Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Декабрь
2020

Новости за 18.12.2020

پښتون ژغورنې غورځنګ د علي وزیر ګرفتارۍ ضد مظاهرې کړي

Mashaalradio.com 

پښتون ژغورنې غورځنګ د قامي اسمبلۍ د غړي او د خپل مخکښ علي وزیر ګرفتارۍ پر ضد د پاکستان په بېلا بېلو سیمو کې احتجاجونه کړي. د ډېسېمبر د ۱۸مې احتجاجونو اعلان د زیارت (پنجشنبې) پر ماښام د غورځنګ مشر منظور پښتین پر فېسبوک په وینا کې کړی وو. د غورځنګ ملاتړیو او پلویانو د پلازمېنې اسلام اباد په ګډون د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په یو شمېر ښارونو کې مظاهرې او لاریونونه وکړل او له پولیسو یې د علي وزیر د سمدستي خوشې کولو غوښتنه وکړه. د سیند پولیس وايي، پر وزیر د ډېسېمبر پر شپږمه په کراچۍ کې د غورځنګ په جلسه... Читать дальше...

د شاه پسند عمر جنازه خاورو ته وسپارل شوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د تجربه کار ژورنالست او فرهنګي شخصیت شاه پسند عمر جنازه نن جمعه په مسکو کې خاورو ته وسپارل شوه. شاه پسند عمر چې د ډسمبر میاشتې له لومړیو ناروغ و، د پنج شنبې په ورځ یې د ورپېښې ناروغۍ له کبله ساه ورکړه. ارواښاد عمر کلونه مخکې له مسکوه د ازادۍ راډیو د خبریال په توګه د فرید عمر په نوم د دغه هېواد پر روانو چارو راپورونه ورکول. شاه پسند عمر چې حربي ښوونځی یې لوستی و او په مسلکي لحاظ منصبدار و، له لیکوالۍ او ژورنالستیکو فعالیتونو سره یې هم مینه درلوده.



د پاکستان صدراعظم افغانستان کې د تشدد پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان صدراعظم په افغانستان کې د تشدد پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې او له ټولو اړخونو یې غوښتي چې تشدد کم کړي څو اوربند ته لاره اواره شي.  عمران خان نن- جمعه په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له پلاوی سره  په کتنه کې د افغانستان د سولې د خبرو د پرمختګ او راتلونکو اقداماتو په اړه خبرې وکړې.   د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو مرکچي پلاوی له درېیو ورځې راهیسې په پاکستان کې و. په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمدنعیم وايي، له عمران خان سره کتنه به د طالبانو د پلاوي وروستۍ وي.  د پاکستان... Читать дальше...

"د ایران فوردو اټمي بټۍکې تر ځمکې لاندې رغنیز کارونه روان دي"

Pa.azadiradio.com 

اسوشیټېد پرېس خبري اژانس د سپوږمکیو په وسیله اخېستل شوي داسې تصویرونه ترلاسه کړي دي چې د ایران په لانجمنه فوردو 'Fordow' اټمي بټۍ کې تر ځمکې لاندې رغنیز کار ښيي.  په یوه تصویر کې چې یوه اوونۍ مخکې اخېستل شوی دی د یوې ودانۍ د بنسټ د کیندلو تازه نښې نښانې ښکاري. د اسوشیټېډپرېس د راپور له مخې دا ودانۍ تر بنسټ پورې د زلزلې د اغېز د کمولو لپاره لسګونه ستنې لري.  څارونکي وايي، په داسې حال کې چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د ایران د اټمي فعالیتونو او وسلو د پروګرام له کبله پر تهران فشارونه زیات کړي... Читать дальше...

کورنیو چارو وزارت: غزني کې چاودنې ۱۵ تنه وژلي او ۲۰ نور یې ټپیان کړي

Pa.azadiradio.com 

د غزني ولایت په ګېلان ولسوالۍ کې په یوه چاودنه کې له ۳۰ زیاتو ماشومان ته مرګ ژوبله اوښتې ده. سیمه ییز چارواکي وايي چې چادونه د ګېلان ولسوالۍ په اغوجان کلي کې د یوه بنجاره په زرنج کې شوې ده. د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده له ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې اړه جزئیات ورکړل: "یوه بنجاره چې درې څرخه ورسره وه په کلي کې ماشومان پرې راټول شوي دي او وروسته په دې درې څرخه کې چاودنه شوې. ۱۱ ماشومان شهیدان شوي او شااوخوا ۲۰ نور چې عمرونه یې د ۸ او ۱۸ کلونو ترمنځ دي ټپیان شوي." د کورنیو چارو... Читать дальше...

