Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Декабрь
2020

Новости за 23.12.2020

پاکستان جمهوري غورځنګ: د عمران خان اقتصادي تګلاره ناکامه شوې

Mashaalradio.com 

پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) د ډېسېمبر پر ۲۳مه د خیبر پښتونخوا د مردان په جلسه کې د وزیراعظم عمران خان د حکومت پر اقتصادي تګلاره انتقاد وکړ. د اپوزیشن ګوندونو د دې اتحاد سیاستوالانو دعوه وکړه چې د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ اېتلافي حکومت د هېواد د اقتصادي ستونزو په هواري کې پاتې راغلی. د مردان تر جلسې مخکې د اپوزیشن ګوندونو سیاستوالان او زرګونه پلویان په قافلو کې له ښاره تېر شول. پي ډي اېم وايي، په فبرورۍ کې د اسلام اباد لوري ته لاریون کوي. حکومت په بیا بیا ویلي چې خراب اقتصاد ورته له تېرو حکومتونو په میراث کې پاتې دی چې سموي یې. Читать дальше...

د فیفا د اجرایي مشر یوسف رشید جنازه کابل کې خاورو ته وسپارل شوه

Pa.azadiradio.com 

د فیفا د اجرایي مشر یوسف رشید جنازه نن مازدیګر د کابل په چهلستون سیمه کې خاورو ته وسپارل شوه.  هغه او موټر چلونکی یې نن سهار دندې ته پر لاره د نا معلومه وسله والو په ډزو ووژل شول.  د یوسف رشید ورور عبدالباقي رشید د جنازې په مراسمو کې وویل چې هغه کومه شخصي دښمني نه درلوده: " نن دا غم پر موږ راغلی، خدای پاک دې په هېواد داسې ورځ راولي چې هېڅوک او هېڅ افغان کور د دغو غمونو شاهدان ونه اوسیږي، سهار چې له کوره وته، روغ جوړ او له پلار سره مې په خندا خدای پاماني وکړه، وروسته زنګ راغی چې مشر ورور مې شهید... Читать дальше...

کراچۍ کې د یخ د زېرمه کولو یوه کارځای کې چاودنې ۱۰ تنه وژلي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په کراچۍ کې د یخ د زېرمه کولو په یوه کار ځای کې چاودنې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژلي او ۳۰ تنه یې ټپیان کړي دي. د کراچۍ ښار د همدې سیمې د ښاروالۍ یوه مسئول لایق احمد ویلي، پېښه تېره شپه د کارخونې د بایلر یا اوبو جوشولو وسیلې دچاودنې له کبله شوې ده.  د ده په خبره، له چاودنې سره سم د کارځای ودانۍ نړیدلې او یو شمېر کارکوونکي یې تر خاورو او تېږو لاندې شوي دي.  د کراچۍ ښار د مرکزي ضلعې د پوليسو مشرې شهلا قریشي هم رسنيو ته ويلي، د لومړنیو مالوماتو له مخې دا د بايلر چاودنه وه خو په خبره یې له پلټنو وروسته به هرڅه په ډاګه شي. Читать дальше...



د پاکستان او افغانستان خبريالانو لپاره ۲۰۲۰ز کال څنګه وو؟

Mashaalradio.com 

د مشال تر رڼا لاندې بحث کې مو په ۲۰۲۰ز کال کې د پاکستان او افغانستان خبریالانو ته د ورپېښو چیلېنجونو او ستونزو موضوع څېړلې. په دې کال کې د دواړو هېوادونو پر خبریالانو د بریدونو ترڅنګ د هغوی د وېرونې، ځورونې او په کار کې یې د خنډونو پیدا کولو یو شمېر پېښې ثبت شوې. د خبریالانو د ساتنې کمېټۍ (کمېټي ټو پروټېکټ جرنلېسټس یا سي پي جې) په خپل تازه کلني رپورټ کې ویلي چې روان کال په نړۍ کې ۲۱ خبریالان وژل شوي. خپرونه د غږ پر ځای کې اورېدای شئ.

