پکتیا: موټر بم چاودنې ۳ سرتیري وژلي، ۱۹ ولسي وګړي ټپیان دي
افغان چارواکي واييد پکتيا په ګردېز ښار کې د افغانستان د استخباراتي ادارې يا مليامنيت د سرتيرو پر ګزمه موټر بم چاودنه شوې ده.
افغان چارواکي واييد پکتيا په ګردېز ښار کې د افغانستان د استخباراتي ادارې يا مليامنيت د سرتيرو پر ګزمه موټر بم چاودنه شوې ده.
روانه اونۍ د خیبر پښتونخوا د صوبایي اسمبلۍ په غونډه کې مخالفو سیاسي ګوندونو د واکمن پاکستان تحریک انصاف په دوو لویو پروژو بلین ټریز سونامي او بي ار ټي پروژو کې د مبینه شوو درغلیو په اړه د یو تحقیقاتي کمېشن د جوړولو غوښتنه وکړه.
نسیم چې پر یوه پښه او لاس معلول دی اوس د کابل په یوه رسټورانټ کې کار کوي، خو وايي کرونا ویروس او قرنطین یې پر ژوند منفي اغېزه کړې. هغه تر اوسه د دولت له خوا د خپل کلني معاش نیمه برخه هم نه ده ترلاسه کړې. شفیع کریمي د معلول نسیم پر ژوند راپور جوړ کړی دی چې هيلۍ اسد يې وړاندې کوي.
د افغانستان د کانونو او پټروليم وزارت په هېواد کې د کانونو د قانوني کېدنې په هدف د ځينو اقداماتو خبره کوي. د کانونو او پټروليم وزير محمد هارون چخانسوري د پنجشنبې(د لېندۍ ۱۳مه) په ورځ په کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال وويل، د قانوني کېندنو لپاره ځيني اقدامات تر لاس لاندې نيول شوي چې په عملي کېدو سره به يې په دې سکټور د خلکو تللی باور بېرته ترلاسه شي. ښاغلی چخانسوري وايي، د افغانستان په شااوخوا ۲۳ ساحو کې د کانونو غيرقانوني کېدنه روانه ده، خو نوموړی په دې برخه کې ډېر جزئیات نه ورکوي. دی وايي... Читать дальше...
د ژوند، مينې او سولې شاعر، له مرګ يې له شلو زيات کلونه اوړي، خو ننګيال د خپل شعر په مټ ژوندی دی. ليندۍ يا قوس د اسحق ننکيال د زوکړې مياشت ده، په دې راپور کې يې يو څه شعر او شاعرۍ ته تم شوي يو. راپور: اجمل تورمان کمره او اېډېټ: فريد سعادت
د امریکا برحاله ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوې نوې ویډیو کې یو ځل بیا په ټاکنو کې د درغلیو بې ثبوته ادعاوې تکرار کړي دي. په دغې ۴۶ دقیقه یي ویډیو کې چې بېګا د ښاغلي ټرمپ پر فیسبوک خپره شوې، ټرمپ دا خبرې" خپلې ډېرې مهمې" څرګندونې یادې کړي دي. نوموړي سپارښتنه کړې چې ستره محکمه باید هغه څه وکړي چې د هېواد په ګټه وي او د ټاکنو پایله لغوه کړي: "موږ پخوا د ټاکنو ورځ درلوده، خو اوس د ټاکنو ورځې، اوونۍ او میاشتې لرو، د ولسمشر په توګه زه تر دې بله لوړه دنده نه لرم چې د امریکا د اصولو او اساسي قانون دفاع... Читать дальше...
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، په ایران کې له افغان کډوالو سره د ادعا شوي زور زیاتي راپورونه څېړي. د وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ایران کې یې خپل سفارت او جنرال قونسلګریو ته ویلي، د هغې ویډیو کره والی معلوم کړي چې له څو افغانانو سره د ایرانيانو له خوا زور زیاتی په کې ښکاري. دغه ویډیو تازه په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې. ایراني چارواکو تراوسه د خپرې شوې ویډیو په اړه څه نه دي ویلي. له دې وړاندې هم په ایران کې څو ځله له افغان کډوالو سره تاوتریخوالی شوی چې هریرود سیند... Читать дальше...
