123ru.net
World News in Pashto
Январь
2021

Новости за 01.01.2021

وسله والو د غور غږ راډیو مسئول مدیر "بسم الله عادل" وواژه

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې ۲۰۲۱ زېږديز کال هم د یو خبریال په وژلو سره پیل شو. په غور کې د غور غږ راډیو مسئول مدیر بسم الله عادل نن مازدیګر د ناپېژندو وسله والو له خوا ووژل شو. د غور والي مرستیال عزیز الله رادمنش وايي، چې نوموړی د مرکز فیروز کوه په ختیځ کې د پشتې ګزک په نوم سیمه کې وژل شوی دی، چې د وژنې په اړه یې د پولیسو څېړنې روانې دي. د دې وژنې مسئولیت تر اوسه چا نه دی منلی. په غور کې د ازادي راډیو خبریال وايي، چې عادل اوونۍ دوه مخکې په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي و، چې په کور او موټر یې ډزې شوي او دا موضوع یې له امنیتي مسئولينو سره هم شریکه کړې ده. Читать дальше...

د خوست ښځينه فعالانې: د خبریالانو او مدني فعالانو وژنو اندېښمن کړي يو

Pa.azadiradio.com 

په خوست کې ښځینه مدني فعالانې وایي، د خبریالانو او مدني فعالانو وروستیو وژنو اندیښمنې کړي او د سولې په دوهم پړاو مذاکراتو کې د خپل ژوند د خوندیتوب او د دایمي اوربند غوښتنه کوي. د ۲۰۲۱ م کال د لومړۍ میاشتې په لومړۍ نېټه په خوست کې د دې ولایت مدني فعالانې او یو شمېر نورو مېرمنو د یوې غونډې پر مهال په تېر ۲۰۲۰ م کال کې د خبریالانو او مدني ټولنو پر استازو د بریدونو په اړه اندېښنه وښوده. دوی وایي، د سولې د دوهم پړاو په مذاکراتو کې دې د سولې او اوربند موضوع یو طرفه شي چې نه یوازې د خبریالانو او مدني... Читать дальше...

په افغانستان کې ۲۰۲۱ زېږدیز کال هم د یو خبریال په وژلو سره پیل شو

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې ۲۰۲۱ زېږديز کال هم د یو خبریال په وژلو سره پیل شو. په غور کې د غور غږ راډیو مسئول مدیر بسم الله عادل نن مازدیګر د ناپېژندو وسله والو له خوا ووژل شو. د غور والي مرستیال عزیز الله رادمنش وايي، چې نوموړی د مرکز فیروز کوه په ختیځ کې د پشتې ګزک په نوم سیمه کې وژل شوی دی، چې د وژنې په اړه یې د پولیسو څېړنې روانې دي. د دې وژنې مسئولیت تر اوسه چا نه دی منلی. په غور کې د ازادي راډیو خبریال وايي، چې عادل اوونۍ دوه مخکې په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي و، چې په کور او موټر یې ډزې شوي او دا موضوع یې له امنیتي مسئولينو سره هم شریکه کړې ده. Читать дальше...



ايران: د "قاسم سليماني" وژونکي خوندي نه شي پاتې کېداى

Pa.azadiradio.com 

د ایران د قضايیه قوې مشر ابراهیم ریسي وايي، د دې هېواد د لوړ پوړي پوځي قومندان قاسم سلیماني وژونکي پر ټوله ځمکه خوندي نه شي پاتې کېداى. ریسي چې نن یې په تهران کې خبرې کولې زیاته کړه، چې حتی د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم چې د ده په خبره د سلیماني د وژنې په چارو کې یې لاس درلود له عدالته خوندي نه دی. د ایران د   قدس ځواکونو مشر قاسم سلیماني د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ پر ۳ په عراق کې د امریکا د یوې بې پیلوټه  الوتکې په برید کې ووژل شو.  ایران د دې برید د غچ اخستلو ګواښ کړی و.

