له وروسته د افغان فوټبال ملي لوبډلې جامې د جرمني یوه کمپنۍ جوړوي
د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې جامې به له دې ایسته د جرمني یوه کمپنۍ جوړوي.
د افغانستان د فوټبال د فدراسیون ویندوی فیروز مشعوف ازادي راډیو ته وویل، جاکو شرکت حاضردمه د اروپا او نړۍ ګڼو لوبډلو ته سپورتي کالي چمتو کوي.
هغه زياتوي: "جاکو له موږ څخه ډېرې لږې پیسې اخلي. ډېرې کمې. هغه پیسې چې له موږ څخه یې د کمیسونو د جوړولو لپاره غواړي ښايي په سلو کې ۵۰ وي. برانډونه هم ویاړي چې د یوه هېواد د ملي لوبډلې لپاره کمیسونه جوړوي."
د افغانستان د فوټبال د فدراسیون ویندوی زیاته کړه، د ملي ټیم د جامو رنګ به هم د پخوا په شان لومړی سور او دوهم سپین وي.
تر دې وړاندې د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې کمیسونه د ډنمارک هومیل شرکت جوړول.