"میناتوري د افغانستان میراث دی، یونېسکو دې د بل هېواد په نوم نه ثبتوي"

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي چې د میناتورۍ هنر د افغانستان تاریخي میراث دی او باید د ملګرو ملتونو علمي او فرهنګي سازمان کې د بل هېواد په نوم ثبت نه شي.  د دغه وزارت ویاند صابر مومند د جمعې(د لېندۍ ۲۸مه) په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې اوس مهال دغه هنر په یونېسکو سازمان کې د ایران، ترکیې، ازبکستان او اذربایجان د فرهنګي میراث په نوم ثبت شوی دی.  ښاغلی صابر وايي چې افغان حکومت به له ډیپلوماټیکو لارو د دغه اقدام پر وړاندې اعتراض وکړي او هڅه به وکړي چې د میناتورۍ هنر د افغانستان او نورو هېوادونو د ګډ فرهنګي میراث په توګه ثبت شي. Читать дальше...



غزني چارواکي: د ګېلان ولسوالۍ په اغوجان کلي چاودنې ۱۱ تنه وژلي

Pa.azadiradio.com 

د غزني ولایت په ګېلان ولسوالۍ کې په یوه چاودنه کې شااوخوا دېرش کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.  د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وايي، چاودنه نن غرمه مهال د ګېلان ولسوالۍ په اغوجان کلي په یوه زرنج کې وشوه او په پایله کې یې ۱۱ کسان وژل شوي او له شلو زیات نور ټپیان دي.  جمعه زیاتوي چې د پېښې ډېری قربانیان ماشومان دي. د چاودنې د څرنګوالي او علت په اړه تراوسه دقیق مالومات نشته.

کابل لاریون: پاکستان طالبانو ته سرې قالینې غوړوي، خو حق غوښتونکي زنداني کوي

Pa.azadiradio.com 

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو د پښتون ژغورنې غورځنګ  د یو مشر او د پاکستان د پارلمان د غړي علي وزیر د نېول کېدو پر ضد اعتراضي غونډه وکړه. دوی چې د کابل حضوري چمن ته څېرمه راټول شوي وو او شمېر یې سلګونه کسانو ته رسېده، له ځان سره یې د علي وزیر عکسونه لېږدول او د هغه د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه یې کوله. د کابل ښار حضوري چمن ته څېرمه سیمه کې دې سلګونو راټولو شوېو کسانو سره د علي وزیر عکسونه او هغه شعارونه دي چې په کې د علي وزیر نیول غندل شوي او د هغه د ژره تر ژره خوشې کېدو غوښتنه په کې شوې ده .... Читать дальше...

ملابرادر سره د عمران خان لیدنه؛ خان افغانستان کې پر اوربند ټینګار کړی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان صدارعظم په افغانستان کې د تاوتریخوالي په زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړې او د جګړې له دواړو غاړو یې غوښتي چې تاوتریخوالي راکم او اوربند ته لاره هواره کړي.  د پاکستان د صدراعظم له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې عمران خان د جمعې (د لېندۍ ۲۸مه) په ورځ په اسلام اباد کې د طالبانو د سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو له پلاوي سره کتلي.  په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې لیدنه کې عمران خان ټینګار کړی چې دواړه لوري باید داسې فرصت رامنځ ته کړي چې په افغانستان کې سوله راشي او پرېنه ږدي چې دغه بهیر له خنډ سره مخ شي. Читать дальше...

د کوټې، ګوادر او لسبېلې لیویزو واک پولیسو ته وسپارل شو

Mashaalradio.com 

د صوبې کورنيو چارو وزارت یې د دسمبر پر ۱۷مه نېټه په یوه خپره کړې اعلامیه (نوټیفیکیشن) کې ویلي چې د کوټې، لسبېلې او ګوادر لیویزو واک او اختیار یې پولیسو ته سپارلی چې په دې سره په دغه درېوو ضلعو کې کليوالې سیمې (بي اېریا) په ښاري سیمو (اې اېریا) واړول شوې.

