Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Декабрь
2020

Новости за 06.12.2020

عربستان: ايران سره د تلپاتې هوکړې لار له خليج هېوادونو سره مشوره ده

Pa.azadiradio.com 

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان وايي، له ایران سره د یوې دوامدارې موافقې یوازینۍ لار دا ده چې امریکا له ایران سره اټومي موافقې ته تر ستنېدو مخکې د خلیج له عرب هېوادونو سره مشوره وکړي. د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن تېره اوونۍ وویل چې له ایران سره اتومي موافقې ته بېرته ستنېدا سخته کار دی، خو دی په دې برخه کې پر خپله خبره ولاړ دی. د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر د فرانسې خبري اژانس ته وویل، تمه لري چې له دوی سره به د امریکا راتلونکی حکومت مشوره وکړي . ده وویل، له ایران... Читать дальше...

د بېلاروس امنیتي ځواکونو د لسګونه لاريون کوونکو د نیولو لړۍ پیل کړې

Pa.azadiradio.com 

د بېلاروس امنیتي ځواکونه په دغه هېواد کې د لسګونو کسانو د نیولو لړۍ پیل کړه.  دا په داسې حال کې ده، چې د مستبد مشر الکساندر لوکاشینکا د استعفی د غوښتنې د تکرار لپاره بیا خلک له څلورو میاشتو لارو سړکونو ته راوځي. د اګست میاشتې د ولسمشرۍ تر لانجمنو ټاکنو وروسته چې اپوزیسون په کې د درغلیو ادعا کوي، د نورو ورځو په څېر نن هم مظاهره چیان په منسک او نورو ښارونو کې سره راغونډ شول. په هغو لانجمنو ټاکنو کې لوکاشینکا د ولسمشرۍ د شپږمې دورې ګټونکی وبلل شو، خو اپوزیسیون وايي اصلي ګټونکې د اپوزیسیون کاندیده سویتلانا څیخانوفسکایا ده.



خوست کې د اوبو واړه بندونه جوړېږي

Mashaalradio.com 

د خوست چارواکو په مرکز او پینځو ولسوالیو کې د نهه وړو بندونو جوړولو پرانیسته کړې. د ډېسېمبر پر پينځمه چارواکو وویل، دا واړه بندونه به د باران اوبه زخیره کړي چې ورسره به نه یوازې د سېلاوونو له وجې د زیانونو کچ ټیټ شي بلکې ۱۱،۰۰۰ کورنۍ به یې له اوبو ګټه پورته کړي. ویډیويي رپورټ.

"بغلان کې د طالبانو یو نومول شوی ولسوال له خپلو ملګرو سره وژل شوى"

Pa.azadiradio.com 

د بغلان امنیه قوماندانۍ وايي، د طالبانو یو نومول شوی ولسوال د هغه له ملګرو سره ووژل شو. د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت رسنیو ته وویل، چې لومړی وسله والو طالبانو نن په دوشي ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوستو حمله وکړه.  هغه زياتوي: "حمله یې د پولیسو له خوا شنډه شوه، په نتیجه کې د خنجان ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ملا امیر د هغه له درېیو ملګرو سره ووژل شو. دوی تل هڅه کوله چې د لویو لارو په اوږدو کې د سوداګرو مالونه لوټ کړي."  ښاغلی بشارت وايي، په دې وسله واله نښته کې پولیسو ته کوم زیان نه دی اوښتی. Читать дальше...

په رومانیا کې پارلماني ټاکنې ترسره کېږي

Pa.azadiradio.com 

په رومانیا کې خلک په پارلماني ټاکنو کې د برخې اخیستو لپاره د رایو ورکولو مرکزونو ته روان دي. دغه ټاکنې به دا معلوموي، چې ایا اروپا-پلوه لیبرال سیاستوال په قدرت کې پاتې شي که څنګه. دا په داسې حال کې ده، چې د کرونا وبا د مهارولو لپاره د دغو چارواکو پر اقداماتو انتقادونه شوي دي. نن به په دغو ټاکنو کې د مشرانو جرګې ۱۳۶ او د ولسي جرګې ۳۲۹ غړي ټاکل کېږي. نن به په دغو ټاکنو کې د مشرانو جرګې غړي او مرستیالان هم ټاکل کېږي. په رومانیا کې د لیبرال ملي ګوند چې اقلیت دی، تېر کال وروسته له هغې واک ته... Читать дальше...

