پر کابل ښار د نن ورځې په راکټي حملو کې لږ تر لږه د یوه کس د وژل کېدو خبر تایید شو.
د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز نن سهار ازادۍ راډیو ته وویل: "له لب جر سیمې لس توغندي له یوه سراچه ډوله موټر پر کابل ښار وتوغول شول، ۳ راکټونه د هوايي ډګر پر شا و خوا، ۵ راکټونه د هواپېژندنې ادارې په ساحه او یو توغندی په نهمه حوزه او بل توغندی د پنځلسمې ناحیې اړوند د خواجه رواش د استوګنې پر سیمه لګېدلی دی."
تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.
شا و خوا درې اوونۍ مخکې هم له دوو موټرو پر کابل ښار... Читать дальше...
د امریکا د متحد ایالتونو سترې محکمې هغه قضایي دعوه چې د ټکساس ایالت کړې وه او ولسمشر ټرمپ یې ملاتړ کړی و، رد کړه.
په دې دعوه کې غوښتل شوې وه، چې د امریکا په څلورو ایالتونو کې د نومبر د دریمې نېټې د انتخاباتو نتیجې چې جوبایډن ګټلې دي، لغوه شي.
سترې محکمې پرون څرګنده کړه، چې دا قانوني مصلحت نه دی چې ټکساس د نورو ایالتونو په انتخاباتي چارو کې مداخله وکړي.
دې څلورو ایالتونو، پنسلوانیا، جورجیا، میشګان او ویسکانسن مخکې لا له سترې محکمې غوښتې وو چې دا قضیه رد کړي.
د نږدې شلو نورو ایالتونو لوی څارنوالانو... Читать дальше...
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د خبریالانو د هدفي وژنو په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.
ويسا
ویسا ورځپاڼې په دې وروستیو کې د خبریالانو هدفي وژنو زیاتېدو او د عاملینو د نیولو په تړاو سرلېکنه کړې ده.
وړاندې په سرمقاله کې کابل او ولایتونو کې د خبریالانو، سیاسي فعالانو، د فکر خاوندانو او علماؤ هدفي وژنو ته اشاره شوې لیکل شوي چې، دغه ناوړه لړۍ له څو کلونو راهیسې پیل شوې او له افغانانو یې ډېر ښه کدرونه اخیستي دي.
لیکوال لیکلي، اوس چې افغانستان د سولې پروسې له پیل کېدو سره د خپل برخلیک... Читать дальше...
ایران او ترکیې په تهران او انقره کې د یو بل سفیران احضار کړي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده د جمعې په ورځ وویل، چې د ترکیې سفیره دریا اورس احضار شوې او د ولسمشر رجب طیب اردوغان له خوا د یوه شعر د لوستلو په باب یې د ایران اعتراض ور اورولی دی.
اردوغان پنجشنبه اذربایجان ته په سفر کې د اراز سیند په اړه یو شعر ووایه.
په دې شعر کې د اذربایجان یوه سیمه یاده شوه، چې په ۱۹ مه پیړۍ کې د روسیې او ایران تر منځ ویشل شوې وه.ه
اخوا د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت هم د ایران سفیر محمد فرازمند... Читать дальше...
کابل تېره شپه د رزمي لوبو د یو لړ سیالیو کوربه و.
لوبې د اس.ال.اف.سي یا سنولیوپارډ سازمان له خوا ترسره شوې، چې پر افغان لوبغاړو سربېره شپږ ایراني لوبغاړي هم وربلل شوي و.
د دغه سازمان د افغانستان څانګې دا لوبې په ټلویزیون او یوټیوب ښکارولې.
په تر ټولو مهمو لوبو کې افغان لوبغاړي نصرالله توخي خپل ایرانی سیال په سبمیشن وګاټه.
په همدې چل باندې یوه بل افغان لوبغاړي فرامرز محمد هم د خپل ایرانی سیال سجاد عباسي په وړاندې لوبه وګټله.
اسماعیل حیدري هم خپل ایرانی سیال د سوک په ضربې ناک اوټ کړ. دوو... Читать дальше...
ناټو سازمان په ډسمبر او له هغه مخکې نومبر کې افغان پوځیانو ته د سلګونه ټنو درملو د مرستې خبر ورکړی.
د ناټو د اعلامیې له مخې چې پرون جمعه خپره شوې دا مرستې به د ناروغیو پرمهال او هم په ویروسونو د اخته کېدو د مخنیوي لپاره د افغانستان د ملي اردو د ځواکونو وړتیاوړې زیاتې کړي.
د ناټو د تدارکاتو او ملاتړ ادارې ویلي، چې د درد ضد درمل، ویتامینونو، انټي بیوټیکو، پولیو واکسین، عفونت ضد مایع او لومړنیو مرستو محمولې په څو ځانګړو الوتکو کې افغانستان ته رسیدلي او مرستې به دا میاشت هم روانې وي.
د ناټو د... Читать дальше...
د افغانستان د دولت او طالبانو د خبرو له پيل نن پوره درې میاشتې ووتلې.
