123ru.net
World News in Pashto
Декабрь
2020

Новости за 19.12.2020

په جګړه کې د وژل شويو کونړي ځوانانو کورنۍ څه غواړي؟

Pa.azadiradio.com 

په کونړ کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو په لیکو کې د وژل شوو کسانو کورنۍ د غم په ټغر ناستې دي. د دوي په خبره چې د پردیو جنګونو له امله ورونه د یو بل وژلو لپاره په سنګرونو کې ناست دي او د جګړې هرې خوا کې تنکې ځوانان وژل کېږي او ترې بې سرپرسته کورنۍ پاتې کېږي. دوي په جنګ کې له ښکېلو خواو داوربند او جګړې پای ته رسول غواړي. د دېرش کلنې پلوشې خوا کې څلور کوچني بچې ناست دي. په باران او یخه هوا کې د ژمي جامې او نور شيان نه لري، نرۍ جامې يي په تن دي. د کور نغری يي سوړ او د هر ماشوم زنې يې له یخنۍ لړزېږي. Читать дальше...

سويل ختيځ کې زرګونو لاريون کوونکو د "علي وزیر" نيول وغندل

Pa.azadiradio.com 

ګردیز، خوست او ښرنې ښارونو کې نن زرګونو کسانو په پاکستان کې د پښتون ژغورنې د یو مشر علي وزیر نیول وغندل.  د پکتیا د مرکز ګردېز ښار په ډاکټر نجیب الله څلور لارې کې د دې ولایت ګڼ شمېر اوسېدونکي، چې زیاتره یې ځوانان وو راټول شوي وو، او په پاکستان کې یې د پښتون ژغورنې د غورځنګ د یو مشر علي وزیر د خوشې کېدو غوښتنه کوله. په ګردیز کې د لاریون یو ګډونوال احسان احسان وایي: "د پي ټي اېم ځکه ملاتړي یو، چې لر او بر پښتون ته ژوندون غواړي، یوازې پنجاب زموږ دښمن نه دی، همدغه طالب دی، همدغه داعش، مفسد چارواکي... Читать дальше...

سویس د "فایزر او بایو ان تیک" شرکتونو د واکسین لګولو ته اجازه ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د سویس روغتیايي چارواکو نن د فایزر او بایو ان تیک شرکتونو د واکسین لګولو ته اجازه ورکړه. د دغه هېواد چارواکي وايي سویس لومړنی هېواد شو، چې د کوویډـ۱۹ ضد واکسین د غیراضطراري کارونې تصویب ته لار اواروي. تر دې مخکې د امریکا د خوړو او درملو د خوندیتوب ادارې، د کرونا وایروس ضد دویم واکسین چې موډرنا شرکت جوړ کړی د اضطراري کارونې اجازه ورکړه. یوه ډله متخصصانو د دغه واکسین د کارونې موضوع تایید کړې وه. د امریکا د خوړو او درملو د خوندیتوب ادارې هغه واکسین ته هم جواز ورکړ، چې فایزر او بایو ان تیک شرکتونو جوړ کړی دی.



د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ ځنډول شوې ټیسټ لوبه راتلونکي کال کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ ځنډول شوې ټیسټ لوبه به راتلونکی میلادي کال وشي. د افغانستان د کرکټ بور‌ډ ویاند فرید هوتک په دې اړه شېبه مخکې ازادۍ راډیو ته وویل: "د دواړو هېوادو ترمنځ یو وار بیا هوکړه وشوه، چې دغه لوبه دې د ۲۰۲۱م کال په نومبر میاشت کې وشي، د یادولو وړ ده چې دغه لوبه د کرونا ویروس له امله ځنډول شوې وه."  دغه مسابقه، چې د کرونا وبا له کبله ځنډول شوې وه د اسټرالیا په کوربه توب کېږي. د افغانستان د کرکټ ملي ټیم درې کاله مخکې د ټیست لوبو اجازه ترلاسه کړه، چې تر اوسه یې څلور مسابقې کړي، چې دوې یې ګټلي او دوې بایللې دي.

