Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Декабрь
2020

Новости за 11.12.2020

د کابل کیسه بول؛ د ګولنار او آیینه، ناول ليکوال د ژوند پور پرې کړ

Pa.azadiradio.com 

محمد اعظم رهنورد زریاب د ۷۷ کلنۍ په عمر د کابل په یوه روغتون کې د ناروغۍ له امله ومړ. رهنورد زریاب په ۱۳۲۳ هجري کال د کابل په ریکاخانه کې زېږېدلی و او په شهدای صالحین کې خاورو ته وسپارل شو. رهنورد زریاب له سلو ډیر لنډ داستانونه لري او یو شمیر ناولونه یې هم پاتې دي.

د "رفیق حریري" د وژنې په جرم یو کس ۵ ځله پر عمري قید محکوم شوی 

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو ملاتړ لرونکي یوې محکمې د لبنان د حزب الله ډلې یو غړی په غیاب کې د دې هيواد د پخواني صدراعظم رفیق حریري په وژنه کې د لاس لرلو په جرم پنځه ځلې په عمر قید محکوم کړی دی.   دې محکمې د جمعې په ورځ وویل، سلیم عیاش په ۲۰۰۵م کال کې بیروت کې هغه چاودونه کې مهم رول درلود چې رفیق حریري په کې ووژل شوي.   ملګرو ملتونو او لبنان په دې اړه د شواهدو له راټولولو وروسته، ۲۰۰۷م کال کې  د دې پېښې د څېړنو لپاره په هالنډ کې  محکمه جوړه کړه او څلور مشکوک کسان یې د هغوی په غیاب کې محاکمه کړل.   حریري... Читать дальше...

کندهار کې د اور د لګېدو په پېښه کې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار ښار په پنځمه حوزه کې په یوه کور کې د اور د لګېدو په پېښه کې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي.   د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي رادیو ته وویل، په دې کور کې اور تېره شپه د  ګازي بخارۍ  څخه لګېدلی دی.   هغه زیاته کړه: "د نوراني مینې په سیمه کې، یوه کورنۍ کې د ګاز د اورلګېدنې له کبله یوه کورنۍ کې پنځه ماشومان او یوه دوه ښځې مړې شوې دي."   بارکزی د پيښې علت بې احتیاطي وبلله او له خلکو یې وغوښتل چې د ژمې په ساړه موسم د هغو ګازي وسایلو سره احتیاط وکړي، چې د کورنو د تودولو لپاره یې کاروي. Читать дальше...



د اریانا ټلویزیون د سیاسي خپرونو چلوونکی فردین امیني وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

په دوو پرلپسې ورځو افغانستان کې د دویم خبریال د مرګ خبر ورکړل شوی دی. پولیس وايي، د اریانا نیوز د خپرونو چلونکی فردین امیني، د کابل د یو غره په لمن کې په ټپي حالت کې موندل شوی، چې غاړه یې پرې شوې وه. هغه وروسته روغتون کې ومړ. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین پر خپل ټویټر لیکلي چې لومړنۍ نښې ښيي چې فردین امیني ځان وژنه کړې خو د فردین ورور بکتاش امیني ازادي راډیو ته ویلي ورور یې په مرموز ډول وژل شوی دی. د اریانا نیوز ددې خبریال د مرګ خبر په داسې ورځ خپرېږي چې ترې یوه ورځ مخکې په ننګرهار... Читать дальше...

"جو بایډن" او د هغه لومړۍ مرستیاله د کال شخصیتونه اعلان شول

Pa.azadiradio.com 

د ټایم مجلې د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن او د هغه لومړۍ مرستیاله کملا هاریس په ګډه د کال د شخصیتونو په توګه اعلان کړي. د ټایم مجلې مسول مدیر ویلي، ددې لپاره چې وښيي، د پیوستون ځواک د غوسې او ویش پرتله بهتر او ارزښتمن دی، د ټایم مجله بایډن او هاریس سږکال د کال د شخصیت په توګه نوموي. ښاغلی بایډن او اغلې هاریس، د دې نومونې لپاره د هغو کاندید شویو کسانو له لیست انتخاب شوي چې د امریکا د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ نوم هم په کې و. تېر کال د چاپیریال ساتنې فعالې ګریټا نونبرګ ته د ټایم مجلې د کال د شخصیت نوم ورکړی و.

