Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Декабрь
2020

Новости за 23.12.2020

د بشري حقونو فعالان د کریمه بلوڅ د وژنې سپیناوی او پلټنه غواړي

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو فعالان د کریمه بلوڅ د وژنې سپیناوی او پلټنه غواړي. د بښنې نړیوال سازمان/امنیسټي انټرنیشنل د جَنوبي اسیا څانګې د ډسمبر به ۲۲ په یوه بیان کې د کریمه بلوڅ په مړینه سخت خپګان ښودلی. په دې بیان کې چې د یادې ادارې په ټویټر خپور شوی راغلي چې باید د کریمه بلوڅ د مړینې په تړاو سمدستي پلټنې وشي او د هغې په مرګ کې ککړو کسانو ته سزا ورکړل شي. کریمه بلوڅ په کاناډا کې اوسېده او د بلوڅانو د حقونو یوه فعاله او مبارزه وه. د هغې مړی وړمه ورځ (د ډسمبر په ۲۱) په ټورنټو کې وموندل شو. د ټورانټو... Читать дальше...

په کابل کې له يکشنبې راهیسې ١٧ کسان وژل شوي او ٦١ ټپیان دي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې له یکشنبې راهیسې ۱۷ تنه په بمي او هدفي بریدونو کې وژل شوي او ۶۱ کسان ټپيان دي. نن چهارشنبه سهار په نږدې اوه بجو د کابل ښار په دولسمه حوزه کې د پولیسو په یوه موټر د مقناطیسي ماین چاودنې یو پولیس وژلی او بل یې ټپی کړی دی. پېښه سهار نږدې اوه بجې شوې ده. د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز دا پېښه رسنیو ته تایید کړې. دا په کابل کې د نن سهار دویمه امنیتي پېښه ده. د کابل د پولیسو د ویاند فردوس فرامرز په خبره د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ اجرایوي رییس یوسف رشید نږدې نهه بجې په یوه... Читать дальше...

په پېښور کې د پیرامیډېکل کالجونو زده کوونکو مظاهره کړې

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا د روغتیاپالۍ یا پیرامیډېکل کالجونو زده کوونکو د ډېسېمبر پر ۲۲مه د اسمبلۍ مخې ته مظاهره کړې. دوی وايي، حکومت دې د نورو تعلیمي ادارو د زده کوونکو په څېر دوی هم دوه سېمېسټره مخکې کړي. حکومت سږکال د کورونا وایرس وبا له وجې د کالجونو زده کوونکي بې له ازموینو بل ټولګي ته کامیاب کړل. د زده کوونکو مظاهرې په غبرګون د پښتونخوا حکومت لا څه نه دي ویلي خو چارواکو د ډېسېمبر په پیل کې مشال راډیو ته ویلي ول چې د کورونا وایرس وبا دویمې څپې له وجې یې د پیرامیډيکل کالجونو د زده کوونکو ازموینې ځنډولي او په جنورۍ کې به یې امتحان ته وروغواړي. Читать дальше...



په غزني ولایت کې د یو بل خبریال وژنه

Pa.azadiradio.com 

رحمت الله نیکزاد د دوشنبې په ورځ ماښام ناوخته  په غزني ښار کې په یو وسله وال برید کې ووژل شو. دا څلورم خبریال دی، چې په بېلابېلو بریدونو او چاودنو کې وژل کېږي. نور په راپور کې:

چارواکي: ٣ ميليونه افغان ماشومان له پولیو-ضد واکسین بې برخې دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، له ګوزڼ یا پولیو-ضد واکسین څخه شا و خوا درې ملیونه ماشومان بې برخې پاتې شوي. د دغه وزارت مرستیال ویاند، نور اله تره کي ازادۍ راډیو ته وویل، دغه شمېر ماشومان روانه ډسمبر میاشت د ناامنیو له کبله له واکسینه بې برخې شول.  هغه زياتوي: "په پام کې وه په دغه کمپاین کې ۹ اعشاریه ۹ ملیونه ماشومان واکسین شي، خو له بده مرغه شا و خوا ۳ ملیونه ماشومان د ناامنیو له کبله له دغه واکسین نه بې برخې شول."  ښاغلی تره کی وايي، روغتیا وزارت به ډېر ژر په دغو سیمو کې له واکسین... Читать дальше...

د خوست چارواکي: په یعقوبیو کې چاودنې ۴ کسان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د خوست امنیه قوماندان وايي په یعقوبیو ښارګوټي کې چاودنې د یوه سرتېري تر څنګ څلور ملکیان ووژل. پاسوال محمد داود امین ازادۍ راډیو ته وویل، چاودنه پرون ناوخته د ملي اردو پر یوه موټر شوې ده.  هغه زياتوي: "په دې چاودنه کې د ملي اردو یو افسر ټپي یو شهید شوی او څلور ملکیان شهیدان شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي."  یعقوبیو ښارګوټی د خوست د شمال په لس کیلومترۍ کې پروت دی. تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې چاودنې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د سوریې د اوقافو وزارت او دیني موسسو د افغانستان جګړه ناروا وبلله

Pa.azadiradio.com 

د سوریې د اوقافو وزارت او دیني موسسو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې ده. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد پرون ناوخته ازادۍ راډیو ته وویل، د سوریې دغو بنسټونو په افغانستان کې روانه جګړه غندلې ده.  هغه زیاته کړه: "په هغه پیغام کې چې د سوریې عربي هېواد د اوقافو وزارت له خوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته لېږل شوی دی، د افغانستان جګړه ناروا بلل شوې ده. دا جنګ یې د اسلام مقدس دین د بدنامولو او د مسلمانانو ترمنځ د کدورت د ډېرولو د پلمې په توګه یاد کړی دی."  تر دې مخکې د... Читать дальше...

