هالنډ په ارزګان کې له بشري حقونو د خپلو ځواکونو د احتمالي سرغړونو پلټنه کوي
د هالنډ دفاع وزارت د خپل هېواد له څارنوالانو غوښتي چې د افغانستان د ارزګان په ولایت کې له بشري حقونو څخه د هالنډي ځواکونو د احتمالي سرغړونو پلټنې وکړي. د هالنډ دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ وروسته تر دې دا اعلان وکړ چې یوه هالنډي سرتېري سروي هولزکن تور پورې کړ چې په ۲۰۰۷ کال کې یې په چوره ولسوالۍ کې د خلکو پر کورونو د درنو وسلو ډزې وکړې. د دې پوځي په وینا پر دې کورونو د توپونو د ډزو امر یوازې د طالبانو د مخابراتي مکالمې د اورېدو په اساس دوی ته ورکړل شو چې ښایي په دې کلي کې ملکیان وژل شوي وي. ... Читать дальше...