د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وايي چې د سولې د خبرو دوهم پړاو به هم د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شي.
د دې شورا ویاند فریدون خوځون په یوه ویډیويي پیغام کې چې نن خپور شو، ویلي چې دا د سولې په بهیر کې د ټولو ښکېلو اړخونو پرېکړه ده.
هغه زیاتوي: "اوس ټول پردې سلا شوي چې د دوهم پړاو خبرې دې هم د جنوري په پنځمه بیا په دوحه کې پیل شي. د افغانستان اسلامي جمهوریت پوره چمتووالی لري چې د جنوري په پنځمه خپل مذاکرات په دوحه کې له طالبانو سره پیل کړي."
ښاغلی خوځون زیاته کړه، چې د افغانستان د دولت... Читать дальше...
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سرحدي ملېشو اوه سرتېري په یوه وسله وال برید کې وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ وايي، چې دا حمله پرون شنبې په شریګ سیمه کې د سرحدي ملېشو پر یوه پوسته شوې.
پوځ وايي، چې د بریدکوونکو د موندنې لپاره یې په سیمه کې د پلټنې او تصفیې پراخ عملیات پیل کړي دي.
د دې برید پړه تراوسه کوم چا یا ډلې نه ده منلې.
د امریکا د ولسمشر وروستۍ څرګندونې چې د افغانستان د تېر کال ولسمشریزې ټاکنې یې د امریکا د تېرې میاشتې له ولسمشریزو ټاکنو غوره بللي، ډول ډول غبرګونونه راپورته کړي دي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ډونالډ ټرمپ څرګندونې تأییدوي او وايي، د افغانستان د ۱۳۹۸ کال ولسمشرۍ ټاکنې، په بشپړه روڼتیا وشوې.
د دې کمېسیون د دارالانشا رئیس حبیب الرحمان ننګ د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د مرغومې ۰۷» ازادي راډیو ته وویل، له مدیریتي اړخه هم دا ځل ټاکنې د بل هر وخت په پرتله ښې وې.
ښاغلی ننګ زیاتوي: "د افغانستان... Читать дальше...
پوځ دا هم ویلي ، د وسله والو د تیښتې د ناکامه کولو لپاره یې لارې بندې کړې دي. د برید ذمه واري تر اوسه چا نده منلې.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي چې تر اوسه په دې هېواد کې د کرونا ویروس د نوې بڼې کومه مثبته پېښه نهده ثبت شوې.
کرونا ویروس چې نړۍ یې له لوی سرخوږي سره مخ کړې او اوسیې دوهمه بڼه په نړۍ کې په چټک ډول د خپرېدو په حال کې ده، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې لا له وړاندې یې د مخینوي لپاره جدي تدابیر لري.
د دغه وزارت مرستیال ویاند نورالله ترهکي ازادي راډیو ته وویل: "مثبته پېښه نهشته، خو تدابیر ورته جدي نیول شوي، د بېلګې په توګه په جناح روغتون کې په ۲۴ ساعتونو کې ۱،۲۰۰ بالونه اکسیجن تولیدېږي،... Читать дальше...
د هغو ۱۰ کرکټرانو نومونه اعلان شول کوم، چې د نړيوال کرکټ په تاريخ کې يې تر ټولو ډېري لوبې کړي دي.
سچن ټنډولکر، مهيلا جوردني،کمارسنګکارا، سانات جياسوريا، ريکي پونټينګ، مهندرا سينګ ډهوني او شاهد افرېدي هغه لوبغاړي دي چې پر ترتیب سره په لیست کې شامل شوي.
ټنډولکر تر ټولو ډېري ۶۶۴ نړيوالې لوبې ترسره کړي چې ۳۴۳۵۷ منډي يې ترسره کړي او ۲۰۱ ويکټې يې ترلاسه کړي.
جوردني بيا ۱۹۹۷ز څخه تر ۲۰۱۵ پورې ۶۵۲ نړيوالې لوبې ترسره کړي، چې ۲۵۹۵۷ منډې يې کړي،۱۴ ويکټې او ۴۴۰ کېچونه يې نيولي.
سنګکارا د سريلانکا کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر وو. Читать дальше...