د پخواني شوروي د فوټبال وتلى لوبغاړى "ویکتور پوني دیل نیک" ومړ

Pa.azadiradio.com 

د پخواني شوروي د فوټبال وتلي لوبغاړي ویکتور پوني-دیل-نیک د ۸۳ کلونو په عمر ساه ورکړه. دی د پخواني شوروي اتحاد د ټیم یوازنی ژوندی لوبغاړی و، ۶۰ کاله مخکې یې د اروپايي اتلولیو پایلوبه ګټلې وه. د روسیې د فوټبال فډراسیون نن په خپل ویبسایټ کې په یوه اعلامیه کې دا خبر ورکړ، خو دا یې نه دي ویلي چې پوني-دیل-نیک چېرې او کله مړ شوی دی. دغه فډراسیون په یوه ټويټ کې دغه لوبغاړي یو «اتل» بللی دی. د اروپا د فوټبال اتحادیې هم په خپل ویبسایټ کې دغه فوټبالر یو اتل بللی، چې توانېدلی و، په ۱۹۶۰م کال کې د اروپايي... Читать дальше...

په ننګرهار کې د "ناکامورا" د وژل شویو ساتونکو کورنۍ مرسته غواړي

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې د ډاکتر ناکامورا د وژل شویو ساتونکو کورنۍ د مرستې غوښتنه کوي. د ننګرهار د دره نور اوسېدونکی سید رحیم شااوخوا ۷کاله د تیتڅو ناکامورا ساتنه وکړه، خو پوره یو کال وړاندې پر ناکامورا د برید په ترڅ کې د خپلو دوه نورو ملګرو سره ووژل شو. له سید رحیم څخه درې لوڼې او درې زامن پاتې دي. د سید رحیم پلار ولس خان وایي، د خپلو لمسو راتلونکې ته اندېښمن دی او لاسنیوي او ملاتړ ته اړتیا لري. ولس خان چې د ژوند په نورو سړو تودو سربېره د خپل زوی مرګ هم ځپلى وايي، د سید رحیم مړینې یې د لمسیانو خوبونه... Читать дальше...



"طالبانو سره د سولې بريا په صورت کې د داعش په له منځه وړلو تمرکز کېږي"

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وایي، که چیرې له طالبانو سره د سولې خبرې بریالۍ شي، حکومت به د داعش ډلې په له منځه وړلو تمرکز وکړي. طالبانو سره تر سولې وروسته به د حکومت تمرکز د داعش او د دغې ډلې له خوا پر نرمو اهدافو د بریدونو مخنیوی وي. دا خبره د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د فرانسې خبري اژانس سره مرکه کې کړې. داعش د خراسان څانګې په ورستیو کې په افغانستان کې د یو لړ خونړیو او پېچلو بریدونو مسولیت پر غاړه اخیستی. په دې بریدونو کې یو پر کابل پوهنتون برید و چې شاوخوا پنځوسو محصلانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته. Читать дальше...

د روغتیايي کارکوونکو ملي ورځ؛ خلک د روغتیايي خدمتونو پر کمښت نيوکه کوي

Pa.azadiradio.com 

که څه هم د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په ورستیو دریو کلونو کې په کلیوالو سیمو کې د روغتیا خدمتونو د پراختیا لپاره هڅې کړې دي خو لا هم په اړه نيوکې موجودې دي. د جلال اباد اوسېدونکی اکرام الله وايي، په دغه ولایت کې حوزه وي روغتون د ختځیو ولایتونو ان یوازې د ننګرهار ولایت د اوسېدونکو اړتیا هم نه شي پوره کولی. هغه زياتوي: "په کلیو کې روغتيايي مرکزونه نشته، په ننګرهار کې یو روغتون شته، د ټولو خلکو لپاره خدمتونه نشي وړاندې کولی او په دې برخه کې خورا جدي ستونزې شته." د سوېلي ولايت ارزګان د چورې... Читать дальше...

