Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Декабрь
2020

Новости за 12.12.2020

کابل کې توغندیز برید یو کس وواژه او دوه نور یې ټپیان کړل

Pa.azadiradio.com 

کابل نن یو ځل بیا د توغندیز برید شاهد و. کورنیو چارو وزارت د دغه ښار په بېلابېلو سیمو کې د لسو توغندیو لګېدل تایید کړي دي. دغو بریدونو کې لږ تر لږه یو ملکي کس وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. نور په دې ویډیو کې وګوری او له خپلو ملګرو سره یې شریکه کړئ.

ځينې هېوادونه د "کوېډ١٩" د خپرېدو مخنیوي لپاره نور محدودیتونه لګوي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د امریکا متحد ایالتونه د کرونا ضد واکسین لګولو ته ځان چمتو کوي، نورو هېوادونو د دې ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره نور محدودیتونه ولګول. د چین په شمالي ښار دانګ نینګ کې چې د روسیې پر پوله پروت دی، د جګړې د وخت تر حده سخت محدودیتونه لګول شوي، ځکه په دغه ښار کې په کرونا ویروس د یوه کس د اخته کېدو راپور ورکړل شوی دی. بلخوا په جاپان کې، چې په یوه ورځ په کرونا ویروس د زیاتو کسانو د اخته کېدو تازه ریکارډ ثبت شو، د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې یوې ډلې وړاندیز وکړ، چې حکومت دې سخت محدودیتونه ولګوي. Читать дальше...



په بلخ کې لسګونه ښځو د ۹ کلن ماشوم د خوشې کېدو په خاطر لاريون وکړ

Pa.azadiradio.com 

په بلخ کې لسګونه ترکمنو ښځو د انسان تښتونکو له منګلو د یوه ۹ کلن ماشوم د خوشې کېدو په خاطر احتجاج وکړ. قهرېدلو لاريون کوونکو چې غوښتل یې ځان د بلخ والي د دفتر دروازې ته ورسوي د پولیسو له ممانعت او وهل ټکولو سره مخ شول. د بلوا ضد ځواکونو د مظاهره کوونکو د تیتولو لپاره د اوبو د پاشولو له وسایطو هم کار واخیست. احتجاج کوونکو د " مونږ عدالت غواړو" شعارونو په لېږدولو سر د 9 کلن عبدالرووف د خوشې کېدو غوښتنه کوله. پري یوه له احتجاج کوونکو وويل: "مونږ عدالت غواړو او باید عبدالرووف ژر تر ژره آزاد شي."... Читать дальше...

روسيه: مسکو د ایران پر وړاندې د امریکا د بندیزونو ردولو ته دوام ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د بهرنیو وزیر وايي، مسکو به د ایران پر وړاندې د امریکا د متحدو ایالتونو د بندیزونو ردولو ته دوام ورکړي. سرګي لاوروف دا خبره په هغه مرکه کې وکړه، چې د ایران له دولتي ټلویزیون نه خپره شوه. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل، مسکو به د مجازاتوونکو اقداماتو پر نویو لارو چارو غور کوي. ښاغلي لاوروف زیاته کړه: "مسکو نه یوازې دغه یوطرفه بندیزونه ردوی، بلکې د ایران د مشخصو اقداماتو ملاتړ کوي."  د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل، د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ایران سره د روسیې د تجارت وده ۸ فیصده زیاته شوې ده. Читать дальше...

بې سرحده خبریالانو ټولنې د ایراني ژورنالیست اعدام وغانده

Pa.azadiradio.com 

د بې سرحده خبریالانو ټولنې د ایران له خوا د یوه مخالف ژورنالیست اعدام وغانده او دا یې د ایران د قضا یو نوی جنایت وباله. د روح اله زم په نوم ژورنالیست چې انلاین کارونو یې په ۲۰۱۷م کال په ایران کې د اقتصادي مسایلو په تړاو د مظاهرو له پارېدلو سره مرسته کړې وه نن اعدام شو. د ایران نیمه رسمي خبري اژانس ایسنا راپور ورکړی، چې د تهران د انقلابي څارنوالۍ دفتر تایید کړه، چې زم نن سهار په دار ځړول شوی دی. د ایران قضاییه قوې څو ورځې مخکې اعلان کړی و، چې سترې محکمې د ۴۷ کلن ژورنالیست روح اله زم د مرګ سزا تایید کړه. Читать дальше...

