کونړ کې د کرکټ سیالۍ د ټایګر لوبډلې په بریا پای ته ورسېده
په کونړ کې د کرکټ د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د سولې جام په نوم پیل شوي سیالۍد ټایګر لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.
په کونړ کې د کرکټ بورډ مسول قیام خیام نن شنبه(د مرغومي ۶مه) ازادي راډیو ته وویل: " د ۱۸ لوبډلو ترمنځ سیالۍ پیل شوې وې چې پایلوبو ته یې د سید حکیم کلب او د عادل ټایګر لوبډلو لار پیدا کړې وه. بلاخره د دواړو د مقابلې وروسته عادل ټایګر لوبډله وتوانېده د دغو سیالیو بریا خپله کړي."
دا لس اوریزې سیالۍ له ۱۵ ورځو راهیسي پیل شوې وې چې د مرکز اسعد اباد او ولسوالیو لوبغاړو برخه په کې درلوده.