123ru.net
World News in Pashto
Декабрь
2020

Новости за 01.12.2020

کابل کې د لاجوردو د فسټیوال پای

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د لاجوردو په دې جشنواره یا فسټیوال کې ۱۴ اوږده او ۱۱ لنډ فلمونه نوماند شوي وو. دغه جشنواره لس ورځې دوام درلود او تېره دوشنبه د ګټونکو فلمونو پر اعلانولو پای ته ورسېده. نور حال په دې ویډیويي راپور کې وګورئ:

اې اېن پي پر خپلو کارکنانو د لګېدلو مقدمو پرضد لاریون وکړ

Mashaalradio.com 

نن د نهې په ورځ عوامي نیشنل پارټۍ په یوه لاریون کې په پېښور کې د نومبر پر ۲۲مه د پاکستان جمهوري تحریک له جلسې وروسته د دوی او نورو ګوندونو د ضلعې مشرانو پرضد د درج شويو مقدمو غندنه وکړه. دوی وايي، د حکومت د دا ډول مقدمو به نه یرېږي او د حکومت پرضد به احتجاجي تحریک جاري ساتي. خو حکومت دریځ لري چې کورونا وایرس د خورېدلو د اندېښنې په کبله په جلسو جلوسونو بندیز لګول شوې او د حکومت د دغه امر د سرغړونې په وجه مقدمې درج شوي دي. نور تفصیل له پېښوره د غلام غوث په ویدیو راپو کي



ارزګان چارواکي: نږدې ۲۰ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان کې افغان چارواکي د نژدې شل تنه طالبانو د وژلو ادعا کوي.  د ارزګان د والي ویاند احمد شاه ساحل نن سې شنبه (د لېندۍ ۱۱مه) ازادي راډیو ته وویل چې د هوایي او پلیو ځواکونو د عملیاتو پر مهال په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دا طالبان په دهراود ولسوالۍ کې وژل شوي او ۱۱ تنه یې ټپیان شوې هم دي.  طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

د پکتیا چارواکي: طالبان د ګردېز- زرمت سړک د جوړېدو مخه نیسي

Pa.azadiradio.com 

په پکتیا کې د ګردېز زرمت سړک پروژه چې له تېرې یوې لسیزې راهیسې یې د پکتیا، غزني او پکتیکا ولایتونو اوسیدونکي د جوړیدو غوښتنه کوي، لا هم هم نیمګړې پاتې ده. د پکتیا ځایي چارواکي وايي، طالبان د دې سړک د جوړیدو مخه نیسي، خو دوی بیا یې د دې سړک د جوړولو چارې پیل کړي او هڅه کوي چې په خپل وخت یې بشپړ کړي. د پکتیا د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، که دا سړک بشپړ شي، سوداګري به وغوړیږي او د توکو بیې به ټیټې شي. نور حال له سیمې د احسان ارین په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

غزني کې یوه برید د ۳ ماشومانو ژوند واخېست او ۲ نور یې ټپیان کړل

Pa.azadiradio.com 

په غزني ولایت کې په یوه برید کې درې ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي، ټپیان یې د دې ولایت ملکي روغتون ته ته راوړل شوي چې عمرونه یې اته او لس کاله ښودل کېږي.  د دغه ماشومانو پایوازان وايي، دغه ماشومان د سې شنبې(د لېندۍ ۱۱مه) په ورځ د غزني خواجه عمري ولسوالۍ په 'ده حاجي' کلي کې د څرخي الوتکو په برید کې ټپیان شوي دي.  رحیم الله چې ځان د یوه ټپي ماشوم ماما یادوي، په ملکي روغتون کې ازادي راډیو ته وویل، نن غرمه شااوخوا ۱۲ بجې الوتکو پر یو کانټینري دوکان هوايي برید وکړ چې دغه پنځو تنو ماشومانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. Читать дальше...