د مدرنا شرکت د "کوېډ١٩" ضد واکسین راتلونکى کال افغانستان ته رارسېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، د واکسين له نړيوالې ټولنې، د اسيا پراختيايي بانک او مدرنا شرکت سره يې دغه هېواد ته د کرونا ويروس د واکسين د رالېږلو په تړاو خبرې کړې دي.  د هوا سړېدو، د کرونا ويروس دوهمې څپې او په ورځني ډول د دغې وبا له امله د تلفاتو زياتېدو خلک اندېښمن کړي دي. خو له دې سره سره د راتلونکې په اړه خوشبينۍ او له دغې وبا څخه د خلاصون هيلۍ هم ورځ بلې ته ډېرېږي. کرونا ويروس ته د واکسين جوړولو لپاره د يو شمېر شرکتونو تر اعلان او ګټور ثابتېدو ورسته اوس يو شمېر زیاتو هېوادونو د دې واکسين غوښتنه کړې ده. Читать дальше...



کومې کړۍ د بیان ازادۍ د خاموشه کولو هڅه کوي؟

Pa.azadiradio.com 

په هلمند کې د ازادۍ رادیو د خبریال، محمد الیاس داعي د وژل کېدو نن (د ډسمبر ۱۲مه) یوه میاشت پوره شوه. ځینې فعالان داعي د هلمند له «ژبې» او «اواز» سره تشبيه کړی، چې له وژل کېدو سره یې پر هلمند خاموشي خپره ده. دا کومې کړۍ دي، چې د بیان د ازادۍ د خاموشه کولو هڅه کوي؟ احمدشاه پاڅون په هلمند کې د پوهنتون استاد دی، چې وايي، د بیان د ازادۍ مخالفانو د هلمند غږ خاموشه کړی دی:.  هغه وویل: "د شهید محمد الیاس داعي د شهادت میاشت پوره شوه، د هغه تر شهادت وروسته د هلمند ږغ یو ډول ګونګ دي، د هغه شهادت د هغه... Читать дальше...

ارګ: د سولې مذاکراتو پاتې پړاوونه باید په افغانستان کې دننه وشي

Pa.azadiradio.com 

‎د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د سولې مذاکراتو پاتې پړاوونه باید په هېواد دننه وشي. ‎د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وايي، که په هېواد دننه د سولې مذاکرات وشي دوی په هره سیمه کې چې طالبان یې وړاندیزوي، د امنیتي ځانګړو تاسیساتو جوړېدو ته چمتو دي. ‎د ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب نن شنبې په خپله ټویټر پاڼه ولیکل: "د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پاتې پړاوونه باید د هېواد دننه تعقیب شي، دولت د ځای په اړه ځانګړې ملاحظه نه لري او چمتو دی د هېواد... Читать дальше...

د امیني کورنۍ: د "فردین امیني" د مرګ په اړه دې څېړنې وشي

Pa.azadiradio.com 

د جمهوري ریاست لوموړي مرستیال امرالله وايي، د فردین امیني قتل تروریستي پېښه نه وه. ښاغلی صالح پر خپل فيس بوک پاڼه د مرحوم اميني د کورنۍ د څېړنې حق غوښتنې ټینګار ته لیکي، که چېرې دوی د موضوع په مرموز والي تاکید لري، پولیس مجبورېږي، چې د ښځو په ګډون د فردین امیني د کورنۍ ټول غړي تحقیق ته احضار کړي. خو د ښاغلي اميني کورنۍ وايي، ښاغلي نوموړی وژل شوی او ټینګار کوي، چې باید د مرګ څرنګوالی یې په جدي توګه وڅېړل شي. د اریانا نیوز ټلویزیون د سیاسي پروګرامونو د ویاند کورنۍ د هغه د مرګ د څېړنو غوښتونکې شوه. Читать дальше...

پر کابل ښار د راکټي بريدونو دوام؛ حکومت خپله امنيتي ناکامي ومنله

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، نن( شنبه) سهار د کابل په یو شمېر برخو لس توغندي لګېدلي دي. د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، د شنبې په سهار په کابل ښار کې د لسو توغول شویو توغندیو په پایله کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي. د دې وزارت ویاند طارق ارین نن شبنه ازادي راډیو ته وویل، دا کار هغه کړیو کړی چې له طالبانو سره اړيکې لري. هغه زياتوي: "لس راکټونه د خیرخانې لب جر له سیمې له یوه سراچه ډوله موټره توغول شوي چې درې راکټونه یې د هوايي ډګر شاوخوا، پنځه یې د نهمې ناحیې هوا شناسۍ سیمه،... Читать дальше...

