بوسنیا کې سلګونه کډوال تر اسمان لاندې د ژمي شپې سبا کوي
په ناقانونه ډول اروپا ته تلونکي سلګونه کډوال د بوسنیا هرڅوګووینا په کیمپ کې سخت ژمي ته پراته دي. د ډېسېمبر پر ۲۳مه د هېواد په شمالي لیپا سیمه کې د کډوالو کیمپ اور واخیست. تر هغې وروسته د افغانانو او پاکستانیانو په ګډون شاوخوا ۸۰۰ کډوال له سرپنا بې برخې شول. دوی وايي، د واورې ورېدو او خوړو کموالي له وجې یې ژوند لا سخت شوی. د سره صلیب نړیواله اداره وايي، له کډوالو سره یې مرستې کړې دي او خواړه او تودې جامې ورکوي. د فرانسې خبري اژانس وايي، د بوسنیا حکومت د کډوالو بل ځای ته د استولو بهیر پیل کړی چې ستونزې یې ورهوارې کړي. په دې اړه د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې او اژانس فرانس پرېس ویډیويي رپورټ.