د بغلان فابریکه د افغانستان د اړتیا ٦ سلنه سيمنټ برابروي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي پراختیا شرکت د معلوماتو له مخې افغاستان د ورځې په منځني ډول له دولس تر پنځلس زرو سیمنټو ته اړتیا لري، چې شاوخوا اوه سوه ټنه سيمنټ د غوري سیمنټو فابریکه تولیدوي او د بازار شاوخوا شپږ سلنه اړتیا چمتو کوي. نور حال په راپور کې:

په دوحه کې د مذاکراتو ګډې کمېټې د اجنډا جوړولو پر سر دوهمه غونډه وکړه

Pa.azadiradio.com 

نن ( یکشنبه ) په دوحه کې د افغان دولت او طالب مرکچیانو ګډه کمېټې د اجنډا جوړولو پر سر دوهمه غونډه وکړه. د سولې د خبرو لپاره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د تماس ډلې نن یک شنبه د تېرې ورځې د ناستې په دوام د سولې د خبرو د اجندا جوړولو په هدف ناسته وکړه. دغې ګډې کاري کمېټې پرون شنبه خپله لومړنۍ غونډه کړې وه. د سولې په چارو کې د افغان دولت وزارت که څه هم د دې ناستې د څرنګوالي په اړه څه نه وايي خو ټینګار کوي، چې افغان دولت د یوې تلپاتې سولې لپاره هڅه کوي. د دې وزارت ویاندې ناجیه انوري نن ازادي... Читать дальше...

موسيقاران بايد هنر د روزګار يوازېنۍ وسيله نه کړي: طاهر فېروز

Mashaalradio.com 

دا اوونۍ مو "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې ته د بلوچستان د مرکزي ښار کوټې يو پېژندلی سندرغاړی طاهر فېروز مېلمه کړی وو. ده شاوخوا ۲۰ کاله پخوا سندرې ويل پيل کړي. نوموړی وايي، پښتانه هنرمندان به هله په ټولنه کې د عزت خاوندان شي چې د موسيقۍ ترڅنګ د روزګار نورې وسيلې هم ولري. د فېروز دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

د سولې خبرې؛ دوحه کې د اصلي مذاکرو پر اجنډا دویمه غونډه جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

تمه کېږي د دولت او طالبانو د مذاکره کوونکو کاري ډلې نن یکشنبه (د لېندۍ ۱۶مه) هم د اصلي مذاکرو پر اجنډا خپله دویمه غونډه جوړه کړي.   د دواړو لوریو کاري ډلو پرون شنبه هم په خپله لومړۍ غونډه کې پر دې موضوع بحث وکړ.   د سولې په چارو کې د دولت د وزارت ویاندې ناجیې انوري رسنیو ته وویل: "دغه بحثونه نن هم دوام لري. د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکره کوونکی پلاوی له هغه پیاوړي ملاتړ سره چې د خلکو او د دولت د مشرتابه او د هېواد د سیاسي او ملي مشرانو له خوا یې لري، په لا ټینګ هوډ سره د تلپاتې سولې لپاره... Читать дальше...

محب: د زیات شمېر امریکایي سرتېرو وتل به افغان ځواکونه تر فشار لاندې راولي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وایي، له افغانستانه د زیات شمېر امریکایي سرتېرو وتل به افغان امنیتي ځواکونه تر فشار لاندې راولي.  حمداله محب د بحرین په پلازمېنه منامه کې د امنیتي کنفرانس په څنډه کې د فرانسې له خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، د امریکایي سرتېرو ناببره کمېدل به زموږ وړتیاوې تر فشار لاندې راولي.  په وروستیو کې امریکايي چارواکو ویلي چې د جنورۍ تر نیمايي پورې به په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر له ۴۵۰۰ څخه ۲۵۰۰ ته راکم شي، خو پرون ځینو امریکايي رسنیو راپور ورکړ چې کانګرس ښايي د دې کار مخه ونیسي. Читать дальше...

خېبرپښتونخوا؛ پر کرونا اخته ۷ ناروغان د اکسیجن د وسایلو کمښت مړه کړي

Pa.azadiradio.com 

د خېبرپښتونخوا په یوه روغتون کې په کوویډـ۱۹ ناروغۍ ۷ تنه اخته کسان د اکسیجن د وسایلو د کموالي له کبله مړه شوي دي.   چارواکي وايي، د دې پېښې په اړه چې تېره شپه د پېښور په خیبر تدریسي روغتون کې شوې، د څېړنو امر شوی دی.   د روغتون ویاند فرهاد خان نن ازادي راډیو ته وویل، د دې غمیزې د مخنیوي لپاره د اکسیجن سلنډرونه پر وخت روغتون ته ونه رسېدل: "موږ ته د بي او سي په نامه له یوه کمپنۍ د اکسیجن د سلنډر رسولو مسوولیت لري. نو تېر ماخوستن نهه نیمې بجې موږ ورته په انتظار وو خو هغه ناوخته راورسېدل چې له وجې... Читать дальше...