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې نن په دوبۍ کې خپل تمرینات پیل کړل.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز معشوف نن ازادي راډیو ته وویل، د فوټبال ملي لوبډله به د متحده اماراتو د فوټبال په فدراسیون کې تمرینات ترسره کړي.
ښاغلی مشعوف وایي،په دغو تمریناتي سیالیو کې ٢٢ لوبغاړو ګډون کړی چې ١٢ یې له بهره راغلي دي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون چارواکي هېله څرګندوي، چې له دغه تمریناتي کمپ څخه نوي څېرې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې ته وټاکل شي څو د قطر ۲۰۲۲ نړیوالو سیالیو کې د بنګله دیش په وړاندې ولوبېږي. Читать дальше...
مولانا ګل نصيب مشال راډيو ته وويل چې د دوی د اېستلو په لړ کې د ګوند پر اييني طریقه کار عمل نه دی شوی.
د مرکزي افریقا په جمهوریت کې د تاوتریخوالي له پېښو سره سره خلک د ولسمشر او د پارلمان د غړو د غوراوي لپاره نن رایې ورکوي.
په دې هېواد کې د تاوتریخوالي په وروستۍ پېښه کې د ملګروملتونو درې سوله ساتي سرتېري ووژل شول.
د ولسمشر فاوستین ارچانګې توادېرا د حکومت وسله والو مخالفینو په روانه میاشت کې وروسته له دې چې د اساسي قانون محکمې په دې انتخاباتو کې د پخواني ولسمشر فرانسس بوزیزي او څو نورو کاندیدانو ګډون رد کړ، خپلو حملو ته زور ورکړ.
دې محکمې همداراز پرون د ډسمبر په ۲۶مه نېټه د انتخاباتو د ځنډولو لپاره د اپوزیسیون وروستۍ غوښتنه هم رده کړه. Читать дальше...
د سوات په يو کلي کې يو سړي د لرغونو شيانو نندارتون جوړ کړی دی. هغه د تېرو کلونو د هستوګنې د د لوښو تر څنګ د کرکيلې سامانونه هم ايښي دي. له خوا او شا ځوانان ورځي او ځان له خپل کلتوره خبروي.
په دې اړه د نیاز احمد خان ويډيو راپور وګورئ.
په اروپايي هېوادونو کې د کرونا ویروس پرضد د واکسیناسیون پراخ پروګرام روان دی.
د اروپايي ټولنې په ډېری هېوادونو کې دا واکسین لومړی هغو کسانو ته ورکول کېږي، چې کمزوري دي.
د دې ټولنې ۲۷ غړو هېوادونو د ډسمبر ۲۷ د V-Day په نوم یاده کړې ده.
د فایزر او بیو این ټیک کمپینو له خوا جوړ د کرونا ویروس پرضد واکسین چې هر چا ته دوه ځلې ورکول کېږي پرون د اروپايي ټولنې هېوادونو ته ورسېد.
د چک جمهوریت صدراعظم اندرې بابیش لومړی کس و، چې د پلازمېنې پراګ په پوځي روغتون کې واکسین شو. هغه خبریالانو ته وویل: "موږ... Читать дальше...
د تخار ولایت چارواکي ادعا کوي، چې په یوه چاودنه کې درې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر رسنیو ته وویل، دې طالبانو غوښتل د تخار- کندز پر لویه لاره د یو پله د تخریب لپاره بم ځای پرځای کړي خو بم پردوی وچاودېد چې په نتیجه کې یې یو تن مړ او درې نور ژوبل شول.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د بغلان چارواکي وايي، افغان ځواکونو له ۳۰ زیات مساپر چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ په لویه لاره کې په واورو کې بند پاتې وو، ژغورلي دي.
د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند احمدجاوېد بشارت رسنیو ته په یوه استول شوي بیان کې د دې عملیاتو په اړه وویل: "يو شمېر مساپر چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ د لویې لارې په اوږدو کې د شیخ جلال کوتل په سیم کې د درنې واورې او توپانونو له کبله بند پاتې وو د مرکزې بغلان د پولیسو له خوا وژغول شول."
