د امریکا د استازو جرګې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د دفاعي پالیسۍ د رد یا ویټو پرېکړه باطله کړه.
دې لایحې ته د استازو جرګې ۳۲۲ غړو موافقې او ۸۷ نورو مخالفې رایې ورکړې چې د دې ویټو د باطلولو لپاره د اړتیا وړ له دریو دوه برخو څخه هم زیاتې وې. د جرګې ۱۰۹ جمهوریپال غړي هم د ډیموکراتانو ترڅنګ ودرېدل.
که دا پرېکړه د امریکا په سنا کې له دریو په دوه برخې رایو تایید شي نو دا به لومړی ځل وي چې د ټرمپ د ولسمشرۍ د دورې د ویټو پریکړه باطلېږي.
ټاکل شوې چې سنا د یوې اونۍ په ترڅ کې دې لایحې ته رایې ورکړي.... Читать дальше...
د هلمند امنیتي چارواکي په ناوې ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې ۳۷ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کوي.
د هلمند د امنیه قوماندانۍ ویاند محمدزمان همدرد د دې عملیاتو په اړه آزادۍ راډيو ته وویل: "د ناوې ولسوالۍ اړوند کمربندي سیمه کې د افغان ملي امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۲۷ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او لس تنه نور... Читать дальше...
هشت صبح
هشت صبح ورځپاڼې په سرمقاله کې د سولې د دویم پړاو د مذاکراتو له پیل وړاندې یوشمېر خنډونو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې دغه خبرې تر پیل وړاندې له بن بست سره مخ شوي دي.
د لېکوال په وینا په دغو خبرو کې اوربند هغه مسئله ده چې لاهم پرې ګڼ اختلافات موجود دي.
د ورځپاڼې د معلوماتو په اساس افغان پلاوي ته'' اوربند ''د خبرو د بحث لومړی شرط دی، خو طالبانو ته بیا د وروستۍ مسئلې په توګه مطرح دی ځکه د لیکوال په خبره طالب لوری تر اوربند وړاندې نورو مسایلو ته لومړیتوب ورکوي.
د سرمقاله لیکوونکي په... Читать дальше...
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې او امریکا استازولیو پر افغان ژورنالیستانو د حملو له عاملانو سره د حساب او محاکمې غوښتنه وکړه.
په کابل کې د امریکا سفارت په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي، په افغانستان کې د مطبوعاتو ازادي د تېرو دوو لسیزو تر ټولو مهمه بریا ده.
دغه سفارت همداراز لیکلي چې د رسنیو پر کارکوونکو باید حملې ودرول شي.
اروپايي ټولنې هم په افغانستان کې پر ژورنالیستانو حملو ته په اشاره پر خپله ټویټرپاڼه کښلي، د مطبوعاتو ازادي د پرانیستې ټولنې لپاره کلیدي اهمیت لري.
دې ټولنې هیله څرګنده کړې،... Читать дальше...
د افغانستان په لوېدیځ کې ملي اردو وايي، چې په فراه ولایت کې یې ۱۲ وسله وال طالبان وژلي دي.
د ظفر قول اردو له خبرپاڼې سره سم، دا طالبان هغه مهال ووژل شول چې غوښتل یې په اناردره ولسوالي کې د امنیتي خواکونو پر پوستو برید وکړي.
د راپور له مخې، په دې برید کې ۸ تنه نور وسله وال طالبان ژوبل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني د شل اوریزو سیالیو د لسیزې د غوره لوبغاړي په توګه د راشدخان د انتخابېدو په خاطر مبارکي وویله.
په هغه بیان کې چې پرون ارګ خپور کړ د ولسمشر غني له قوله راغلي چې «راشد خان او په بېلابېلو برخو کې ده ته ورته اتلې پېغلې او ځوانان د نوي افغانستان استازي دي او دوی د تېرو شلو کلونو د لاسته راوړنو، نویو ارزښتونو، پرمختګونو او غږ پورته کولو ساتونکي دي.»
ده باور څرګند کړی، چې د افغانستان ځوان نسل به د ټولنې په هره برخه کې د راشد خان په شان په مسوولیت مخ ته ځي او د خپل ملت سترګې به روښانوي. Читать дальше...
په غزني ولایت کې د هغو ۲۵ تنو د برخلیک په اړه معلومات نه شته چې پرون د دغه ولایت په قره باغ ولسوالي کې وتښتول شول.
د غزني د امنیه قوماندانۍ یوه افسر د نوم د نه ښوولو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې دېرش تنه تښتول شوي خو د غزني د ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني بیا د برمته شویو کسانو شمېر ۲۶ یا ۲۷ ښيي.
ښاغلي کامراني پرون ناوخته ازادي راډیو ته وویل: "د طالبانو کوم قوماندان دی، د هغه ورور او یو بل کس محلي پولیسو نیولي دي، طالبان یې په مقابل کې له جاغورو چې څوک راځي کښته کوي، ۶ یې تېره ورځ کښته... Читать дальше...
اروپايي ټولنې اعلان وکړ چې د دې ټولنې ۲۷ غړیو هېوادونو په یوه خوله له بریتانیا سره د سوداګري راکړې ورکړي له موقتي غوښتنلیک سره هوکړه وکړه.
د دې ټولنې ویندوی سباستیان فیشر پرون (دوشنبه) وویل، دا موافقه د دې لپاره وشوه چې د ۲۰۲۱ د جنورۍ په لومړۍ د هغې اجرا ممکنه شي.
