ارګ: د افغانستان ۹۵سلنه دولتي مامورین بایومټریک شوي
د افغانستان جمهوري ریاست وایي، د جنیوا له کنفرانس وروسته الکترونیکي حکومتولي د حګومت لومړیتوب دی او افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دې اړه اړوندو ادارو ته د ځانګړي مېکانېزم د جوړولو امر کړی دی.
د افغانستان جمهوري ریاست مرستیاله ویانده فاطمه مورچل وايي، په دولتي ادارو کې تر دې دمه۹۵ سلنه دولتي مامورین بایومټریک شوي دي.
اغلي مورچل دا خبرې د ډیجیټلي زده کړو د پروګرام پرانېستلو غونډه کې وکړي او زیاته یې کړه چې د بایومټریک ترڅنګ دولت هڅه کوي د روان کال تر پایه د دولت کار کوونکو معاشونه د الکټرونیکي سیسټم له لارې ورکړي.
نوموړې وايي: "ولسمشر دې وروستۍ اوونۍ کې مختلفو ناستو کې وزارتونو او دولتي ادارو ته امر کړی چې ترڅو خپل فعالیتونه او د معلوماتو ورکړه ډیجیټلي کړي او ډیجیټلي حکومتداري سره مرسته وکړي."
په ورته وخت کې نن د "هییر افغانستان" سازمان د ډیجیټلي زده کړو یو کلن پروګرام پرانېست.
د دې سازمان غړې دنیا سنګر د پنجشنبې په ورځ رسنیو ته کنفرانس کې وویل، دا پروګرام به د فیسبوک په ملتیا ټول افغانستان کې خلکو ته ډیجیټلي زده کړې ورکوي، څو د ډیجیټل برخه کې د خلکو ظرفیت لوړ شي.
اغلې سنګر زیاته کړه: "دا پروګرام د ټولو لپاره جوړ شوی دی، د دې کار موخه د ډیجیټلي وسایلو سره پیژندنه ده. د دې پروګرام ترسره کولو لپاره به مو بېلابېلو ټولنیزو شبکو، ټلوېزیون او راډیوګانو څخه کار اخلو."
د "هییر افغانستان" د معلوماتو له مخې په مجازي ډول د ډیجیتلي زده کړو دې پړاو کې ۳۰ زره ډالره لګښت راځي چې هغه به هم د همدې سازمان له خوا ورکول کېږي.
په ۲۰۱۷ میلادي کال کې "هییر افغانستان" د سازمان په توګه رسمي کار پیل کړ، دا سازمان تر ډېره د ټولنې پرمختګ او ډیجیټل سیسټم د پلي کېدو طرحې عملي کوي.