Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Декабрь
2020

Новости за 15.12.2020

ارګ: مات شوي دښمن د کابل مرستیال والي وواژه

Pa.azadiradio.com 

ارګ په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د افغانستان له ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې مات شوي دښمن نن د کابل په نهمه ناحیه کې د کابل مرستیال والي محبوب اله محبي وواژه.  ولسمشر غني د دې برید د غندلو پر مهال په خپره کړې اعلامیه کې ویلي دي چې طالبان د افغان ولس، حکومت او نړیوالې ټولنې د دایمي اوربند نه منلو او د دوحې له تړون وروسته د بریدونو او چاودنو د زیاتېدو له مسوولیت څخه خپلې اوږې نه شي سپکولی.  کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.

د روسیې باشکورتستان اور لګېدنې ۱۱ تنه وژلي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې په باشکورتستان جمهوریت کې د زړو متقاعدینو په یوه استوګنځي کې د اور لګېدو له امله نن سې شنبه (د لېندۍ ۲۵مه) یوولس تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.  په باشکورتستان کې د بیړنیو چارو د وزارت څانګې وویل چې د متقاعدینو په یوه غیر دولتي ودانۍ کې لګیدلی دی او دې کور د اور وژنې د خبرداري سم سیستم نه درلود.  چارواکي وایي چې د اورلګېدو د پېښې تحقیقات یې پیل کړي دي.

۲۰۲۰کال؛ کرونا وېروس ډېری پروګرامونه او مناسبتونه یا لغوه او یا هم وځنډول

Pa.azadiradio.com 

انسان د بشري ژوندانه له پیله په ګڼه ګوڼه کې د ګډ هویت احساس کوي. ټولنپوهې ایمیلي دورخایم Emile Durkheim څه باندې یوه پېړۍ مخکې ویلي و چې د انسانانو راټولېدل هغه روحاني مناسبت دی چې خلکو ته د یووالي او ډله ییزې خوښۍ امکان برابروي او د انسانانو هغه اړتیا پوره کوي چې باید له یوه بل چا سره تړلی وي. خو له بده مرغه په عین حال کې د انسانانو ترمنځ فزیکي نژدې والی د ناروغیو د خپراوي سبب هم کېدای شي. د سکاټلنډ د سینت اندریو پوهنتون څېړونکي نېک هاپکینز پنځه کال مخکې لیکي و چې ښايي د نورو هېوادونو خلک په... Читать дальше...



د امریکا په انتخاباتو کې د بایډن بریا رسمي شوه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالتونو منتخب ولسمشر جوبایډن وروسته تر دې چې ۳۰۶ الکټرول کالج رایي ترلاسه کړې په ټاکنو کې رسما بریالی اعلان شو. د ده سیال ډانالډ ټرمپ ۲۳۲ الکټرول کالج رایي خپلې کړې. بایډن تر دې بریالیتوب وروسته وویل«ډیموکراسي بریالۍ شوه». نور په دې ویډیو کې لیدلی شئ

ماین چاودنې د غور د ولایتي شورا مرستیال 'عطشان' وواژه

Pa.azadiradio.com 

د غور  سیمه ییز چارواکي وایي، د ولایتي شورا مرستیال عبدالرحمان عطشان د مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو.  د غور د ولایت سرپرست حبیب اله رادمنش  وویل،  دې پېښې دوه تنه ټپیان کړي هم دي، یو د ولایتي شورا غړی عبدالرحیم رضازاده دی او بل د هغه موټر چلوونکی.  د غور د عامه روغتیا سرپرست رئیس عبدالطیف رحیمي د دې خبر په تایید، رسنیو ته وویل: "په نننۍ چاودنه کې چې د غور ولایتي روغتون ته څېرمه وشوه، یو تن شهید د غور له وکیلانو څخه دی او دوه تنه ټپیان شوي دي چې یو یې د ولایتي شورا غړی او بل یې د هغه ساتونکی... Читать дальше...