د ډېسېمبر پر ۱۳مه پاکستان کې د اپوزیشن ګوندونو احتجاج

Mashaalradio.com 

د اپوزیشن د ۱۱ ګوندونو اتحاد پاکستان جمهوري تحریک د ډېسېمبر پر ۱۳مه په لاهور کې د حکومت ضد جلسې پلان لري. که څه هم حکومت دغه جسله غیر قانوني ګڼي او لپاره یې پي ډي اېم ته رسمي اجازت نه دې ورکړی خو اپوزیشن ګوندونه وايي هره مرو به د ډېسېمبر پر ۱۳مه دغه جلسه کوي. خو حکومت وايي د جلسې د تنظیموونکوپر ضد به کارروايي کوي.

په کابل کې راکټي بريد يو تن وژلی

Mashaalradio.com 

د کابل پولیسو ویاند فردوس فرامرز د ډېسېمبر پر ۱۲مه سهار مشال راډیو ته وویل چې له لب جر سیمې ۱۰ توغندي له یوه موټره پر کابل ښار توغول شوي.

مزار کې د باولېنګ ٣ ورځنی روزنیز پروګرام پيل شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان شمال زون لوبغاړو لپاره د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د باولېنګ ملي فدراسیون له لوري یو درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو.  د دغه فدراسیون رییس ادریس فاروقي نن ازادي راډیو ته وویل، چې دغه روزنیز پروګرام د باولېنګ فدراسیون د یو شمېر روزونکو لخو پرمخ وړل کېږي، چې هدف یې د روزنیزو پروګرامونو پلي کول او د لوغاړو ظرفیتونه لوړول دي‎. نن د دغه روزنیز پروګرام لومړۍ ورځ وه. ټاکل شوې، چې د افغانستان د باولېنګ ملي ټیم ټاکنیزې سیالۍ تر راتلونکو څو ورځو پورې په کابل کې جوړې شي.

په هرات کې د فول رزم سیالۍ تر سره شوې

Pa.azadiradio.com 

هرات ولایت کې نن د فول رزم سیالۍ تر سره شوې. د دي سیالیو د جوړولو کمېټې مسوول نصرت راشیدي ازادي راډیو ته وویل،  چې د دې سیالیو له جوړولو هدف د لوبغاړو د ظرفیتونو لوړول دي. د فول رزم په دغو سیالیو ٨٠ لوبغاړو له ١٠ کلپونو ګډون کړی.  د ښاغلي رشید په وینا دا سیالۍ پرون پیل شوې وې چې نن پای ته ورسیدې او غوره لوبغاړو ته کمربندونه او مډالونه هم ورکړل شول.

د اسلام کلا ګمرک نوى رييس: فساد سره کلکه مبارزه کوو

Pa.azadiradio.com 

د هرات ولایت د اسلام کلا ګمرک نوی ریيس د ملي عوایدو له لارې د افغانستان د ځان بساينې او د هرات په ګمرک کې له فساد سره په کلکې مبارزه ټینګار کوي. محمد یونس رهنورد تر معرفي کېدو وروسته نن له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د ځان بسیاینې او عوایدو لوړېدو په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی. نوموړي وویل، چې له فساد سره مبارزه به د دوي د کارونو لومړیتوب وي. تردې وړاندې د هرات والي سید وحید قتالي ویلي وو، چې د هرات د ګمرک ۹۰ سلنه عواید د مافیايي کړیو لاس ته ورځي. خو د افغانستان د مالیې وزارت تازه... Читать дальше...


Музыкальные новости
Алсу

Алсу ире белән аерылышканмы?





Персональные новости
Динамо

Расплата за расточительство! ФК «Оренбург» на домашнем поле уступил ФК «Динамо» (Москва) – 1:2





کندز کې د سپین زر فابریکه بيا فعالېږي

Pa.azadiradio.com 

د کندز سپين زر فابريکه خپل فعاليت بیا پيلوي. دا تصدي تر ډېره د غوړيو او صابون جوړولو په برخه کې فعالیت کوي، چې د کورنیو جګړو پرمهال زیانمنه شوې وه. د کندز د سپين زر تصدۍ رييس ذبيح الله زاهد وويل، چې د کندز سپين زر فابريکې د بيا فعاليدو لپاره نوې ماشينونه هم پېرودل شوي دي. نوموړي وويل، چې دغه ماشينونه د ١٢٠ زره امريکايي ډالرو په ارزِښت د افغانستان او ازبېکستان هېوادونو د هوکړه ليک له مخې د يادې فابريکې د بيا فعالېدو په خاطر پېرودل شوي او کندز ته انتقال شوي دي. د ښاغلي ذاهد په خبره، دغه پنځه... Читать дальше...