کابل کې یوه پخواني ښوونکي خپل شخصي کتابتون د خلکو په واک کې ورکړ

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې یو پخواني ښوونکي په یوه بې ساري اقدام سره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په مدیریت خپل شخصي کتابتون د خلکو په واک کې ورکړ. دغه کتابتون د اطلاعاتو او فرهنګ د پخواني وزیر سید مخدوم رهین او د شپږمې ناحیې د عامه کتابتون د مسوولینو له لوري پرانېستل شو. د دغه کتابتون مالک امیر حمزه وايي چې په دغه کتابتون کې له دوه زره جلده زیات کتابونه شته چې د مطالعې د فرهنګ د پیاوړتیا په هدف یې په شپږمه ناحیه کې د خلکو په واک کې ورکړ. دی وايي: "د کتابتون له رامنځته کېدو زما یوازنی هدف د ځوانانو مطالعه ده... Читать дальше...

خوستیان: ځایي اداره دې د ځنګلونو د وهلو مخه ونیسي

Pa.azadiradio.com 

د ژمي په راتلو سره د خوست له بېلابېلو ولسوالیو لسګونه په لرګیو بار موټر د خوست ښار ته راځي او له دې ځایه د هېواد نورو ولایتونو ته د پلور لپاره انتقالیږي. له خوسته د کابل په شمول بېلابیلو سیمو ته د سونګ لپاره د لرګیو دې لېږد په خوست کې د ځنګل وهنې په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي. خوستیان له ځايي ادارې غواړي چې د ځنګلونو د وهلو مخه دې ونیسي. د خوست ښار په شمالي برخه کې د لرګیو ټال کې عادل مرجان له تېرو ۳۰ کالونو راهیسې د لرګیو کاروبار کوي وایي، هره ورځ د خوست سربېره یوازې له دې ټاله لسګونه په لرګیو بار موټر نورو ولایتونو ته د پلور لپاره ځي. Читать дальше...

سوړ ژمي فراه کې په نشه يي توکو د روږدو مېرمنو ژوند سخت کړی

Pa.azadiradio.com 

په نشه یي توکو روږدوالی داسې ستونزه ده چې په افغانستان په ځانګړي توګه فراه ولایت کې ډېری ځوانان او مېرمنې ورسره لاس او ګرېوان دي. د ژمي په را رسېدو سره، په فراه ولایت کې په مخدره موادو د روږدو ښځو ژوند لا سخت شوی. نور جزئیات په دې ویډیويي راپور کې وګورئ او له ملګرو سره شریک هم کړئ:

د رشید وژلو ته د افغان چارواکو او بهرنیو ډيپلوماټانو غبرګونونه

Pa.azadiradio.com 

د فیفا د مشر یوسف رشید وژلو د افغان چارواکو او یو شمېر بهرنیو ديپلوماتانو غبرګونونه پارولي.  ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ولسمشر اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې چې پر ښاغلي رشید برید کوونکي وپيژني او سزا ورکړي.  په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر د فیفا پر مشر یوسف رشید برید غندلی او هغه یې د دیموکراسۍ یو فداکاره ملاتړی یاد کړی دی.  د فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ مشر یوسف رشید نن سهار دندې ته پر لاره و چې  د کابل ۷مه حوزه کې برید پرې وشو.  برید کې پر نوموړي سربیره د هغه موټر چلونکی چې سمیع الله نومېده، هم وژل شوی دی. Читать дальше...



د کونړ په غازي اباد کې چاودنې ۳ ملکیان ټپیان کړل 

Pa.azadiradio.com 

د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د ماین چاودنې ۳ تنه ملکیان ټپیان کړل.  د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان وایي، چاودنه نن سهار ۱۰ بجې د همدې کسانو پر موټر وشوه: "د وطن، خاورې او خلکو دښمنانو په لویه لاره کې ماین خښ کړی و، د ملکیانو سراچه ډوله موټر پرې برابر شو چې درې تنه په کې ژوبل شوي دي."  د سیمې اوسیدونکو بیا ازادي راډیو ته ویلي چې ماین چاودنه کې ۸ تنه ټپیان شوي دي.  تراوسه چا د دغې چاودنې مسولیت نه دی منلی.

