نصرالله رضايي د افغانستان د تنکیو ځوانانو د سنوکر اتلولي وګټله
نصرالله رضايي د افغانستان د تنکیو ځوانانو د سنوکر اتلولي وګټله. د سنوکر دا لوبې پرون او وړمه ورځ په کابل کې د تنکیو ځوانانو د ملي ټیم د غړو د ټاکلو په هدف وشوې.
د سنوکر فدراسیون مشر محبوبشاه دارابي وايي چې نصرالله رضايي وتوانېد په فاینل لوبه کې د امید سینزي په وړاندې څلور پر درې بریا خپله کړي.
دارابي په خپله فېسبوک پاڼه کې دا هم ویلي چې د تنکیو ځوانانو په لوبو سربېره د ځوانانو او ماسترانو په کټګوریو کې هم لوبې شوي.
د ماسټرانو په کټګورۍ کې چې د ملي ټیم با تجربه لوبغاړو پهکې برخه درلوده نادر روحاني د زمري اساس په وړاندې څلور پر دوه بریا خپله کړه.
د افغانستان ځیني سنوکربازان له هغې ډلې صالح محمد، رئیس خان سینزی او نادر سلطاني له دې مخکې په اسیايي او نړیواله کچه لوبېدلي او ګڼې بریاوې یې ترلاسه کړې دي.