دوی د سپټمبر په دولسمه د قطر په پلازمېنه دوحه کې خبرې پيل کړې او په دریو میاشتو کې یې له ډېر تاویل ما ویل وروسته ایله د خبرو په اجنډا سلا وکړه.
اوس د تازه راپورونو په اساس دواړه مرکچي ټیمونه د شلو ورځو لپاره په رخصتۍ تللي.
په خبرو کې د شل ورځنۍ دمې راتلو مسله هم د افغان دولت د مرکچي ټیم یوه غړي او هم د ملي مصالحې د عالي شورا یوه غړي ازادي راډیو ته تایید کړې.
دغو دواړو افغان چارواکو ټینګار وکړ چې د دوی نوم د موضوع د حساسیت په خاطر وانخیستل شي. Читать дальше...
د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي تاییدوي چې وسله وال طالبان یو وار بیا د دهراوود ولسوالۍ بازار ته دننه شوي او جګړه روانه ده.
د والي ویاند احمد شاه ساحل بېګاه ناوخته ازادي راډیو ته وویل په جګړه کې د ملي اردو دوه سرتېري او درې پولیس ټپیان شوي.
هغه ټينګار وکړ، چې دولتي ودانۍ د افغان ځواکونو په لاس کې دي.
په سیمه کې د ملي اردو د کمانډو ځواکونو قومندان کبیر خان ازادي راډیو ته وویل چې افغان پوځیانو ۱۵ طالبان وژلي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند په ژیړۍ ولسوالۍ کې د هوايي برید پر مهال ملکیانو ته د مرګژوبلې د رسېدو په تړاو د طالبانو ادعا بې اساسه بللې ده.
ډګروال سني لګیټ جمعه ماښام په خپل ټوېټر لیکلي چې برید د پنجشنبې په ورځ د افغان ځواکونو د دفاع لپاره شوی دی.
هغه زیاته کړې چې له افغان امنیتي ځواکونو د دفاع په نیت د بریدونو هر ډول ځواب د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو له هوکړې سره په ټکر کې نه دی.
له دې مخکې د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ادعا کړې وه چې په ژیړۍ ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو... Читать дальше...
د ترکیې جمهوررییس رجب طیب اردوغان د امریکا او اروپا د بندیزونو په اړه غبرګون ښودلی.
ترکیه لومړی د امریکا له بندیزونو سره مخ وه او اوس تازه اروپايي ټولنې هم پرې بندیزونه لګولي دي.
د ترکیې جمهور رییس رجب طیب اردوغان جمعه د ډسمبر په یوولسمه په ترکیه باندې د اروپايي ټولنې د اقتصادي بندیزونو تر اعلان څو ساعته وروسته په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل هېڅ داسې مسله نشته چې په خبرو حل نه شي.
هغه ټینګار وکړ، چې د بندیزونو لګول ټول اړخونه زیانمنوي.
هغه زياتوي: "موږ له امریکامتحده ایالتونو او اروپايي ټولنې... Читать дальше...
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، نوي په سلو کې افغانان له دوه ساعته پلي تګ وروسته روغتیايي مرکزونو ته ځانونه رسوي.
د ډسمبر ۱۲مه ټولو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو له نړیواله ورځ داسې مهال نمانځل کېږي، چې په افغانستان کې کم شمېر خلک روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لري.
د ارزګان د مرکز ترینکوټ اوسېدونکی حکمت الله وايي: "د روغتیايي خدمتونو په اړه که درته ووایم په دغه ولایت کې په صفر حساب دي، خلک ډېر دي، روغتیايي خدمتونه کم دي، ډاکټران ناروغان بازارونو ته د دوا اخیستو لپاره لېږي، په ولسوالیو... Читать дальше...
افغانان په دوحه کې د بین الافغاني خبرو له پيل راهیسې په لوړه کچه د تاوتریخوالي له ډېرېدو شکایت لري.
خلک د روانې وضعې په اړه چې له یوې خوا د سولې خبرې روانې دي او له بلې خوا خونړۍ جګړه اوج ته رسېدلې څه وايي؟
دا د هغو پوښتنو غورچاڼ دي، چې د افغانستان د جګړې او سولې د انسټېټیوټ په وروستۍ نظرپوښتنه کې مطرح شوي.
په دې سروې کې له ټول افغانستانه څه باندې اته نیمو زرو کسانو برخه اخیستې او د هغو خلکو فیصدي په کې څو چنده زیاته شوې چې د سولې له خبرو ناهیلي دي او وايي، چې د بین الافغاني خبرو په پيل سره جګړه لا توده شوې. Читать дальше...
د کورنیو چارو وزارت وايي، د اریانا تلویزیون خبریال فردین امیني پرون ځان وژنه کړې.
خو د فردین خپلوان او همکاران وايي، چې هغه په نامعلوم او مرموز ډول وژل شوی دی.
په کابل کې د امیني تر مرګ یوه ورځ مخکې، په ننګرهار کې د يوه تلويزيون ويانده ملالۍ میوند هم ووژل شوه.
