123ru.net
World News in Pashto
Декабрь
2020

Новости за 05.12.2020

د نرسې شایسته ژوند او کار

Mashaalradio.com 

په سروې خپرونه کې نرسه شايسته جدون ميلمنه ده. شايسته په نرسنګ کې ايم فل کوي او په ليډي ريډنګ روغتون کې نرسه پاتې شوې ده. د پروګرام کوربنه مليحه اميرزاده ده.

له افغانستانه په چټکۍ د امریکايي سرتېرو د وتلو د مخنیوي طرحه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د کانګرس  غړیو د ۲۰۲۱م کال د ملي دفاعي صلاحیت د قانون په طرحه کې یوه داسې برخه هم شامله کړې چې کولی شي، له افغانستان څخه په چټکۍ د امریکايي سرتېرو د وتلو مخه ونیسي. د دې قانون طرحې  افغانستان کې د نورو امریکايي سرتېرو د کمولو په اړه  د امریکا پر دفاع وزارت سربېره د نورو حکومتي ادارو  نظرونه هم لازمي بللي دي. ولسمشر ټرمپ په ۲۰۱۶ م کال کې  د انتخاباتي کمپاین پر مهال ژمنه کړې وه چې  افغانستان کې به د امریکايي سرتېرو اوږد موجودیت پای رسوي. په دې هېواد  کې د ۲۰۲۰م کال د پیل راهېسې د امریکايي... Читать дальше...

چارواکي: د ارزګان دهراود کې ۴۹ وسله وال طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان لایت سیمه ییز چارواکې وايي، د دغه ولایت په دهراود ولسوالۍ کې تېره شپه او نن ورځ لسګونه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په دهراود ولسوالۍ د افغان کمانډوځواکونو قوماند کبیرخان نن ازادي راډيوته وویل، چې تېره شپه افغان هوايي، د یادي ولسوالۍ په لنډیاني سیمه کې د وسله والوطالبانو پر پټنځایونو بریدونه کړي چې پرمهال يي ۲۶ وسله وال طالبان وژل شوي. نوموړي وايي، همدا نن ورځ افغان ګډو هوايي او ځمکنیو ځواکونو د وسله والوطالبانو د ځپلو په موخه  عملیات تر سره کړي دي چې پرمهال يي ۲۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي. Читать дальше...



ته ینج: د رضا کارانو د ملاتړ په موخه قانوني طرحه جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

د کار او ټولنیزو چارو وزیر بشیر احمد ته ینج وايي، له فساد سره د مبارزې په برخه کې له رضا کارانو د ملاتړ په موخه یوه قانوني طرحه چمتو کوي. د ډسمبر د پنځمې د رضا کارانو د نړیوالې ورځې له رارسېدو سره هممهاله د افغانستان د کار او ټولنیزو چار وزیر، فساد سره د رضا کارانو د مبارزې د ملاتړ په برخه کې د یوې قانوني طرحې د چمتو کولو خبره کوي. بشیر احمد ته ینج د شنبې په ورځ له فساد سره د مبارزې په برخه کې د رضا کارانو په ستاینغونډه کې چې د رونټیا د څار بنسټ له خوا جوړه شوې وه وویل، رضا کاران په دې برخه کې قانوني ملاتړ ته اړتیا لري. Читать дальше...

ارګ: د "داعي" د وژل کېدو په تړاو شبکه پېژندل شوې او ژر به ونیول شي

Pa.azadiradio.com 

افغان حکومت وايي، د الیاس داعي د وژل کېدو په تړاو يې يوه شبکه پېژندلی او ډېر ژر به يې ونيسي. د داعي له وژل کېدو نږدې يوه مياشت تېرېږي خو لا يې هم غم د خواخوږو لپاره تازه دی. د افغانستان د اطلاعاتو فرهنګ وزارت په کابل کې د ازادي راډيو خبريال الیاس داعي د وژل کېدو په تړاو ياد غونډه جوړه کړې وه. په ياد غونډه کې ګڼو دولتي چارواکو ګډون درلود. د جمهور رئيس د وياند مرستيال دوا خان مينه پال د داعي د وژل کېدو په تړاو يې د يوې شبکې دپېژندلو خبره وکړه‌. هغه وايي، دغه قاتلينو څېرې به ډېرې بربنډې شي‌. Читать дальше...