ارګ: د الياس داعي د وژل کېدو په تړاو شبکه نيول شوې

Pa.azadiradio.com 

د ولسمشر د وياند مرستيال دوا خان مينه پال وايي، د ازادي راډيو د خبريال الیاس داعي د وژل کېدو په تړاو يې يوه شبکه پېژندلی او ډېر ژر به يې ونيسي. فريد الله سعادت په دې اړه راپور جوړ کړی:

انډرسن: نور له امریکایي کرکټ لوبډلې سره د امریکا په ملاتړ لوبېږم

Pa.azadiradio.com 

د نیوزیلېنډ د کرکټ لوبډلې تکړه الراونډر کوري انډرسن اعلان کړی چې له دې وروسته به له امریکایي کرکټ لوبډلې سره د امریکا په ملاتړ لوبېږي. نوموړی لومړی ځل ۷ کاله وړاندې د نیوزیلېنډ په ملي لوبډله کې ولوبېد او یوځل یې په ۳۵ توپونو د چټکې سلیزې ریکارډ هم جوړې کړی دی. نوموړي دا ریکارډ په یو ورځنیو لوبو کې د ویسټ انډیز خلاف جوړ کړ. دی له دغې سلیزې وروسته خورا مشهور شو او د هندوستان په 'ای.پي.اېل' کرکټ لیګ کې د بنګلور لوبډلې وپېره. انډرسن د توپوهونې سربېره ښه توپ اچونه هم کوي او د نړۍ په مشهورو الراونډرانو کې حساب دی. Читать дальше...


Музыкальные новости
Булат Окуджава

Почетный гражданин: Булату Окуджаве — 100 лет!





Персональные новости
Сергей Шойгу

Шойгу: салют дадут в Москве, городах-героях и в местах штабов военных округов





د کابل د فوټسال لیګ؛ 'وي.ای.پي' او  ظاهر اسد لوبډلې سره مخ شوي

Pa.azadiradio.com 

د کابل د فوټسال غوره لیګ د ګروپي سیالیو په لړ کې نن یکشنبه( د لېندۍ ۱۶مه) سهار له لومړي ګروپه 'وي.ای.پي' او  ظاهر اسد لوبډلې سره مخ شوي. د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف نن ازادي راډیو ته وویل چې 'وي.ای.پي' لوبډله د ١٠ امتیازونو په ترلاسه کولو نیمه پایلوبې ته ووته. په یادو سیالیو کې ظاهر اسد لوبډلې ٧ امتیاز ترلاسه کړل چې باید بل پړاو ته د لار موندلو په هدف د سې شنبې په ورځ شریفي سپورټ ټیم سره ولوبېږي. په یادو سیالیو کې لسو ټیمونو برخه اخېستې او لس ورځې وړاندې پیل شوي چې د چهارشنبی تر ورځې به دوام وکړي.

د هرات د 'ساواته سپورټ' لوبډلې د سرو او سپینو زرو مډالونه وګټل

Pa.azadiradio.com 

د هرات د ساواته سپورټ 'فرانسوي سوک وهنه' لوبډلې څلور د سرو زرو او یو د سپینو زرو مډالونه وګټل. د هرات د ساوته فدراسیون رئیس تورجان بختیاري نن یکشنبه (د لېندۍ ۱۶مه) ازادي راډیو ته وویل چې د هرات ولایت څخه شپږ کسيزه ډله یوه اوونۍ مخکې په ساوته سیاليو کې د ګډون لپاره کابل ته راغلې وه. ښاغلی بختیاري وايي چې په دغو سیاليو کې د هرات لوبغاړو احمد شعیب عثماني، روهین میرزایي، حمید تیموري او جاوېد قادري هر یو د سرو زرو مډالونه خپل کړل، خو عبدالوارث اسحاقزي بیا د سپینو زرو مډال خپل کړ. د نوموړي په خبره،... Читать дальше...