د مهاجرت نړيواله ورځ: پښتانه ځوانان څنګه ژوند کوي؟

Mashaalradio.com 

د ډېسېمبر ۱۸ هر کال د هجرت کوونکو نړيواله ورځ لمانځل کېږي. د ځوانانو غږ په خپرونه کې دا موضوع څيړو چې بهر هېوادونو ته هجرت کوونکې پښتانه او افغان ځوانان څه رنګه ژوند تېروي. په ۲۰۰۰ز کال کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې هر کال د دې ورځې لمانځنې پرېکړه کړې وه. په خپرونه کې له متحده عرب اماراتو و دوه پښتانه ځوانان نجیب همدرد، ناصر وزير او له جرمني څخه په سیاسياتو کې د پي اېچ ډي محصل او څېړونکی وحید وطنیار مو مېلمانه دي. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

کورنیو چارو وزارت: طالبانو د نیمروز- دلارام سړک ځینې برخې ویجاړي کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې وسله والو طالبانو د نیمروز-  دلارام سړک ځینې برخې ویجاړي کړي دي.  د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي دي چې یاد سړک د هرات-کابل لویه لاره نښلوله، خو وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.  دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم وسله وال طالبان تورن شوي چې په بېلابېلو ولایتونو کې يې سړکونه او پلونه تخریب کړي دي.

د امریکا سفارت: د سولې ټینګښت به کډوالو ته کاري زمینې برابرې کړي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د امریکا سرپرست سفیر وايي، د سولې ټینګښت به د کورنیو بې ځایه شوېو او نورو افغانانو لپاره خورا زیات اقتصادي فرصتونه برابر کړي.  د امریکا د سفارت شارژدافیر او سرپرست راس ویلسن نن جمعه د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر ټویټر په یوه بیان کې ویلي چې سوله به په افغانستان کې سوداګري، کاري فرصتونه او اقتصادي عواید پیاوړي کړي.  ښاغلي ویلسن د کډوالو د راستنېدو او له بېځایه شویو کډوالو سره د مرستې په برخه کې د متحدایالاتو د نژدې ۲۷۷ میلیون ډالره مرستې یادونه هم کړې.

بایډن دیب هالاند د امریکا د کورنیو چارو د وزیرې په توګه نومولی

Pa.azadiradio.com 

د متحدوایالاتو منتخب ولسمشر جوبایډن د استازو جرګې غړې دیب هالاند چې د امریکا له بومي یا اصلي اوسېدونکو څخه ده، د کورنیو چارو د وزیرې په توګه نومولی دی.  دا تاریخي اقدام به د امریکا په کابینه کې توکمیزه تنوع نوره هم زیاته کړي.  که ډیموکراته مېرمن هالانډ د کورنیو چارو د وزیرې په توګه تایید شي نو دا به د کابینې لومړنۍ بومي وزیره وي.

"د سولې غونډه کې دې د ښځو وروستۍ لاسته راوړنې نه قرباني کیږي"

Pa.azadiradio.com 

د سولې او ډیموکراسۍ د برابرۍ موسسې له لوري د ښځو په رابلل شوې غونډه کې ټول ټینکار کوي چې باید د ښځو وروستۍ شل کلنې لاسته راوړنې د سولې په مذاکراتو کې قرباني نه شي. هیلۍ اسد پرې دا ویډیويي رپوټ لري:

کندز کې یو شمېر بې وزله مېرمنو ته د شنوخونو له لارې د کار زمینه برابره شوې

Pa.azadiradio.com 

۴۰ کلنه فرزانه د کندز د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکي ده، نوموړې له ۴ کلونو راهیسې په یادې ولسوالۍ کې د خوراکي توکو د پروسس او د کورنۍ باغچو په برخه کې کار کوي. نوموړې وايي: "له دې لارې موږ کولی شو ژمي کې تازه سبزیجات ترلاسه کړو او هم زموږ لپاره یو ښه مصروفیت دی. له همدې له لارې د خپلو کورنیو خواړه برابروو او هم  یې بازار کې خرڅوو او د خپلو کورنیو اقتصادي ستونزې هواروو."  ۳۰ کلنه مریم بیا د کندز د علي اباد اوسېدونکې ده وايي، پخوا له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ و، خو له هغه راهیسي چې مو کورنۍ باغچې ته مخه کړې تر یو حده پورې ستونزې هوارې شوي دي.

نایجریا کې یو شمېر برمته زده کوونکي ماشومان خوشې شول

Pa.azadiradio.com 

په نایجریا کې له ۳۵۰ زیات برمته شوي زده کوونکي ماشومان خوشې شول. سیمه ییزو او دولتي چارواکو د دې هلکانو د خوشې کېدو هرکلی کړی دی. نژدې یوه اوونۍ مخکې موټر سایکل سپرو وسله والو د نایجریا په کڅینا ایالت کې د ساینس پر ښوونځي برید وکړ او دا هلکان یې له تښتولو وروسته څېرمه روګو ځنګل ته له ځان سره بوتلل. په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې ځینې ماشومان لادرکه دي. د کڅینا والي امینو بیلو ماساري یوه سیمه ییز ټلوېزیون ته وویل، دی فکر کوي چې اکثریت برمته شوي ماشومان ژغورل شوي دي. ولسمشر محمدو بوهاري د دې ماشومانو د خوشې کېدو هرکلی کړی. Читать дальше...


