ملي امنیت د الجزیرې د خبریال رحمت الله نېکزاد وژونکي نیولي
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي، غزني کې یې د الجزیرې د خبریال رحمت الله نېکزاد وژونکي نیولي دي.
ملي امنیت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه خبریال د طالبانو د دوو هغو غړو له خوا وژل شوی چې د پنځو زرو زندانیانو په ډله کې د دولت له زندانه خلاص شوي دي.
ملي امنیت یوه نیول شوي کس ته منسوبه ویډیو هم رسنیو ته لېږلې چې هغه په کې وایي، دا خبریال یې وژلی دی.
خو معلومه نه ده چې دغه اعترافات په څه ډول شرایطو کې اخېستل شوي دي.
طالبانو بیا د رحمت الله نېکزاد وژنه غندلې وه او هغه یې مسلکي خبریال یاد کړی دی.