نورستان کې کډوال: د مرستو لاس نه دی راغځېدلی، ساړه ژمي سره زور ازمایو

Pa.azadiradio.com 

د نورستان مرکز پارون او واما ولسوالۍ ته له ناامنو سېمو را کډه شوي کورنۍ وايي، سوړ ژمی یې د ماشومان ژوند ګواښي، خو تر اوسه چا د مرستې لاس نه دی ور اوږد کړی. خو د دې بې ځایه شویو کورنیو څخه یې ډېری وايي، د هېچا د مرستې لاس نه دی ورغزیدلی او که د دوی په نوم مرستې هم شوي وي، مستحقو کسانو ته نه دي رسیدلي. فضل مولا د نورستان له وایګل ولسوالۍ واما ته کډه شوی وايي: "له نورو ولسوالیو واما ولسوالۍ ته خلک مهاجر شوي، دلته اکثره یوې کورنۍ او معلومو کسانو همکارې کېږي. مرسته شوي مواد په خپلوانو ویشل کېږي، له... Читать дальше...

"افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې زیاتې شوي او روغتیايي حالت ګواښونکی کېږي"

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، د کرونا په دویمه څپه کې د دغه ویروس مثبتې پېښې زیاتې شوي دي. دا وزارت وایي چې د کرونا د مثبتو پېښو په زیاتېدو د دې هېواد روغتیايي حالت ګواښونکی کېږي. د دې وزارت مرستیالې ویاندې معصومه جعفري د چهارشنبې (د مرغومي ۳مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "که څه هم د لومړۍ څپې پرتله چمتوالی او د دې ویروس په اړه عامه پوهاوی زیات دی، خو اوس چې ژمی دی او خلک ‌‌‌‌‌‌ډېر کله په تړلې فضا کې راټولېږي، د فصلي ریزوشونو او ناروغیو، د انفولانزا ویروس شتون او د هوا ککړتیا کولای شي... Читать дальше...

د ډاکټرې صایمې عابد ژوند او کار

Mashaalradio.com 

په سروې خپرونه کې مو دا اوونۍ ډاکټره صایمه عابد مېلمنه ده. ډاکټر صایمه د عامې روغتیا ماهره ده. هغه په خېبر پښتونخوا کې د عامې روغتیا اتحادیې یا پبلک هیلت ایسوسي اېشن مشره ده. هغه په یو شمېر نړیوالو ادارو کې د روغتیا په برخه کې کاري‌ تجربه لري. د دې تر څنګ هغه د استادۍ‌ له شعبې سره هم منسلکه ده او وايي‌ چې په خپله کاري تجربه کې زده کړې ورکول تر ټولو غوره ګڼي.‌ له ډاکټرې صایمې سره زموږ همکارې ملیحې امیرزاده خبرې کړي‌ دي.‌

"افغان سولې لپاره د سیمه ییزو او ګاونډیو ترمنځ اجماع لا پیاوړي کېدل اړین دي"

Pa.azadiradio.com 

د سولې دویم پړاو خبرو له پیلېدو وړاندې، افغانستان ته د بهرنیو چارواکو او د سیمې هېوادونو ته د افغان چارواکو په سفرونو کې د افغانستان سوله او ملي امنیت د ټولو خواوو د بحثونو اساسي محور و. له تاجکستانه د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله له راستنېدو وروسته، د دې شورا مسوولان وايي، لا هم اړتیا ده چې د افغانستان د سولې لپاره سیمه‌ییزه په ځانګړي ډول د ګاونډیانو ترمنځ اجماع نوره هم پیاوړې شي. د دې شورا ویاند فریدون خوځون د‌ چهارشنبې )د مرغومي ۳مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل، تاجکستان د سولې... Читать дальше...

د امریکا سفارت: د 'فیفا' د مشر وژنه افغانستان ته ضایعه ده 

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر د فیفا پر مشر یوسف رشید برید غندلی او هغه یې د دموکراسۍ یو فداکاره مدافع یاد کړی دی.  راس ویلسن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د ښاغلي رشید وژنه د هغه کورنۍ او ټول افغانستان ته یوه ضایعه ده.  د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، د  ازادو او عادلانو ټاکنو بنسټ مشر نن سهار کابل کې دندې ته پر لاره و چې نا معلومه وسله والو  برید پرې وکړ.  دې برید کې د ښاغلي رشید موټرچلونکی سمیع الله هم روغتون کې سا ورکړې ده.  د ښاغلي رشید ورور عبدالباقي رشید ازادي... Читать дальше...