په غزني کې د ولسي جرګې، ولایتي شوراګانو او ښاروالیو ټاکنو نېټه اعلان شوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان کړی، چې د راتلونکي کال په مني کې په غزني ولایت کې د ولسي جرګې، ولایتي شوراګانو او یو شمېر ښاروالیو ټاکنو ته چمتو دي. د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د غزني ولایت د ولسي جرګې، د ولایتي، ولسوالیو او د ښاروالیو د شوراګانو انتخاباتو ته د راتلونکي لمریز کال په مني کې عملیاتي او فني چمتوالی لري. د دغه کمېسیون رئیسې حوا علم نورستانۍ د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل: "د یادو انتخاباتو ترسره کېدل د ۱۴۰۰ کال د تلې په میاشت کې تنظیم شوي، د... Читать дальше...

غني: د سولې لومړي پړاو پرمختګونه دې له خلکو سره شریک شي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان جمهور رئیس د سولې له مذاکراتي پلاوي سره په لیدنه کې ټینګار کړی، چې د سولې لومړي پړاو پرمختګونه دې له خلکو سره شریک شي. د قطر له پلازمېنې دوحې راستون شوي، د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوي په کابل کې د سلا مشورو لړۍ پيل کړې ده. دغې پلاوي د شنبې په ورځ له جمهور رئیس  محمد اشرف غني سره وکتل او د سولې د لومړي پړاو خبرو په اړه یې معلومات ورکړل. د افغانستان د جمهور رئیس مرستیال ویاند دواخان مینه پال ازادي راډيو ته وویل: "ولسمشر د سولي په پروسه کې د ټولو اقشارو د نظریاتو شاملول لازم وګڼل،... Читать дальше...



بادغیس کې د سړک جوړولو د یوه امنیتي شرکت ۷ تنه ساتونکي وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په بادغیس ولایت کې د سړک جوړولو د یوه امنیتي شرکت اووه تنه ساتونکي ظاهراً په خپلمنځي نښته کې ووژل شول.  چارواکي وايي، په پېښه کې تېره شپه د دغه شرکت څلور نور ساتونکي ټپیان او څو تنه نور له وسله والو طالبانو سره ملګري شوي دي.  د بادغیس والي حسام الدین شمس ازادي راډیو ته وویل، دغه لانجمنه پېښه د اب کمري ولسوالۍ په لس کیلومترۍ کې شوې: "د قیصار- لامان سړک جوړونې شرکت ځینو ساتونکو لکه له مخکې چې د دولت له وسلوالو مخالفانو سره ملګري کېدل همږغي کړي وي، ځینې ساتونکي حاضر نه وو له مخالفانو سره ملګري شي،... Читать дальше...

ارمنستان د قرباغ جګړه کې د وژل شویو لپاره ملي ماتم پیل کړ

Pa.azadiradio.com 

ارمنستان نن شنبه په لانجمنه سیمه نګرنو-قره باغ کې له اذربایجان سره د شپږو اوونیو په جګړه کې د وژل شویو لپاره درې ورځنی ملي ماتم پیل کړ.  د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشنیان چې ماسک یې کارولی و او شااوخوا یې امنیتي ځواکونه لیدل کېدل نن پر ځايي وخت د ماسپښین یوه بجه د زرګونو کسانو له ډلې سره یوځای شو.  راټولو شویو کسانو په سېپټمبر او نوومبر میاشتو کې د جګړې پر مهال د وژل شویو د یاد د درناوي لپاره ډله ییز حرکت وکړ.  ارمنستان له اذربایجان سره په لانجمنه سیمه نګورنو قره باغ کې د شپږو اوونیو لپاره جګړه... Читать дальше...