پاکستان مېډيکل اېسوسي اېشن يا (پي ايم اې) په خپل يو راپور کې ويلي چې د نومبر له ۲۷مې څخه تر د دیسمبر دويمې نيټې پورې د ملک په مختلفو ښارونو کې ۱۰ ډاکټران له کورونا وايرسه مړه شوي دي. د راپور ترمخه تر ټولو ډير، ۶ ډاکټران د نومبر په ۲۹مه په کراچۍ، لاهور او ملتان کې مړه شوي. په راپور کې زیاته شوي چې تر ټولو ډير، ۶ ډاکټران د نومبر په ۲۹مه په کراچۍ، لاهور او ملتان کې مړه شوي. د پي ايم اې راپور ترمخه تر ټولو خونړۍ مياشت د نومبر وه چې کورونا وایرس پکې ۱۸ ډاکټران ووژل. په دې سره تر اوسه پورې له کورونا... Читать дальше...
په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو ترمنځ د بین الافغاني خبرو پر تګلارې له هوکړې وروسته، د افغان حکومت مرکچي پلاوی د دواړو لورو ترمنځ د شنبې په ورځ د اجنډا پرسر د کار د پیل خبر ورکوي. د دې پلاوي غړي نادر نادري د پنجشنبې (د لېندۍ ۱۳مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د دواړو لورو ګډه کاري کمېټه به د شنبې به ورځ د اجنډا په جزئیاتو او سرلیکونو هر اړخیز بحثونه پیل کړي. دی وايي: "د دواړو لورو ګډه کاري کمېټه به د شنبې په ورځ خپل کار پیل کړي چې د اجنډا پر جزئیاتو او سرلیکونو باندې بحث وکړي... Читать дальше...
سره له دې چې په افغانستان کې روانه جګړه ښایي هره ورځ د معلولینو شمېر زیات کړي خو په دوی کې داسې کسان هم شته چې د کورنۍ یوازینی سرپرستان دي. ۳۴ کلن محمد نسیم هم له دغه جګړو په امان نه دی پاتې؛ دی وایي، کله چې د کار په لور روان و، په وزیر محمد اکبر خان سیمه کې د یو توغندي د لګېدو له امله معلول شو. د دغه توغندیز برید له امله د محمد نسیم یو لاس او یوه پښه پرې شوه. اوس سره له دې چې معلول دی، خو د خپلې پنځه کسیزې کورنۍ یوازینی سرپرستي لا هم ور ترغاړې ده. محمد نسیم وايي: ''چوکيداري کوم، د افغانستان... Читать дальше...
په ارزګان کې چارواکي وایي، د دهراود ولسوالۍ مرکز یې بیرته له طالبانو نیولی دی. د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد نن پنجشنبه (د لېندۍ ۱۳مه) رسنیو ته ویلي چې د ولسوالۍ بازار او ټولې دولتي ودانۍ دا مهال د افغان ځواکونو په لاس کې دي. شېرزاد وايي، د عملیاتو د ځنډ لامل دا و چې دوی ملکي کسانو ته له مرګ ژوبلې وېره درلوده. محمد عمر شېرزاد پر بې ځايه شوېو خلکو غږ وکړ چې بېرته خپلو سیمو ته ستانه شي. شااوخوا شل ورځې وړاندې دهراود د طالبانو لاس ته ورغلی و. طالبانو لا تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا اوونۍ مو "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې ته سندرغاړی علي بابا خان مېلمه کړی وو. ده خپله نوې سندره د ترکي هنرمندانو په همکارۍ جوړه کړې او له دې کاره خوښ دی. علي بابا خان وايي، صوفيانه شعرونه يې خوښېږي او غواړي په نوي انداز کې يې پښتنو ته وړاندې کړي. د نوموړي دا خبرې او د نوې يوې ترڅنګ هغه سندرې يې هم د غږ په ځای کې اورئ چې لږه موده مخکې يې ويلې دي.
