پاکستان د هندوانو پر معبد د برید او اورچولو په تړاو ۱۴ کسان نیولي
پاکستاني چارواکي وایي، د هندوانو پر یوه معبد د برید او اورچولو په تړاو یې ۱۴ کسان نیولي دي.
ځایي پولیسو نن (د دسمبر په ۳۱مه) ویلي، نیول شوي د هغو سلګونه کسانو له ډلې دي چې پرون یې د خېبر پښتونخوا په کرک سېمه کې د هندوانو پر یوه معبد هجوم ور وړ.
په پاکستان کې هندو لږکیو پر دې چلند نیوکه کړې او غندلی یې دی.
د پاکستان فدرالي حکومت او ایالتي وزیرانو هم دا اقدام غندلی دی.
په هغې ویډیو کې چې ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې لیدل کېږي چې سلګونه کسان په مارتولونو د معبد ودانۍ ورانوي او له ودانۍ توره لوخړه پورته کېږي.