افغان فوټبالر 'امیري' د هند له ریال کشمېر لوبډلې سره یوځای شو
د افغانستان د فوټبال ملي ټیم غړی اسلام الدین امیري د هند له ریال کشمېر لوبډلې سره یوځای شو.
د افغانستان د فوټبال فډارسیون وايي، ښاغلي امیري له ښې وړتیا برخمن دی او د ریال کشمير په لوبډلې کې به ښه وځلېږي.
ټاکل شوې چې د هند د فوټبال لیګ سیالۍ د ۲۰۲۱ میلادي کال د جنوري په ۹مه پيل شي.