د بګرام هوايي ډګر  په شااوخوا کې ۱۰ توغندي لګېدلي

Pa.azadiradio.com 

د پروان ولایت د بګرام هوايي ډګر په شا او خوا کې څو توغندي لګېدلي دي. د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي، ازادي راډیو ته وویل، پر دغه ډګر نن شنبه (د لېندۍ ۲۹مه) لس توغندي توغول شوي چې د ډګر په شا او خوا کې لګېدلي دي. ولسوال وايي، په پېښه کې چا ته مالي یا ځاني زیان نه دی اوښتی. د بګرام ولسوال وايي، امنیتي ځواکونو ته څلور نور ناکارول شوي توغندي په لاس ورغلي چې شنډ کړي یې دي. بګرام هوايي ډګر په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو تر ټولو لویه پوځي اډه ګڼل کېږي.   چا د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

کندهار چارواکي: ۴ ولسوالیو کې د عملیاتو پر مهال ۳۰ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار د والي ویاند ادعا کوي چې په ارغنداب، پنجوايي، ژېړۍ او ډنډ ولسوالیو کې د ګډو ځواکونو په پوځي عملیاتو کې تر ۳۰ زیات مخالف وسله وال وژل شوي دي.   احمد بهیر احمدي نن شنبه (د لېندۍ ۲۹مه) رسنیو ته وویل، دغه پوځي عملیات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شوي دي:  دی وايي: "د دغو عملیاتو پر مهال د مخالفانو ۳۱ ترهګر وژل شوي او ۱۰ تنه نور یې ټپیان شوي دي. په عملیاتو کې د وسله والو مخالفانو ځینې پټنځایونه، وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي."  وسله والو طالبانو بیا پرون ادعا کړې چې په کندهار کې د امریکايي... Читать дальше...

هلمند کې د پیوند مدني ټولنه: د داعي 'واقعي' قاتلان دې محاکمه شي

Pa.azadiradio.com 

په هلمند کې یوې مدني ټولنې د ازادي راډیو د وژل شوي خبریال محمد الیاس داعي د «واقعي» قاتلانو د محاکمې غوښتنه وکړه. په لښکرګاه کې د پیوند مدني ټولنې مشر، برکت الله سرشار ازادي راډیو ته وویل، په دې قضیه کې د یوه مشکوک کس د نیول کېدو موضوع هم د قناعت وړ نه ده. ښاغلي سرشار ازادي راډیو وویل: "موږ ته قناعت نه دی راکړل شوی چې دغه کسان دې د اصلي قضیې عاملان وي. موږ پر دې بسنه نه کوو. حکومت یو وار اعلان وکړ چې په دې اړه یو طالب قوماندان نیول شوی. بل وار د ولسمشر یوه ویاند دوا خان مینه پال ویلي و چې یوه... Читать дальше...

د افغان دولت مذاکره کوونکی پلاوی ولسمشر غني سره ګوري

Pa.azadiradio.com 

د افغان دولت مذاکره کوونکی پلاوی چې له قطره کابل ته ستون شوی، نن له ولسمشر محمد اشرف غني سره د سولې پر موضوع خبرې کوي.  د سولې په چارو کې د دولت د وزارت ویاندې ناجیې انوري نن شنبه(د لېندۍ ۲۹مه) ازادي راډیو ته وویل، دغه هیئت تر دې مخکې له ځینو مشرانو سره خبرې کړي دي: "دغه هیئت د ملي مصالحې له عالي شورا سره د چهارشنبې په ورځ مجلس درلود، له ولسمشر سره پلان دی چې نن د دغه هیئت کتنه وشي."  د دولت او طالبانو مذاکره کوونکو د درېیو میاشتو لپاره په قطر کې مذاکرې وکړې چې په وروستیو کې یې د اصلي مذاکرو پر اجنډا او مقدمې موافقه وکړه. Читать дальше...

روغتیا وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې کرونا ۱۷ کسان مړه کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې په کرونا ویروس ۱۷ کسان مړه شوي دي.  د دغه وزارت مرستیال ویاند نور الله تره کي نن شنبه (د لېندۍ ۲۹مه) ازادي راډیو ته وویل: "د هېواد په خصوصي او دولتي لابراتوارونو کې ۱۱۲۳ مشکوکې پېښې معاینه شوي چې له جملې یې ۸۰ مثبتې او ۷۵ کسان له دې [کوویډـ۱۹] ناروغۍ روغ شوي او ۱۷ کسان یې له کبله مړه شوي دي."  د روغتیا وزارت وايي، له دې سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو رسمي شمېر پنځوس زره پنځه سوه شپږدېرشو ته ورسېد.  خو اټکل کېږي... Читать дальше...

