اسلام اباد کې د "اپټیکا" غونډه د يوې هوکړې په کېدو پاى ته رسېږي
ټاکل شوې چې د افغانستان ــــ پاکستان د ټرانزیټ او سوداګرۍ د هوکړې (اپټیکا)د همغږۍ اتمه ناسته په اسلام آباد کې د یوې دوه اړخیزې هوکړې په ترسره کېدو پای ته ورسېږي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي نن ازادي راډیو ته وویل، چې دغه ناسته کې د سوداګرو په ستونزو خبرې شوي او پاکستاني لوري ژمنه کړې چې ستونزې به هوارې شي.
دغه ناسته د پاکستان د لومړی وزیر د اقتصادي مشاوریت او د افغانستان د سوداګرۍ وزارت په کوربه توب جوړه شوې ده
په ناسته کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثاراحمد غوریانې ترمشرۍ لاندي د دولتي او خصوصي سکتور پلاوي هم ګډون کړی.
د سوداګرۍ وزیر نثاراحمد غوریانې د لومړي ورځې په ناسته کې ټینګار وکړ، چې دواړه هېوادونه باید سوداګري له سیاسته جلا کړي چې وکړای شو د نړیوالو سوداګریزو او ټرانزیټي اصولو او معیارونو سره سم لودیځې آسیا او منځنې آسیا ته ټرانزیټ ولري.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تراوسه د سوداګرۍ ستونزو د حل په موخه دوه ناستې شوې، چې د دواړو هېوادونو تر منځ ځینې عمده سوداګریزي او ټرانزيټي ستونزې په کې حل شوي خو د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، تمه کېږي، چې په دې ناسته کې به د سوداګرو د ټرانزیټ او سوداګرۍ پاتې ستونزې هم حل شي.