جوزجان کې ٧ لوبغالي جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

Pa.azadiradio.com 

په جوزجان ولایت کې ٧ لوبغالي جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.  په دغه ولایت کې د اکټیډ دفتر مسول امان الله امین ازادي راډیو ته وویل چې دغه میدانونه د منډې وهلو، باسکټبال، والیبال او فوتسال دي. ښاغلی امین زیاتوي چې څلور میدانونه په مرکز شبرغان، دوه په اقچې او یو یو په خانقاه او خواجه دوکوه ولسوالیو کې جوړ شوي چې درې میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

کابل کې د سنوکر اووم پړاو سیالۍ پیل شوې 

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې نن سې شنبه (د لېندۍ ۱۱مه) د سنوکر اووم پړاو سیالۍ پیل شوې.  د ملي المپیک کېمټې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې په دغو سیالیو کې له ١٢ ولایتونو ١٣٢ لوبغاړو ګډون کړی وو او هدف یې د سنوکر ملي ټیم لپاره د غوره څېرو معرفي کول دي.  په اعلامیه کې راغلي چې په سټنډرډ او معیاري ډول دغه سیالۍ به ٧ ورځې دوام وکړي.



'پاکستان کې هرکال د سينې له سرطانه ۴۰ زره ښځې مري'

Mashaalradio.com 

د نړيوال سازمان کميشن ان ساينس اېنډ ټېکنالوجي فار سسټېن اېبل ډيولپمينټ ان سوته (کومسېټس) له خوا جوړ شوي دې سيمينار ته روغتيا پوهانو وويل چې د پاکستان په هر ۱۰ ښځو کې يوې ته په خپل ژوند کې د سينې سرطان کېدای شي.

د چمن تجارتي دروازې پېښه کې د تورنو عسکرو خلاف مقدمه درج

Mashaalradio.com 

په چمن کې سرکاري چارواکي وايي، د تجارتي دروازې په پېښه کې د تورنو هغو سرحدي عسکرو پرضد یې مقدمه کښلې ده چې د اتوار پر ورځ  (۲۹نومبر) یې له وړو سوداګرو سره د تاوتریخوالي پرمهال یې له ډزو ۱۲ کلن ماشوم سمیع الله او ۱۴ کلن مطیع الله وژل شوي ول او شپږ نور سخت ژوبل دي. د چمن تحصیلدار عبدالرزاق ترین دا مقدمه د بلوچستان کورنيو چارو صوبايي وزیر میر ضیاء لانګو په امر درج کړې ده. بلخوا د چمن ډپټي کشمنر جاوید منګل په امر نن سرحدي عسکر له ښاره وتلي دي او د امنیتي چارو سمبالښت یې لېویز سرتېرو ته سپارلی دی. ... Читать дальше...

جرمني: له افغانستانه د سرتیرو په وتلو ناټو د سولې بهیر ته غلط پیغام ورکولی شي

Pa.azadiradio.com 

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس وایي، ناټو باید تر ټاکلي وخت مخکې له افغانستانه د خپلو ځواکونو په ایستلو سره د سولې خبرې له ستونزو سره مخ نه کړي. هغه دا خبره نن سې شنبه (د لېندۍ ۱۱مه) د ناټو د نورو غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترغونډې مخکې چې په انلاین بڼه جوړېږي، کړې ده.  د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې ماس ویلي، د ناټو د متحدانو په توګه موږ باید دا مسئله یقیني کړو چې په افغانستان کې د نورو پوځیانو کمېدا پر مشخصو شرطونو پورې وتړو. هغه زیاته کړې چې د هغو پرمختګونو چې تراوسه... Читать дальше...

له نخسې پرته د درملو پلورل؛ د درملتونونو مسوولیت څه دی؟

Pa.azadiradio.com 

عام افغانان په درملتونو کې د ډاکټر له نخسې پرته د درملو پلورل د خلکو له  ژوند سره لوبې بولي او وايي، حکومت تل دا وايي، څارنه کوي خو عملي اقدامات يې نه دي کړي. ښايي ډېری خلک د ډاکټر له نسخې پرته درملتونو ته د دوا اخېستلو لپاره مراجعه وکړي، خو یو شمېر کابل ښاریان وايي، په دې برخه کې د درملتونونو مسوولیت څه دی؟ د کابل ښار اوسېدونکی اصیل زیاتوي، درملتونونه باید له نسخې پرته چاته درمل ورنه کړي: "په درملتونونو کې پرته له نخسې د درملو پلورل سم کار نه دی، ډېرې ستونزې پېښوي ان د مرګ لامل هم کېدای شي،... Читать дальше...

