خېبرپښتونخوا؛ پر کرونا اخته ۷ ناروغان د اکسیجن د وسایلو کمښت مړه کړي
د خېبرپښتونخوا په یوه روغتون کې په کوویډـ۱۹ ناروغۍ ۷ تنه اخته کسان د اکسیجن د وسایلو د کموالي له کبله مړه شوي دي.
چارواکي وايي، د دې پېښې په اړه چې تېره شپه د پېښور په خیبر تدریسي روغتون کې شوې، د څېړنو امر شوی دی.
د روغتون ویاند فرهاد خان نن ازادي راډیو ته وویل، د دې غمیزې د مخنیوي لپاره د اکسیجن سلنډرونه پر وخت روغتون ته ونه رسېدل: "موږ ته د بي او سي په نامه له یوه کمپنۍ د اکسیجن د سلنډر رسولو مسوولیت لري. نو تېر ماخوستن نهه نیمې بجې موږ ورته په انتظار وو خو هغه ناوخته راورسېدل چې له وجې یې دا پېښه وشوه."
په پاکستان کې په کرونا وایروس د اخته کسانو شمېر له څلورو لکو او ۱۶۰۰۰ اوښتی او د مړو شمېر تر ۸۳۰۰ زیات شوی دی.