ښاغلی بشارت وايي، په دې مساپرو ماشومان او ښځې هم وو.
د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند زیاتوي، چې دا لاره اوس خلاصه ده.
ارګ وايي چې ولسمشراشرف غني او د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله نن په ارګ کې سره وکتل او د سولې د خبرو د بل پړاو د ځای او وخت په اړه یې بحث وکړ.
د ارګ په خبرپانه کې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
په خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي دي چې وايي حکومت به د سولې د خبرو راتلونکي پړاوونه د سولې د بهیر د ملاتړ له ډلې سره په ګډه پرمخ بوځي.
تمه ده چې د افغانستان د دولت او طالبانو مرکچي پلاوي له دریو اونیو وقفې وروسته د راتلونکې سه شنبې په ورځ بیا د سولې خبرې پیل کړي.
د ولسمشر... Читать дальше...
د پاکستان د پوځ یو هیلیکوپټر نن د چین سرحد ته نژدې راوغورځېد چې په نتیجه کې یې څلور پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ یوه ویاند ویلي، دا هیلیکوپټر په ګلګېټ بلتیستان سیمه کې د هغه سرتېري د مړي د راایستلو لپاره لېږل شوی و، چې مخکې له دې د برفکوچ په یوه پېښه کې مړ شوی و. ویاند د پېښې علت تخنیکي ستونزه بللې ده.
سږکال د پاکستان د هوايي ځواک ډېرې الوتکې نسکورې شوې.
په فبروري کې یوه میراژ جټ الوتکه په پنجاب ایالت کې د پوځي تطبیقاتو پرمهال او په مارچ کې د هوايي ځواک اف شپاړس جټ الوتکه اسلام... Читать дальше...
د افغانستان د کورنیوچارو وزارت وايي چې د مدني فعالې فرشتې کوهستاني د وژنې په تور یې دوه کسان نیولي دي.
د دې وزار ویاند طارق آرین پر ټویټر په یوه بیان کې ویلي دي چې له نیول شویو کسانو څخه تحقیقات روان دي.
فرشته کوهستاني او ورور یې د پنجشنبې ورځې په ماښام د کاپیسا ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د ناوسله والو کسانو په ډزو ووژل شول.
د دې برید مسوولیت تراوسه کوم چا یا ډلې نه دی منلی.
محمود خان اڅکزي دا څـرګندونې د دسمبر پر ۲۶مه د بلوچستان په سبۍ کې د پاکستان جمهوري تحریک غونډې ته په وینا کې کړې دي.
نن د پاکستان پخوانۍ وزیراعظمې بېنظیر بوټو تلين دی. هغه په ۲۰۰۷ کال کې وژل شوې وه. د پيپلز ګوند دغه مشره، دوه ځل د پاکستان وزیراعظمه ټاکل شوې وه. د هغې د وژنې زمه واري تحريک طالبان پاکستان او القاعده وسله والې ډلې ومنله.
ګل ایاز د نوموړې د ژوند او کار په اړه ويډيو راپور لري.
په افغانستان کې د روباټ جوړونې او تخنیکي تعلیماتو ځانګړی انسټټیوټ جوړېږي او دا انسټیوټ د افغانستان تخنیکي او مسلکي ادارې او روباټیک ټیم ترمنځ د ګډې همکارۍ په ترڅ کې لومړی د کابل پوهنتون انګړ او بیا نورو ولایتونو کې فعالیت پيلوي.
د تخنیکي او مسلکي ادارې مشرې ندیمه سحر وايي، د دې هوکړې پر بنسټ به نږدې راتلونکي کې د کابل پوهنتون انګړ کې د رویا پردازان انسټټيوټ، د لېسې او انسټټیوټ په کچه د ساینس، روباټ جوړونې او ځینو نورو تخنیکي برخو کې د زدهکړو لړۍ پیل کړي.
اغلې سحر زیاتوي: "کابل پوهنتون کې ۱۰... Читать дальше...
د مولانا فضل رحمان په مشرۍ کې د اپوزیشن د ۱۱ ګوندونو اتحاد – پاکستان جمهوري تحریک – د ۲۰۲۰م کال د سېپټمبر پر ۲۰مه په اسلام اباد کې جوړ شوی وو.
