Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Декабрь
2020

د لویدیزو هیوادونو سیاسي نمایندګیو د هدفي وژنو د پای ته رسیدو غوښتنه وکړه

0
کابل کې د امریکا له سفارته یو خپور شوی بیان چې د یو شمېر نورو هېوادونو د سفارتونو پر ویب پاڼو او ټویټر اکاونټونو هم خپور شوی وايي، د امریکا، بریتانیا، کاناډا استرالیا، ناروي  او د اروپايي  ټولنې د غړیو  هېوادونو  سیاسي نمایندګیو  او د  ناټو ماموریت  افغانستان کې وروستي هغه هدفي بریدونه غندي چې  په کې د رسنیو استازي، دیني مشران او ډلې، د بشري حقونو ملاتړي، زده کونکي او په ټولیزه توګه ولسي خلک په نښه کیږي. 


دې هیوادونو  "طالبان او نورې ترهګرې ډلې " په افغانستان کې د ولسي مرګ ژوبلې د یوې لویې برخې مسول بللي دي. 


د افغانستان د لویدیځو ملاتړو هېوادونو دا شریک بیان وايي، " دوی دا وحشیانه بریدونه یوازې پر افغانانو بریدونه نه ګڼي بلکې په افغانستان کې د سولې پر هرې پروسې یې برید ګڼي. " 


د افغانستان د متحدو هیوادونو دا شریک بیان وړاندې د افغانستان د خلکو زړورتیا یادوي او باوري څرګندوي چې "دا بریدونه به  چې د مختلفو لیدلورو  د خاموشه کولو لپاره دي خپل هدف کې ناکام شي. "


په دې شریک بیان  افغانستان کې د سولې په پروسه کې د افغانانو د نظرونو په شراکت او او برخې اخیستو  ټینګار شوی او دا د یو سوله ایز او ډیموکراټ افغانستان لپاره مهم بلل شوي دي. 


د افغانستان لویدیځو ملاتړو هیوادونو  همدارنګه  د رسنیو او بیان پر ازادۍ  ټینګار کړی او ویلي یې دي  " زموږ سیاسي ماموریتونه تمه لري چې د کړکیچ ټول لوري به افغانستان کې د رسنیو او  مدني ټولنې ازادي او خپلواکي  وساتي. "  


کابل کې د لویدیځو هیوادونو دا بیان زیاتوي، د افغانستان د دولت د هڅو ملاتړ کوي څو هغه کسان عدالت ته راکاږي چې د شخصیتونو په وړاندې تاوتریخوالی کوی او ټینګار یې کړی چې سمدلاسه دې ددې وژنو په وړاندې معافیت پای ته ورسیږي. 






په افغانستان کې اروپايي ټولنه دا اعلامیه داسې مهال  خپریږي چې د  تېر نومبر په ۱۲ مه نیټه په هملند کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي دده په موټر کې د ایښودل شوي ماین چاودنې وواژه. 


تر هغې څو ورځې مخکې کابل کې د یو خصوصي ټلویزون د خپرونو پخوانی وړاندې کوونکی یما سیاوش هم د ورته برید قرباني شوی و. 


له دې پېښو وړاندې پر کابل پوهنتون ډله ییزه وسله واله حمله چې ۲۲ کسان به کې ووژل شول او ۴۰ نور ټپیان شول.  پر کابل سربېره د افغانستان په څو نورو ښارونکو کې هم وروستیو کې هدفي بریدونه زیات شوي چې تر ډیره، د رسنیو کارکونکي،  دیني عالمان، مدني  ټولنې استازي او د سولې فعالان په نښه کوي. 


طالبانو له دې بریدونو څخه ګڼ شمېر بریدونو کې لاس لرل رد کړي، د ځینو په اړه یې تبصره نه ده کړې او د  ځینو بریدونو مسولیت یې منلی دی. 


په ورته وخت کې د افغانستان په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازی ګل احمد احمدي له افغان حکومت  وغوښتل چې د افغان خبریالانو د خوندیتوب او د وژل شویو خبریالانو د کورنیو د ملاتړ لپاره دې اقدامات وکړي. 


نوموړي د دغه جرګې د دوشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې وویل، چې خبریالانو ته پر وخت معلومات نه ورکول، د دوی ګواښل او په وړاندې یې حملې کول هغه ستونزې دي چې اوس مهال ورسره افغان خبریالان لاس او ګریوان دي.


هغه زياتوي:"افغان خبریالان د جګړې په لومړۍ کرښه کې د سر په بدل د معلوماتو د راټولو په لټه کې دي، خو په تاسف سره چې نه له دوی سره مرسته کیږي او نه هم معلومات ورکول کېږي، او له هر لوري پر دوی برید کېږي، اختطاف کېږي، وژل کېږي او ګواښل کېږي."


دده په وینا  په تېرو شلو کلونو کې ۱۲۴ افغان خبریالان په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي او دغه شان يې پر وړاندې د تاوتریخوالي له ۱۲۰۰ زیاتې قضیې ثبت شوي دي.


طالبانو تر اوسه پورې کابل کې د افغانستان د لویدیځو ملاتړو هیوادونو د سیاسي نماینده ګیو ددې بیان په اړه څه نه دي ویلي. 

 





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net