په ٢٠٢١ زېږدیز کال کې د افغانستان لپاره کوم موارد مهم ګڼل کېږي؟

Pa.azadiradio.com 

نن د ۲۰۲۱ زېږدیز کال لومړۍ ورځ ده. یو شمېر عام افغانان او د چارو پوهان وايي، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې او له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتل په دغه کال کې د افغانستان لپاره مهم موارد ګڼل کېږي. ۲۰۲۰ کال د افغانانو لپاره خونړی کال و او تاوتریخوالی لا هم دوام لری، خو یو شمېر عام افغانان او سیاستوال یوې تلپاتې سولې او د تاوتریخوالي ختمېدو ته سترګې په لار دي. د سولې د دوهم پړاو خبرو پيل، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل او په متحده ایالاتو کې د جوبایډن واک ته رسېدل او ورسره... Читать дальше...

سي ډي اې مو د کورونو پراخولو ته نه پرېږدي: اسلام اباد مېشتي افغان کډوال

Mashaalradio.com 

په ای -۱۲ کېمپ کې مېشت کډوال شېر حیدر مشال ریډیو ته وویل چې په ۲۰۰۹ز کال کې ورته یو این ایچ سي ار د پنځو مرلو مځکه ورکړی وه خو اوس چې یې د کورنۍ ۲۲ غړیو ضرورت د پوره کولو لپاره پراخول غواړي نو د اسلام اباد ترقیاتي‌اداره یې ورته ورانوي.‌

خوستیو ښځو د خبریالانو او ولسي وګړو د ژوند د خوندیتوب غوښتنه وکړه

Mashaalradio.com 

دوی تېر ۲۰۲۰ز کال په افغانستان کې د خبریالانو، مدني فعالانو او ولسي خلکو لپاره له ستونزو او امنیتي پيښو ډک وباله او هیله يې وکړه، چې نوي زیږدیز کال کې به، د جګړې ښکیل لوري دایمي اوربند او د سولې یوې هوکړې ته ورسیږي.

په چیچین جمهوریت کې پر پولیسو د بريد مسئولیت داعش ډلې ومانه

Pa.azadiradio.com 

د شمالي قفقاز په چیچین جمهوریت کې پر پولیسو د چړو د ګوزار مسئولیت د اسلامي دولت ډلې پر غاړه واخیست. النبا ورځپاڼه چې له داعش ډلې سره اړیکې لري، د سند له وړاندې کولو پرته پرون په دې اړه خبر ورکړ. د ډسمبر پر ۲۸ نېټه دوو کسانو چې په چړو سمبال وو، د چیچن په مرکز ګروزني کې پر پولیسو د چړو برید وکړ، یو پولیس یې وواژه او بل یې ټپي کړ. د چیچن نیمه خپلواک جمهوریت مشر رمضان قادروف وویل، چې برید کوونکي د ګاونډي انګوشیتیا وو چې په چیچن کې یې په یوې نانوايي کې کار کاوه. دا دوه کسان کومه جنایې یا د تندلارۍ سابقه نه لري. Читать дальше...



د افغان ډيپلومات "عبدالحکیم دلیلي" جنازه خاورو ته وسپارل شوه

Pa.azadiradio.com 

په دوحه کې د افغانستان د سفیر عبدالحکیم دلیلي جنازه په کابل کې د ولسمشر او نورو لوړ رتبه چارواکو په ګډون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شوه.  د هغه مړی نن سهار له قطره په یوې ځانګړې الوتکه کې کابل ته ولېږدول شو. د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې وزیر محمد حنیف اتمر، د افغانستان لپاره د قطر ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني او یو شمېر نور چارواکي دې مراسمو کې حاضر و. عبدالحکیم دلیلي د تېرې سه شنبې په ورځ د زړه د حملې له امله ومړ.  افغان دولت وایي، دليلي د افغانستان او قطر تر منځ د... Читать дальше...