لیمه هادی په دې اړه راپور چمتو کړی:
په کندهار ولایت کې د معتادو ښځو د درملنې لپاره يو مرکز هم نشته، د کندهار معتادې ښځې وایي چې، د درملنې د امکاناتو نشتوالی دوی دې ته اړايستلي چې نشو ته دوام ورکړي.
دا پنځه دېرش کلنه مېرمن جمیله نومیږي.
دا هره ورځ له کوره دباندې له نارینه معتادینو سره هیروین څکوي.
جمیله چې د شپږو اولادونو مور ده، یوولس کاله کېږي چې په نشو اخته شوې ده.
دا وايي مېړه یې د نشه يي موادو کاروبار کاوه، له همدې امله دا هم په نشو ورسره اخته شوه.
جمیله وايي که څه هم له نشو يې ډېره کرکه کېدله، خو مېړه يې بيا هم په نشو اخته کړه. Читать дальше...
په افغانستان کې د نشه يي موادو په لړ کې د ښيښې قاچاق او استعمال په چټکۍ سره مخ پر ډېرېدو دی.
د نشه يي موادو دوه سوه قضيې چې د ۱۳۹۹ شمسي کال د حمل له مياشتې څخه رانيولې بيا د قوس تر میاشتې پورې له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته رسېدلي، ډېره برخه د ښيښې يا ميتافيتامين (methamphetamine) په قاچاقو پورې اړه لري.
له نشه يي موادو سره د عدلي او قضايي مرکز وياند خالد موحد ازادۍ راډيو ته وويل، په دې وروستيو وختونو کې د نورو نشه يي موادو په پرتله د ښيښې قاچاق ډېر شوی دی، آن دا چې په هغو... Читать дальше...
پنځه تنه په داسې وخت کې ونيول شول چې غوښتل يې نشه يي ګولۍ او نور نشه يي مواد کابل ښار ته قاچاق کړي.
د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز ازادۍ راډيو ته وويل، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د موټرو د تلاشۍ پر مهال د خيرخانې په کوتل او پلچرخي سيمو کې لس کيلوګرامه چرس او (۱۹۲۲) ټابلیټ کا ګولۍ په دوو موټرو کې ونيولې.
د دې نشه يي موادو د قاچاقو په تور درې تنه هم نيول شوي دي.
د پروان ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې دوه تنه په داسې حال کې ونيول شول چې غوښتل يې (۱۹) کيلوګرامه چرس د افغانستان... Читать дальше...
په تخار ولايت کې د سلګونو نشه يي ګولیو د قاچاقو مخه ونيول شوه.
د کندز د امنيې قوماندانۍ وياند انعام الدین رحماني ازادۍ راډيو ته وويل، درې نفره د قوس د میاشتې پر (۱۷) نېټه په داسې مهال کې ونيول شول چې غوښتل يې د ټابلیټ کا په نوم زر دانې نشه يي ګولۍ کندز ښار ته قاچاق کړي.
په يوه بل اقدام کې د تخار ولایت پولیسو د نشه يي موادو یو قاچاق کوونکی د دې ولايت په کلفګان ولسوالۍ کې له لسو کيلوګرامو چرسو سره نيولی دی.
په هرات ولایت کې نژدې دوه سوه کيلوګرامه خاشخاش او تارياک ونيول شول.
په دې اړه د هرات امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولیزاده رسنیو ته وويل، لومړي عمليات چې د قوس د میاشتې پر (۱۹) نېټه په ګذره ولسوالۍ کې وشول، په نتيجه کې يې پولیسو (۱۸۰) کيلوګرامه خاشخاش ونيول.
(۹۵) کيلوګرامه تارياک بیا په داسې وخت کې د پولیسو لاس ته ورغله چې په پام کې وه هرات ښار ته قاچاق کړل شي.
د دې نشه يي موادو د قاچاقو په تور څلور تنه هم نيول شوي دي.
په ننګرهار ولایت کې زرګونه کيلوګرامه نشه يي مواد تر نيولو وروسته وسوځول شول.
لومړي عمليات چې د قوس د میاشتې پر (۱۸) نېټه له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو له خوا په خوګياڼو ولسوالۍ کې وشول، په نتيجه کې يې (۲۸) زره کيلوګرامه چرس ونيول شول.
د کورنیو چارو وزارت وياند طارق آرین ازادۍ راډيو ته وويل، دوهم عمليات چې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په غني خېلو ولسوالۍ کې وکړل، په نتيجه کې يې (۱۳) کيلوګرامه هیرويين او (۴۵) کيلوګرامه تارياک ونيول شول.
Спорт в России и мире
Москва
Росгвардия приняла участие в обеспечении безопасности при проведении футбольных матчей в Москве
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Елена Рыбакина
Первая ракетка мира расплакалась после финала турнира с участием Рыбакиной
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Жителей Москвы предупредили об аномально холодной погоде
Путин в России и мире
Москва
Посвященную инаугурации Путина марку начали продавать в главпочтамте Москвы
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Польский судья приехал в Минск и попросил защиты у Лукашенко
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Москва
Еще 140 аппаратов ИВЛ закупят для больниц Подмосковья в этом году
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net