د هندوکش د واورو د ویلي کېدو په اړه اندېښنې او پرې نړيوالې تبصرې
په وروستیو کلونو کې د هندوکش د واورو د ویلي کېدو په اړه د اقلیمي چارو د متخصصانو اندېښنې زیاتې شوي دي، خو دغو اندېښنو ته له دې کبله ډېر پام نه دی اوښتی چې کرونا وبا د خلکو ذهنونه مصروف کړي دي.
دي ترډ پول
هر څه موده وروسته د دې سترې اقلیمي ستونزې په اړه یوه لیکنه خپرېږي. پرون دي ترډ پول (The Third Pole) په نوم خپرونې په یوه لیکنه کې د ساینس پوهانو له قوله لیکلي چې هیله لري سرحدي شخړې او د کرونا وبا به د هندوکش او همالیا په سیمه کې د اقلیمي بدلون د مخنیوي لپاره د هېوادونو په همکارۍ کې د پرمختګ خنډ نه شي.
خپرونه وايي، د سږ کال د اپریل په وروستیو کې ټاکل شوې وه چې د هندوکش او همالیا د سیمې د ۸ هېوادونو د چاپېریال ساتنې وزیران د نیپال په مرکز کټمنډو کې غونډه وکړي او د دې سیمې د اقلمي بدلون د چټکتیا د مخنیوي لپاره پرېکړې وکړي خو د کرونا ویروس د خپرېدو او د چین او هند ترمنځ د سرحدي شخړې له کبله دا غونډه ونه شوه.
په پام کې وه چې د نیپال، افغانستان، هندوستان، پاکستان، بوټان، چین، میانمار او بنګله دېش وزیران په دې غونډه کې ګډون وکړي.
د دې خپرونې پر اساس، د هندوکش همالیا غرونه د ۱۰ لویو سیندونو سرچینه ده. دا سیمه ۲۰۰ ډوله حیوانات او ۳۵ زره ډول ډول بوټي لري، خو دا ټول له دې کبله له خطر سره مخامخ دي چې اټکل کېږي په راتلونکو څو لسیزو کې به د هندوکش د غرونو واورې ویلي شي.
د سولې نړیوال سازمان
د سولې نړیوال سازمان په افغانستان کې د ژورنالېستانو پر وژنو لیکنه خپره کړې ده.
په دې لیکنه کې په ځانګړي ډول په ننګرهار کې د ملالې میوند یادونه شوې چې د دسمبر په لسمه ووژل شوه.
د سولې د نړیوال سازمان له لیکنې سره سم، ملاله میوند یوازې یوه اوونۍ وروسته له دې ووژل شوه چې په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي ترور شو.
دا خپرونه بې له دې چې په دې وژنو کې چا ته د تور ګوته ونیسي لیکي چې دا ناامنۍ له دې سره- سره دي چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پیل شوي دي.