د کندز چارواکي: د جنایي جرمونو په تور ٨ کسان نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د کندوز پولیسو د جنایي جرمونو په تور ٨ کسان نیولي دي.  د کندز د امنیه قومندانۍ د رسنیو دفتر په یوې اعلامیې کې راغلي، چې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت کارمندانو د کندوز ښار په بېلابېلو برخو کې دغه اته تنه د غلا، د خلکو د ځورونې، ټپي کولو او قمار بازۍ په تور نیولي دي. په اعلامیې کې د امنیه قومندانۍ د ویاند انعام الدین رحماني له قوله ویل شوي، چې دغه کسان عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

"وسله والو کسانو په پروان کې یوه مور په ډزو وژلې او زوی یې ټپي کړ"

Pa.azadiradio.com 

وسله والو کسانو په پروان ولایت کې یوه مور په ډزو ووژله او ځوان زوی یې ټپي کړ. د پروان امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه ناوخته په جبل السراج ولسوالۍ کې دا پېښه د نامعلومو کسانو لخوا شوې ده. د پروان ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر محمد صادق هاشمي آزادي راډیو ته وویل، چې دغو کسانو د شپې مهال د یادې ولسوالۍ په خواجه محمد خیل ولسوالۍ کې پر یوه کور برید وکړ چې په نتیجه کې یې څلویښت کلنه مور وژل شوې او یو ځوان زوی یې ټپي کړی دی. برید کوونکي له سیمې تښتېدلي دي. پولیس وايي، د دې برید علت... Читать дальше...

قبايلي ځوانان ۲۰۲۱ز کال کې څه پلانونه لري؟

Mashaalradio.com 

د ځوانانو غږ خپرونه کې مو د قبايلي سيمو بېلا بېلو سازمانونو غړو او مشرانو سره خبرې کړي چې ۲۰۲۱ز کال کې د قبايلي سيمو ځوانانو لپاره څه پلانونه په پام کې لري. د دې ترڅنګ ځوانان په قبايلي علاقو کې د لوبو سيالو لپاره څه هلې ځلې کوي. ځوانان وايي، د قبايليو زياتره سيمې تر اوسه د انټرنيټ سهولت برخې دي او په نوی کال کې به د دې سهولت ترلاسه کولو لپاره مبارزه جاري ساتي. په دې خپرونه کې مو له قبايلي سيمو ځوانانو سره خبرې کړې دي چې تاسې یې د غږ پر ځای کې اورېدای شئ.

نی: تېر ۲۰۲۰ زېږدیز کال د افغان خبریالانو لپاره خونړی و

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ ) نی (وايي، په تېر ۲۰۲۰ زېږدیز کال د افغانستان د خبریالانو لپاره یو خونړی کال و. په داسې حال کې، چې۲۰۲۰ کال د نړۍ لپاره له بېلابېلې ستونزو مخ کال و، د افغانستان له رسنیو د ملاتړ یو شمېر بنسټونه دا کال د افغان خبریالانو لپاره یو خونړی کال یادوي. د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی اجرائیوي رئیس مجیب خلوتګر د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په دې کال کې۱۱ خبریالان وژل شوي دي. هغه زياتوي: "۲۰۲۰کال کې د افغان خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو لپاره... Читать дальше...

په نړۍ کې د نوي میلادي کال د مراسمو لمانځل پيکه و

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ په اکثرو ښارونو کې د نوي میلادي کال مراسم د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله په محدوده پیمانه ولمانځل شول. نړیوالو نوي میلادي کال ته بې له دې، چې د تېرو کلونو په شان یې په شاندارو مراسمو ولمانځي، هرکلی ووایه او ورسره په یو وخت یې د کرونا پر ضد د واکسین د جوړېدو په خاطر هیلې وغوړولې. د شپې له دوولس بجو څخه، د معمول په شان د نوي کال مراسم په تېره بیا اورلوبې له استرالیا پیل شوې او په تدریج اسیا، منځني ختیځ، اروپا، افریقا او امریکا ته ورسېدې. په نیویارک کې روغتیايي چارواکو له خلکو وغوښتل چې... Читать дальше...

