د افغانستان، پاکستان او مرکزي اسيا ترمنځ سوداګرۍ اسانولو لپاره تړون کېږي
د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وياند فواد احمدي د دیسمبر په ۱۴مه مشال راډيو ته وويل چې د دې لپاره د ټولو خواوو د خوښې يوې لوظنامې پر تيارولو بوخت دي.
د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وياند فواد احمدي د دیسمبر په ۱۴مه مشال راډيو ته وويل چې د دې لپاره د ټولو خواوو د خوښې يوې لوظنامې پر تيارولو بوخت دي.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني وایي، دولت یې چمتو دی، د افغانستان د خاورې دننه هر چېرې چې طالبان وغواړي، ورسره د سولې خبرې وکړي. د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي نن دوشنبه(د لېندۍ ۲۴مه) په څو ټویټونو کې وویل چې اشرف غنې نن د کابینې غونډې ته وویل چې که طالبان د افغانستان په جغرافیې پورې ځان تړي، نو ولې د دې هېواد د خاورې دننه خبرې نه کوي. ولسمشر غني ویلي چې دی د افغانستان د خاورې دننه د خبرو د بل پړاو د ترسره کېدو لپاره د افغانستان د ملي امنیت د سلاکارحمدالله محب د وړاندیز ملاتړ کوي. طالبانو... Читать дальше...
هغه چینایي فضایي بیړۍ چې سپوږمۍ ته استول شوې، بېرته ځمکې ته را روانه ده. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د چین د فضایي چارو ادارې په یوه بیان کې وویل چې د چانګې پنځه په نوم د دغې بیړۍ ماشینونه د یکشنبې په ورځ د سپوږمۍ له سطحې ۲۳۰ کیلو متره لېرې چالان شول. که دغه بیړۍ چې په پام کې وه د سپوږمۍ له سطحې دوه کیلو ګرامه ډبرې راټولې او ځمکې ته یې له ځان سره راوړي، په بریالیتوب د چین په شمالي برخه، د منګولیا په سیمه کې کښیني، چین به د امریکا له متحدو ایالاتونو او پخواني شوروي اتحاد وروسته درېیم... Читать дальше...
د بېلاروس د اپوزیسیون مشره سویتلانا څیخانووسکایا وایي، دا یوازې د وخت مسئله ده چې د دې هېواد دیکتاتور الکساندر لوکاشینکا له قدرته لېرې شي. لوکا شینکا چې له ۱۹۹۴ کال راهیسې یې د دې هېواد واګې په لاس کې دي، د اګسټ د میاشتې د ولسمشرۍ د ترسره شویو لانجمنو انتخاباتو ګټونکی اعلان شوی دی. ځیخانوسکایا چې دهغه رقیبه وه او د دغو انتخاباتو ګټونکې بلل کېږي، دغه څرګندونې له نیویارکر مجلې سره پرون یکشنبې په یوه مرکه کې کړي دي. نوموړې چې ځان د یوه ډیموکراتیک بیلاروس مشره بولي ویلي چې ښایي په ژمي کې د انتخاباتو... Читать дальше...
د پکتیا د شپږو ولسوالیو لاره د تېرو اوو میاشتو راهېسې د طالبانو کنټرول کې ده چې پر دې لاره یې د دولتي کارکوونکي د تګ راتګ د مخنیوي سربېره د عامو خلکو او سوداګرو د تګ راتګ لپاره هم خنډونه رامنځته کړي دي. د پکتیا اوسیدونکي او ولایتي شورا له ځایي چارواکو غواړي چې د دې مهمې لارې په پرانېستو کې دې خپلې ژمنې عملي کړي. څو ورځې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې هغه وېډیو ډېره لاس په لاس شوه چې په کې لیدل کېږي، د ډنډ پټان ولسوالۍ اړوند په نري کنډو سیمه کې افغان ځواکونو د اووم کنډک اړوند یو امبولانس په اولاد... Читать дальше...
د کرونا ویروس پر دردوونکو او وژونکو اغېزو سربېره د دې وبا د خپرېدو لومړنی مثبت اغېز پر چاپېریال و چې سمدستي پاک شو. په مارچ میاشت کې د کرونا د وبا په لومړي پړاو کې د ناسا سپوږمکیو د نړۍ د لویو ښارونو د هوا په ککړتیا کې په سلو کې دېرش کموالی ثبت کړ. د اسمان رنګ شین شو او لړه یې له مخې لېرې شوه ځکه د نړۍ په ډېری هېوادونو کې د روغتیا مسوولو چارواکو پر اقتصادي فعالیتونو او سفرونو بندیز ولګاوه. که څه هم نړیوال د تګ راتګ او تورېزم بیا پیل ته سترګې په لار دي، خو داسې نه ښکاري چې غیر ضروري سفرونه... Читать дальше...