فرانسه کې درې پولیس نن سهار مهال په ډزو ووژل شول

Pa.azadiradio.com 

د فرانسې چارواکي وایي، درې پولیس نن سهار هغه مهال په ډزو کې ووژل شول چې د کورني تاوتریخوالي یوې پېښې ته د ځواب ویلو لپاره سیمې ته ورسېدل.   دغه پېښه کې یو بل پولیس ټپی شوی دی.  دغو پولیسو هڅه کوله، هغه مېرمن وژغوري چې له خاوند سره له شخړې وروسته د خپل کور بام ته ختلې وه.  د راپورونو له مخې، وسله وال کس لومړی په پولیسو ډزې کړي او بیا  یې کور ته اور اچولی.  دا ښځه د کور له بامه د پولیسو له خوا را ښکته شوې او د برید کوونکي جسد هم موندل شوی دی.  برید کوونکی ۴۵ کلن دی او څارنوالانو ویلي، پخوا... Читать дальше...

"د بهرنیو چارو وزارت د تشکیل پر اصلاحاتو کار روان دی"

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، د بهرني سیاست د ښه والي لپاره د وزارت د جوړښت یا تشکیل پر اصلاحاتو او سمونې کار روان دی. د دغه وزارت ویاند ګران هېواد وایي، پر تشکیلاتو دغه کتنه له وزارته نیولې تر سفارتونو او جنرال کونسلګریو پورې د بهرني سیاست ټول بنسټونه را نغاړي.  دی وايي: "بهرنی سیاست به د ملت د لومړیتوبونو په پام کې نیولو او د سیمې او نړۍ د سیاسي متحولینو په پام کې نیولو سره رامنځته کېږي، تشکیل هم داسې عیاریږي چې د دغو لومړیتوبونو او د بهرني سیاست اړتیاو ته ځواب ورکوونکی و اوسي."  ګران... Читать дальше...

د 'فیفا' اجرائیوي رئیس یوسف رشید په یوه وسله وال برید کې و وژل شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ (فیفا)د پروګرامونو مشر وايي چې یوسف رشید نن چهارشنبه (د مرغومي ۳مه) سهار شااوخوا نهه بجې د اومې حوزې اړوند د ټني کوټ سیمه کې نا پېژندو وسله والو برید وکړ چې په پایله کې نوموړی و وژل شو او موټر چلونکی یې ټپي شوی. نعیم اصغري ازادي راډيو ته وویل، له دې وړاندې یوسف رشید ته هېڅ ګواښ نه و شوی او نه هم نوموړي کومه شخصي ستونزه درلوده: "یوسف رشید ته هېڅ ګواښ نه و شوی، پرون مازدیګر له موږ سره یو ځای و، ورسره مو خبرې وکړې، موږ ته یې هېڅ هم ونه ویل چې چا دې ورته... Читать дальше...

د ارزګان خلک: طالبانو دې د پولیو واکسین تطبیق ته اجازه ورکړي

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان خلک له طالبانو غواړي، چې کور په کور دې د پولیو واکسین تطبیق ته اجازه ورکړي.   طالبان د ارزګان د مرکز ترینکوټ او ولسوالیو په هغو سیمو کې چې د دوی تر واک لاندې دي، د تېرو پنځو کلونو راهېسې د کور په کور واکسینو مخه نیولې ده.  ځايي خلک وايي، دا چاره ددې سبب شوې، چې یو شمېر ماشومان د پولیو له واکسین پاتې شي.  نور تفصیل له ترینکوټ څخه د شریف الله شرافت په راپور کې، چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:


Музыкальные новости
Певица

Певица Анастасия Стоцкая появилась на публике в откровенном наряде





Персональные новости
Кубок

Псковские волейболисты стали призерами международного турнира «Кубок дружбы»





ماليې وزارت په ځينو عايداتي برخو کې د اصلاحاتو د راوستو خبر ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان مالیې وزارت وايي، هڅه کوي، چې د عوایدو په سرچینو کې د اصلاحاتو پلي کولو له لارې هېواد د مالي خپلواکۍ تر کچې ځان ورسوي. د مالیې وزارت ویاند شمروز مسجدي ازادي راډیو ته وویل، چې په روان مالي کال کې د عوایدو راټولېدو لپاره ۲۰۸ میلیارده افغانۍ هدف ټاکل شوی وو، چې د کرونا ویروس خپرېدو او د اقتصادي او ټولنیز وضعیت د تحلیل له کبله یې ټاکلی هدف پوره نه شو. خو ده وویل، مالیې وزارت وکولی شول، چې د کال تر پایه ۱۷۴ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي. دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د مالې وزیر... Читать дальше...