کراچۍکې پر رېنجرو د لاسي بم برید، څلور تنه ژوبل

Mashaalradio.com 

د کراچۍ ښار د ختيزې ضلعې د پوليس مشر (اېس اېس پي) ساجد سدوزي له رسنیو سره په خبرو کې ویل، چې پېښه د کراچۍ پوهنتون د شیخ زید ګېټ سره نزدې رامنځ ته شوې ده چې پکې دوو تنو موټر سايکل سورو پر رېنجرز ځواک د لاسي بم برید وکړ.

اسپانیا کې له کرونا د ۱۰۴ کلنې مېرمنې رغېدل ډاکټران هک پک کړل

Pa.azadiradio.com 

په اسپانیا کې له کرونا وبا څخه د یوې زړې بوډۍ له رغېدو وروسته ډاکټران او نرسانې حیرانه شوې.  اسپانیا د نړۍ په لسو هغو هېوادو کې یو دی چې د کوویډ- نولس ناروغۍ پېښې په کې زیاتې دي.  د اسپانیا په پلازمېنه مادرېد کې ډاکټران او نرسانې هغې مېرمنې ته چک چکې کوي چې تر سلو کلونو تیره ده او له کرونا رغیدلې ده.  ډاکټر الفارو الخاندرې اونا خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: "دا ناروغه یو سل او څلور کلنه ده. په کور کې اوسېده، دا وژغورل شوه. تېر کال یې انفلوینزا اې ناروغي تیره کړه او دا کال یې کووېډ- نولس ته ماتې... Читать дальше...

د سریلانکا د کرکټ لیګ وروستۍ لوبه؛ګلیډرز او سټولینز سره لوبیږي

Pa.azadiradio.com 

د سریلانکا د کرکټ پریمیر لیګ وروستۍ لوبه سبا ترسره کېږي. دا لوبه به د ګیلي ګلیډرز او جیفینا سټولینز ترمنځ ترسره شي. د نیمه پایلوبې په دویمه لوبه کې چې پرون ترسره شوه ، جیفینا سټولینس دیمبولا ویکینګ ته په  ۳۷ منډو ماتې ورکړه. یو شمیر افغان لوبغاړو هم په دې سیالۍ کې برخه اخیستې وه، قیس احمد او سمیع الله شینواری په دوه جلا لوبو کې د غوره لوبغاړو په توګه پیژندل شوي. قیس احمد په ۹ لوبو کې ۱۲ ویکټې اخېستې او تر دې دمه د دې لوبو دوهم بالر په توګه پاتي شوی.



کابل کې د لامبو وهلو سیالۍ ترسره شوې

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د لامبو وهلو سیالۍ ترسره شوې. د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست ویاند عارف پیمان نن سې شنبه(د لېندۍ ۲۵مه) ازادي راډیو ته وویل چې په یادو سیالیو کې د بلخ لوبډلې لومړی د هرات لوبډبلې دویم او کابل درېیم مقام خپل کړ. دغه درې ورځنۍ سیالۍ نن پای ته ورسېدې. په دغو لوبو کې ٦ ولایتونو لوبډلو برخه اخیستې وه.

فوټبال؛ د خوست او لغمان لوبډلو ملي لیګ ته لار پیدا کړه

Pa.azadiradio.com 

په خوست کې د فوټبال د اتلانو لیګ سیالۍ نن سې شنبه(د لېندۍ ۲۵مه) پای ته ورسېدې. د خوست د فوټبال فدراسیون مشر عبدالفتاح واکمن ازادي راډیو ته وویل چې په یادو سیالیو کې د شپږو ولایتونو نورستان، ننګرهار، لغمان، میدان وردګ، پکتیا او خوست لوبډلو ګډون درلود. د دې لوبډلو له منځه د خوست اتلانو لوبډله او د لغمان ځوانانو لوبډله وتوانېده چې ملي لیګ ته لار پیدا کړي. د دغو لوبو هدف ملي لوبډلې ته لار موندل و چې اته ورځې یې دوام وکړ.