ننګرهار چارواکي: په شینوارو کې د داعش ډلې څو وسله وال وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار والي ویاند وايي، په شینوارو ولسوالۍ کې د داعش ډلې څو وسله وال وژل شوي او دوه نیول شوي دي. عطا اله خوږیاڼي ازادۍ راډیو ته وویل، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه پوځي عملیات وکړل، چې د داعش ډلې له مقاومت سره مخامخ شول. هغه زياتوي: "درې داعش وسله وال د مقاومت پر مهال وژل شوي او دوه نور ژوندي نیول شوي دي، همداراز یو شمېر وسلې او مهمات چې په سیمه کې د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي وو، په سیمه کې له منځه وړل شوي دي." د والي ویاند وايي په دغو پوځي عملیاتو کې افغان پوځیانو او ملکیانو ته زیان نه دی اوښتی.

د طالبانو مشرتابه تېره شپه خلیلزاد سره پر وروستیو تحولاتو خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

طالبان وايي، په قطر کې د دوی د سیاسي دفتر مشرتابه تېره شپه د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره پر وروستیو تحولاتو خبرې وکړې. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم نن په ټویټر کې لیکلي، چې په دوحه کې له ښاغلي خلیلزاد سره د سیاسي دفتر مرستیال ملا عبدالغني برادر او د طالبانو د مذاکراتي ډلې مشر شیخ عبدالحکیم او نورو غړو هم کتلي دي. د طالبانو سیاسي دفتر وايي، په دې کتنه کې د طالبانو او واشنګټن ترمنځ د شوې موافقې پر اهمیت، د طالبانو د پاتې بندیانو پر خوشې... Читать дальше...

امریکا کې ټاکنې؛ ټرمپ د درغلیو په اړه نورې 'بې اساسه' ادعاوې وکړې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا برحاله ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د درغلیو نورې 'بې اساسه' ادعاوې وکړې. ډونالډ ټرمپ چې تراوسه پورې یې ټاکنو کې خپله ماتې نه ده منلې، د نوومبر د درېيمې نېټې انتخاباتو پر مشروعیت شک څرګندوي، هغه ټاکنې چې ګټونکی یې د ده سیال جوبایډن دی. نوموړي پرون شنبه (د لېندۍ ۱۵مه) په جورجیا کې د سناتورانو یوې غونډه کې یو ځل بیا هغه ادعاوې تکرار کړې چې ټاکنو کې د لاسوهنو او درغلیو په اړه دي. غونډه د جمهوریپال ګوند د هغو سناتورانو له لوري ترتیب شوې وه چې د سنا جرګې په دوهم پړاو انتخاباتو کې ګډون کوي. Читать дальше...

چارواکي: په افغانستان کې د پنبې حاصلات ٢٠ سلنه زیات شوي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د پنبې حاصلات ٢٠ سلنه زیات شوي دي. د کرنې او مالدارۍ وزارت د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي ازادۍ راډیو ته وویل، چې تېر کال په افغانستان کې د پنبې د تولید کچه ۵۷زره او ۴۵۰ ټنه وه، خو په روان کال کې ۷۳زره او ۱۱۹ ټنو ته رسېدلې ده. د کرنې وزارت په افغانستان کې پر وخت ورښتونه او مناسبې هوا ترڅنګ، د کرنې وزارت تخنیکي او ترویجي مرستې او سلا مشورې د پنبې د حاصلاتو د زیاتوالي عمده لاملونه ښيي. د کرنې وزارت دا هم وايي، چې په روان کال کې د هرات، سرپل، کندز، بادغیس، فراه، بلخ، تخار، سمنګان،... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Поцарапанному пандой Катюшей киперу подарили футболку с извинениями


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Саснович вышла в основную сетку турнира WTA-1000 в Риме


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Крылатчан попросили с пониманием отнестись к спортивному ориентированию





Путин в России и мире
Москва

Уроженец Кировской области с позывным Струна стоял на параде рядом с Путиным


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Лукашенко рассмотрит заявление об убежище от польского суди Шмидта




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Бато Багдаев

Бурятский театр «Ульгэр» этнокультурные новости: Россия, дети, нацпроект Культура, колаборация



Москва

Житель Челябинской области выиграл рекордный суперприз в 607 млн руб. в лотерею

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net