د افغانستان نوموتی لیکوال "رهنورد زریاب" خاورو ته وسپارل شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د نوموتي لیکوال رهنورد زریاب د جنازې او تدفین مراسم نن په کابل ښار کې ترسره شول. د دري ژبې د دې لیکوال د تدفین په مراسمو کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر سربېره حکومتي چارواکو، فرهنګي شخصیتونو او خبریالانو ګډون کړی و. رهنورد زریاب نن سهار د ۷۷ کلونو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له کبله کابل کې ومړ. جمهور ریس غني په یو بیان کې د رهنورد زریاب مړینه لویه فرهنګي ضایع بللې ده. ارګ په دې اړه خپاره کړي بیان کې ویلي، رهنورد زریاب "اوږده کلونه د لیکوال، داستان لیکونکي او د رسنیو، ادب... Читать дальше...

د "ملالې میوند" کورنۍ د نیول شویو عاملینو علني محاکمه وغوښته

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې د وژل شوې خبریالې ملالې میوند کورنۍ د نیول شویو عاملینو علني محاکمه وغوښته. د ملالې میوند ورور وایي، د ده د خور قاتلینو ته په سزا ورکولو یا نه ورکولو بېرته د دوی خور لاسته ورځي خو په علني مجازاتو سره به یې د رسنیو کورنۍ ډاډمنه او وژونکو ته به یې د عبرت سبب شي. په ننګرهار کې د ټلویزیوني خپرونو د ښځينه کارکوونکې ملالې میوند د وژلو له پېښې شااوخوا ۱۲ ساعته وروسته د ننګرهار والي د نوموړې د قاتلینو د نیولو خبر ورکړ. که څه هم د نیول شویو کسانو د هویت په اړه لا تردې دمه څه نه دي ویل... Читать дальше...



نورستان کې خلک د طبي اسانتیاوو نشتوالي سره مخ دي

Pa.azadiradio.com 

په نورستان کې خلک په روغتیايي مرکزونو کې د درملو او نورو اسانتیاو نشتوالي ستونزو سره مخ کړي دي. د دوي په خبره چې له یوې خوا د کرونا دوهمه څپه پیل شوې، بل خوا یخنې ده او په روغتیایي مرکزونو کې د ناروغانو لپاره هېڅ اسانتیاوې نه شته دي. د لویديځ نورستان د دواب ولسوالۍ قومي مشر حاجي میراجان وویل: "درمل نشته، د ودانیو د ترمیم پېسې يي نه دي ورکړي، بامونه څاڅي، اوبه يي په ناروغانو راځي، یخنې ده، په کوټو د پلاسټيک او خاورې اچولو پېسې نه دي ورکړل شوي، د اعاشې پېسې نه شته، اوس دومره مخلوق کلنیک ته راځي،... Читать дальше...

د امریکا په ۴ ایالتونو کې د ټاکنو پر پایلو له بیا کتنې ملاتړ وشو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا سنا جرګې، چې جمهوریپال ګوند په کې اکثریت لري، د ټکساس ایالت د هغې دعوې ملاتړ وکړ، چې په څلور ایالتونو کې د انتخاباتو پر پایلې د بیا کتنې غوښتنه کوي.  د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ چې د انتخاباتو د نتیجو د بدلولو لپاره په خپلو بې سارو هڅو کې پر له پسې له ناکامیو سره مخامخ شوی، پرون په سنا جرګه کې، چې د ده جمهوریپال ګوند پکې اکثریت دی، ملاتړ ترلاسه کړ چې د ټکساس ایالت له لوري د هغې حقوقي دعوې ننګه وکړي چې له سترې محکمې غواړي په څلورو ایالتونو کې د منتخب ولسمشر جو بایډن بری رد کړي.  د دې... Читать дальше...

