ارګ: غني او عبدالله د مذاکراتو د بل پړاو د ځای او وخت په اړه خبرې وکړې
ارګ وايي چې ولسمشراشرف غني او د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله نن په ارګ کې سره وکتل او د سولې د خبرو د بل پړاو د ځای او وخت په اړه یې بحث وکړ.
د ارګ په خبرپانه کې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
په خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي دي چې وايي حکومت به د سولې د خبرو راتلونکي پړاوونه د سولې د بهیر د ملاتړ له ډلې سره په ګډه پرمخ بوځي.
تمه ده چې د افغانستان د دولت او طالبانو مرکچي پلاوي له دریو اونیو وقفې وروسته د راتلونکې سه شنبې په ورځ بیا د سولې خبرې پیل کړي.
د ولسمشر غني په ګډون د حکومت ځینو جګپوړو چارواکو غوښتنه کړې وه چې د سولې خبرې دې په هېواد کې دننه دوام وکړي خو ښاغلي عبدالله پرون د سولې د عالي شورا د مشرتابه کمیټې په دوهمه غونډه کې وویل چې د سولې د خبرو د راتلونکي پړاو ځای، باید د خبرو د ځنډ باعث نه شي.