۲۰۲۰م د افغانستان د څلورو لسیزو جګړې د پای ته رسولو لپاره د هڅو یو بېساری کال و.
دې کال کې د طالبانو او امریکا نږدې ۲۰ کلنه جګړه ودرېده او د افغانستان د جګړې اصلي کورني اړخونه خبرو ته سره کېناستل.
د سولې هڅو کې دا پرمختګونه که څه هم سیاستوالو مهم او تاریخي بللي، خو تر اوسهیې د جګړې بل شوی اور نهدی سوړ کړی.
د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه، دوحه کې د طالبانو او امریکا تړون لاسلیک شو. پر دې هوکړې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د تحریک مرستیال ملا عبدالغني برادر لاسلیکونه وکړل. Читать дальше...
د افغانستان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د سولې په مسئله کې یو ځل بیا پر طالبانو نیوکه کړې.
امرالله صالح د یکشنبې ورځې «۱۳۹۹ کال د مرغومې ۰۷» د سهار د شپږ نیمو بجو د غونډې په راپور کې، پر طالبانو تور لګولی چې له افغانانو سره ګډ سولهییز ژوند نهغواړي او پر نوي افغانستان هم باور نهلري، هغه څه چې طالبانیې بیا د سولې ضد تبلیغات بولي.
ښاغلي صالح طالبان تورن کړي چې د دوحې له تړون وروستهیې کاذب غرور پیدا کړی او غلطه لار یې ټاکلې ده.
خو د ولسمشر لومړي مرستیال افغان امنیتي او دفاعي بنسټونو ته لارښوونه کړې چې طالبان په خپلې غلطۍ پوه کړي. Читать дальше...
په پاکستان کې روان کال د پوځي الوتکو غورځیدو څو پيښې شوي دي.
ازبکستان د کرونا وبا له دوهمې څپې راوروسته له افغانستان سره د سوداګریزې راکړې ورکړې د زیاتوالي په هڅه کې دی.
ازبک چارواکو ویلي چې له افغانستان سره د سوداګریز فعالیت د ښهوالي په خاطر به افغانان د نوي میلادي کال له پیل څخه له ویزې پرته ازبکستان ته سفر وکړي.
په ازبکستان کې د سرخان دریا والي بابا لوف توره ویلي چې د راروانې جنوري میاشتې له لومړۍ نېټې افغانان کولای شي د ۱۵ ورځو لپاره ازبکستان کې له ویزې پرته پاتې شي.
هغه ویلي چې په دې موده کې به د افغان سوداګرو په صادراتي توکو هم ګمرکي محصول نهوضع کېږي. Читать дальше...
مزار شریف کې ښځې د کوڅه ډبو هلکانو له وېرې روحي امنیت نهلري.
په بلخ کې د ښځو له حقونو څخه یو شمېر مدافع بنسټونه په دغه ولایت کې د کوڅه ډبو هلکانو لهخوا د ښځو د ځورونې د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښيي.
دغه ولایت کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې په کوڅو کې د ښځو ځورونه د هغوی د وېرې او روحي بېاعتمادۍ سبب ګرځېدلې او د دوی ټولنیز فعالیتیې کم کړی.
نسیمه رونق په مزار شریف کې یو له هغه مېرمنو ده چې له کور دباندې کار کوي او وايي چې په کراتو په ټولنه کې له دغې ناوړه دود شوې پدیدې سره مخ شوې. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге об эффективности программ по формированию здорового образа жизни
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Елена Рыбакина
Лучшая теннисистка мира сделала заявление перед матчем с Еленой Рыбакиной
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Швеция хочет ограничить доступ в Балтийское море российским танкерам
Путин в России и мире
Москва
Кремль: в Москве 22 апреля состоится встреча Путина с Алиевым
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Москва
В Москве арестован на пять суток историк-публицист Сергеев за пост памяти Навального
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
РЭС
Новосибирские энергетики поделились опытом цифровой трансформации
Москва
Династия художников: Выставка живописи Николая Иннокентьева, его дочерей и внуков
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net