کرونا؛ امریکا د موډرنا شرکت واکسین ته اجازه ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د خوړو او درملو د خوندیتوب ادارې، د کرونا ویروس ضد دوهم واکسین چې موډرنا شرکت جوړ کړی د اضطراري کارونې اجازه ورکړه.  تر دې یوه ورځ مخکې، یوه ډله متخصصانو د دغه واکسین د کارونې موضوع تایید کړې وه.  د امریکا د خوړو او درملو د خوندیتوب ادارې هغه واکسین ته هم جواز ورکړ چې فایزر او بایو ان تیک شرکتونو جوړ کړی دی.

د ارمنستان صدراعظم یریوان کې د یوه ډله ییز حرکت مشري کوي

Pa.azadiradio.com 

د ارمنستان صدراعظم وايي، دی به په یریوان کې نن شنبه د هغه ډله ییز حرکت مشري کوي چې په لانجمنه سیمه نګورنو-قره باغ کې د شپږو اوونیو په جګړه کې د وژل شویو په یاد د ویر لپاره رابلل شوی دی.   نیکول پشنیان په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي، دغه حرکت به پر ځایي وخت د ماسپښین پر یوه بجه پیل او برخوال به په مرکزي میدان کې سره راغونډ شي.  د صدراعظم ویاند مانه ګیورګیان محلي رسنیو ته پرون ویلي چې صدراعظم پشنیان به د دې ډله ییز حرکت مشري کوي.  ارمنستان له اذربایجان سره په لانجمنه سیمه نګورنو قره باغ کې د... Читать дальше...


Музыкальные новости
Оззи Осборн

Оззи Осборн во второй раз войдет в Зал славы рок-н-ролла





Персональные новости
LG

LG ЗАНИМАЕТ ЦЕНТРАЛЬНОЕ МЕСТО НА 37-М МЕЖДУНАРОДНОМ СИМПОЗИУМЕ И ВЫСТАВКЕ ЭЛЕКТРОМОБИЛЕЙ





پامپیو: روسیه د امریکايي ادارو پر خلاف په سایبري بریدونو کې لاس لري

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر وايي، دا څرګنده ده چې روسیه د امریکا حکومتي ادارو پر خلاف په سایبري یا انټرنټي حملو کې لاس لري. په دغو انټرنټي حملو کې د نړۍ په سطحه هم ځینې تجارتي ادارې په نښه شوي دي.   مایک پامپیو پرون جمعه (د لېندۍ ۲۸مه) په یوه ټلوېزیوني خپرونه کې وویل، د امریکا په حکومتي سیسټمونو کې اساساً د یو لړ کوډونو د ځای پر ځای کولو لپاره د درېیمګړي د سافټوېر د کارونې د پام وړ هڅې شوي دي.   ښاغلي پامپیو وویل، دا څرګنده خبره ده چې په دغه ډول فعالیت کې روسان دخیل دي، خو روسیې رسماً کومه تبصره نه ده کړې. Читать дальше...

کاپیسا چارواکي: ۲ بریدونو یو پولیس وژلی او بل چارواکی یې ټپي کړی

Pa.azadiradio.com 

د کاپیسا ولایت چارواکي وايي، د وسله والو په دوو حملو کې یو پولیس وژل شوی او بل چارواکی ټپي شوی دی.   د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالشایق شورش ازادي راډیو ته وویل، وسله والو کسانو دغه پولیس د حصه دوم کوهستان ولسوالۍ په مربوطاتو کې په ډزو وژلی دی.  ښاغلی شورش وايي، تېره شپه بیا د کاپیسا د مرکز د لومړۍ حوزې د مخابرې امر په بله حمله کې ټپي شوی دی.   د دغو پېښو مسوولیت چا نه دی منلی.