ډبليو ايچ او: د "فایزر-بیو ان ټیک" واکسین استفادې ته اجازه ورکړل شوه

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان( ډبلیو.ایچ.او) د کرونا پر ضد د فایزر او بیوان ټیک واکسین بېړنۍ استفادې ته اجازه ورکړه. له کله نه چې کرونا وبا پيل شوې، دا یې په وړاندې جوړ شوي واکسین ته لومړنی لوی( اعتبار) بلل کېږي. د روغتیا نړیوال سازمان په خپله ویبپاڼه لیکلي، چې دا اجازه به نورو هېوادونو ته لاره هواره کړي چې د د دغه واکسین د واردولو او کنټرول چارې ګړندۍ کړي. د فایزر او بیو ان ټیک کمپنیو د واکسین تطبیق د لومړي ځل لپاره بریتانیا او ور پسې په امریکا او اروپایي ټولنه کې پيل شو.


Музыкальные новости
Шапка

Шапки женские на Wildberries — скидки от 398 руб. (на новые оттенки)





Персональные новости
Владимир Путин

Тема дня: Путин назвал сохранение духовных ценностей условием укрепления суверенитета





په قطر کې د افغان سفیر "عبدالحکیم دلیلي" مړى کابل ته راولېږدول شو

Pa.azadiradio.com 

په دوحه کې د افغانستان د سفیر عبدالحکیم دلیلي جسد نن سهار له قطره په یوې ځانګړې الوتکه کې کابل ته ولېږدول شو. بهرنیو چارو وزارت وايي، چې وزیر محمد حنیف اتمر، د افغانستان لپاره د قطر ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني او یو شمېر نور چارواکي دې مراسمو کې حاضر و. عبدالحکیم دلیلي د تېرې سه شنبې په ورځ د زړه د حملې له امله مړ شو. افغان دولت وایي، دليلي د افغانستان او قطر تر منځ د اړيکو په ښه والي او د سولې په مذاکراتو کې فعال رول درلود. قطر کې د ده د سیاسي ماموریت پر مهال د طالبانو او امریکا... Читать дальше...

پرتګال نن د اروپایي ټولنې د شورا ٦ میاشتنۍ مشري په غاړه اخلي

Pa.azadiradio.com 

پرتګال به سر له نن ( د جنورۍ له لومړۍ نېټې) نه له جرمني د اروپایي ټولنې د شورا شپږ میاشتنۍ مشري په غاړه واخلي. پرتګال به د خپل دې ماموریت پر مهال له ځینو ننګونو سره مخامخ شي چې لویې هغه یې د کرونا وبا له کبله د مرستو د بستو همغږۍ، د همدې وبا له کبله روغتیایي ستونزې او د کرونا واکسین دودول دي. پرتګال په یوه بیانیه کې ویلي، د امکان تر حده هڅې کوي چې دغه شپږ میاشتې په اروپا کې د نوي پړاو یو پیل وي. د جرمني صدر اعظمې انګېلا مېرکل د دغې څوکۍ د مسئولیت د لېږد پر مهال ویلي، چې جرمني شپږ میاشتې د همدې... Читать дальше...

د ننګرهار په دره نور کې د ملي دسترخوان پروګرام پیل شو

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د ملي دسترخوان د پروګرام عملي چارې پیل شوې. د ننګرهار د ولایت مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼې کې چې د پنجشنبه په ورځ خپره شوه ویلي، چې د دې پروګرام له مخې به شاوخوا ۱۳۸۰ کورنیو ته خوراکي  او غیر خوراکي مواد ووېشل شي.  په  اعلامیې کې راغلي، چې هرې کورنۍ ته د څلور زره افغانیو په ارزښت یوه بوجې اوړه، لس لیتره غوړي، ۱۳ کیلو لوبیا او لس کلچې صابون مرسته کېږي. د افغانستان د کلیو د پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي شاوخوا دوې اوني دمخه په کابل کې وویل، چې د ملي دسترخوان... Читать дальше...