ننګرهار خبریالان د ملالۍ میوندۍ په ویر راټول شوي

Mashaalradio.com 

په ننګرهار کې د انعکاس راډيو ټېلېوېژن خبریالې او ښځینه فعالې د ملالې میوندۍ په ویر د خبریالانو دا تعزیتي او احتجاجي غونډه د ډېسېبمر پر۱۱مه د اطلاعاتو فرهنګ رياست کې تر سره شوه چې پر یو شمېر ننګرهار مېشتو خبریالانو سربېره په کې له خوست او کندهار ولایتو څخه هم یو شمېر خبریالانو ګډون کړی و.

د بايډن نومولی کس ښايي د امريکا لومړنی تور پوستی دفاع وزير شي

Mashaalradio.com 

د امريکا منتخب ولسمشر جو بایډن، متقاعد جنرال ليوډ اسټن د امريکا دفاع وزات مشرتابه ته نومولی دی. که چېری سېنېټ ورته رایه ورکړي نو اسټن به د امريکا لومړنی تور پوستی دفاع وزير شي. نوموړی دی څوکۍ ته د رسېدو په لاره کې له بلې ننګونې سره هم مخامخ دی. ویډیويي رپورټ وګورئ.

په نړۍ کې د کاربن ډایکساید د خپرېدو اندازه ۷ سلنه کمه شوې

Pa.azadiradio.com 

د ټولبند او محدودیتونو له کبله د تېرکال په نسبت په نړۍ کې د کاربن ډایکساید د خپرېدو اندازه ۷ سلنه کمه شوې ده. د کاربن نړیوالې پروژه چې نړیوال ساینسپوهان په کې شامل دي، په ننني څېړنیز راپور کې ویل شويو سږکال به نړۍ هوا ته څلوردېرش ميلیارد متریک ټُنه ګلتوني یا مضر ګازونه خپاره کړي. په دغه راپور کې ساینسپوهانو ویلي، چې په نړۍ کې د کاربن ډایکساید د خپرېدو د کمېدو یو علت دا دی چې ګڼ کسان د کرونا وبا له کبله په کورونو کې پاتې وو، په موټرو او الوتکو کې یې لږ سفرونه کول. د راپور له مخې، په امریکا کې... Читать дальше...

د خوړو نړیوال پروګرام مشر د نوبل سولې جایزه ترلاسه کړه

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام په روم کې د ملګرو ملتونو د دې ادارې په مقر کې د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړله.  ډېوېډ بیسلي پرون د دې جایزې ترلاسه کولو په مناسبت په انلاین مراسمو کې وویل: "ګڼو وسلوالو شخړو، اقلیمي بدلون، د یوې سیاسي او پوځي وسیلې په توګه د لوږې کارولو او نړیوالې روغتیایي وبا- شا و خوا ۲۷ ملیونه وګړي د لوږې خوا ته ټېل وهلي دي."  د نوبل نارویژي کمېټې د خوړو نړیوال پروګرام ته د سولې جایزه د دې ادارې د هغو هڅو له کبله ورکړه، چې په شخړو کې له لوږې د وسلې په توګه د کارونې د مخنیوي لپاره یې کړې دي.

انډيپنډنټ: افغانستان د خبریالانو لپاره یو تر ټولو خونړی هېواد دی

Pa.azadiradio.com 

د لویدیځ یو شمېر چاپي خپرونو د خبریالې ملالې میوند په اړه لیکنې خپرې کړې دي. د انعکاس راډیو او تلویزیون خبریاله ملاله میوند پرون سهار په جلال اباد ښار کې له خپل موټر چلوونکي سره هغه وخت ووژل شوه، چې په موټر کې کار ته روانه وه او وسله والو پرې ډزې وکړې. ګارډین ګارډین ورځپاڼې د ملالې میوند په اړه لیکلي دي، چې د خبریالې او د ښځو د حقونو د دې مدافع د وژلو پېښه دا تاییدوي چې په افغانستان کې د خبریالانو پر ضد تشدد په زیاتیدو دی. د ورځپاڼې په باور له دې پېښې سره روان کال په افغانستان کې د وژل شویو... Читать дальше...