د دې لپاره چې د دوو خواوو ترمنځ د تجارتي موافقې د انتقالي دورې مهلت د ډسمبر ۳۱ نېټه ټاکل شوې وه، د دې موافقې د بشپړ تطبیق لپاره لږ وخت پاتې و.
دا هوکړه د اروپايي ټولنې او بریتانیا ترمنځ له تعرفې پرته د سوداګري راکړو ورکړو امکان برابروي... Читать дальше...
د اسراییل صدراعظم وايي، په دغه هېواد کې نږدې ۴ لکه تنو ته د کورونا ضد واکسین ورکړل شوی دی.
بنیامین نتانیاهو پرون (دوشنبه) وویل، په تېرو ۸ ورځو کې، چې په هېواد کې یې د کرونا پر ضد واکسیناسیون پیل شوی، ۳۷۹ زره تنو ته واکسین پیچکاري شوي دي.
اسراییل ۹ میلیونه او ۲ لکه پنځوس زره نفوس لري.
د راپورونو پر اساس، له اسراییل وروسته تراوسه پورې په بحرین، بریتانیا، امریکا، روسیې، کاناډا او چین کې د نفوس په تناسب ډېرو کسانو ته د کرونا پر ضد واکسین ورکړل شوی دی.
د اسراییل د روغتیا وزیر پولي ادالشتین امر... Читать дальше...
د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې جامې به له دې ایسته د جرمني یوه کمپنۍ جوړوي.
د افغانستان د فوټبال د فدراسیون ویندوی فیروز مشعوف ازادي راډیو ته وویل، جاکو شرکت حاضردمه د اروپا او نړۍ ګڼو لوبډلو ته سپورتي کالي چمتو کوي.
هغه زياتوي: "جاکو له موږ څخه ډېرې لږې پیسې اخلي. ډېرې کمې. هغه پیسې چې له موږ څخه یې د کمیسونو د جوړولو لپاره غواړي ښايي په سلو کې ۵۰ وي. برانډونه هم ویاړي چې د یوه هېواد د ملي لوبډلې لپاره کمیسونه جوړوي."
د افغانستان د فوټبال د فدراسیون ویندوی زیاته کړه، د ملي ټیم د جامو رنګ به هم د پخوا په شان لومړی سور او دوهم سپین وي. Читать дальше...
فایزر او بیو این ټیک کمپنۍ به د ۲۰۲۱ تر سپټمبر پورې د اروپايي ټولنې غړیو هېوادونو ته د کرونا ویروس لپاره ۲۰۰ میلیونه ډوزه واکسین ورکړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د اروپايي کمېسیون یوه ویندوی وویل، اروپايي ټولنې ته د واکسین د سپارلو دا مهالوېش تر هغه څه ځنډنی دی چې مخکې اټکل کېده.
د اروپايي ټولنې ۲۷ غړي هېوادونه شاوخوا ۴۵۰ میلیونه نفوس لري او پر دې اساس دا ټولنه د فایزر او بیواین ټیک پر واکسین سربېره د نورو کمپنیو واکسین ته هم اړتیا لري.
د ایران د هلال احمر ټولنه وايي، هېواد ته به یې په راتلونکو درو میاشتو کې د کرونا ويروس ضد واکسین ورسېږي.
دا واکسین د امریکا فایزر او د جرمني بیو این ټیک شرکتونو جوړ کړی دی.
ایران، چې د منځني ختیځ په هېوادونو کې له کرونا تر ټولو بد زیانمن شوی، تر راتلونکو شلو ورځو پورې به د کرونا ویروس پر ضد واکسین ترلاسه کړي.
د ایران د هلال احمر رييس کریم همتي وايي، په امریکا کې به یو شمېر خیرغوښتونکي تر ۱۵۰ زره ډوزه واکسین ایران ته ورکړي.
همتي د دوشنبې په ورځ نیمه رسمي خبري اژانس تسنیم ته وویل، د روغتیا... Читать дальше...
په کابل کې د هدفي وژنو له ډېرېدو وروسته د افغانستان حکومت غواړي، چې په دغه ښار کې د پولیسو شمېر زیات کړي.
حکومت وايي، د کابل د نفوس په تناسب د دې ښار د پولیسو شمېر ډېر کم دي.
د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني وايي، پر ژورنالیستانو او مدني فعالانو د هدفي بریدونو هدف پر نوي نسل حمله، د هغو د روحیې خرابول او د هېواد بې ثباته کول دي.
په تېرو څه کم دوو میاشتو کې په بېلابېلو حملو کې د ازادي راډیو د هلمند د خبریال الیاس داعي په شمول ۴ خبریالان او د مدني ټولنې څو فعالان وژل شوي دي.
ولسمشر غني پرون... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Юные керамисты школы №2120 выиграли три Гран-при конкурса «Мир дому твоему!»
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Карен Хачанов
Хачанов обыграл Баутиста-Агуту в третьем круге «Мастерса» в Мадриде
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Концентрация песка в городском воздухе возвращается к обычным значениям
Путин в России и мире
Москва
Поведение Путина вызвало резонанс, потерянные в 90–е заводы возвращаются РФ
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Это - война: литовские беспилотники попытались атаковать Минск
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Москва
Басманный суд Москвы арестовал продюсера Reuters Константина Габова за помощь ФБК в подготовке материалов
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Шапка
Шапки женские на Wildberries — скидки от 398 руб. (на новые оттенки)
Москва
Омбудсмен напомнила родителям о правилах детской безопасности на отдыхе
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net