ښځینه مرستیال والیانې ټاکلې دي.
د دې ادارې مشر شمیم خان کټوازي د یادو ټاکنو په اړه وايي: "له نېکه مرغه وتوانېدو چې تر ۱۵ ولایتونو پورې چې اووه ولایتونو کې موږ مخکې ښځینه مرستیال والیانې درلودې او اته مرستیالانې دوه ورځې مخکې په دنده وګمارل شوې. یو هدف دا دی، خویندې چې په ولایتونو کې ډېر سمبولیک لري له هغهیې اصلي رول ته راولو او په رهبري کې ځای ورکړو."
د سیمهییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د اعلامیې له مخې بیاني سليمي د کاپيسا،... Читать дальше...
د بریتانیا خلک د کرونا د واکسین ترلاسه کولو ته شېبې شماري.
تمه ده نن د دې واکسین محمولې د بریتانیا لویو روغتونونو ته ورسېږي او د اټکل له مخې بهیې اته لکه ډوزه واکسینونه له سبا سې شنبې په خلکو تطبیقېږي.
د بریتانیا د روغتیا وزارت د کرونا د واکسین وېش یوه لویه بریا بللې ده.
بریتانیا د جرمني او امریکا د ګډو کمپنیو فایزر او بایو تیک لهخوا جوړ شوی د کرونا واکسین په خلکو تطبیقوي.
تېره اوونۍ یې د دغه واکسین د لګولو جواز ترلاسه کړ.
دا واکسین ۹۵ فیصده مؤثره بلل شوی دی.
بریتانیا په اروپا کې له... Читать дальше...
نصرالله رضايي د افغانستان د تنکیو ځوانانو د سنوکر اتلولي وګټله. د سنوکر دا لوبې پرون او وړمه ورځ په کابل کې د تنکیو ځوانانو د ملي ټیم د غړو د ټاکلو په هدف وشوې.
د سنوکر فدراسیون مشر محبوبشاه دارابي وايي چې نصرالله رضايي وتوانېد په فاینل لوبه کې د امید سینزي په وړاندې څلور پر درې بریا خپله کړي.
دارابي په خپله فېسبوک پاڼه کې دا هم ویلي چې د تنکیو ځوانانو په لوبو سربېره د ځوانانو او ماسترانو په کټګوریو کې هم لوبې شوي.
د ماسټرانو په کټګورۍ کې چې د ملي ټیم با تجربه لوبغاړو پهکې برخه درلوده نادر... Читать дальше...
د بلاروس امنیتي ځواکونو پرون په بېلابېلو سیمو کې ۲۰۰ مظاهرهچیان نیولي دي.
مظاهرهچیان د دغه هېواد د مستبد مشر الکساندر لوکاشینکا د استعفا د غوښتنې د تکرار لپاره له څلورو میاشتو لارو سړکونو ته راوځي.
د اګسټ میاشتې د ولسمشرۍ تر لانجمنو ټاکنو وروسته چې اپوزېسیون پهکې د درغلیو ادعا کوي، د نورو ورځو په څېر نن هم مظاهرهچیان په مېنسک او نورو ښارونو کې سره راغونډ شول.
په هغو لانجمنو ټاکنو کې لوکاشینکا د ولسمشرۍ د شپږمې دورې ګټونکی وبلل شو، خو اپوزېسیون وايي اصلي ګټونکې د اپوزېسیون کاندیده سویتلانا تیخانوفسکایا ده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي په بېلابېلو سیمو کې پښتانه وژل کېږي، خو د ده په خبره حکومتیې پوښتنه نهکوي.
منظور پښتین یکشنبه ماښام د پاکستان په کراچۍ ښار کې د لسګونه زره کسانو یوې غونډې ته دا خبرې وکړې.
د کراچۍ په غونډه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د پاکستان پوځ یو وار بیا د پښتنو په خلاف د زورزیاتي په کارولو تورن کړ.
د پي ټي اېم دا غونډه په دې سربېره چې د پاکستان د حکومت لهخوا د کرونا په خاطر د لګېدلیو محدودیتونو په سبب اجازه نهوه ورکړل شوې، ترسره شوه.
په... Читать дальше...
د هوايي چلند د نړیوال کنوانسیون تر لاسلیک وروسته، ملګرو ملتونو په ۱۹۹۲میلادي کال کې د ډسمبر۷مه د هوايي چلند د نړیوالې ورځې په نوم نوموله.
دغه ورځ د 'برادرز رایټ' له لوري د لومړنۍ الوتنې د ازمېښت په مناسبت چې په ۱۹۰۳ میلادي کال کې يې ترسره کړه، نومول شوې ده.
په افغانستان کې هوايي لېږد رالېږد په۱۹۲۳میلادي کال کې له جرمني او د وخت شوروي اتحاد نه د څو الوتکو په رانیولو سره پیل شو او ورسره هممهاله په کابل ښار کې د خواجه رواش لومړنی هوايي ډګر جوړ شو چې اوس د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر په نوم یادېږي. Читать дальше...
کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر وایي د دوحې تړون ټولې برخې یو په بل تړلې او مشروطې دي او داسې نهشي کېدای چې یوه برخهیې عملي او بلهیې له پامه وغورځول شي.
راس وېلسن دا خبره پرون افغان خبریالانو ته په یوه انلاین کنفرانس کې کړې، خو ټینګار یې کړی چې د امریکا متحده ایالات د دوحې تړون د ټولو برخو تطبیق غواړي.
هغه طالبان ګرم بللي چې د تاوتریخوالي د کمولو په څېر د دوحې د تړون ګڼې برخې یې نهدي عملي کړي، سره له دې په دې تمه دي چې افغان حکومتیې پاتې اووه زره نور بندیان هم ورخوشې کړي.
ښاغلي وېلسن زیاته کړه... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Сотрудники Росгвардии на комплексе Байконур приняли участие в спортивном мероприятии «Наследники Победы»
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
ATP
Российский теннисист поднялся на две позиции в топ-10 рейтинга ATP
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Синоптик Позднякова: москвичей 7 мая ждет аномально холодная погода
Путин в России и мире
Москва
Ушаков: Путин и Пашинян расставят на встрече многие точки над i
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Польский судья Шмидт попросил защиты у Лукашенко и политического убежища в Белоруссии
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Юрий Шевчук
Юрий Шевчук призвал своих зрителей к революции. В Дубае
Москва
Подавший сигнал тревоги Airbus A321 совершил посадку в Шереметьево
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net