افغانستان په نړۍ کې د خبریالانو لپاره تر ټولو خطرناک هېواد وبلل شو

Pa.azadiradio.com 

د ژورنالیستانو ملي ټولنې افغانستان په نړۍ کې د خبریالانو لپاره یو له درو تر ټولو خطرناکو هېوادونو څخه وباله. دې ټولنې، چې مرکز يې په بریتانیا کې دی، په ننګرهار کې د افغان ژورنالیستې او ویاندې ملالې میوند وژنه په کلکو ټکو غندلې او ویلي یې دي، چې د ژورنالیستانو نړیوال فدراسیون په نړۍ کې د خبریالانو د وژنو په اړه په خپل تازه راپور کې څرګنده کړې چې افغانستان د ژورنالیستانو لپاره د نړۍ یو له لسو تر ټولو خطرناکو هېوادونو څخه دی. په دې راپور کې ویل شوي، چې په تېرو ۳۰ کلونو کې په افغانستان کې ۹۳ ژورنالیستان وژل شوي. Читать дальше...


Музыкальные новости
Анастасия Ивлеева

Блогер Ивлеева не явилась в суд на заседание по делу о дискредитации ВС России





Персональные новости
#123ru.net

Тема дня: «Известия»: число работающих граждан в РФ вырастет на 1,4 млн за три года





د پکتيکا په ارګون کې موټر چلوونکو اعتراض کړى

Pa.azadiradio.com 

د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالي کې د بار وړونکو موټرو چلوونکو د هغه څه په خلاف اعتراض کړی چې دوی یې په لویو لارو کې د پیسو غیرقانوني اخیستل بولي. دوی امنیتي ځواکونه تورنوي چې بې دلیله ورڅخه پیسې غواړي. د لاریو او کانتینرو چلوونکو له تېرو ۴ ورځو راهیسې خپل نقلیه وسایل په اورګون کې درولي او وايي، تر هغو کار ته دوام نه ورکوي چې د غیرقانوني باج اخیستو مخه نه وي نیول شوې. د پکتیکا چارواکو د موټرچلوونکو د شکایت په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

پاکستان يو وار بيا د افغان سولې ملاتړ وکړ

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یو وار بیا وویل، چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې ملاتړ کوي او سوله ییز افغانستان د پاکستان او سیمې په ګټه دی. ده دا خبره پرون په اسلام اباد کې د پاکستان لپاره د افغانستان له نوي سفیر نجیب الله علي خېل سره په کتنه کې وکړه. قریشي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې سوله ییز او باثباته افغانستان به د سیمې له اتصال او اقتصادي پرمختګ سره مرسته وکړي. په همدې حال کې ښاغلي علي خېل پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې د پاکستان له باندنیو چارو وزیر سره یې د دوو هېوادونو... Читать дальше...

آيرلنډ د افغانستان سره د کرکټ سیالي کوي

Pa.azadiradio.com 

آیرلنډ وايي، د افغانستان په وړاندې یې د درو سياليو لپاره د خپل کرکټ لوبډلې لوبغاړي وټاکل. په پام کې ده چې افغانستان او آیرلنډ د کرکټ د نړیوالې شورا د نړیوال سوپرلیګ جام لپاره درې مسابقې وکړي. تراوسه پورې د دواړو لوبډلو ترمنځ د مسابقو ځای او نېټې نه دي ټاکل شوي. آیرلنډ دغه راز د متحده عربي اماراتو په وړاندې هم د خپل ټیم نومونه اعلان کړل. آیرلنډ په روان ۲۰۲۰ م کال کې د کرونا وبا له خپرېدو سره سره توانېدلی چې ۱۲ نړیوالې مسابقې وکړي. دغه ټیم د سږ کال په اګست کې انګلنډ ته ماتې ورکړه.