د لغمان چارواکي د دغه ولایت په اليشنګ ولسوالۍ کې د درې ملکیانو د وژل کېدو خبر ورکوي. د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي نن دوشنبه (د لېندۍ ۲۴مه) ازادي راډيو ته وویل چې تېره ورځ د الیشنګ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو له لوري پر یوه کور د هاوان مرمۍ وتوغېده چې له امله یې د یوې نجلۍ په ګډون درې تنه وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي. دولت زی وایي چې ټپي شوي ملکیان تر درملنې لاندې دي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی. د لغمان د والي ویاند همداشان زیاتوي چې وسله والو طالبانو هم مهاله په اليشنګ... Читать дальше...
د افغانستان د کانونو او پټروليم وزارت ځيني کارکوونکي وايي، د دې وزارت رهبرۍ شااوخوا ۱۲۰۹ کار کوونکي له خپلو دندو لېرې کړي. دا کارکوونکي چې نن دوشنبه (د لېندۍ ۲۴مه ) یې د دغه وزارت مخې ته یوه سوله ییزه اعتراضیه غونډه جوړه کړې وه، د یاد وزارت له لوري د ۱۲۰۹ کارکونکو د بې برخليک کېدو په تړوا د وضاحت غوښتنه درلوده. دوی وايي، د وزارت رهبرۍ له کوم مشخص دليل پرته په ډېر شمېر سره کارکوونکي له خپلو دندو لېرې کړي او په کورنو يې کینولي دي. امين الله چې له تېرو ۱۶ کلونو په دې وزارت کې کار کوي وايي:... Читать дальше...
د امریکا د خوړو او دواګانو څار ادارې منظوري ورکړې ده چې د فایزر او بایواینټېک کمپنیو ګډ جوړ کړی واکسین دې له ۱۶ تر ۸۵ کالو عمر لرونکو ته دوه ځله ولګول شي.
محمد حنیف اتمر وايي، نړۍ له طالبانو غواړي چې تاوتریخوالی کم او اوربند ته لار هواره کړي او د افغانستان د هغې سولې ملاتړ کوي چې د افغانانو اراده پکې موجوده وي.
د افغانستان ولسي جرګه وايي، د قطر په پلازمېنه دوحه کې به طالبانو سره د سولې په اړه د ترسره شوېو خبرو په اړه، د معلوماتو شریکولو لپاره د افغان حکومت مرکچي پلاوی د جرګې عمومي غونډې ته را وغواړي. د دې جرګې رئیس میرحمان رحماني د دوشنبې (د لېندۍ ۲۴مه )په ورځ د موضوع په اړه د وکیلانو تر ازاد بحث وروسته وویل:"د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د مذاکه کوونکي پلاوي په اړه چې باید د مذاکرې پایلې له جرګې سره شریکې کړي او دغه شان راتلونکې اجنډا څه ده په دې اړه به اداري پلاوی پرېکړه وکړي او دا موضوع... Читать дальше...
کندز کې د عامې روغتیا د ریاست چارواکي وايي، په تېرو ۴۰ ورځو کې په دې ولایت کې د هغو کسانو شمېر چې په کرونا اخته شوي ۱۲۰ کسانو ته رسیدلی چې له دوی څخه اته یې مړه شوي او نور یې له درملنې وروسته بېرته رخصت شوي دي. دا هغه شمېرې دي چې روغتیايي چارواکو په رسمي توګه ثبت کړي او باوري دي چې ښايي رښتیني شمېرې تر دې لوړې وي. د کندز د عامې روغتیا رئیس ډاکټر احسان الله فضلي له ازادي راډیو سره په خبرو کې پر خلکو غږ وکړ چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره دې روغتیايي سپارښتنې عملي کړي. دی وايي: "د واټن... Читать дальше...
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یا یوناما نوی راپور چې د ډسمبر په اوومه نېټه خپور شو وايي، په افغانستان کې ښځې او نجونې قضايي سیسټم ته لاسرسی نه لري. دا څو ورځې وروسته له هغه چې په جنیوا کې د افغانستان ۲۰۲۰ کنفرانس پر مهال نړیوالو افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو وباله چې د ښځو پر وړاندې په کې تر ټولو زیات تاوتریخوالی دی. د کندهار یوې اوسېدونکې چې تر کورني تاوتريخوالي وروسته ورته د اعصابو ناروغي پېدا او په کابل کې د درملنې لپاره بستر شوې وه. دا ښځه چې ازادي راډيو یې د موضوع... Читать дальше...