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د ناببره کمښت مخه نیول شوې

Pa.azadiradio.com 

د امریکایۍ سټارس انډ سټرایپس ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا د استازو جرګې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د هغه اقدام مخه ونیوله، چې غوښتل یې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ناببره کم کړي. امریکايي چارواکو تر دې مخکې ویلي وو، چې د جنورۍ تر نیمايي پورې به په افغانستان کې د دېره امریکايي پوځیانو شمېر له ۴۵۰۰ څخه ۲۵۰۰ ته راکم شي. خو د امریکا د ۲۰۲۱م کال د ملي دفاعي جواز قانون له مخې، د امریکايي پوځیانو د شمېر کمولو پرېکړه، د امریکا د نورو ادارو تصویب ته هم اړتیا لري. د امریکا ولسمشر ډونالډ... Читать дальше...

ایران کې پر اعدام د محکومو ٣ کسانو دوسيې له سره څېړل کېږي

Pa.azadiradio.com 

د ایران ستره محکمه وايي، د هغو درېیو ځوانانو دوسیې له سره څېړي، چې په ۲۰۱۹م کال د دولت ضد اعتراضونو به تړاو په اعدام محکوم شوي. د ایران سترې محکمې ویبسایټ نن اعلان کړی، چې دغه دوسیې په یوه بله محکمه کې څېړل کېږي. د دغو کسانو نومونه امیر حسین مرادي، محمد رجبي او سعید تمجیدي یاد شوي، چې شاوخوا ۲۰ کلن دي او د هغو اعتراضونو پر مهال نیول شوي وو، چې د تېلو د بیو لوړېدو له کبله شوي وو. د بشري حقونو د ملاتړ ډلو ویلی، په هغو اعتراضونو کې چې تېر میلادي کال تر ۱۰۰ زیاتو ښارونو او ښارګیو کې وشول، لږ تر... Читать дальше...

په بلوچستان کې د ایډز ناروغي زیاته شوې ده: افضل زرکون

Mashaalradio.com 

په بلوچستان کې د اېډز ناروغۍ مخنیوي اداره وايي،‌ په صوبه کې په اېډز ناروغۍ اخته تر ۱۵۰۰ زیات کسان د دوی په مرکزونو کې داخل شوي او تر ۷۰۰۰ لا هم بې علاجه ګرځي. د یادې ادارې مشر محمد افضل زرکون د دسمبر پر پنځمه مشال راډیو ته وویل چې هره ورځ د دوی مرکزونو ته په دې ناروغۍ اخته کسان ورځي او ځان د علاج لپاره ثبتوي. "په بلوچستان کې زموږ دوه لوی مرکزونه دي. یو په بولان میډیکل کالج کوټه کې او بل د تربت په ضلعې روغتون کې دی. په کې په مجموعي توګه ۱۵۰۰ ناروغان رجسټرډ دي چې ۳۲۷ په تربت او نور د کوټې په مرکز کې دي. Читать дальше...



روسيه کې د کرونا ضد تولید شوي واکسین د لګولو بهير پیل شوى

Pa.azadiradio.com 

روسي چارواکي وايي، په هېواد کې د کرونا ضد تولید شوي واکسین "سپوتنیک وي" د لګولو پروسه د مسکو په ۷۰ کلنیکونو کې پیل شوې ده. دا په روسیه کې د کوېډ۱۹  ناروغۍ پرضد لومړی واکسین دی، چې په ډله ییز خلکو ته لګول کېږي. روسي چارواکي وايي، دغه واکسین په لومړیو کې روغتیايي کارکوونکو، ښوونکو او د ټولنیزو خدماتو مامورانو ته چې د کرونا ویروس له خطر سره زیات مخامخ دي، لګول کېږي. د اګست میاشتې په لومړیو کې د سپوتنیک وي واکسین تایید، د متخصصانو انتقادونه پارولي وو، ځکه هغه وخت لا دغه واکسین لسګونو کسانو ته ورکړل شوی و.