علي وزیر د ۱۲ ورځو لپاره پولیسو ته حواله کړل شو

Mashaalradio.com 

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان د ولس استازی علي وزیر د ۱۲ ورځو لپاره په جسماني ریمانډ پولیسو ته حواله کړل شو. علي وزیر د ډېسېمبر پر ۱۸مه له پېښوره کراچۍ ته وړل شوی وو او د ډېسېمبر پر ۱۹مه په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې شو. پښتون ژغورنې غورځنګ پر وزیر لګېدلی تور ردوي. په دې اړه د مشال راډیو ویډیويي رپورټ وګورئ.

اترا: د بېلابېلو ارګانونو د سپارښتنو پر بنسټ پابجي انلاین لوبه بندیږي

Pa.azadiradio.com 

پابجي هغه لوبه یا ګېم دی چې یو شمېر ځوانان او تنکي ځوانان ساعتونه پرې بوخت وي. دغه تنکي ځوانان چې تر ډېره د ښوونځیو زده کوونکي دي وایي چې د ورځې ان اووه ساعته هم په دې لوبه بوخت وي. ساحل او علي چې د یوولسم ټولګي زده کوونکي دي په دې اړه یي ازادي راډیو ته وویل: "پابجي جنګي او تخییلي ګېم دی. زه هره ورځ یو نیم تر اووه ساعته پورې په دې ګېم مصروف یم. -زه هره ورځ له خپلو ملګرو سره پابجي ګېم وهم. دا لوبه زما ډېر خوښیږي او هره ورځ شپږ اووه ساعته بوخت یم." خو اوس د مخابراتي خدماتو د تنظیم اداره (اترا)... Читать дальше...

افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ برخه کې نوی تړون لاسلیکوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ په برخه کې نوی تړون لاسلیک کړي. د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وياند فواد احمدي نن شنه (د لېندۍ ۲۹مه) ازادي راډیو ته وویل چې د دې تړون له لارې به د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګرۍ کې اسانتیاوې رامنځته شي. نوموړي وویل چې دا مهال دواړه خواوې د یو تړون په ترتیب بوخت دي، څو د دواړو هېوادونو په اتمه ناسته کې لاسلیک شي. د چارواکو په خبره چې د دې تړون له لاسلیک سره به افغانستان له مرکزي اسیا او پاکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې له ګڼو اسانتیاوو برخمن شي. افغان... Читать дальше...

د قطر استوګنیز ښارګوټي د جوړولو تړون لاسلیک شو

Pa.azadiradio.com 

د قطر استوګنیز ښارګوټي د جوړولو تړون د الغرافې خیریه موسسې او ساختماني شرکتونو ترمنځ د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د مشرتابه په حضور کې لاسلیک شو. د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس حشمت ناصري نن شنبه(د لېندۍ      ۲۹مه)  ازادي راډیو ته وویل چې د دغه ښار ګوټې د جوړولو پر مهال به سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي. ياد ښارګوټی چې په کابل ښار کې یو له مهمو ښارګوټو څخه شمېرل کېږي، د الغرافې خیریه موسسې د شاوخوا ۱۱۰ میلیونه امریکایي ډالرو په مالي مرسته جوړیږي. قطر استوګنیز... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

RU.TV превращает Русскую Музыкальную Премию в Мюзикл


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Арина Соболенко

Соболенко: я предпочитаю смотреть мужской теннис, а не женский


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Московскую компанию заподозрили в хищении 103 млн рублей при реализации нацпроекта в Орле





Путин в России и мире
Москва

Путин сказал Алиеву: "Пора!". Новый БАМ пройдет через Кавказ. Транспортным коридором "Север — Юг" Россия и Азербайджан перешли дорогу Западу


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

VII Всебелорусское народное собрание: основные заявления Александра Лукашенко




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Зеленский допустил, что Москва и Киев начнут мирные переговоры


Навальный в России и мире
Москва

Священнику, отпевавшего Навального, запретили носить рясу и крест



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Борис Гребенщиков

Борис Гребенщиков сообщил, что не знает, кто такой Богомолов



Москва

Двойник Сергея Жукова похвастался, что подружился с солистом группы «Руки Вверх!»

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net