پر کابل پوهنتون برید؛ هما: د کښېناستو او د پلي تګ توان نه لرم

Pa.azadiradio.com 

څلوېښت ورځې وړاندې درې بریدګر د کابل پوهنتون انګړ ته دننه شول. پر محصلانو یې ډزې پیل کړي او امنیتي ځواکونو سره یې ساعتونه جګړه وکړه. وسله‌والو د پوهنتون دننه ۲۲ تنه ووژل او ۴۰ نور یې ټپیان کړل، خو له دې پېښې د ۴۰ ورځو په تېرېدو سره لا هم یو شمېر ټپیان نه دي رغېدلي او له زیاتو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. د ادارې او عامه پالیسۍ محصله هما د پېښې له قربانیانو څخه ده. هغې د برید پر مهال د ودانۍ له دویم پوړ ځان لاندې را وغورځاوه او د ملا دوه کړیو یې زیان ولید. د دې سره په خوا کې یې د پښې هډوکی هم... Читать дальше...

پکتیکاوال: مرکزي اداره دې د 'پلتو بند' پروژه په خپل وخت بشپړه کړي

Pa.azadiradio.com 

د پکتیکا اوسیدونکي وایي، د دې ولایت ځايي اداره او مرکزي حکومت دې د 'پلتو بند' پروژه له ډیزاین سره سمه په ښه کیفیت په خپل وخت بشپړه کړي. دوی وایي، له دې ولایت سره د لویو پروژو په بشپړېدو کې ډېرې ژمنې شوي، خو کالونه وروسته یې لا هم دجوړیدو چارې نه دي پیل شوي. ددې ولایت یو شمېر مدني فعالان او اوسیدونکي که له یوې خوا په دې ولایت کې له کلونو غوښتنو وروسته د 'پلتو بند' د چارو پیلېدو ته خوشاله او هیله من دي، له بلې خوا په ځایي او مرکزي ادارو غږ کوي چې د لویو پروژو چارې په ښه کیفیت او په وخت د پروژې له ډيزاین سره سمې بشپړې کړي. Читать дальше...

لوګر کې د پلم علم ښاروالۍ ودانۍ او د یو سړک چارې بشپړې شوې

Pa.azadiradio.com 

په لوګر کې د ۴۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د پلم علم ښاروالۍ ودانۍ او د یو سړک چارې بشپړې شوې. د لوګر والي محمد اجمل شاپور وایي چې د پل علم ښاروالۍ ادارې ودانۍ په څلورو پوړونو کې په ۵۶۴،۲۵ متره مربع ځمکه کې د نږدې ۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت رغول شوې چې لګښت یې د ښاروالۍ د پراختیایي بودیجې څخه ورکړل شوې. دی وایي، د دې ودانۍ چارې په یوه کال کې بشپړې شوي چې د ۱۵ اداري خونو سربېره په کې یو مېلمستون، د غونډو تالار او نورې اړینې برخې رغول شوي دي. دده په خبره د دې ودانۍ په پرانېستو سره به د ښاروالۍ... Читать дальше...

د افغانستان د نرسانو او قابلو شورا پرانيستل شوه

Pa.azadiradio.com 

د عامې روغتيا وزير احمد جواد عثماني وايي، که څه هم د زېږون پر مهال د میندو مړینه د سیمې په کچه اوس هم په افغانستان کې ‌ډېره ده، خو د‌ ښه روغتيايي خدمتونه په وړاندې کولو سره هيله مندي شته چې دغه کچه د پام وړ راکمه شي. ښاغلي عثثماني دغه څرګندونې، نن سې شنبه (د لېندۍ ۲۵مه) په کابل دې د نرسانو او قابله ګانو د شورا په پرانېست غونډه کې وکړې. په دې پرانېست غونډه کې ښاغلي عثماني وويل، سره له ډېرو ستونزو چې په روغتيايي برخه کې موجودې دي د ميندو او ماشومانو د مړينې کچه اوس هم لوړه ده . خو ښاغلی عثماني... Читать дальше...