جوبایډن: په امریکا کې اقتصادي بهتري ټکنۍ روانه ده

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالتونو منتخب ولسمشر وايي، په امریکا کې د وزګارتیا په اړه راپور ښيي، چې اقتصادي بهتري ټکنۍ روانه ده.  جو بایډن له کانګرس نه غوښتنه وکړه، چې د کرونا ویروس  د زیان د جبران لایحه تصویب کړي. ښاغلي بایډن پرون وویل، که اوس اقدام ونه شي، راتلونکی به ډېر تت وي. ده وویل امریکایان مرستې ته اړتیا لري. پرون تر دغو څرګندونو مخکې د حکومت په یوه راپور کې څرګنده شوه، چې په نومبر میاشت کې د کار بازار ورو شوی و. بایډن خبریالانو ته وویل، دی د ۹۰۸ ملیارد ډالرو په ارزښت د هغې مالي بستې ملاتړ... Читать дальше...

د پکتيکا چارواکي: د اورګون زون د سيمه ييزو پولیسو قوماندان ووژل شو

Pa.azadiradio.com 

د پکتيکا امنیه قوماندانۍ وايي، د اورګون زون د سيمه ييزو  پولیسو یو قوماندان په وسله واله نښته کې ووژل شو. نښته تېره شپه هغه وخت وشوه، چې قوماندان عید محمد خان له پولیسو سره په ملتیا له اورګون نه، ګیانې ولسوالۍ ته اکمالات کول. د پکتیکا د امنیې قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین نن رسنیو ته وویل، نښته د سهار تر شپږو بجو روانه وه.  هغه زياتوي: "د اورګون زون لپاره د محلي پولیسو قوماندان ښاغلی عید محمد خان هم په دغه نښته یعنې مخامخ جګړه کې شهید شوی دی."  ښاغلي ارین تر دې مخکې په دې نښته کې د ۱۷ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر هم ورکړی و. Читать дальше...

کابل کې د "الیاس داعي" د هڅو د درناوي لپاره ځانګړې غونډه جوړه شوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د اطلاعات او فرهنګ وزارت نن د ازادي راډیو د وژل شوي خبریال محمد الیاس داعي د هڅو د درناوي لپاره ځانګړې غونډه جوړه کړه. د دغه وزارت ویاند صابر مومند ازادۍ راډیو ته وویل، په دې غونډه کې د الیاس داعي له کورنۍ سره د مرستو پردوام خبرې وشوې.  هغه زياتوي: "په مجموع کې خبرې پر دې راغونډې وې، چې د شهید داعي له کورنۍ سره دې دوامداره مرستې وشي او د ویناوالو غوښتنه دا وه چې حکومت دې دوی ته په کابل کې یو کور ورکړي."  محمد الیاس داعي څه باندې درې اونۍ مخکې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ده په موټر... Читать дальше...

"په کابل کې د مقناطیسي ماین چاودنو او د چارواکو د ترور شبکه نیول شوې"

Pa.azadiradio.com 

د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر وايي، په کابل کې د مقناطیسي ماین د چاودنو او د دولتي چارواکو د ترور یوه شبکه نیول شوې ده. د امر اله صالح د رسنیو او عامه ارتباطاتو ريیس رضوان مراد نن ازادۍ راډیو ته وویل: "هغه شبکه چې د دولتي منسوبینو په ترور کې ښکېله وه او مقناطیسي ماینونه یې کابل ته انتقالول، امنیتي ځواکونو نیولې او متاسفانه چې ده یوه نانوايي جوړه کړې وه، چې جعلي وه، په ظاهراً یې خلکو ته ښووله چې نانوايي ده، خو ده پخې ډوډۍ راوړلې او هلته یې خرڅولې.  په کابل کې د جنايي پېښو او ناامنیو تر زیاتېدو... Читать дальше...

تورباز، د افغانستان په حالاتو د بالیووډ یو بل فلم

Mashaalradio.com 

د فلمونو د نندارو وړاندې کوونکې نړېواله شبکه نیټ فلېکس د ډېسېمبر پر ۱۱مه تورباز فلم خپلو صارفینو ته وړاندې کوي. دا فلم د افغانستان د ماشومانو په اړه جوړ شوی چې ترهګر ترې ځانمرګي بریدګر جوړول غواړي خو یو هندی ریټایرډ پوځي افسر هغوی د کرکټ لوبې ته تشویقوي. په دې فلم کې افغان ستورو هم کار کړی دی. د بالیووډ یا د هند د فلمي نړۍ په تورباز فلم کې وتلی هندي فلم ستوري سنجی دت هم کار کړی دی. هغه په فلم کې د یوې موسسې د مشر رول لوبولی دی چې پاکستان کې د کډوالو کیمپونو ته ځي او افغان ماشومان کرکټ ته تشویقوي. Читать дальше...

