عربستان: ايران سره د تلپاتې هوکړې لار له خليج هېوادونو سره مشوره ده
د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن تېره اوونۍ وویل چې له ایران سره اتومي موافقې ته بېرته ستنېدا سخته کار دی، خو دی په دې برخه کې پر خپله خبره ولاړ دی.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر د فرانسې خبري اژانس ته وویل، تمه لري چې له دوی سره به د امریکا راتلونکی حکومت مشوره وکړي .
ده وویل، له ایران سره د ۲۰۱۵ کال اتومي موافقه د سیمې د هیوادونو له مشورې پرته وشوه چې په نتیجه کې یې بې باوري لا ډېره شوه.