"د ژمي سړه هوا په افغانستان کې د ۳۰۰ کسانو ژوند ګواښي"

Pa.azadiradio.com 

د ماشومانو د ملاتړ یا سیف د چلډرن موسسه وایي، چې د ژمې سړه هوا په افغانستان کې د ۳۰۰ کسانو ژوند ګواښي. د دغې موسسې ویاندې مریم عطایي په دې اړه تېر ماښام آزادي راډیو ته وویل: "د افغانستان په شمال کې د واوري بې ساري اورښتونو له بده مرغه ډېر ماشومان اغېزمن کړي دي، په ځانګړي ډول هغه ماشومان چې د جګړو او ناامنی کبله له خپلو سیمو بېځایه شوي دي. همدا وضعیت ماشومان ډیر د مرګ له ګواښ سره مخامخ کوي. له بده مرغه کورنۍ سون توکي او د ژمې نور تجهیزات نه لري." مېرمن عطایي وړاندي وویل، چې سیف د چلډرن موسسه په... Читать дальше...

د بدخشان چارواکي: ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د بدخشان یوه امنیتي چارواکي په دې ولایت کې د ۱۷ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ. د بدخشان د امنیه قومندانۍ ویاند ثناالله روحاني رسنیو ته وویل چې دا طالبان پرون د بهارک – فیض اباد ترمنځ لارې کې د عملیاتو پر مهال ووژل شول . هغه زیاته کړه: "د بهارک – فیض آباد ترمنځ لارې کې د دان آب سپینګل په نوم سیمه چې د څو ورځو راهیسې طالبانو په کې جدي ګواښونه رامنځته کړي وو، عملیات پیل شوي دي. په دې عملیاتو کې د دولت ۱۷ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي، ۱۴ تنه یې اسیران شوي دي او ټپیان یې هم ډېر دي."  د... Читать дальше...

د نړۍ ډېری هېوادونو نوی میلادي کال د هیلو اواندېښنو سره یو ځای ولمانځه

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ ډېرو هېوادونو نوی میلادي کال د هیلو اواندېښنو سره یو ځای ولمانځه. په اکثرو هېوادونو کې خلکو د کرونا ویروس د پراخېدو له وېرې دا مراسم هغسې ونه لمانځل چې په نورو کلونو کې یې لمانځل. لا هم په اکثرو هېوادونو کې د شپې ګرځبندیز پرځای دی. یو کال دمخه دا ورځ داسې مهال ولمانځل شوه، چې د روغتیا نړیوال سازمان په لومړي ځل په نړۍ کې د یوې وژونکې ساري ناروغۍ کویډ ۱۹ د خورېدو خبر ورکړی وو. دغې ناروغۍ د کال په اوږدو کې نژدې ۸۳  میلیونه کسان ونیول، شاوخوا یو میلیون او اته لکه کسان ترې مړه شول او د نړۍ اقتصاد ته یې ډېر تاوانونه ورسول. Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

RU.TV превращает Русскую Музыкальную Премию в Мюзикл


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Новак Джокович

Легенда тенниса рассказал, готов ли он опять стать тренером Джоковича


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Результативность, вовлечённость, трудоголизм — где грань? Книга от автора российской модели факторов вовлечённости персонала.





Путин в России и мире
Москва

Тема дня: Путин назвал сохранение духовных ценностей условием укрепления суверенитета


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

В Минске открывается ВНС: что будет




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Во Франции назвали бредом слова Зеленского про угрозу Путина Европе


Навальный в России и мире
Москва

Патриарх Кирилл запретил в служении священника, проводившего панихиду по Алексею Навальному



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Валерий Гергиев

Валерий Гергиев — о судьбе театров после объединения Мариинки и Большого



Москва

Нефть дорожает, рубль слабеет

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net