کونړ کې د ډاکترانو کاري اعتصاب څلورمې ورځې ته وغځېد

Pa.azadiradio.com 

د کونړ مرکزي روغتون ډاکترانو د کاري اعتصاب څلورمه ورځ ده، خو لا يې هم غوښتنې نه دي منل شوي. د یاد کار بندیز له امله ناروغان ګڼو ستونزو سره مخ دي. د اسعد اباد مرکزي روغتون ته له لېرې لېرې ځایونو په لسګونو ناروغان د درملنې لپاره راغلي، خو ډاکترانو کاري اعتصاب کړی او د روغتون اکثره خونو ته قلفونه پراته دي. ډاکتران وايي، د خپل معاش د پوره اخیستلو لپاره يې له ولایته نیولې تر وزارته دروازې ټکولې، خو چا يې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی. يو تن ډاکتر مولا داد وويل: "موږ ولایت، ولایتې شورا او وزارت... Читать дальше...

پي ډي اېم له اسمبلیانو څخه د استعفا په اړه غونډه کوي

Mashaalradio.com 

د پاکستان ډيموکرېټيک موومنټ په نوم د اپوزيشن ګوندونو اتحاد يا پي ډي اېم ويلي چې دوی به راتلونکې اوونۍ پرېکړه کوي چې ايا له قومي او صوبايي اسمبليانو څخه استعفا ورکوي او که نه؟ د پاکستان مرکزي حکومت ضد د ۱۱ ګوندونو دغه اتحاد پرون غونډه کړې وه خو حتمي پرېکړې ته ونه رسېدل او اوس به د ډېسېمبر پر اتمه په اسلام اباد کې بله غونډه کوي چې د پاکستان پخوانی وزيراعظم نواز شريف به هم د ويډيو لينک له لاې ګډون پکې کوي. احمد شاه اعظمي په پېښور کې د سياسي چارو له پوه او خبريال محمود جان بابر سره په همدې اړه خبرې کړې... Читать дальше...

عمران خان نوی بلدیاتي نظام راوستل غواړي

Mashaalradio.com 

عمران خان چې د ډېسېمبر پر څلورمه یې په اسلام اباد کې یوې غونډې ته ویناکوله په اوسني بلدیاتي نظام سخت تنقیدونه وکړل او ویې ویل چې ولس ته یې ګټه نه ده رسېدلې.


Музыкальные новости
Фёдор Шаляпин

В театре имени Шаляпина в Петербурге восстановят исторические лестницы





Персональные новости
#123ru.net

Объявленный в розыск житель Майминского района оплатил почти миллион рублей задолженности по алиментам





کراچۍ کې د رسټورانټونو مالکانو د حکومتي بندیزونو خلاف مظاهره وکړه

Mashaalradio.com 

د پاکستان حکومت د کورونا د دوهمې څپې د مخنیوي په خاطر په رسټورانټونو، هوټلونو او د ودونو په تالارونو بندیزونه لګولي خو پر وړاندې یې اعتراضونه پیل شوي.د پاکستان د رسټورانټونو اتحادیې د دې حکومتي اقدام پر ضد په کراچۍ کې مظاهره وکړه. د هغوی وینا وه، که حکومت بندیزونه ختم نه کړل نو د مظاهرو لمن به ټول ملک ته وغځوي. له کراچۍ نه نیاز علي خان ویډیويي راپور لري.

په خوست کې د اوبو د ۹ بندونو د جوړولو کار پیل شو

Pa.azadiradio.com 

نن د شنبې په ورځ د خوست په مرکز او ۵ ولسوالیو کې د ۹۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو د ۹ وړو ذخیروي بندونو د جوړولو کار پیل شو. د خوست په مرکز او پنځو ولسوالیو تڼیو، ځاځي میدان، ګربزو، باک او اسماعیل خېل او مندوزیو کې د اوبو د ۹ وړو ذخیروي بندونو د جوړولو کار د خوست د مرکز اړوند د څړبني پر خوړ د یو ذخیروي بند د بنسټ ډبرې په کېښودو پیل شو. د کار په پیل ځای کې د خوست د شمل خرم د فرعي حوزې رئیس انجینر ذین الله نسیمي مشال راډیو ته وویل، د دې بندونو په جوړولو چې د اوبو د چارو د تنظیم اداره ۹۲ میلیونه... Читать дальше...