د سریلانکا د کرکټ د غوره لیګ یا 'اېل.پي. اېل' د سیالیو په دوام نن پنجشنبه(د لېندۍ ۱۳مه) دوه سیالۍ ترسره کېږي. لومړۍ لوبه به د ګالي ګلیدترس او جپنا سټالونز او دویمه لوبه به د دمبولا ویکنګ او کینډي ټاسکر ترمنځ وي. د افغانستان د کرکټ ملي ټیم یو شمېر لوبغاړي هم په دغو لوبو کې لوبېږي. دغه لوبې چې نن پنجشنبه ناوخته ترسره کېږي، افغان لوبغاړي افتاب عالم، سمیع الله شینواری، رحمت الله ګربز، نوین الحق او حضرت ځاځی په کې لوبیږي.
د ډېسېمبر پر درېیمه د پکتیا د والي ویاند عبدالرحمان منګل مشال راډيو ته وویل، چې نیول شویو کسانو، په هدفي وژنو او د دولت پر ضد په نورو جګړه ییزو او ورانکارو فعالیتونو کې لاس لاره.
د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د کرکټ یو معیاري لوبغالی جوړېږي. د لوګر د والي ویاند دیدارلونګ نن د پنجشنبې (د لېندي ۱۳مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه لوبغالی په ۳۰ جریبه ځمکه کې د مالیې وزارت پراختیايي بودجې په ۶۸ میلیونو افغانیو جوړېږي. ښاغلی لونګ زیاتوي چې د کرکټ دغه لوبغالی به په یو وار د شااوخوا پنځو زرو نندارچیانو د ځاېدو ظرفیت ولري او چارې به یې په یوکال کې بشپړې شي. دا په داسې حال کې د افغانستان د کرکټ بورډ د مسولینو د معلوماتو له مخې د لوګر ترڅنګ په یو شمېر نورو ولایتونو... Читать дальше...
په کابل کې تېره ورځ د شطرنج انتخاباتي سیالۍ پیل شوي دي. د افغانستان د ملي المپیک کمېټې وايي، دا سیالۍ تېره ورځ ناوخته پیل شوي دي چې یوه اوونۍ دوام کوي. د دې کمېټې ویاند عارف پیمان نن د پنجشنبې (د لېندۍ ۱۳مه) په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په دې سیالیو کې له ۲۸ ولایتونو شااوخوا ۳۰۰ د شطرنج لوبغاړو ګډون کړی. ښاغلی پیمان زیاتوي چې دغه سیالۍ د شطرنج ملي ټیم لپاره غوره څېرو معرفي کېدو په هدف جوړې شوي دي. شطرنج چې په نړیواله کچه د ذهني ورزش لپاره مهمه لوبه بلل کېږي بې شمېره مینه وال لري، افغانستان... Читать дальше...
په افغانستان کې سږ لمریز کال د کبانو د روزنې ۳۵۰ نوي فارمونه جوړ شوي دي. د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن د پنجشنبې (د لېندۍ ۱۳مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه فارمونه د کرنې وزارت او خصوصي سکټور له لارې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې جوړ شوي دي. د کرنې وزارت وایي، د دغو ٣٥٠ فارمونو ترڅنګ د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه د کب روزنې ۱۰۰ نوي فارمونه چې په کې د کبانو د بچیو دوه تولیدي فارمونه هم شامل دي د کونړ، بلخ، بغلان، لغمان، کندهار، خوست او هرات په ولایتونو کې جوړ کړي دي. دغه فارمونه... Читать дальше...