په غزني کې د معصومې زرین فرهنګي کافي شاپ

Pa.azadiradio.com 

د غزني مرکز ته څېرمه په نواباد سیمه کې یوې مېرمنې یو کافي شاپ جوړ کړی دی. د غزني ښار شمال لوېديځ لور ته په پنځه کیلومټرۍ کې په نواباد سیمه کې په دوهم پوړ کې یو شمېر نجونې او مېرمنې سره راټولې شوې. دلته د ښځو ترڅنګ یو شمېر سړي هم د خپلو کورونیو له مېرمنو سره د تفریح لپاره راغلي. د دغه کافي شاپ چلوونکې شل کلنه معصومه د هرکلي په غرفه کې ناسته ده. معصومه وايي، د خپلې ټولنې د ښځو د تفریح او خوشحالۍ لپاره یې دغه کافې پرانیستې ده. دا زیاتوي، کال وړاندې یې د خپل مېړه په مرسته دې کار ته ملا وتړله... Читать дальше...

هېواد: د خبريالانو ژوند او د کار ساحه دې خوندي کړای شي

Pa.azadiradio.com 

کابل چاپ ورځپاڼو په نننيو ګڼو کې تر ډېره په پلازمېنه کابل کې د مقناطیسي ماین چاودنو د زیاتېدو او د خبریالانو هدفي وژنو په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي. مسير  مسیر ورځپاڼې د کابل او یو شمېر ولایتونو چاودنو او بریدونو ته په اشارې لیکلي، چې په کابل ښار کې چسپکي ماینونه او چاودنې ورځنۍ چاره ګرځېدلې. وړاندې د دغو چاودنو عوامل څېړل شوي او لیکل شوي، چې د دې ټولو تخنیکي دلایلو او ستونزو تر شا مهم او اساسي دلایل سیاسي دي ځکه په خبره یې ،دا سیاسي موخې دي چې پر امنیتي پېښو، تګلارو، کمزوریو او بریاوو مخامخ اغېز کوي. Читать дальше...

ډونالډ ټرمپ د ١۵ کسانو د بخښنې فرمان ورکړ

Pa.azadiradio.com 

امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنځلسو کسانو د بخښنې فرمان ورکړ. په دغو پنځلسو کسانو کې د کانګرس دوه پخواني غړي او دوه هغه کسان شامل دي، چې د امریکا په مخکیني دور ولسمشرۍ ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنو په تړاو پلټونکو ته په دروغ ویلو تورن پېژندل شوي وو.  د ټرمپ په دې فرمان کې د بلک واټر د پوځي قراردادي کمپنۍ څلور غړي هم شامل دي، چې په ۲۰۰۷ کال کې په بغداد کې د قتل عام په تور محکوم شوي وو.  د راپورونو په اساس هغه وخت په بغداد کې له لسو زیات ملکیان وژل شوي وو.  د ټرمپ د ملي امنیت پخوانی... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

В Московской области прошел чемпионат Центрального округа Росгвардии по стрельбе из боевого ручного стрелкового оружия


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Самсонова победила Осаку и вышла в третий круг турнира WTA 1000 в Мадриде


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Жёсткие экологические требования решат инновационные энерготехнологии





Путин в России и мире
Москва

Путин поручил сократить время пути поездов от Москвы до Черноморья до 16 часов


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Минск не исключает попыток оппозиции оторвать часть территории Белоруссии в пользу НАТО




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Александр Розенбаум

Розенбаум жестко высмеял женщин, увлекающихся пластикой: “Посмотрите на этих губастых!”



Москва

Из России выдворят 15 граждан Узбекистана после массовой драки в Туапсе

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net