نيوزيلینډ د پاکستان کرکټ لوبډلې ته د تمريناتو اجازه ورنه کړه

Pa.azadiradio.com 

نيوزيلینډ د پاکستان کرکټ لوبډلې ته د تمريناتو اجازه ورنه کړه، په دې هېواد کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د يو شمېر لوبغاړو د کرونا ټېسټونو د مثبت راتلو څخه وروسته د یاد هېواد روغتيا وزارت پاکستاني لوبغاړو ته د تمريناتو اجازه نه ده ورکړې. له دې وړاندې په پلان کې وه چې د قرنطین د څو ورځو تېرولو وروسته به پاکستاني لوبغاړو ته اجازه ورکړل شي چې خپل تمرينونه ترسره کړي، خو اوس پاکستاني لوبغاړي له تمريناتو منع شوي دي. بل لورته د پاکستان کرکټ بورډ ويلي دي چې د لوبغاړو لپاره يې سخت ده، خو بيا هم دوى نه غواړي چې دا سيالۍ لغوه شي. Читать дальше...

بغلان کې د فوټبال لیګ؛ د 'حضرت عمر فاروق' لوبډله اتله شوه

Pa.azadiradio.com 

د 'حضرت عمر فاروق' لوبډله د بغلان ولایت د فوټبال غوره لیګ اتله شوه. د بغلان د فوټبال فدراسیون رئیس فرید احمد سدید نن شنبه(د لېندۍ ۱۵مه) ازادي راډیو ته وویل چې د دغو سیاليو په پایلوبه کې 'عقابان' او 'حضرت عمر' راوتلې وې چې 'حضرت عمر فاروق' لوبډله سره مخ وې چې  لوبه ۱-۲ پر وړاندې حضرت عمر فاروق لوبډلې وګټله . ښاغلی سدید وايي چې د 'حضرت عمر فاروق' لوبډله د اتلولۍ په ګټلو سره د هېواد شمال ختیځ زون د اتلولۍ سیالیو ته لار پیدا کړه. ویل کېږي چې دا سیالۍ یوه اوونۍ دمخه پیل شوې وې او نن شنبه پای ته ورسېدې چې شپږو  لوبډلو په کې ګډون کړی وو.

د کابل د نجونو او هلکانو د باولینګ سیالۍ پای ته ورسېدې

Pa.azadiradio.com 

د کابل د نجونو او هلکانو د باولینګ وروستي پړاو سیالۍ نن شنبه (د لېندۍ ۱۵مه) پای ته ورسېدې. د افغانستان د باولینګ ملي فدراسیون رئیس ادریس فاروقي نن ازادي راډیو ته وویل چې په یادو سیالیو کې شپږ نجونې او شپږ هلکان د کابل د باولينګ ملي لوبډلې ته غوره شول. دا دوه ورځنۍ لوبې وې چې د سل غوره لوبغاړو له منځه وروستي پړاو ته دولس نجونو او دولس هلکانو لار موندلې وه. ټاکل شوې چې باولینګ ملي لوبډلې لپاره د غوره لوبغاړو د ټاکلو په موخه سیالۍ هم تر راتلونکو لسو ورځو پورې په کابل کې تر سره شي.

Спорт в России и мире
Москва

Сотрудник ОМОН «Крепость» стал бронзовым призером на соревнованиях Центрального округа Росгвардии по боксу


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Вторая ракетка Казахстана опустилась в чемпионской гонке WTA


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

В Кабардино-Балкарии стартует крупнейшая экологическая акция «Вода России»





Путин в России и мире
Москва

Киркоров и Пелагея спели для амурчан-бамовцев в Москве


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

VII Всебелорусское народное собрание: основные заявления Александра Лукашенко




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Во Франции назвали бредом слова Зеленского про угрозу Путина Европе


Навальный в России и мире
Москва

В РПЦ отказались называть причины запрета в служении иерея Сафронова, отпевавшего Навального



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Концерт

Концерт в честь Сергея Рахманинова прошел в Воскресенске



Москва

Крутим лучше всех: туристы признали Петербург столицей шавермы в России

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net