برازیل کې ټولو وګړو ته د کرونا ويروس ضد واکسین تطبیقېږي

Pa.azadiradio.com 

په برازیل کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو له زیاتېدو سره په یو وخت د دغه هېواد حکومت اعلان وکړ چې په ۲۰۲۱ کې به د هېواد ټول وګړي د کرونا ويروس پر وړاندې واکسین شي. برازیل ۲۱۲ میلیونه نفوس لري او تراوسه د دغه هېواد ۶ میلیونه او ۷ لکه تنه په کرونا ویروس اخته شوي چې د هغو له منځه یولکو ۷۸ زره تنه مړه شوي دي. د برازیل حکومت په وروستیو کې د واکسیناسیون لپاره څو نېټې اعلان کړي. لومړی یې وویل چې په مارچ کې به د کرونا ویروس پر ضد واکسیسناسیون پیل کړي، خو څو ورځې وروسته یې وویل چې ښايي په جنورۍ یا فبرورۍ کې خلکو ته واکسین ورکړي. Читать дальше...

اروپايي ټولنې د ترهګريزو مطالبو د خپرېدو مخنیوي لپاره مقررات تصویب کړل

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي ټولنې د پارلمان غړیو پرون (پنجشنبه) د انترنيټ له لارې د تروریستي مطالبو د خپرېدو د مخنیوي لپاره سخت مقررات تصویب کړل. په دې مقرراتو کې دا هم شامل دي، چې که سرغړوونکي په یوه ساعت کې هغه مطالب چې محتوا یې تروریستي وي، لېرې نه کړي، نو لویه جریمه به ورکوي. د اروپايي کمېسیون مرستیال ريیسې مارګراتیس شیناس وروسته له دې چې د پارلمان غړیو وړاندیز شوې مقرره نهايي او تصویب کړه، وویل :"د نن ورځې موافقه په راتلونکې کې د حملو له مخنیوي سره د مرستې لپاره یو مهم ګام دی." دې همداراز وویل، چې د پاریس... Читать дальше...

امریکا د چيچنيا سيمې پر مشر "رمضان قادروف" نور بنديزونه ولګول

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحدو ایالتونو د روسیې د شمالي قفقاز د چیچنیا د سیمې د مشر رمضان قادروف پر ضد نور بندیزونه ولګول. د امریکا د متحدو ایالتونو د خزانې وزارت پرون (پنجشنبه) د قادروف او پنځو تنو نورو پر ضد دا بندیزونه اعلان کړل او ویې ویل چې په دغو بندیزونو کې ۶ روسي شرکتونه، چې له قادروف سره نږدې  تړاو لري، هم شامل دي. قادروف د روسیې د ولسمشر ولادیمیز پوتین کلک ملاتړی دی. نوموړی، چې له له ۲۰۰۷ څخه د چیچنیا مشر دی، د بشري حقونو د روسي او نړیوالو ډلو له لوري د بشري حقونو په پراخو سرغړونو لکه بې محاکمې اعدامونو، شکنجو او یرغمل نیونو تورن دی.

Спорт в России и мире
Москва

В Московской области прошел чемпионат Центрального округа Росгвардии по стрельбе из боевого ручного стрелкового оружия


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Арина Соболенко

Арина Соболенко призналась в том, что не любит женский теннис


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Опыт проведения Всероссийской акции «Вода России» представлен на межведомственном заседании в Ташкенте





Путин в России и мире
Москва

Эксперт: корректировка порогов крупного и особо крупного ущерба по экономическим статьям оправдана и своевременна


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Лукашенко: на территории Польши и Прибалтики готовят атаки на восток




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Захарова: встречи по продвижению "формулы Зеленского" дают Киеву чувство вседозволенности


Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Певица

Певица Юлианна Караулова пожалела, что увеличила губы



Москва

На рынок недвижимости вышла компания «БН Групп»

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net