د فیفا د پخواني رئیس پر خلاف جرمي شکایت ثبت شوى

Pa.azadiradio.com 

د فوټبال نړیوال فډراسیون یا فیفا، د دغه بنسټ د پخواني رئیس سِپ بلاتر پر خلاف جرمي شکایت ثبت کړ. د دې اقدام علت د یوه موزیم د جوړولو په پروژه کې بې نظمۍ او ډېر لګښتونه ښوول شوي، دغه موزیم په ۲۰۱۶م کال کې پرانیستل شو. فیفا پرون وویل، د بلاتر ادارې ۵۰۰ ملیون سویسي فرانکه چې د ۵۶۵ ملیون ډالرو معادل کېږي، د زوریخ ښار پر موزیم لګولي دي. د فیفا په اعلامیه کې راغلي، په کار وه او ممکنه وه چې دغه پیسې په نړۍ د فوټبال د پراختیا لپاره ولګول شي. د فیفا په وینا، پر ودانۍ چې فیفا یې خاونده نه ده، ۱۵۸ ملیون... Читать дальше...



ارمنستان کې زرګونه کسانو اعتراض وکړ

Pa.azadiradio.com 

د ارمنستان د پلازمېنې یریوان په مرکزي میدان کې په زرګونو کسان په اعتراض راووتل. اپوزیسیون له واک څخه د لیرې کېدو لپاره پر صدراعظم نیکول پاشنیان خپل فشار ته دوام ورکړی، دوی له اذربایجان سره د اوربند د موافقې له کبله پر صدراعظم انتقاد لري. مظاهره چیان پرون په جمهوریت میدان کې سره راغونډ شول او شعار یې ورکاوه: خاین نیکول.  د ارمنستان صدراعظم د روسیې په منځګړیتوب د نوامبر پر لسمه له اذربایجان سره پر اوربند موافقه وکړه او له دې سره پر لانجمنه سیمه نګرنو قره باغ د شپږو اوونیو جګړه پای ته ورسېده.

د بېلاروس پولیسو د مطبوعاتي کلپ مشره "یولیا سلوڅکایا" ونیوله

Pa.azadiradio.com 

د بېلاروس پولیسو، د مطبوعاتي کلپ مشره یولیا سلوڅکایا ونیوله. چارواکو د ژورنالیزم د دغې خپلواکې ادارې دفترونه او د ځینو غړو کورونه تالاشي کړي دي.  د سلوڅکایا خپلوانو پرون وویل، هغه تر رخصتیو وروسته بېلاروس ته د ستنېدو پر وخت ونیول شوه او نه پوهېږي اوس چېرې ده. د بېلاروس د مطبوعاتي کلب د پروګرامونو مدیر اله شارکو، د دغه هېواد د خبریالانو اتحادیې ته خبر ورکړی، چې پولیسو یې پرون پر کور چاپه اچولې ده. دا وروسته له هغې چې په نیویارک دېره د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمېټې څو ورځې مخکې بېلاروس د هغو... Читать дальше...

امریکا: بريتانيايي مسافر د کرونا ویروس منفي ټيسټ ته اړتیا نه لري

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت په پام کې نه لري له بریتانیا پر راغلو مسافرو د کرونا ویروس د ټیسټ منفي ثابتولو موضوع وتپي. په سپینه ماڼۍ کې د کرونا ويروس په وړاندې د مبارزې ډلې د دوشنبې ورځې تر کتنې وروسته د دې موضوع ملاتړ کړی و، هغه مسافر چې له بریتانیا راځي د کرونا ویروس د منفي ټیسټ نتیجه دې وښيي. خو درېیو باخبره اشخاصو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره سم د لاسه په پام کې نه لري، چې دا مهال دې داسې کوم اقدام وشي. وروسته له هغې چې په بریتانیا... Читать дальше...

ولسمشر غني د امریکا د دفاع وزارت سرپرست سره پر دايمي اوربند خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع سرپرست وزیر د افغانستان له ولسمشر سره په هېواد کې د دایمي اوربند پر ټینګښت خبرې وکړې. په افغانستان کې د دایمي اوربند د ټینګښت امکان، د تاوتریخوالي زیاتېدل او د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ دوام، د دواړه مشرانو د بحث عمده موضوعات وو. د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع سرپرست وزیر کریس میلر پرون مازیګر له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ارګ کې خبرې وکړې. د جمهوري ریاست مرستیال ویاند، دوا خان مینه پال ازادۍ راډیو ته نور معلومات ورکړل.  هغه زياتوي: "د امریکا متحدو ایالتونو... Читать дальше...