"سږ ځینې خبریالان ځکه زنداني شوي چې د کرونا پېښې کمې ښکاره کړي"

Pa.azadiradio.com 

د خبریالانو د خوندیتوب ټولنه وایي، سږکال د پام وړ خبریالان د دې لپاره د حکومتونو له لورې په نړۍ کې زنداني شوي دي چې د کرونا وبا پېښې کمې ښکاره کړي او د مدني ناکراریو راپورونه ورنه کړي.  په نیویارک کې مېشتې دې ټولنې نن په یوه راپور کې وویل چې د ډسمبر تر لومړۍ نېټې لږ تر لږه ۲۷۴ خبریالان بندیان شوي دي.  د دې ټولنې په وینا د نولس سوه نویمې لسیزې له پیله تر اوسه کله هم دومره خبریالان د یوه کال په ترڅ کې نه و نیول شوي.  په راپور کې راغلي دي چې چارواکو د دې لپاره خبریالان نیولې دي چې د کرونا وبا راپورونه کنټرول کړي. Читать дальше...

فیفا: ولسي جرګه دې د ټاکنو د قانون تقنیني فرمان له اجنډا وباسي

Pa.azadiradio.com 

ولسمشرمحمد اشرف غني د ۱۳۹۷هجري لمریز کال د کب په لومړۍ نېټې د ټاکنو په قانون کې د تعدیل او زیاتوالي طرحه په اړه تقنیني فرمان صادر کړ چې له مخې یې تېرې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شوې. د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنست یا فیفا وايي چې په دغه تفنیني فرمان کې بېلا بېلې ستونزې دي او اړینو اصلاحاتو ته اړتیا لري. فیفا له نورو مسایلو سره په خوا کې په دغه تقنیني فرمان کې د جمهوري ریاست د کاندیدانو له لوري د کمېشنرانو ټاکل او د شکایتونو کمېسیون دایمي کېدل، تر ټولو لویې او جدي ستونزې بولي. د دغه... Читать дальше...

بایډن: د امریکا د روح لپاره په جګړه کې ډیموکراسي بریالۍ شوه

Pa.azadiradio.com 

د متحدایالاتو منتخب ولسمشر جوبایډن وروسته له دې چې د نوومبر د درېیمې په انتخاباتو کې د ده بریا تایید شوه، د دوشنبې په ورځ ملت ته په وینا کې وویل چې د امریکا د روح لپاره په جګړه کې ډیموکراسي بریالۍ شوه. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې دمه د دې انتخاباتو نتایج نه دي منلي او په وار- وار یې ویلي چې په انتخاباتو کې پراخې درغلۍ شوې دي. د ښاغلي بایډن دا وینا د ولسمشر ټرمپ د همدې هڅو پر وړاندې ځواب ګڼل کېږي. ښاغلي بایډن چې په دلاویر ایالت کې له خپل اصلي ټاټوبي ویل مېنګتون ښار څخه وینا کوله وویل: "موږ د امریکا د خلکو په توګه رایې ورکړې. Читать дальше...