د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو په اړه الکټرول کالجونه نن د خپلو ایالتونو په مرکزونو کې راغونډېږي چې جو بایډن په رسمي ډول د امریکا د ولسمشر په توګه انتخاب کړي. د امریکا د اساسي قانون له مخې، ولسمشران د ولس د رایو په اکثریت او دغهراز د الکټرول کالجونو یا د انتخاباتي پلاوو د رایو په اکثریت انتخابېږي. امریکا ۵۳۸ الکټرول کالجونه لري. ګټونکی ۲۷۰ الکټرول رایو ته اړتیا لري، خو جو بایډن ۳۰۶ او سیالیې ډونالد ټرمپ ۲۳۲ ګټلي دي. د الکټرول کالجونو د نن ورځې د غونډو د پرېکړو پایلې به واشنګټن ته ولېږل شي... Читать дальше...
دا اوونۍ مو "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې ته سندرغاړی شان خان مېلمه کړی وو. دی د وزيرستان د يوه پېژندلي سندرغاړي کمال مسيد زوی دی او دا مهال په اسلام اباد کې اوسي. شان وايي، د خپلې سيمې ولسي سندرې، چې په اردو ژبه يې ويلې دي، د هېواد خلکو زياتې خوښې کړې دي. د نوموړي دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
د افغانستان د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو د معینیت د بیا جوړولو خبر ورکوي. د دغه وزارت مسؤلین وايي، د ولسي جرګې د ځینو غړو، دیني عالمانو او عامو خلکو د غوښتنو له مخې، د اسلامي تعلیماتو معینیت چې د دغه وزارت له نورو څانګو سره یوځای شوی و، بېرته ترې جلا او د جوړېدو طرحهیې ولسي جرګې ته واستول شوه. د پوهنې وزارت ویاندې نجیبې ارین ازادي راډیو ته وویل، د پوهنې د سرپرست وزیرې د وړاندیز او د جمهوري ریاست د حکم له مخې، د اسلامي تعلیماتو معینیت بېرته رامنځته شو. اغلې ارین زیاتوي: "د پوهنې وزارت د... Читать дальше...
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، نړۍ په افغانستان کې سوله غواړي، خو خپل شرایط لري. محمد حنیف اتمر وايي، نړۍ له طالبانو غواړي چې تاوتریخوالی کم او اوربند ته لاره هواره کړي او د افغانستان له هغې سولې ملاتړ کوي چې د افغانانو اراده پهکې موجوده وي. محمد حنیف اتمر د دوشنبې په ورځ ولسي جرګې ته د جنیوا کنفرانس په اړه په خپلو خبرو کې وویل، نږدې ۹۰ هېوادونو و سازمانونو چې په دغه کنفرانس کې يې ګډون درلود خپلې مرستې د افغانستان په سولې پورې تړلي او ویلي یې دي چې له داسې افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام... Читать дальше...
د کندز د ولایتي شورا رئیس د دې ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د طالبانو په بریدونو کې د څو سرتېرو او ولسي پاڅون کوونکو د وژلو خبر ورکوي. محمد یوسف ایوبي نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه د امام صاحب ولسوالۍ د استامینګ په سیمه کې وسلهوالو طالبانو د ولسي پاڅون کوونکو پر پوستې برید وکړ چې په نتیجه کې یې دوه سرتېري او اته سیمهییز پاڅون کوونکي وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي. د ښاغلي ایوبي په وینا په وژل شویو کې د سرحدي ځواکونو د ټولي قوماندان هم شامل دی. بلخوا ذبیحالله مجاهد چې... Читать дальше...
اروپايي ټولنې په بلوچستان کې د اوبو او تعلیم منصوبو لپاره د ۵۸ میلیونه یورو یا څه باندې ۱۱ اربه روپو ورکولو معاهده لاسلیک کړې ده. اروپايي ټولنې په خپله وبپاڼه لیکلي چې د پاکستان لپاره د یورپي یونین سفیرې اندرولا کمیناره د ډیسمبر پر ۱۱مه د پاکستان د اقتصاد وزارت سېکرېټري نور محمد سره دا مرستې لاسلیک کړې چې پکې ۴۰ میلیونه یورو د اوبو د منصوبو لپاره دي. د وبپاڼې ترمخه، دا د ۵ کلونو منصوبه ده چې راتلونکې کال به عملي کېږي. په بلوچستان کې له تېرو څو کلونو راهیسي د وچکالۍ له وجې د اوبو سطح لاندې... Читать дальше...