Музыкальные новости
Билли Айлиш

В Fortnite добавят Билли Айлиш, Снуп Дога и скины Metallica





Персональные новости
Алексей Сёмин

Чем интересен EVOLUTE i-SPACE? Почему его стоит купить рядовому потребителю





رفیق افغانستان نه دی لیدلی، خو ورتګ غواړي

Mashaalradio.com 

د ډېسېمبر ۱۸مه د هجرت کوونکو نړیواله ورځ ده. رفیق په کراچۍ کې ورځني مزدوري کوي. د نوموړي کورنۍ کلونه پخوا له افغانستانه د سیند صوبې تر ټولو لوی ښار ته کډه شوې وه. د رفیق ژوند په اړه دا ویډیو وګورئ.

غزني کې خیریه ټولنې: که له بېوزلو سره مرستې ونه شي ناورین به رامنځته شي

Pa.azadiradio.com 

په غزني کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ریاست مخې ته په سلګونه ښځې ماشومان او سپین ږیري راټول شوي. دوی د مرستې غوښتنه کوي او وايي، نیستۍ په مخه رااخیستي دي، ځکه اداره په اداره ګرځي او مرستې غواړي. د دغه کسانو ډېری برخه یې هغه ده چې په دا وروستیو کې له ولسوالیو څخه د سختو جګړو او ناامنیو له امله غزني ښار ته راکډه شوي دي.  ملغلره هم د دغه کډوالو له ډلې څخه ده، نوموړې د غزني له اندړو ولسوالۍ څخه راغلې وايي: " مېړه مې معتاد دی، د ګټې وټې څوک نه لرم، خیرات ټولوم، خو اوس په خیراتونو ټولولو هم نه سره شل... Читать дальше...

ارزګان کې د پلار له میراثه محرومې مېرمنې: په شته ځمکو کې موږ خیرات ټولوو

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان یو شمېر مېرمنې شکایت کوي چې د کورنۍ نارینه خپلوان په ځانګړي توګه وروڼه په جایداد کې حق نه ورکوي.  د دوی په وینا، دا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي یو ډول دی. د افغانستان اساسي قانون ښځو او نارینه وو ته د جایداد لرلو برابر حق ورکړی او دیني علما هم وايي چې ښځې د نارینه وو غوندي په میراث کې شرعي حق لري.    بي بي هوا د ميراث له حقه محرومه مېرمن ده د ارزګان د دهراود ولسوالۍ اوسېدونکي ۳۷ کلنه بي بي حوا له همدغو مېرمنو څخه یوه ده، دی وايي، ورورنه يې پوښتنه نه کوي او د میراث حق هم نه ورکوي. Читать дальше...

د کاپیسا پولیس: د نجراب پر لار ۳ وسله وال غله نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د کاپیسا ولایت پولیس وايي، د نجراب ولسوالۍ پر لار یې درې وسله وال غله نیولي دي.   د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې عمومي مدیر سباوون کوهستاني نن جمعه ازادي راډیو ته وویل: "دغو درېیو کسانو سره وسلې هم نیول شوي دي او دوی په دې شک نیول شوي چې مخکې یې د مسافرو د مالونو په لوټ تالان کې لاس درلود."  پرون د نجراب ولسوالۍ پر لار ځینو تلونکو مسافرو شکایت کړی و چې وسله وال غله یې مالونه شوکوي.

Спорт в России и мире
Москва

Олимпиада по финансовой грамотности МГУ проходит при поддержке СберСтрахования жизни


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Мирра Андреева замыкает год // 16-летняя российская теннисистка успешно стартовала на крупном турнире WTA в Мадриде


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Москвичам назвали пять мест, где можно полюбоваться цветущей сакурой





Путин в России и мире
Москва

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о формировании взаимовыгодного международного сотрудничества


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Лукашенко пообещал потенциальным агрессорам ответ всеми видами оружия




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Захарова: встречи по продвижению "формулы Зеленского" дают Киеву чувство вседозволенности


Навальный в России и мире
Москва

Проводивший панихиду по Навальному* священник запрещен в служении



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Валерий Гергиев

Валерий Гергиев — о судьбе театров после объединения Мариинки и Большого



Москва

Росія втратила Індію як найбільшого імпортера її озброєння, — Politico

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net