Музыкальные новости
Сергей Шнуров

Кормухина отказалась называть Шнурова музыкантом из-за его отношения к профессии





Персональные новости
Бизнес

Бизнес-астролог Александра Секачева дала интервью журналу “Фокус внимания”





هشت صبح: په کور دننه طالبانو ته د بین‌الافغاني مذاکراتو وړاندیز نوې خبره نه‌ده

Pa.azadiradio.com 

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو تر ډېره په کور دننه د مذاکراتو د پیل په امکان، په دوحه کې د بین‌الافغاني مذاکراتو په وقفې او دغه‌شان د هدفي وژنو په څرنګوالي لیکنې او تبصرې کړي. هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، په کور دننه طالبانو ته د بین‌الافغاني مذاکراتو وړاندیز څه نوې خبره نه‌ده، بلکې پخواني ولسمشر حامد کرزي شااوخوا ۷ کاله وړاندې دوی ته دا ډول وړاندیز کړی و. په سرمقاله کې راغلي، اوس افغان حکومت یو ځل بیا هڅه پيل کړې چې د قطر او یا کوم بل هېواد پر ځای بین‌الافغاني مذاکرات په افغانستان کې وشي. د... Читать дальше...

له دندې ګوښه کېدو د پېښور یو خبریال مزدورۍ ته اړ کړی

Mashaalradio.com 

د خېبر پښتونخوا د پېښور اوسېدونکی شاکرالله د رسنيو له هغو ۲۰۰ یو کارکوونکی دی چې د تېرو دوو کلونو په موده کې له دندې ګوښه شوي. دی وايي، له دندې تر ګوښه کېدو وروسته یې د کور مالي حالت خراب شوی او د بچیو تعلیم یې اغېزمن شوی. نور په ویډیويي رپورټ کې.

امریکا د ایران د استخباراتو پر دوو چارواکو بندیزونه ولګول

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتونو د تحقیقاتو د فدرال ادارې (FBI) د یوه پخواني مأمور په تښتولو، زنداني کولو او احتمالي وژنه کې ایران په مستقیم دخالت تورن کړ. د امریکا له‌خوا په بدل کې پرون دوشنبه د ایران د استخباراتو پر دوو چارواکو چې د رابرت لوېنسَن (Robert Levinson) په وژنه کې په لاس لرلو تورن شوي، بندیزونه اعلان شول. لوېنسن چې د ۱۹۴۸م کال په مارچ میاشت کې زېږېدلی، ۱۳ کاله مخکې د ایران کیش ټاپو ته د سفر پر مهال لادرکه شو. راپورونه وايي چې نوموړي هغه وخت د امریکا د استخباراتو له مرکزي ادارې (CIA) سره هم د قراردادي په توګه کار کاوه. Читать дальше...

نامعلومو وسله‌والو په کابل کې یو پولیس وواژه

Pa.azadiradio.com 

د هدفي وژنو د لړۍ په دوام نن هم یو پولیس په پلازمېنه کابل کې د نامعلومو وسله‌والو په ډزو ووژل شو. د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "له بده مرغه نن سهار شپږ نیمې بجې د کابل د ۱۲مې امنیتي حوزې اړوند د نامعلومو کسانو په ډزو زموږ یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی." ښاغلی فرامرز وایي د پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه‌دي نیول شوي او په خبره‌یې د امنیتي ټیم جدي پلټنې روانې دي. تر اوسه د پېښې مسؤلیت چا نه‌دی اخیستی.

Спорт в России и мире
Москва

Кыргызстанцы завоевали медали на международном турнире по танцам в Москве


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Елена Рыбакина

Камбэком обернулся матч вундеркинда из России перед стартом Еленой Рыбакиной в Мадриде


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Результативность, вовлечённость, трудоголизм — где грань? Книга от автора российской модели факторов вовлечённости персонала.





Путин в России и мире
Москва

Тема дня: Путин назвал сохранение духовных ценностей условием укрепления суверенитета


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Лукашенко пообещал потенциальным агрессорам ответ всеми видами оружия




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Во Франции назвали бредом слова Зеленского про угрозу Путина Европе


Навальный в России и мире
Москва

Патриарх Кирилл запретил в служении священника, проводившего панихиду по Алексею Навальному



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Баста

"Новосибирск, бро, за всё прости": концерт Басты на "Сибирь-Арене" собрал аншлаг



Москва

Строители мостов и дорог удостоены государственных наград

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net