د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت وایي، لا هم له پاکستان سره ټرانزیټي ستونزې نه دي هوارې شوي. د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند فواد احمدي نن د پنجشنبې (د لېندۍ ۱۳مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت هڅه کوي چې له پاکستان سره په سوداګریزو چارو کې د خصوصي سکتور ټول خنډونه له مخې لېرې کړي. دغه وزارت وايي، لوړه تعارفه، په کرښه د سوداګریزونو مالونو درول او د لارو بندېدل د خصوصي سکتور پر وړاندې لویې ستونزې دي. د سوداګرۍ وزارت چارواکو زیاته کړې چې یو افغان پلاوی به په نږدې... Читать дальше...
د ليکوال او سیاستوال عبدالصمد خان اڅکزي ۴۷م تلین د بلوچستان په چمن ښار کې د یوې لویې ولسي غونډې په کولو سره ولمانځل شو. اڅکزی په خان شهيد هم مشهوره وو. په دې غونډه کې د محمود خان اڅکزي په شمولو ځينو نورو سياستوالو او قومي مشرانو تقریرونه وکړل چې تفصيل یې د صمد شبنم په ويډيو رايور کې شته.
ګلزار حسین د ۱۹۹۹ز کال د فبرورۍ ۲۵مې تر غرمې پورې روغ رمټ انسان وو خو بس د سترګو په رپ کې ورڅخه نیم بدن جلا شو.
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وایي، د نګورنو قره باغ په جګړه کې له اسیر شوېو ارمني ټبره سرتېرو سره ناوړه بشري چلند شوی دی. دغه سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي چې وهل ډبول او سپکاوی د هغو ناوړه کړنو له ډلې دي چې ارمني ځواکونو سره د اسارت پر مهال شوي دي. په راپور کې راغلي، ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې یو شمېر ویډیوګانې ښيي چې ازربایجاني ځواکونه د جګړې اسیران په سوکانو او لغتو وهي. د راپور پر بنسټ اسیر شوي ارمنیان مجبور شوي چې د اذربایجان بیرغ ښکل کړي، د اذربایجان د ولسمشر الهام عليیف ستاینه... Читать дальше...
د افغانستان دفاع وزارت وایي، د کندهار په څو ولسوالیو کې یې د طالبانو بریدونه په شا تمبولي دي. وزارت وایي، طالبانو په ژیړۍ، ډنډ او معروف ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل چې د دوی د ځمکنیو او هوایي عملیاتو پایله کې یې مخه ونیول شوه. د دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر ادعا کړې چې دغو هوایي او ځمکنیو عملیاتو کې ۸۵ طالبان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي. د مرګ ژوبلې دا شمېرې خپلواکو سرچینو نه ده تایید کړې او خپله طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي. طالبانو بیا د لومړي ځل لپاره د دوی... Читать дальше...
په امریکا کې له یو لکو څخه ډېر کسان د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له کبله په روغتونونو کې دي.
د ازادي راډیو د 'ګوړې اچار' په دې طنزي خپرونه کې لومړی، څو مهم خبرونه لرو، بیا د یوې يوښتنې څو ځوابونه. په پای کې یوه خوږه کیسه هم دراوروو، دا چې د څه شي؟ ... په خپله ېې واورئ. دا خپرونه محمدعارف (ننګیار ) جوړوي چې بشپړ پروګرام یې د لاندې تړوني په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
ارزګان کې د څه باندې ۱۹۰۰ کسانو څخه د خالي بستونو لپاره د کانکور ازموينه واخیستل شوه. د دغه ولايت والي محمد عمر شېرزاد وویل، د دې کسانو شمېر چې ۱۹۲۳ تنو ته رسېده او په ټکو یې د پنځم، شپږم ۶۶۶ خالي بستونو د ډکولو په موخه ترې دا ازموینه واخیستل شوه. دی وايي، د يادو کسانو تر برياليتوب وروسته به خالي بستونه ډک شي او ترڅنګ به يې د بې روزګارۍ کچه هم ورسره ټيټه شي. ښاغلي شېراد زیاته کړه: " له ګډون کوونکو غواړو چې تر برياليتوب وروسته دې خپلو دندو ته ژمن اوسي او داسې نیت دې هم ولري چې خلکو ته به په... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.