کابل کې تېره میاشت خونړۍ وه؛ بریدونو او راکټي حملو ۳۲ تنه ووژل

Pa.azadiradio.com 

تېره نومبر میاشت کې له لسو نه د زیاتو خونړی پېښو شاهد وو.یوازې په کابل پوهنتون په برید او په یوه ورځ په کابل ښار د راکټي بریدونو له امله ۳۲ کسان ووژل شول او ۹۰ تنه ټبیان شول.   که څه هم د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د شویو بېلابېلو حملو د شمېر او تلفاتو په اړه څه نه وايي، خو په دغه وزارت کې د یوې سرچینې د معلوماتو له مخې په تېرې یوه میاشت کې په کابل کې ۱۵ بېلابېل ډوله بریدونه او چاودنې شوي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، د دغو برېدونو په تړاو یو شمېر شبکې نیول شوي او د نورو په لټه کې هم عملیات روان دي... Читать дальше...

د نړۍ د موټر ځغاستې د فورمول اتل "همیلټون" په کرونا ویروس اخته شو

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ د موټر د ځغاستې د فورمول یو اتل لویس همیلټون په کرونا ویروس اخته شوی دی. همیلټون به اوس د اونۍ په پای کې په بحرین کې د موټر د ځغاستې په وروستیو لوبو کې له ګډون کولو بې برخې شي. د همیلټون د کرونا ازموینه تېره اونۍ درې ځله وشوه او هرځل منفي وه، خو د دوشنبې په سهار ده له خوبه تر راویښېدو وروسته د کرونا ويروس نښې لرلې او چې کله یې معاینات وشول، ټسټ یې مثبت و. پنځه دېرش کلن همیلټون په وروستیو کې د فورمول یو موټرو اتلولي د اووم ځل لپاره خپله کړه چې دا په نړۍ کې بیسارې ده.

تېر کال ټوله نړۍ کې ١٢ ميليونه کسان پر ايډز اخته شوي

Pa.azadiradio.com 

د ایډیز نړیواله ورځ نن په داسې وخت کې لمانځل کېږي، چې په نړۍ کې یو مخ متفاوته وبا خپره شوې ده. د ایچ ای وي او ایډز لپاره د ملګرو ملتو اجراییي مشره وایي، د خلکو باید د ایچ ای وي تجربه په یاد وي چې دوی د کويډ١٩ ناروغۍ د واکسین ژمنې کوي او ډاډ ورکوي چې دا یوازې د بډایه خلکو لپاره نه دی. واني بینیما په یوه بیان کې وویل، چې نړۍ باید له هغې تیروتنې زده کړه وکړي چې د ایچ ای وي په وخت په میلیونونه کسان په مخ په وده هېوادونو کې درملنې ته د انتظار لپاره مړه شول. د ملګرو ملتو د راپور له مخې چې تېره... Читать дальше...

چارواکي: د سمنګان - بغلان پر لاره ٢ مخالف وسله وال وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د بغلان پولیس وایي، د سمنګان-بغلان د لارې په اوږدو دوه تنه مخالف وسله وال وژل شوي او شپږ تنه ټپیان شوې دي.  د بغلان د امنیه قومانداني ویاند احمد جاوید بشار ازادي راډیو ته وویل، پر دې کسانو امنیتي ځواکنو پرون ناوخته هغه وخت برید وکړ چې دوی د مسافرو له موترو پیسې اخیستې.  د بغلان-سمنګان لاره په شمال کې یوه له ناامنه لارو څخه ده.

د ناټو د غړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیران غونډه کوي

Pa.azadiradio.com 

د ناټو د بهرنیو چارو وزیران نن د ویډیو کنفرانس له لارې غونډه کوي. دا دوه ورځنۍ غونډه په داسې حال کې پیلېږي، چې د دغه پوځي تړون ماموریت په افغانستان کې ستونزمن شوی دی، ځکه چې د دې تړون مهم غړی د امریکا متحد ایالات غواړي چې د جنوري تر پنځلسمې له خپلو څلور نیم زره پوځیانو څخه دوه زره له افغانستانه وباسي. د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ تر غونډې یوه ورځ مخکې وویل: "هیڅوک نه غواړي چې په افغانستان کې تر اړتیا زیات پاتې شي، په راتلونکو میاشتو کې به خپل حضور حالاتو ته په کتو وارزوو، په یوه سخته دوه لارې... Читать дальше...