چارواکي: د دهراود ولسوالۍ له لاسه وتلې سیمې بېرته ونیول شوې

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان کې د ملي اردو یو چارواکی وايي، افغان سرتېرو د دهراود ولسوالۍ له لاسه وتلې سیمې بېرته له وسله والو طالبانو ونیولې. په دې ولسوالۍ کې د کومانډو ځواکونو قوماندان کبیر خان نن ازادۍ راډیو ته وویل، دغه سیمې تر درنو جګړو وروسته بېرته ونیول شوې.  هغه زياتوي: "طالبان د بازار نیمايي برخې ته داخل شول، بېرته موږ ورڅخه ونيولې، بازار او قومانداني زموږ په لاس کې دي."  د ملي اردو دغه مسوول وايي، اوس د دې ولسوالۍ یوازې دوې سیمې د طالبانو په کنټرول کې دي. کبیر خان زیاته کړه، په جګړه کې د وسله والو... Читать дальше...

چارواکي: کندهار کې د دولت لسګونه مخالف وسله وال وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار د والي ویاند ادعا کوي چې د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې د پوځي عملیاتو په نتیجه کې د دولت په لسګونو مخالف وسله وال وژل شوي دي. احمد بهیر احمدي نن رسنیو ته وویل، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د شویو پوځي عملیاتو په نتیجه کې د وژل شویو په ډله کې د طالبانو مهم قوماندان هم شامل دي.  هغه زياتوي: "دغه عملیات د کندهار په پنځو ولسوالیو: پنجوايي، میوند، ډنډ، ارغنداب او ژړۍ ولسوالیو کې شوي، چې پر مهال یې احسان اله شبکه احسان، ملا نور محمد شبکه حبین، ملا تاج محمد شبکه تاجیبي، ملا سید محمد شبکه حقاني... Читать дальше...

ایران د یوې ټولنیزې شبکې چلوونکی اعدام کړ

Pa.azadiradio.com 

ایران د یوې ټولنیزې شبکې چلوونکی اعدام کړ. ایراني رسنیو د یوې ټولنیزې شبکې د چلوونکي روح الله زم د اعدامېدو خبر خپور کړ. زم په ټیلګرام کې د (آمد نیوز) په نوم پاڼه چلوله. د ایراني رسنیو د راپور له مخې، د تهران محکمې اعلان وکړ چې نن سهار د آمد نیوز رسنۍ د موسس او چلوونکي روح الله زم د اعدام حکم تطبیق او هغه په دار وځړول شو. د ایران د قضاییه قوې ویندوی د سې شنبې په ورځ ویلي و چې د دغه هېواد سترې محکمې د روح الله زم د اعدام سزا تایید کړې ده. روح الله زم، چې په فرانسه کې اوسېده، دوه کاله وړاندې... Читать дальше...

د سوات جبران یوسف له ګټو لوښي جوړوي

Mashaalradio.com 

د خېبر پښتونخوا د سوات جبران يوسف له ګټو لوښي او نور شيان جوړوي. په سوات کې د زرګونو کلونو د دغه پخواني هنر نښې نشانې د دغه سیمې په لرغونې اثارو کې هم ترسترګږ کېږي. نوموړي که ځوانان وغواړي نو دی دغه ورکېدونکی هنر ورزده کولای شي. نور حال په دې ویډیو راپور کې.

امریکا کې په بېړني ډول د دوو کمپنیو کرونا ضد واکسین کارول تصویب شول

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحدو ایالتونو د خوړو د تنظیم ادارې په اضطراري ډول د فایزر او بایو این ټیک کمپنیو کرونا-ضد واکسین کارول تصویب کړل. له دې سره دې ته لار اواره شوه، چې په امریکا کې په را-روانو څو ورځو کې خلکو ته د اول وار لپاره د دغه واکسین ورکول پیل شي. د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون په یوه ویډيويي پیغام کې دغه واکسین د طب په ډګر کې معجزه وباله.  هغه وویل: "موږ یوازې په نهو میاشتو کې یو خوندي اغېزناک واکسین برابر کړ، چې دا په تاریخ کې تر ټولو ستره ساینسي لاسته راوړنه ده، دا به د میلیونونو کسانو ژوند وژغوري او وبا به ژر ختمه کړي.

Спорт в России и мире
Москва

Команда подмосковного главка Росгвардии заняла призовое место на чемпионате Центрального округа по стрельбе из боевого ручного стрелкового оружия


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Новак Джокович

Кто отец Дианы Джокович?


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

При каких обстоятельствах может затопить Петербург и Москву? Отвечает гидролог





Путин в России и мире
Москва

Строители мостов и дорог удостоены государственных наград


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Лукашенко пообещал потенциальным агрессорам ответ всеми видами оружия




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Ирина Серегина

Сотрудники Росгвардии Московской области написали «Диктант Победы»



Москва

Московская компания выиграла торги Липецкой ОЭЗ за 1,7 млрд рублей

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net