د محمد الياس داعي په نوم په هلمند کې د کرکټ ۲۵ اوريزه سيالۍ پيلېږي. د دغو سیالیو تنظیموونکی ځايي کرکیټر ګل اغا نوید وایي، دغه سیالۍ یې د بیان د ازادۍ د قرباني الیاس داعي په نوم تنظیم کړې چې د پنځو ټیمونو په ګډون به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ په لښکرګاه کې پیل شي. د کړکټ په دغو سیالیو کې د لښکرګاه ښاروالي، د ډاکتر عبدالرازق، د سباوون راډيو ټلوېزيون، د روحاني کرکټ اکاډمي او د اراکوزيا پوهنتون کرکټ لوبډلې لوبېږي. د ښاغلي نوید په وينا په هلمند کې د کرکټ د ۲۵ اوریزه سیالیو د ترسره کېدو هدفیې دا... Читать дальше...
ګلف ټوډې ګلف ټوډې خپرونې افغانستان کې د روان تاوتریخوالي په اړه یو مطلب خپور کړی او پهکې لیکل شوي دي، یوازې پلازمېنه کابل کې پرون یوې چاودنې او ډزو درې کسان ووژل. په مطلب کې لیکل شوي، دا پېښې یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې همدې ښار کې پر هوایي دګر او شاوخوا سیمو یې د هاوانونو بریدونو ښار ولړزاوه. د مطلب لیکوال ویلي، د تاوتریخوالي دا پېښې نوې نهدي او په خبرهیې په داسې حال کې زیاتې شوي چې افغان دولت او طالبان د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې هڅې کوي. حکومت د داسې بریدونو پړه پر طالبانو... Читать дальше...
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د ملکي مرګژوبلې د زیاتېدو او د اصلاحاتو په نوم ادارو کې د نویو کسانو د مقرریو د مسئلې په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي. مسیر مسیر ورځپاڼې د ملکي مرګژوبلې د زیاتېدو په تړاو لیکلي چې دا یو ښکاره او نهبخښونکی جنایت دی. وړاندې په سرمقاله کې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د وړمې شپې هوايي برید ته په اشارې سره چې د ورځپاڼې له قوله ۱۱ ملکیان پهکې وژل شوي راغلي، په تېرو ١٩ کلنو جګړو کې ملکي وګړو ته درنه مرګژوبله اوښتې چې د سرمقاله لیکونکي په خبره،... Читать дальше...
په داسې حال کې چې په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۷۱ ملیون او په دې ویروس د مړو شمېر تر یو ملیون او شپږو لکو اوښتی، نن په کرونا ویروس ضد واکسین بار لومړي کانټینرونه د امریکا ۱۵۴ روغتیايي مرکزونو ته رسېږي. په کرونا ویروس ضد واکسین لومړۍ بار دا لارۍ د پراخې استفادې لپاره پرون د مشیګان د درمل جوړولو له یوه لوی کارځای څخه بېلابېلو ښارونو ته روانې شوې. د فایزر کمپنۍ د واکسینونو انتقال، د امریکا په تاریخ کې د واکسینونو د لېږد تر ټولو پراخ کمپاین ګڼل کېږي. تمه ده په لومړیو کې د دغه واکسین... Читать дальше...
د دولت مذاکره کوونکی هیئت وايي له حکومتي او سیاسي مشرانو سره د سلا مشورو لپاره کابل ته ستنېږي او هڅه کوي پاتې مذاکرې په سرعت مخ ته لاړې شي. دغه هیئت له درېیو میاشتو راهیسې په قطر کې د طالبانو له مذاکره کوونکو سره په مذاکرو بوخت و چې بالاخرهیې د ډسمبر میاشتې پر دوهمه د اصلي مذاکرو پر ۲۱ مادهیي کړنلار او مقدمې موافقه وکړه. د دولت د مذاکره کوونکي هیئت یوې غړې حبیبې سرابي پرون وویل، دوی هڅه کوي چې د مذاکرو پاتې پروسه په چټکۍ مخ ته لاړه شي. اغلې سرابي زیاته کړه: "په دې موده کې چې پر اجنډا بحث... Читать дальше...
پاکستان جمهوري تحریک (پي ډي ایم) د پنجاب په مرکز لاهور کې د ډېسېمبر پر ۱۳مه د حکومت ضد شپږمه جلسه وکړه او مشرانو يې په خپلو ويناوو کې پر وزیراعظم عمران خان تور پورې کړ چې د هغه حکومت په درغليو راغلی دی. حکومت او انتخاباتي کمېشن په بیا بیا دا تور رد کړی او وايي، د ۲۰۱۸ز کال انتخابات پاک او راڼه ول. د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ حکومت وايي، د اپوزیشن مشران له احتسابه د ځان ژغورلو لپاره داسې جلسې او غونډې کوي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.