د "بیو ان ټیک" واکسین ښايي د کرونا د نوې خپرې شوې بڼې پر ضد اغېزمن وي

Pa.azadiradio.com 

د بیو ان ټیک په نوم د درملو جرمنۍ کمپنۍ وايي، ډېر امکان لري چې د کرونا ویروس پرضد د دې کمپنۍ له خوا جوړ شوی واکسین په بریتانیا کې د دې ویروس د نوې خپرې شوې بڼې پر ضد هم اغېزمن وي. اوګور ساهین چې د بیو ان تیک د درملو د کمپنۍ له موسسانو څخه دی وايي، له ساینسي پلوه ډېر امکان لري چې د کرونا ویروس پر ضد جوړ شوی واکسین به د دې ویروس د نوې بڼې د له منځه وړلو لپاره هم اغېزمن وي. ښاغلي ساهین وویل، چې دا شرکت به په راتلونکو ورځو کې د کرونا ويروس د نوې بڼې په جوړښت کې راغلي بدلونونه وڅېړي. فرانسپرس خبري... Читать дальше...

ايا ټېلېګرام کې کرکه خپرېږي؟

Pa.azadiradio.com 

پر انټرنېټ د خواله او تماسونو ګڼې لارې جوړې شوې دي چې یوه یې ټېلېګرام نومېږي.  په ۲۰۲۰ کال کې چې له محدودیتونو او ناامنیو ډک و، ټېلېګرام هغو مستبدو رژیمونو ته چې غوښتل یې دا ټولنیزه شبکه بنده او خاموشه کړي یو روښانه پیغام ورکړ. دې ټولنیزې شبکې په ۲۰۲۰ کال کې د یوه اَپ په جوړولو سره د آزادې وینا غږ اوچت کړ چې د استبدادي حکومتونو تر غوږونو پورې ورسېد.  په افغانستان کې د حکومت مخالفین او سیاسي فعالان د آزادو رسنیو له لارې خبرې کوي او عام افغانان هم د ټولنیزو شبکو له لارې کولای شي د حکومت پر اجراآتو... Читать дальше...

"ملګري ملتونه دې افغانستان کې د خبریالانو خوندیتوب ته مشخص اقدامات وکړي"

Pa.azadiradio.com 

د بې پولې خبریالانو ټولنې په غزني کې په یوه هدفي برید کې د افغان خبریال رحمت الله نېکزاد وژنه غندلې او له ملګروملتونو یې غوښتي چې په افغانستان کې د رسنیو د کار کوونکو د خوندیتوب لپاره مشخص اقدمات وکړي.   د خبریالانو د ملاتړ دې ټولنې د سې شنبې په ورځ په خپله وېبپاڼه کې په یوه مطلب کې لیکلي چې دا په شپږو اونیو کې درېیم خبریال دی چې په افغانستان کې وژل کېږي.   د بې پولې خبریالانو ټولنه لیکي: رحمت الله نېکزاد چې له ۲۰۰۳ کال راهیسې یې د اسوشیټېډ پرېس او الجزیره په ګډون له نړیوالو رسنیو سره کارکاوه،... Читать дальше...

له پېښوره تر لندنه د کلتوري هلو ځلو بهیر

Mashaalradio.com 

د مشال راډیويي مجلې په تازه ګڼه کې بیلابېل هنري، ادبي او کلتوري مطالب مو درته خپرېدو ته چمتو کړي دي. د پېښور کیسه خانۍ په اړه په یو راپور کې اورئ چې اوس هلته د کیسو بازار سوړ دی، خو یو وخت داسې نه وه. د لندن ادبي بهیر د تازه ان لای مشاعرې حال درکوو. رښتیا یې ویلي، موسیقۍ د روح غذا ده، په تايي لینډ کې یو هنرمند وږو بیزوګانو ته موسیقۍ غږوي. او د بلال سکندري په شکل کې پښتو موسیقۍ یو نوی غزل ویونکی هنرمند موندلی. کیسه خانۍ بازار چې د پېښور د لرغونتیا انځور ګڼل کېږي، له پېړیو راهېسې یې خپل برم او جلال په خلکو منلی. Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Спорт объединяет поколения: в Москве прошёл праздник ко Дню Победы для детей с ОВЗ


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Саснович вышла в основную сетку турнира WTA-1000 в Риме


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

EDI-провайдер для ритейла Docrobot вошел в группу компаний СКБ Контур





Путин в России и мире
Москва

Токаев в Москве поздравил Путина с вступлением в должность президента России


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Лукашенко: Белоруссия реагирует на обострение обстановки вблизи границ страны




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

В США прокомментировали подготовку покушения на Зеленского


Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Жанна Агузарова

Жанна Агузарова начала петь в подземных переходах



Москва

Путин: в России ждут поставок овощей из фруктов из Узбекистана

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net