د پلازمېنې کابل ککړه هوا د ښاریانو لپاره تدریجي مرګ

Pa.azadiradio.com 

د ژمي په را رسېدو سره په کابل کې د هوا د ککړتیا کچه لوړه شوې چې خلکو ته یې د ساه لندي ناروغۍ پیدا کړي. د ماشوم د روغتیا د اندراګاندي روغتون مسوولان وايي، په تیره میاشت کې شاوخوا ۶۰ ماشومان د هوا د ککړتیا له امله د ورپېښو تنفسي ناروغیو له امله مړه شوي دي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې:


Музыкальные новости
Егор Крид

Цифра дня: Егор Крид покупает машину Илона Маска за 40 млн рублей





Персональные новости
Концерт

Концерт «Юрий Башмет, Константин Хабенский, ансамбль «Солисты Москвы». К. Сен-Санс «Карнавал животных»





ککړه هوا؛ کابل کې له ۶۱۴ ثبتو لوړو ودانیو یوازې ۱۱۵ یې فېلټرونه لګولي

Pa.azadiradio.com 

‎د ژمي په راتګ سره په پلازمېنه کې د سونګ توکو له امله د هوا د ککړتیا کچه لوړه شوې. ‎د کابل د چاپېریال ساتنې ادارې مشر د هوا د ککړتیا ستر لامل په لوړ پوړو استوګنیزو ودانیو کې د خونو د ګرمولو لپاره د ډبرو سکرو کارول بولي. ‎کاظم همایون وايي، له ۶۱۴ ثبت شویو لوړو ودانیو یوازې ۱۱۵ یې فېلټرونه لګولي دي. ‎له دې سره ماشومانو لپاره د اندراګاندي د روغتیا انسټیټیوټ روغتون مسوولین وایي، په دې وروستیو کې د کابل د ککړې هوا له امله په ماشومانو کې د سینه بغل او ساه لنډۍ ناروغۍ هم زیاتې شوې دي. ‎ناجیه صافۍ... Читать дальше...

ولسي جرګې ته ۵ نوماند وزیرانو او د افغانستان بانک نوماند خپل پلانونه تشریح کړل

Pa.azadiradio.com 

د پوهنې وزارت نوماندې رنګینه حمیدي، د عامې روغتیا وزارت نوماند احمد جواد عثماني، د کلیو او پراختیا وزارت نوماند مجیب الرحمن کریمي، د اقتصاد وزارت نوماندې کریمه حامد فاریابي، د قومونو او قبایلو چارو وزارت نوماند محب الله صمیم او د افغانستان بانک ریاست نوماند اجمل احمدي نن سې شنبه (د لیندۍ ۱۱مه) ولسي جرګې ته د باور رایې اخېستو لپاره خپل کاري پلانونونه د خلکو له استازو سره شریک کړل.   دوی تر ډېره په خپلو ادارو کې د اصلاحاتو، له فساد سره مبارزې او د روڼتیا په راوستو ټینګار درلود، خو د دوی له‌منځه د... Читать дальше...

ارزګان کې د یوې کورنۍ ۴ بې وزله نابینایان د سولې هېلې پالي

Pa.azadiradio.com 

په یوه کورنۍ کې څلور نابینایان دي چې د بې وزلۍ سربېره زړه کې د سولې هېلې پالي. د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې په یوه کورنۍ کې څلور نابینایان دي خو هر نابینا يې ځان ته ځانګړې وړتیاوې او استعداد لري. دا کورنۍ چې سخته بې وزلې ده، سوله یې یوازینۍ هیله ده. دا کورنۍ که څه هم زیات غریب ده خو د هر یو پر زړه یوازینی ارمان سوله ده. په دې اړه نور حال د ترینکوټ څخه ازادۍ راډيو خبریال شریف الله شرافت راکوي، چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

Спорт в России и мире
Москва

В Люберцах 24 апреля пройдет ярмарка вакансий


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Кудерметова выиграла турнир WTA в Штутгарте в парном разряде


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Экологический телемост регоператора МСК-НТ связал школьников Подольска и Москвы





Путин в России и мире
Москва

Шойгу рассказал о формировании Московского и Ленинградского округов


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Лукашенко ограничил выплату дивидендов гражданам недружественных стран




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Байден заверил Зеленского в скорых поставках новых пакетов помощи


Навальный в России и мире
Москва

Мосгорсуд оставил в СИЗО журналистку Фаворскую, обвиняемую в экстремизме за репортажи о Навальном



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Игорь Бутман

Квинтет Игоря Бутмана и певица Фантине впервые выступят на джазовом фестивале в Бахрейне



Москва

Поезда «Ласточки» между Москвой и Иваново назначат 28 и 30 апреля

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net